جلال اباد کې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبې(د سلواغې ۱۸مه) یوې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د بهسودو پُل ته څېرمه د هوټلونو سیمه کې د امنيه قوماندانۍ په یوه رېنجر موټر باندې وشوه.
د دې حملې مسوولیت تراوسه لا چا نه دی منلی.