۲۰۵م اتل قول اردو: کندهار کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونو په کندهار کې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو ویاند خواجه یحیا علوي وایي چې طالبانو په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، نو مخکې تر دې چې دوی حمله وکړي، افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ پر دوی برید وکړ.
نوموړی وايي: "دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه چې په پایله کې یې ۲۵ طالبان ووژل شول او درې طالبان ټپیان شول."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.