"ایران سره د کړکېچ په زیاتېدو سعودي کې له پوځي اډو کار اخلو"
په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي، پوځ پر دې غور کوي چې د امریکا او ایران په اړیکو کې د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې د خپلو ځواکونو د خوندي ساتلو لپاره د عقبې په توګه په سعودي عربستان کې له پوځي اډو کار واخلي.
جنرال کېنېت مککېنزي منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) خبریالانو ته وویل، پوځ غواړي د اوسنیو اډو له بندولو پرته هم دا توان ولري چې د کړکېچ د زیاتېدو په حالت کې د عملیاتو لپاره له نورو اډو هم کار واخلي.