په پاکستان کې ۴ پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې په یوه نښته کې د څلورو پوځیانو او څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
پوځ نن په یوه بیان کې وویل، د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې نښته هغه مهال پیل شوه چې دې وسله والو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.
د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په دې سیمه کې مخکې له دې د پاکستاني طالبانو د تحریک او پوځ ترمنځ نښتې شوې دي.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پوځیان د تېرې شپې له پېښې وروسته په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پیل کړې دي.