بدخشان چارواکي: بهارک کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د بدخشان چارواکي د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۱۳ طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه ناوخته د بهارک او ارغنجخواه طالبانو د بهارک ولسوالۍ په پایان شهر سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو له څو خواوو ډله ییزې حملې پیل کړې. امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل. د دوی په نښتو کې پنځه طالبان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.'
ښاغلی روحاني وايي چې له نښتې وروسته طالبان له سیمې وتښتېدل.
نوموړی همدا راز وايي چې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.