بایډن: ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي.
بایډن 'سي.بي.سي' ټلوېزیون ته په مرکه کې چې د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ خپره شوه، وویل، ښایي ټرمپ پټ اطلاعات افشا کړي.
روانه اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوهمه محکمه ده.
دی تورن دی چې د جنوري د شپږمې نېټې د خبرو پر مهال یې خپل ملاتړي بغاوت ته هڅولي دي.
تر دې وینا وروسته د ټرمپ ملاتړیوپه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ ور ودانګل.