د مایکروسافټ کمپنۍ مشر سایبري حملې پېچلې وبللې
د مایکروسافټ د کمپنۍ مشر براډ سمیټ وایي، سایبري حملې چې روسیه یې مسئوله بلل کېږي، هغه پېچلې او لویې حملې دي چې نړۍ یې نن ورځ شاهده ده.
سمیټ له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبې خپره شوې ویلي، چې د دغو حملو پېچلتيا او پراختیا ته په پام ښایي له زرو زیاتو انجینیرانو پرې کار کړی وي.
د امریکا د استخباراتي خدمتونو د ادارو په وینا ښایي روسیه په دغو حملو کې لاس ولري.
روسیې په دغو حملو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
مايکروسافټ د تېرکال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې د نورو په زرګونو کمپنیو په څېر دا کمپنۍ هم هکرانو د حملې لپاره په نښه کړې وه.
د سایبري امنیت د چارو متخصصینو ویلي، چې په دې اړه د تحقیقاتو نتیجه ښايي میاشتې وخت ونیسي.