په هرات ولایت کې په لسګونو صرافانو د تښتونو د زیاتېدو په اعتراض کاري اعتصاب پیل کړ.
د صرافانو ټولنې مشر بهاالدین رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دا اقدام یې د یوه صراف اسماعیل محمدي د اختطاف په عکس العمل کې وکړ.
هغه زیاته کړه: "هم د دې قضیې په او هم د نورو اختطافونو په تړاو صرافاتو اعتصاب پیل کړی دی، نن کاري اعتصاب روان دی، مارکېټ تړلی دی، وبه ګورو چې څه کېږي."
د هرات د صرافانو ټولنې مشر وايي، روان لمریز کال په دې ولایت کې د صرافانو د اختطاف ۷ پېښې ثبت شوې دي.
د هرات ولایت چارواکو د اسماعیل محمدي... Читать дальше...
د هغو ساینسپوهانو چې څه باندې یو کال یې په شمالي قطب کې پر څېړنو تېره کړې، موندنې ښیي چې که د ځمکې د کرې تودوخه همداسې دوام وکړي، څو لسیزې وروسته به شمالي قطب نور کنګل شوی نه وي.
د دغو ساینس پوهانو موندنې ښيي چې د شمالي قطب د سمندر یخونه په ویلې کېدو دي او خبرداری ورکوي چې ښایي په څو لسیزو کې به نورد شمالي سمندر اوبه یخ ونه نیسي.
دغه د نړۍ د شلو هېوادونو په سلګونو ساینسپوهان چې په شمالي قطب کې یې ۳۸۹ ورځې پر څیړنو تېره کړې، د دوشنبې په ورځ بېرته جرمني ته را ستانه شول.
دغو ساینسپوهانو... Читать дальше...
د پاکستان پنجاب صوبې فيصل اباد اوسېدونکي محمد اکرام د سنوکر لوبې غوره لوبغاړی دی. اکرام لاسونه نه لري خو د سنوکر لوبې مهارتونو له وجې يې په هېواد کې شهرت موندلی دی.
بېلابېلو اروپايي هېوادونو په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خورا زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دې ویروس د کنټرول لپاره جدي تدابیر عملي کړي.
د زیاتو خلکو اخته کېدل
د روغتیا نړیوال سازمان اجرائیه مشر ډاکتر مایکل راین وايي، خواشینوونکې ده چې څو اروپايي هېوادونه په کرونا ویروس د زیاتو خلکو د اخته کېدو شاهدان دي.
د ده په باور د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخینوي لپاره باید حکومتونه جدي اقدامات وکړي.
د امریکا تر متحده ایالاتو وروسته... Читать дальше...
ملټري ټایمز
د امریکا ملټري ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د چارواکو پر ضد او نقیضو څرګندونو تبصره کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین (Robert O’Brien) تېره چهارشنبه ویلي وو، د هغه پلان ملاتړ کوي چې د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲،۵۰۰ ته راکم شي، خو د ورځپاڼې په حواله، د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر بیا فکر نهکوي، دا پلان عملي بڼه ولري.
جنرال مارک میلي د دوشنبې په ورځ... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د هلمند وروستي برید او په قطر کې د سولې روانو خبرو اترو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.
دنیا
قطر کې سوله، هلمند کې جګړه! دا د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.
ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د سولې خبرې ولې په دغهشان حالاتو کې روانې دي؟
سرمقاله کې راغلي د دولت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ تلفات هم اوښتي چې په وینا یې د جګړې پړه دولت پر طالبانو وراچوي او طالبیې پر دولت وراچوي چې د دغهشان کړنو تاوان یوازې ملت ته رسېږي.
لیکوال ټينګار کوي چې... Читать дальше...
شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې په یوه هوايي حمله کې د ۷ طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو څانګه په یوه بیان کې وايي، دا وسلهوال پرون ماسپښین وروسته له هغه په نښه شول چې د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قلعه کوسه کلي کې راټول شوي وو او غوښتلیې پر افغان ځواکونو برید وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په 'کووېډ-۱۹' له اخته کېدو وروسته، پرون د اکټوبر په ۱۲مه د لومړي ځل لپاره خپل انتخاباتي کمپاین ته راستون شو او د فلوریډا په سانفورډ ښار کې یې د کمپاین په غونډه کې ګډون وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له ۳ اوونیو لږه موده پاتې ده. ټرمپ په دې غونډه کې د کرونا د وبا د مخنیوي او له دې ناروغۍ د ده د رغېدو په برخه کې د اجرااتو په خاطر د خپلې ادارې ستاینه وکړه.
ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته چې یوازې څو تنو یې ماسکونه لرل او ټولنیز واټنیې رعایت کړی و، د وینا... Читать дальше...
د درمل جوړولو نامتو کمپنۍ جانسن انډ جانسن د کرونا ویروس پر ضد د واکسین کلینیکي ازموینه، د دې څېړنې د یوه ګډونوال د نامعلومې ناروغۍ له کبله په موقتي ډول ځنډولې ده.
د دې امریکایۍ کمپنۍ کاندید واکسین د نړۍ په کچه د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د واکسین د جوړولو په هڅو کې مهم ځای لري.
جانسن انډ جانسن په یوه بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۱۲مه خپور شو، ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د واکسین د جوړولو په مقصد ټولې کلینیکي څېړنې یې د دې ازموینې په یوه ګډونوال کې د ناڅرګندې ناروغۍ د څرګندېدو له کبله په موقتي ډول ځنډولې دي. Читать дальше...
د پنټاګون یو جګپوړی چارواکی وايي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمېدو او نورو هغو شرایطو سره تړلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه پرې شوې.
ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې دی غواړي د روان کال له کرسمس مخکې امریکايي ځواکونه هېواد ته راستانه کړي، خو د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون دوشنبه وویل، د وروستیو ۴،۵۰۰ امریکايي سرتېرو ایستل، د طالبانو د حملو له کمېدو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پرمختګ له شرایطو سره تړلي دي. Читать дальше...
اروپايي ټولنې د بلاروس او روسیې پر وړاندې د احتمالي بندیزونو خبرداری ورکړی دی.
د دې اتحادیې چارواکي وايي د دغو دواړو هېوادونو پر وړاندې د دوی زغم د اداري فساد او د ډیموکراسۍ د نشتوالي له کبله پای ته رسېدو ته نږدې دی.
د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۲) په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې وویل چې په بلاروس کې د اګسټ انتخابات ازاد او عادلانه نهو. دوی د هېواد دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې د احتمالي اقداماتو خبرداری ورکړ او د هغه په اړهیې ویلي چې ډیموکراتیک مشروعیت نهلري. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې يې شااوخوا ۲۲۰۰ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د دې وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۱مه نېټه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، دا کسان د بېلابېلو جرایمو په تور نیول شوي دي.
ښاغلي ارین وویل: "د تېرې یوې میاشتې پر مهال ۲،۱۸۱ مشکوک کسان نیول شوي دي. پر دوی د بېلابېلو جرمونو تور دی چې پهکې تښتول، وژل، د غچ اخیستلو وژنې او د عامه نظم د اخلال تورونه شامل دي."
دا نوي ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې په دې وروستیو کې... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لوبو په لړ کې نن (د تلې په ۲۲مه نېټه) طوفان هریرود او سیمرغ البرز ټیمونه لوبه کوي.
د نن ورځې لوبه به دوهمه او وروستۍ نیمه پای لوبه وي او ګټونکی به په فاینل لوبه کې له شاهین اسمایي سره مخامخ شي.
د شاهین اسمایي ټیم پرون سپین غر بازانو ته ماته ورکړه او وروستۍ لوبې تهيې لاره وموندله.
د افغانستان نهم فوټبال لیګ د تلې له دوهمې پیل شوی په همدې اوونۍ کې پای ته رسېږي.
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانانو ته به ویزو ورکولو په برخه کې چټګ اقدامات وکړي.
د دې سفارت په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۱مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې په جلالاباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې د پاکستان قونسلګریو افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د ویزو د نوې پالېسۍ له مخې، د اوږدوه مهال ګڼې ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې د درملنې، کورنیو چارو، سوداګرۍ، زدهکړو او داسې نورو کارونو لپاره پاکستان ته ځي.
د اعلامیې له مخې د پاکستان ویزې وړیا دي او غوښتنلیک ته... Читать дальше...
د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قرهباغ سیمې پر سر نوې نښتې پیل شوې دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د اکټوبر په ۱۲مه نېټه) پر ارمنستان تور پورې کړ چې د مسکو په منځګړیتوب د اوربند له موافقې سرغړونه کوي او ویلي يې دي چې هغوی په تکراري توګه د اذربایجان پر پوځي مرکزونو حملې کړې دي.
د ارمنستان د دفاع وزارت په وینا اذربایجان پر جنوبي جبهه راکټي حملې کړي.
په همدې حال کې په نګورنو قرهباغ سیمه کې ارمني نژاده چارواکو د اکټوبر په ۱۲مه وویل چې ۴۵ نور سرتېري يې له اذربایجان... Читать дальше...
تر څو ورځو وقفې وروسته د افغان حکومت پلاوي او طالبانو د تماس ډلو د دوشنبې په ماښام (د اکټوبر په ۱۲مه نېټه) له یو بل سره ولیدل.
د افغانستان د پلاوي سره مل د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري د دوشنبې په ماښام د غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ناسته کې د اختلاف پر مواردو جدي بحثونه وشول او موافقه وشوه چې د حل لپاره دې غونډې دوام وکړي."
د دې غونډې په ترسره کېدو سره د افغانستان د جګړې ډګر هم تود شوی دی.
د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې درنې جګړې شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Виктория Азаренко пробилась в четвертьфинал турнира WTA в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Аэробная станция и септик: отличия и сходства
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о госполитике в области исторического просвещения
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Шарий: госсекретарь США Блинкен приехал в Киев из-за наступления ВС РФ
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Bon Jovi
Гітарист Річі Самбора шкодує, що не пішов із Bon Jovi раніше
Москва
Подмосковье стало участником форума «Здоровье нации — основа процветания России»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net