کرونا وبا او د نړۍ د اقتصاد رغول له 'جي-۷' سره د بایډن د خبرو اجنډا ده
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به د راتلونکې جمعې په ورځ د «جي-۷» هېوادونو له مشرانو سره د کرونا وبا او د نړۍ د اقتصاد په رغولو خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی بایډن به دغې غونډه کې کرونا وبا ته د نړۍ په کچه د ځواب ورکولو په لارو چارو او د دغې ناروغۍ په وړاندې د واکسین پر وېش خبرې وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا واکسین د وېش په برخه کې د شتمنو هېوادونو (لومړی زه) تګلاره بېوزله هېوادونه له خطر سره مخامخوي او دغو هېوادونو کې د ویروس پراختیا دوام مومي.
د جي-۷، یا ۷ صنعتي هېوادونو دا غونډه د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون په کوربهتوب ترسره کېږي.
د دې سازمان غړي هېوادونه بریتانیا، جرمني، کاناډا، امریکا، فرانسه، ایټالیا او جاپان دي.
تېر کال د دغه سازمان هغه غونډه چې د امریکا په کوربهتوب ترسره کېده، د کرونا وبا له کبله لغوه شوه.