Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د بهسودو پېښه؛ د څېړنې لپاره ټاکل شوی پلاوی سيمې ته رسېدلی

0
‎د میدان وردګو والي وایي دغه ولایت ته د بهسودو ولسوالۍ پېښې لپاره ټاکل شوی پلاوی نن سيمې ته رسېدلی.


مرکزي حکومت له لوري د میدان وردګو ولایت د بهسودو خونړۍ پېښې څېړنې ته ټاکل شوی پلاوی بلاخره له درې ورځو وروسته سيمې ته ورسېد.


‎د دغه ولایت والي عبدالرحمان طارق د دوشنبې په مازدیګر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دا پلاوی به په دې اړه خپلې موندنې له حکومت سره شریکوي.


هغه وویل: "هییت تللی چې په لوړه کچه دی‌‌‌‌‌‌ او د مرکز له لوري ټاکل شوی، د ولایت مقام ته راپور ورکوونکی نه دی، دا به عالي چارواکو ته د خپلو اجراتو راپور ورکوي."


‎والي د پلاوي په اړه نور جزییات ورنه کړل.


‎هڅه مو وکړه د دغه پلاوي په اړه نور جزییات چې څوک او د کومو اړخونو اشخاص په کې شامل دي، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا له دفتره واخلو، خو د کورنیو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د افغانستان د ملي امنیت شورا د پلاوي د ټاکل کېدو مسئولیت لري او باید یې په اړه معلومات شریک کړي.


خو د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت الله اندړ بیا ‌ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې کورنیو چارو وزارت باید په دې اړه ځواب ووایي ځکه په خبره يې په دې توافق شوی چې د پلاوي مسئولیت د هغوی وي.


‎ د ولسي جرګې ځینې غړي بیا د دغې پېښې په اړه اندېښنې مطرح کوي او حکومت يې په تړاو په بې غوریو تورنوي.




‎ د جرګې غړې فاطمې نظري وویل: "اوس د حکومت نوبت رارسېدلی، حکومت هم زموږ خلک چې نه سلاح لري او نه دفاع، هدف ګرځوي، نن په بهسودو کې په ویالو کې وینې بهېږي، خو د خلکو د استازو له کوره هېڅ غږ نه راوځي چې بلاخره دا حکومت څه کوي؟"

‎ د جرګې بله غړې حميده اکبري وايي: "دغو بې دفاع او بې ګناه خلکو کومه ګناه لرله، د دې لپاره چې له دغه جمهوریت یې دفاع کړې. د دغه جمهوریت لپاره یې رایه کارولې او ملاتړ یې ترې کړی نو ورځ يې دا شوه چې دوی قتل عام کېږي."


‎بلخوا د افغانستان د پخوانی لوی درستیز مراد علي مراد چې له یو شمېر پخوانیو جنرالانو او قومي مشرانو سره بامیانو ته تللی، په یو ناسته کې یې له خلکو سره ژمنه کړې چې د بهسودو ولسوالۍ پېښې اړوند به کره څېړنې کېږي او له هغو به حساب اخیستل کېږي کوم چا چې په خبره یې د خپل ځان د دفاع لپاره يې ملکیان کارولي دي.


هغه وویل: "تر هغه چې د دغې قضیې عاملینو ته سزا ورنه کړل شي او د شهیدانو کورنیو او ټپیانو د کورنیو قناعت حاصل نه شي، موږ به بهسودو او بیا به بهسودو هم اوړو او له هغو متقلبینو او عناصرو سره چې دومره کمزوري وه چې د خپل ځان د دفاع لپاره یې ملکي خلک مورچل ګرځولي، خبرې به ورسره کوو."


‎خو د ښاغلي مراد د دې خبرو اشاره به چاته وي؟


‎ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ملکيانو ته د مرګ‌ژوبلې مسئولیت د علي‌پور اړوند پر غیر مسوولو وسله‌والو واچوه او زیاته یې کړه، امنیتي ځواکونو د بهسودو په لومړۍ حصه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو غیر مسوول ووسله‌والو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله واړوله - هغه ادعا چې د سيمې اوسېدونکو لخوا بي بنسټه بلل شوي.


‎د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ویلی وو، په دې پېښه کې ۷ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان ټپیان شوي او ۹ تنه غیر مسوول وسله‌وال وژل شوي دي.


‎خو په پېښه کې ټپیان او علي‌پور ته نږدې کسان دا خبره نه مني.


‎ په ولسي جرګه کې ځینې غړي ادعا کوي چې لا هم شاوخوا 40تنه ملکیان امنیتي ځواکونو ګروګان نیول شوي دي.


‎د کورنیو چارو وزارت بیا د ملکیانو د نيونې په اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګ والي عبدالرحمان طارق پرون ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې سیمې ته د قوې د لېږد موخه، د نویو امنیه قوماندانو معرفي او د امنیتي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو لېږل بللې وه.


‎د افغانستان حکومت علي‌پور چې په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، د غیر مسوولو وسله‌والو په درلودو، پر امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخیستنې تورنوي، خو پلویان یې بیا هغه د خلکو د ساتنې او حقونو د ګټلو مبارز بولي.


‎د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو عبدالغني علي‌پور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، په ۲۰۱۸ کال کې ونیوه، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په منځګړتوب د یوه تضمین له اخیستو وروسته، هغه مهال خوشې شو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net