Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

بهرنیو چارو وزارت: د کبلوف څرګندونې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دي

0
بهرنیو چارو وزارت: د کبلوف څرګندونې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دي

افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف هغو څرګندونو چې د افغانستان د سولې او دې هېواد کې د یو انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه یې کړي د افغان حکومت توند غبرګون راپارولی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وروستیو کې د سپوټنیک روسي خبري اژانس سره مرکه کړې چې په کې د افغانستان د سولې پر بهیر او دې برخه کې د مسکو په رول او هڅو غږیدلی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د کب ۱مه) په ورځ یوه اعلامیه کې وویل، ضمیر کبلوف دې مرکه کې ځېنې داسې څرګندونې کړي چې "د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو او خپله د روسیې له رسمي اعلامیو سره په ټکر کې دي."

ښاغلي کبلوف په دې مرکه کې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د یو انتقالي ایتلافي دولت خبره کړې او دا یې د کورنیو جګړو د پای ته رسولو لپاره یوه کلاسیکه چاره بللې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي کبلوف له خوا د انتقالي ایتلافي دولت د نسخې وړاندیز، د افغانانو د خود ارادیت او د افغانستان د راتلونکې په ټاکلو کې د افغانانو له رول سره په تضاد کې بللی.

په دې بیان کې ویل شوي افغانان "حق او توان لري، څو د ولس په ازاده اراده د اساسي قانون سره سم د انتخاباتو له لارې د خپل دولت او حکومت برخلیک وټاکي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ضمیر کبلوف د طالبانو په غټ ښودلو تورن کړی او زیاته کړې یې ده: "د یوې داسې ډلې چې په روسیه کې پرې بندیز دی، نه توجیه کیدونکي غټ ښودل، په واقعیت کې په سیمه کې د تُندلارۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د روسیې د غوښتنې او د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ د پایداره سولې سره په څرګند ټکر کې دي او د روسیې او افغانستان ګډو ګټو سره سمون نه لري."

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کبلوف د روسیې، چین او امریکا، جمعه پاکستان او ایران په ګډون په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې مشورتي غونډې یادونه هم کړې.

ضمیر کابلوف د همدې غونډې لپاره د پاکستان د ملاتړ د خپلولو په هدف دا مهال اسلام اباد ته تللی. 

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې کبلوف د جمعې (د کب ۱مه) په ورځ دغلته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړي دي.

د فبرورۍ په۱۸مه په خپله اوونیزه انلاین خبري غونډه کې د مسکو د پنځه اړخیزې مشورتي غونډې په اړه وویل: "موږ باور لرو، اوسني وضعیت کې د دې لپاره چې د بین الافغاني ملي پخلاینې پروسه کې د نور خوځښت هڅې پراخې کړو او د دې موخې په لور کار کولو ته دوام ورکړو، نو درې اړخیز چوکاټ روسیې، امریکا او چین جمع پاکستان پراخوو. موږ همدارنګه له دې سره د ایران پر یوځای کېدو هم حساب کوو. "

د زاخاروا په وینا "موږ راتلونکې کې د مسکو په فارمټ کې د بلې غونډې احتمال هم له پامه نه غورځوو. که اړتیا وه او د افغانستان هغه اړخونه چې دې هېواد کې د سوله هواري غوښتونکي دي لېوالتیا ولري موږ چمتو یوو چې مسکو د ډیالوګ د یو فورم په توګه وړاندیز کړو. "

زخاروا مسکو ته د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه پلاوي د وروستي سفر په اړه وویل، له دوی سره د روسیې د ځانګړي استازي د خبرو اصلي محور د افغانستان د سولې د روان بهیر چاپېره مسالې وې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کبلوف ویلي، هغې پنځه اړخیزه مشورتي غونډې ته به چې مسکو یې د جوړېدو تابیا لري، افغان حکومت او طالبان نه وربولي.

هغه وویل، سره له دې چې افغان حکومت پر دې ناراضه دی، خو دوی ورته ویلي چې که افغان حکومت ور وبولي چې د کبلوف په وینا د جګړې یو اړخ دی، نو بیا به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د ضمیرکبلوف پر دې څرګندونو هم نیوکه کړې او د روسیې په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره یې د افغان دولت د ډیپلوماټیکو اړیکو او په ملګرو ملتونو کې د رسمي غړیتوب یادونه کړې.

اعلامیې زیاته کړې، نه شي کیدای یو مسول دولت له یوې داسې ډلې سره په یوه سطحه وګڼل شي چې"د زور او خپلو خلکو د عام وژنې له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، له نړیوالې ترهګرۍ سره څرګندې اړیکې لري، د روسیې دولت هغه د یوې ممنوعه ترهګرې ډلې په توګه پیژني او ملګرو ملتونو دې پرې بندیزونه لګولي وي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي دا خبرې هم رد کړي چې وايي، طالبانو له خپله اړخه د امریکا سره کړې هوکړې ته "بې عیبه او نقص" پابند پاتې شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو د دې هوکړې لږ تر لږه څلور مهمې ژمنې:

د تاوتریخوالي کمول.

له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول.

د معنی لرونکو خبرو دوام.

او جګړې ته د خوشې شوېو بندیانو نه ستنېدل دي، نه دي عملي کړي.

طالبان بیا دا نه مني چې دوی دې د دوحې له هوکړی سرغړاوی کړی وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د کبلوف دا خبره هم رد کړې چې ګوندې افغان دولت دې د سولې د خبرو د پرمختګ پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړی وي او په دې برخه کې یې د تر شپږ زرو زیاتو طالب بندیانو د خوشې کېدو یادونه کړې چې په وینا یې د طالبانو د ژمنې خلاف بېرته جګړې ته ستانه شوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د ضمیر کبلوف هغه څرګندونې هم رد شوي چې وايي، طالبان د افغانستان له څلورو په درې برخو خاورې واک لري او زیاته کړې یې ده په بېلابېلو سیمو کې ترهګر بریدونه او د خلکو وژل پر هغو سیمو د واک په معنی نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف دا خبرې هم په خپلو کې ضد و نقیض بللي چې یو ځای یې طالبان ملي او داخلي ډله بللې او بل ځای یې ویلي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې خوندي پټن ځایونه ورکړي دي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ دا ډیپلوماټیکي ناندرۍ داسې مهال راپورته کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په سېپټمبر میاشت کې پیل شوې خبرې پرته له دې چې کوم څرګند پرمختګ په کې وشي، دریدلي دي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم مسکو ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي، مسکو ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په سفر کې به په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، د افغانستان د سولې په روان بهیر، د ترهګرۍ او نشه يي موادو د قاچاق سره د مبارزې په مسئلو خبرې وشي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Собянин: Москва взяла Гран-при премии «Умный город» за цифровизацию горхозяйства


Спорт в России и мире
Москва

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе





Путин в России и мире
Москва

Путин поздравил Леонида Рошаля с днем рождения


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

"Новосибирск, бро, за всё прости": концерт Басты на "Сибирь-Арене" собрал аншлаг



Москва

Задержан брат нового фигуранта дела о теракте в «Крокусе»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net