امریکا: ۱۱۰۰ پوځیان به د کرونا د واکسیناسیون سره همکاري کوي
امریکا متحده ایالتونه په پام کې لري چې ۱۱۰۰ پوځیان د کرونا د واکسیناسیون له پروګرام سره د همکارۍ لپاره مؤظفه کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ اعلان وکړ چې د اردو اړوند د واکسین د متخصصینو، نرسانو او روغتیاپالانو پنځه ډلې به په دوو اونیو کې خپل کار پيل کړي.
تمه کېږي چې دا ډلې وکولای شي د ورځې تر شپږ زره ډوزه واکسینه ولګوي.
کرونا ویروس څه باندې ۴۴۷ زره کسان مړه کړي دي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې ټینګار کړی دی چې له دې وبا سره د مبارزې لپاره به یوه نوې تګلاره مخته یوسي.