نامعلومو وسلهوالو د غزني ولایت مقام د جلساتو مدیر وواژه
د غزني ولایت یو چارواکی نن په یوه وسلهوال برید کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت د جلساتو مدیر محمد موسی اخلاقي نن ماسپښین د غزني ښار اړوند د امیر محمد خان کلا سیمه کې ووژل شو. ویاند زیاتوي چې پر اخلاقي او زوی یې د بېغږه تومانچې ډزې شوي.
ښاغلی جمعهزاده زیاتوي: "ناپېژانده وسلهوالو د غزني ولایت د مقام د غونډو تنظیموونکی مدیر ښاغلی محمد موسی خان اخلاقي د بېغږه تومانچې په ډزو شهید کړی دی او په پېښه کې د هغه زوی ټپي شوی دی."
له دې مخکې ۲۰۳ تندر قول اردو وویل، طالبانو تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ د وړې ارزو او غټې ارزو سیمو پر پوستو د برید پلان درلود، خو افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې ۳۲ تنه طالبان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.