په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ
په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ. د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر کومه پورې چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي.
په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزیع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې سره سم قانوني کړي.
د صرافانو ملي ټولنه وايي، د صرافانو له وړاندیزونو او نظرونو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه لغوه کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې د صرافۍ شرکتونو او انفرادي صرافیو مالیه باید ثابته وي، له ۱۳۹۶ کال تر ۱۳۹۹ کاله مالیات دې په هغه کال مجرا شي.
د صرافانو په خبره په افغانستان کې د ۲۴ ساعته برېښنا نشتون، کمزوری انټرنیټ او بد امنیتي او سیاسي وضعیت له امله نه شي کولی چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي.