په پکتیا کې د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو مرکز جوړ شوی
په پکتیا کې د اداري لګښتونو د کمښت، روڼوالي، د فساد د مخنیوي، د کارونو د اغېزمنتوب، له شته امکاناتو د ښې استفادې او د کارونو د چټکتیا په موخه د ښې حکومتوالۍ مرکز جوړ شوی.
د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو په دې مرکز کې Good Governance Serves Model (GSM) کې د ولایت له والي نیولې بیا د دفترونو تر ټیټ رتبه مامورینو پورې ټول په یو لوی سالون کې تر یو چتر لاندې کار کوي.
د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړېدو څخه يې موخه ولس ته په خدمتونو کې د پوره اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.
د پکتیا والي محمدحلیم فدايي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "پکتیا ولایت د ښې حکومتوالۍ مرکز چې تر یو چتر لاندې نومېږي، په کار پیل وکړ او ټول مامورین زما او د معاون او رئیسانو په ګډون باندې دوی د ولس خدمت کې وي، د دې مرکز په جوړېدو سره اداري مصارفات بیخي ډېر کمیږي، شفافیت راځي، د فساد مخه نیول کېږي، موثریت راځي، د موجوده امکاناتو څخه ښه ګټه پورته کېږي او د خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا رامنځته کېږي چې دا د دې مرکز ګټې دي. "
د پکتیا اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه مرکز جوړېدل ګټور بولي او وایي چې د خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول پر دولت د خلکو باور زیاتوي.
د ګردېز ښار اوسیدونکی عبدالرحیم وايي، مخکې به یو کس لس ورځې خپل کار پسې یوه او بله اداره کې سرګردانه ګرځېده، خو د دې سیستم په فعالېدو سره اوس هغه کار په یو ساعت کې خلاصېږي.
د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي ابراهیم هم وايي، دوی به چې مخکې ډېر واړه کار پسې ګردېز ته راغلل، درې ورځې به يې کار نه خلاصېده، نو اوس دا ټول کار په نیم ساعت کې اجراء کېږي، ځکه له کوچني مامور نیولې بیا تر والي ټول یو ځای او تر یو چتر لاندې دلته موجود وي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړي بیا غواړي چې دغه مرکز کې د جوړ شوي سېستم د اهدافو او د چارواکو د ژمنو سره سم دې عمل وشي.
دوی زیاتوي، د نورو دولتي ادارو لپاره دې هم دا ډول مرکزونه جوړ شي، څو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی جنت خان څمکنی وايي، که ولایت کې ټولې ادارې یو ځای وي چې نور ریاستونه يې نږدې نه وي، نو بیا هم خلکو لپاره پوره اسانتیاوې نه شي رامنخته کیدلی.
جنت خان څمکني وویل: "ما په تاشکند کې ۶ میاشتې تېرې کړې، یو ۲۲ منزله تعمیر وو، ټولو وزارتونو په دې یو تعمیر کې کار کولو، یانې خلکو ته مشکل نه وو، که زموږ ریاستونه هم ټول یو ځای راغونډ شي، کار یو ځای شروع کړي، دولتي خدمتونه وړاندې کړي، زه فکر کوم چې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم میسریږي. "
د ولایتي شورا بل غړی محمدالرحمان قادري وايي، دا باید په نوم او یا په رسنیو کې د تبلیغاتو په موخه د ښې حکومتوالی مرکز نه وي، بلکې خدمتونه دې خلکو ته محسوس او څرګند وي.
دده په وینا د مامورینو ژمنتیا مهمه ده، کله چې یو مامور په ټاکلي وخت راځي، په ټاکلي وخت رخصتیږي او په دې ځای کې د ولایت رهبري هم شتون ولري، نو د خلکو کار به په وخت خلاص شي.
دا چې دا مرکز به د فساد په مخنیوي کې څه رول ولري، په اړه يې محمدالرحمان قادري وویل: "فساد دا هم دی چې یو نفر د دولتي معاش او امکاناتو څخه استفاده کوي او دی په خپل وخت د خلکو او مراجعینو کار نه خلاصوي، دا په خپله یو فساد دی. "
د پکتیا مخکې په خوست او لوګر کې هم دا ډول مرکزونه جوړ شوي وو چې بیا د کرونا وبا د خپرېدو له کبله يې فعالیتونه ټکني شول او مامورین اړ شول چې د روغتیاپالو د لارښوونو سره سم د ګڼه ګوڼې د مخنیوي لپاره خپلو پخوانیو دفترونو ته ولاړ شي.
مالومه به شي چې پکتیا کې د دغه نوي جوړ شوي مرکز فعالیتونه څومره دوام کوي او د خلکو رضایت به دوامداره وساتل شي او که نه؟