123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 03.10.2020

د سولې د خبرو پر مهال افغانستان کې خونړي بریدونه

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر درېیمه په ننګرهار او پر لومړۍ نېټه په هلمند کې د وسله والو لخوا خونړي بریدونه ترسره شول. دا بریدونه چې څوک یې ذمه واري هم نه قبلوي، په داسې وخت کې ترسره کېږي چې هلته د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مخامخ خبرې هم روانې دي.

سندبورډېنګ د کاپیسا په رېګ‌روان کې

Pa.azadiradio.com 

سندبورډېنګ د سنوبورډېنګ په څېر لوبه ده. یو تفرېحي فعالیت دی چې په ټوله نړۍ کې ډېری مینه‌وال لري او دا په صحرايي سیمو او شګلنو غونډیو کې ښه ترسره کېږي. دغه لوبه تېره ورځ شوې ده چې لېمه هادي پرې راپور لري.



جرمني د بیا یووالي ۳۰مه کلیزه ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

جرمني نن د دې هېواد د بیا یووالي ۳۰مه کلیزه د کرونا وبا د خورېدو له کبله په مختصرو مراسمو سره ونمانځله. تمه وه د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر د برلین جنوب ته په پوتسدام «Potsdam» ښار کې  په دې مراسمو کې ګډون وکړي. مېرمن مېرکل د روانې اوونۍ په سر کې پارلمان ته ویلي وو چې جرمني په دې ۳۰ کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. هغې ویلي چې هېواد یې توانېدلی د ژوندانه وضعیت په برخه کې د ختیځ او لوېدیځ المان ترمنځ لوی توپیر تر ډېره راکم کړي. مېرمن مېرکل په دې اړه خواشیني... Читать дальше...

ولسمشر غني د پکتیکا امنیه قوماندان او د لوا قوماندان له دندې ګوښه کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر د پکتیکا د امنیه قوماندان او په دې ولایت کې د ملي اردو د لوا قوماندان د دندې د لیرې کېدو امر وکړ. محمد اشرف غني  نن یاد ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي مشرانو او حکومتي  مسؤلینو سره د خبرو پر مهال وویل چې خلک له روان امنیتي وضعیت څخه راضي نه‌دي.   ولسمشر د سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی او د  جنرال رحمدل حیدرزي د ګوښه کېدو په اړه وویل: "ما ویل ما ته خیر خیریت مه‌وایاست، د پکتیکا ولسونه درنه خوابدي دي، هم د امنیه قوماندان بدلېږي او هم د ملي اردو د لوا قوماندان." ولسمشر زیاته... Читать дальше...

غني: د هیواد د ابادۍ لپاره طرحه، قوت او اراده لرم

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغان حکومت پدې هېواد کې د څلورو لسیزو د ناخوالو د ختمولو او د هېواد د ابادۍ لپاره طرحه، قوت او اراده، درې واړه لري. ولسمشر غني چې د اکتوبر پر درېیمه، پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال د ځايي خلکو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، خلک باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو او پاتې کیدو په اړه انديښنه ونه لري، ځکه دا هېواد زرګونه کاله همدې خلکو ساتلی دی. ښاغلي غني زیاته کړه، په اوس وخت کې افغانان یوازې ۳۸ زره د کمانډو قوتونه لري او داسې هوايي ځواک لري، چې پنځه کاله مخکې يې نه لاره. ولسمشر محمداشرف غني وویل... Читать дальше...

خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه له تاجکي چارواکو سره خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره تر لیدنې وروسته دوشنبې ته رسېدلی او د افغانستان سولې اړوند یې له تاجکي چارواکو سره خبرې کړې دي. د ازادي راډيو تاجکي څانګه وايي، ښاغلي خلیلزاد د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي او ښاغلي رحمان، خلیلزاد ته ویلي چې دوی هم په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.  د تاجکستان ولسمشر دغه‌شان ویلي چې دوی د افغانستان له لوري د سرحدونو په برخه کې د امنیت په اړه اندېښمن دي. Читать дальше...

ټرمپ د کرونا ویروس د درملنې لپاره یوه پوځي روغتون ته یووړل شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ‌‌ډونالد ټرمپ چې په کرونا ویروس اخته شوی، پرون (جمعه) د درملنې لپاره له واشنګټه دباندې یوه پوځي روغتون ته یووړل شو.  د جمهوري‌پال ګوند د غړو په منځ کې د کرونا ویروس خپرېدو د سترې محکمې د خالي څوکۍ د ژر ډکولو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین لپاره د دغه ګوند هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.  ویل کېږي چې د ټرمپ په داخلي کړۍ کې یوه لویه ډله په کرونا ویروس اخته شوې او دې مسئلې د حکومت د جګپوړو چارواکو په منځ کې د دې ویروس د خپرېدو اندېښنه رامنځته کړې ده. د جمهوري‌پال ګوند د شمالي... Читать дальше...



ارمنستان او اذربایجان د مېنسک ګروپ سره تعامل ته لېوالتیا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان او اذربایجان د نگورنو قره‌باغ شخړو په اړه د مېنسک له ګروپ سره تعامل ته د لېوالتیا نښې ښودلې دي.   د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پر روسیې، امریکا او فرانسې چې د مېنسک ګروپ یا ډله نومېږي، غږ کړی چې د نګورنو قره‌باغ شخړې د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.   دا ډله له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې چې د اذربایحان په نګورنو قره‌باغ سیمه کې اوربند نافذ شوی وو، د سولې هڅو د منځګړیتوب هڅې پر مخ وړي.   الهام علییف د اکټوبر پر درېیمه له الجزیره شبکې سره په مرکه کې ویلي چې له دغو درېیو هېوادونو غواړي د نګورنو... Читать дальше...

امنیتي چارواکي: کاپیسا کې د طالبانو کمین پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي پنځو پولیسو ته د طالبانو په یوه کمین کې مرګ‌ژوبله اوښتې. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشقایق شورش نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه په کوهبند ولسوالۍ کې داسې مهال شوې چې پولیس په ګزمه بوخت ول.   نوموړی زیاتوي چې په دې کمین کې دوه پولیس وژل شوي او درې ټپیان دي.   ښاغلی شورش په دې نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم د مرګ‌ژوبلې ادعا کوي، خو شمېر یې نه‌دی ښودلی.   طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پکتیکا کې د غني غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه د ارګ غبرګون

Pa.azadiradio.com 

ارګ په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه غبرګون ښودلی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر ټویټر ولیکل چې دا موضوع به د پکتیکا د والي له دفتر سره جدي وڅېړي څو په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي. تر دې وړاندې د پکتیکا ځایي خبریالانو او د ولایتي شورا یوه غړي اعتراض وکړ چې دوی ته د ولسمشر په غونډه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې. د ولایتي شورا یوه غړي افسر سلیمان‌خېل رسنیو ته ویلي چې ډېر مهم مسایل‌یې درلودل چې باید له ولسمشر سره‌یې شریک کړي وی . ځایي خبریالانو... Читать дальше...

ننګرهار کې موټر بم بريد ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وايي د شینواري ولسوالۍ د مرکز غني‌خېلو ښار کې د ولسوالۍ د ودانۍ مخته په موټر بم چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې تر چاودنې وروسته وسله‌والو کسانو غوښتل په سیمه کې ځای پر ځای شي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. ښاغلی خوګیاڼی وايي په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او دا لومړني ارقام دي ښايي بدل شي. ښاغلی خوګیانی زياتوي: "لومړني معلومات دا دي چې څه بریدګر هم وو غوښتل یې بریدونه وکړي، خو له نېکه مرغه‌یې مخه نیول شوې ده. Читать дальше...

شینوارو ولسوالۍ بمي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.

له لورالايي تر کوټې احتجاجي‌ لاریون

Mashaalradio.com 

په دې لاریون کې شریک کسان له لورالايي څخه د کوټې پر لور پر پښو روان شوي دي. دوي‌ غوښتنه کوي چې حکومت دې د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره جدي او ګړندي‌ ګامونه پورته کړي.

نجونه د پلار له کوره څه وړي؟

Mashaalradio.com 

پښتنې وایي دوی کلتور له خپل زړه سره نږدې ساتلی دې. په پښتنه ټولنه کې داسې ډېر روایات،دودونه او دستورونه هم دي چې د ښځو ژوند یې له کړاونو سره مخ کړی دې. پښتانه شاعران او لیکوالان وایي پښتنو ښځو زیاتره وخت په ټپو او شعرونو کې پر دغو دودونو خپل خپګان او ناخوښي ښودلې ده، او د خپل زړه ارمانونه يې هم په ټپه او شعر کې کړي دي،لکه چې وایي نجونه د پلار له کوره څه وړي؟ تورې کمڅۍ په اوږو وړي په ژړا ځینه په تاندې هیلې پروګرام کې اورۍ چې پښتنو مېرمنود خپل کلتور او ژبې په خوندي ساتلو کې څومره رول ترسره کړی او... Читать дальше...

د ګلګت ـ بلتستان انتخابات د پوځ پر ځای د پولیسو نګرانۍ کې کېږي

Mashaalradio.com 

د ګلګت بلتستان نګران وزیراعلی میر افضل د اکتوبر پر دوهمه نېټه ویلي، په راروانو ټاکنو کې به د پوځ خدمات نه اخېستل کېږي او د امنیت ساتنه به د پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو یا پیراملېټري فورس پر غاړه وي.  نګران وزیراعلی دا هم ویلي چې د هغوی حکومت بې طرفه دی او که د انتخاباتو پر مهال د درغلیو  شهادتونه ورته ورسېدل نو هغوی به یې پر ضد جدي پلټنې کوي.  ګلګتـ ـ بلتستان د پاکستان اييني صوبه ده او د ۲۰۰۹ کال راهېسې هلته قانون سازه صوبايي حکومت جوړېږي. تر هغې نېټې وړاندې به یاده سیمه د پاکستان د وفاقي حکومت تر واک لاندې وه. Читать дальше...

سېف دي چلډرن: ۲.۵ملیونه نجونې د جبري ودونو له خطر سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

د کوچنیانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا سېف دي چلډرن په خپل نوي راپور کې ویلي چې یوازي روان کال به پنځه لکه نورې نجونې د کم عمر ودونو ته اړ ایستل شي چې دا شمېر به په راتلونکو پنځو کلونو کې دوه نیم ملیونه ته لوړ شي. خو په مجموع کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال په متوسط ډول ۵۸ ملیونه او څلور لکه کم عمره نجونې واده شي. د دې راپور نوم دی: کووید۱۹ پرمختګ په خطر کې اچوي. د سېف دي چلډرن په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به په کوچني عمر کې د ودونو ټول شمېر دوولس نیم ملیونه وي. د سېف دي چلډرن... Читать дальше...

ټرمپ د علاج لپاره روغتون کې داخل کړل شو

Mashaalradio.com 

له دې سره د دغه وایرس په ریپبلېکن ګوند کې د خپرېدو له کبله د دوی هغه هڅې هم متاثره شوي دي چې غواړي د سپریم کورټ پر یوې خالي چوکۍ ژر تر ژره څوک وټاکي.


Музыкальные новости
Сергей Арутюнов

Финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ прямо при выезде со своего сольного концерта в Кремле cлучайно сбил девушку. А ей оказалась солистка группы Демо.





Персональные новости
Россия

Директор Благотворительного Фонда «Провидение» Елена Осипова стала финалистом премии «Россия - страна возможностей»





د هرات-خواف اوسپنيزې پټلۍ د سرحدي تمځايونو د جوړېدو کار ژر بشپړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هرات – خواف د اوسپنیزې پټلۍ د سرحدي تمځايونو کار ژر تر ژره بشپړ شي. د افغانستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان – ایران د پولې په صفري برخه کې سرحدي سټیشنونه جوړېږي. نوموړي وویل، د هرات – خواف اوسپنیزه کرښه د ګډې پولې په صفري برخه کې جوړېږي او له درېو میاشتو څخه به په لږ وخت کې بشپړه شي. ښاغلی حق شناس وايي، چې د دغې اوسپنیزې کرښې یوه برخه د ایران او پاتې برخه به د افغانستان له خوا جوړه شي. دغه کرښه د ۳۵ کیلومترو پر اوږدوالي د... Читать дальше...

پیمرا ولې د نواز شریف د بیانونو په خپرولو بندېز لګولی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د څارنې ادارې (پیمرا) رسنیو ته امر کړی چې د پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف بیانونه او تقریرونه دې نه خپروي، ځکه چې هغه ته عدالت سزا اورولې او اوس هغه مفرور دی.  پیمرا وايي، هغوي خپلې ټولې پرېکړې د ملک د قانون او ایین د قاعدې او ضوابطو په رڼا کې کوي. د یادې ادارې یو مسوول اصف سهیل د اکتوبر پر دوهمه نېټه وویل، د نواز شریف د بیانونو د نه خپرولو پرېکړه، په ۲۰۱۵ کال کې د لاهور های کورټ د هغې پرېکړې په بنیاد شوې ده چې هغه مهال یې حکم کړی و چې د متحده قامي مومنټ د مشر الطاف حسین بیانونه دې نه خپروي. Читать дальше...

افغانستان کې د تولیدي فابریکو ۱۵۰۰۰ کارکوونکي وزګاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، چې په کابل، هرات، خوست او پکتیکا کې د تولیدي فابریکو ۱۵۰۰۰ کارکوونکي وزګاره شوي دي. د دغه ټولنې مشر شېرباز کمین ‌‎زاده نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دا کارکوونکي د برېښنا د نشتون له امله او تولیدي کارونو د کمېدو له امله وزګار شوي دي. ښاغلي کمین زاده وايي، چې پخوا به دوى ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا وقفه لرله خو اوس ۱۲ ساعته برېښنا نه‌ وي چې اکثره فابریکې له سقوط سره مخ دي. دی ګواښ کوي، که حکومت د برېښنا د کمښت ستونزه حل نه کړي دوی به خپلې ټولې فابرېکې وتړي.

پولیس دې لادرکه شوي کسان زر پيدا کړي: سپریم کورټ

Mashaalradio.com 

په ۲۰۱۸ز کال کې پینځه هزاره توکمه کسان په کوټه ښار کې لادرکه شوي ول خو د کوټې د پوليسو يو مشر (اېس اېس پي اپرېشنز) غلام اظفر عدالت ته ویلي چې پولیس د دې خبرې په معلومولو نه دې توانېدلي چې دغه کسان لادرکه کړل شوي دي يا که تښتول شوي دي.

فریډم هاوس: کورونا جمهوریت له کړکېچ سره مخ کړی

Mashaalradio.com 

د ډیموکراسۍ د ملاتړ یو نړیوال سازمان فریډم هاوس وايي، د کویډـ ۱۹ خپراوي د ډیموکراسۍ کړکېچ نور هم ژور کړی.   دا سازمان وايي، کورونا حکومتونو ته پلمه په لاس ورکړې چې انتخابات لغوه او د منتقدانو او رسنیو آواز غلی کړي. فریډم هاوس دا راپور د اکتوبر په دوهمه نېټه خپور کړ. فریډم هاوس په خپل وروستي راپور کې وايي چې د کویډ۱۹ ناروغۍ خپرېدو د حفظ الصحې په ګډون د بشري او ټولنیزو حقونو دفاع محدوده کړې. دا راپور د ۲۰۲۰ز کال د جنوري او سپټمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي. فریډم هاوس د دې راپور د چمتو کولو... Читать дальше...

د کرکټ شوق د باجوړ مسيح الله اسلام اباد ته بوتلو

Mashaalradio.com 

د باجوړ مسيح الله اسلام اباد کې ماښام مزدوري کوي او سهار د کرکټ په اکېډمې کې لوبه کوي. نوموړي وايي چې په باجوړ کې د کرکټ اسانتياوې نه وې برابر نو دی اسلام اباد ته په راتللو مجبوره شو. په دې اړه د عمران يونس او سراج ظهير ویډیويي راپور وګورئ.

Спорт в России и мире
Москва

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович в пятый раз получил спортивный «Оскар» как атлет года


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

МИД РФ иронично прокомментировал высказывание Шольца о Путине и Канте


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Стас Пьеха

«В чем угодно, только не в красных стрингах!» Стас Пьеха рассказал о фотосессии на «Фабрике звезд» в шоу «УТРО. ТНТ»



Москва

Счета замминистра Иванова и его семьи арестованы – Источник

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net