د ترکیې پر وړاندې د امریکا د نوې ادارې دریځ نه دی بدل شوی
د امریکا د متحد ایالتونو د نوي ولسمشر جویایډن د ادارې دریځ د ترکیې پر وړاندې چې د ناټو د غړي هېواد په توګه له روسیې د دفاعي سیستم توغندي اخلي نه دی بدل شوی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ وویل، زموږ په دریځ کې بدلون نه دی راغلی، موږ له ترکیې غواړو چې د 'اېس – څلور سوه' توغندیو سیسټم ونه ساتي.
ترکیې د 'اېس – څلور سوه' سیسټم په دوه زره نولسم کال کې له روسیې وروسته تر دې واخېست چې له متحد ایالاتونو سره د پیټرایټ توغندیو د اخېستو پر سر موافقې ته ونه رسېده.
واشنګټن، انقرې ته خبرداری ورکړی دی چې په پوځي برخه کې له مسکو سره همکاري د ناټو له اصولو سره سمه نه ده او په ترکیه کې د امریکا پوځي ټکنالوژي او سرتېري له خطر سره مخامخ کوي.