په اسلام اباد کې سلګونه ښځینه روغتیايي کارکوونکو د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی. دوی په تنخاګانو کې د اضافې او دایمي نوکریو غوښتنه کوي. پرلت ته د پاکستان له څلورو صوبو روغتیايي کارکوونکې ورغلې دي. د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو د اپرېل پر ۱۵مه هم د روغتیايي کارکوونکو له استازو سره لیدلي او هیله یې ښوولې چې حکومت به یې غوښتنې پوره کړي. د اکتوبر پر شپږمه او ۱۴مه د نورو حکومتي ادارو زرګونه کارکوونکو هم په اسلام اباد کې احتجاج کړی وو. ویډیو وګورئ.
د ایټالیا د یونتوس د ټیم پرتګالي ستوری کرسټیانو رونالډو چې په کویډ- ۱۹ اخته شوی، ایټالیا ته ستون شوی څو هلته د قرنطین دوره تېره کړي. تمه کیږي چې ۳۵ کلن رونالډو به د یونتوس ټیم لږ تر لږه دوه لوبې له لاسه ورکړي. دا هم ممکنه ده چې د بارسالونا په وړاندې لوبه کې هم خپل ټیم کې نه وي شامل.
په مالاکنډ کې د هنر کورپه نوم یوې ادبي ټولنې په بونېر کې د دکانونو نومونه په پښتو ژبه د لیکلو یو کمپېن پېل کړی دې. دا کمپېن د تېر سېېمبر په میاشت کې پېل شوی، او پر ټولنیزو رسنیو د دغو دکانونو ګڼ عکسونه هم خپاره شوي دي.د هنر کور غړي وایي د دغه مهم د پېلولو مقصد یې د خلکو پام خپلې ژبې ته راړول دي.
د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی وايي، دوی د مذاکراتو د کاري طرزالعمل له دوو اختلافي مواردو سره په خوا کې په اجنډا باندې د بحثونو د پيل غوښتنه کړې.
د دغه پلاوي غړی رسول طالب وايي، د دوی د بحث اساسي موضوع د اوربند اعلان او د تاوتریخوالي درول دي.
په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په کاري طرزالعمل له اوونیو ځنډ وروسته تېره شپه یو ځل بیا عمومي ناسته وشوه.
له دواړو خواو سرچینې وايي چې دغې ناستې دوه ساعته دوام درلود او د خبرو اصلي... Читать дальше...
۲۷ کلن قیس چې ۲۸ ورځې یې د واده کېږي او د ځانګړو ځواکونو سرتېری و تېره شپه د هلمند په جګړه کې وژل شوی دی.
هیلۍ اسد پرې راپور لري.
۵۴ کلنه نازي چې خاوند یې وژل شوی اوس په پروان ولایت کې د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده او د ژوند له سختو کړاونو سره مخ ده.
نور حال په دې راپور کې:
د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف اسعتفا وکړه. دا په تېرو ۱۵ کلونو کې درېیم ځل دی چې عامه اعتراضونه د پخواني شوروي اتحاد په دې جمهوریت کې ولسمشر مجبوروي چې استعفا وکړي.
سورنبای جینبکوف وروسته تر دې استعفا وکړه چې د پارلماني ټاکنو د رسمي نتیجو له اعلان وروسته پراخې مظاهرې وشوې.
په هغه بیان کې چې نن خپور شو، جینبکوف وویل چې په هېواد کې سوله او یووالی د ده تر څوکۍ مهم دي.
په دې بیان کې د جینبکوف په وینا راغلي دي چې دی نهغواړي د قرغزستان په تاریخ کې د داسې ولسمشر په توګه یاد شي چې د ده د واک... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان پر دواړو خواوو غږ کړی چې د ((بشري ناورین)) مخنیوي لپاره دې ولسي وګړو ته له ښاره د وتلو ((محفوظه لار)) ورکړي.
له لورلايي و کوټې ته پیاده تلونکو لاریونوالو نن هم په کوټه کې د دوه رویه سړک د غوښتنې لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو د اعلا وزیر او ګورنر د دفترونو مخې ته به پرلت پیلوي.
د ایوب ترین راپور
په جوزجان ولایت کې یو شمېر مېرمنې چې د جګړې له امله بېځایه شوي دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په خپل همت او زیار د خپلو کورنیو سرپرستي کوي.
انقرې او مسکو د اکتوبر پر ۱۴مه دواړه هېوادونه وهڅول چې د نړیوالو په منځګړتوب خبرو ته ستانه شي چې د ناګورنو – قره باغ لانجې ولاړ حالت هوار شي.
په نورستان کې ښځې په پټيو کې د کرکېلې ترڅنګ ژرندې هم کوي او د کور کارونه هم ور په غاړه دي.
عاکفه ۲۰ کلنه ده. ملا يې د تور کتان په درې ګزۍ ټوټه کلکه تړلې، په پټي کې په خپلو لاسونو کرلو لوبیاو، جوارو او د نورو بوټو للون کوي.
دلته په یو پټي کې بېلابېل شیان کرل شوي، د همدې پټي یو کونج کې يې د ولې په ونه کې له ټوټو جوړه زانګو رازانږي، خپل کوچنی زوی يې پهکې اچولی. هغه د پارون یخې هوا کې ارام ویده دی، خو مور يې ټوله ورځ په کړوپه ملا په کرونده کې په کار کولو ستړې ستومانه او خولې ده.
هغې وویل: "موږ په پټي کې لوبیا، جوار، کدوان او الوګان کرلي دي. Читать дальше...
په هلمند ولایت کې د هغو زرګونه ملکي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي چې د طالبانو له پراخو حملو وروسته د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړه کې ګېر دي.
سیمهییزو چارواکو نن (پنجشنبه) ازادي راډیو ته وویل، تر ۶ زره ډېرو کورنیو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته پناه وړې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې وايي، د هلمند په سختو جګړو کې چې په لړ کې یې د امریکا هوايي ځواک پر لښکرګاه د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، برېښنا پرچاو شوې، د ټیلیفون مزي پرې شوي او مخابراتي سیستم ګډوډ شوی دی. Читать дальше...
د ازادي راډیو د "کور کلي" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛
په کلو او ښارونو کې د سپین ږیرو فیصلې څومره مفیدې تمامې شوې دي؟
داسې هم کېدای شي چې د کلي د سپین ږیرو فیصلې ښې پایلې ونهلري ؟
او څنګه کولای شو چې په کارونو کې ښه مشوره ترسره شي؟
د دې موضوع د راسپړلو په منظور د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او له یو مخور سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې ده.
د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د تخار ولایت د کلیو او بانډو ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو هڅې کوي.
د دې ولایت یو شمېر کلیوالې ښځې وايي دوی لاسي صنایع تولیدوي چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې برخه واخلي. که څه هم دا توکي په خپل کلي او ګاونډ کې یې هم خرڅېږي، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کلیو دباندې هم دا صنایع وپلوري.
زبیده کریمي د تخار په بنګي ولسوالۍ کې اوسي. دا وايي، له ۵ کالو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.
هغې وویل: "له څو کالو راهیسې زه خیاطي کوم. خامکي غاړې ګنډم او ډول ډول زنانه کمیسونه ګنډم. له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوم. Читать дальше...
د پاکستان پوځ وايي، پرون په دغه هېواد کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي دي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د یوه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې هغه مهال ووژل شول چې د پوځ د ګزمې په لاره کې د سړک د غاړې بم وچاودېد، اووم پوځي په باجوړ کې په ډزو وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په باجوړ کې یې پر پوځيانو د افغانستان له لوري ډزې وشوې.
په دې پېښه کې یو بل پوځي ټپي شوی دی.
د شمالي وزیرستان په برید کې ۷ پاکستاني پوځیان ژوبل شوي هم دي.
له اوو میاشتو وروسته نن د هند په ډېرو برخو کې سینماګانې بېرته پرانیستل شوې.
په هند کې سینماګانې په داسې حال کې پرانیستل شوې چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې له ۷ میلیونو او ۳ لکو واوښتې.
هندي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به د سینماګانو نیمايي څوکۍ تشې پرېږدي.
د مارچ په نیمايي کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته په هند کې نږدې ۱۰ زره سینماګانې بندې شوې.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا ویروس له تېرولو وروسته خپل کمپاین لومړی له ایووا ایالت پيل کړ.
د ایووا خلکو که څه هم په تېرو ټاکنو کې ټرمپ ته رایه ورکړې وه، خو اوس ویل کېږي چې د دواړو کاندیدانو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د سیال جوبایډن ترمنځ د سیالۍ تود ډګر جوړ شوی.
تمه وه ټرمپ او بایډن نن شپه دوهمه ټلوېزیوني مناظره وکړي، خو له دې چې د مناظرو تنظیموونکو د انلاین بڼه وړاندیز کړه، ټرمپ ونهمنله.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په هغو ایالتونو کې خپل ځغلنده یو اوونیز کمپاین پيل کړی چې ډېر پرې ډاډه نهدی. Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د طالبانو سرچینې وايي، د افغانستان له وروستیو جګړو بېشمېره ټپیان د کوټې ۸ روغتونونو ته راوړل شوي دي.
دې سرچینې نن پنجشنبه، د نوم د نهښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې اکثره ټپیان له هلمند څخه د کوټې روغتونونو ته راوړل شوي.
وسلهوالو طالبانو د روانې اوونۍ له پیله د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار پر شاوخوا او همداراز پر نادعلي او ناوه ولسوالیو سختې حملې پیل کړې چې لا هم روانې دي.
راپورونه وايي چې په دې جګړو کې دواړو خواوو ته درنې مرګژوبلې اوښتې دي. Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر مېرمن ملانیا ټرمپ وايي، زوی یې بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی، خو د ناروغۍ نښې نهلري.
مېرمن ټرمپ دا خبره پرون په هغه لیکنه کې کړې چې په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په موده کې یې د خپل حال په اړه لیکلې ده.
ولسمشر ټرمپ هم پرون ماښام د انتخاباتي کمپاین په لړ کې په یوه وینا کې وویل چې زوی یې د لنډ وخت لپاره په کرونا ویروس اخته شو، خو ښايي هغه په خپله هم په ځان نهوي پوه شوی.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼه وايي چې د اکتوبر تر ۱۵مې په پاکستان کې د کورونا وايرس کېسونو شمېر درې لاکه يويشت زره دوه سوه اتلسو ته رسېدلی دی.
د افغان حکومت له لوري په وروستیو څو کلونو کې د یو شمېر خپلواکو ادارو جوړول چې له ځینو نورو ادارو سره موازي بلل کېږي، له ځینو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.
د دغه ادارو د بودجې په اړه هم ګڼې پوښتنې موجودې دي.
دغه خپلواکې ادارې په افغانستان کې په وروستیو دوه درې کلونو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمانونو په اساس جوړې شوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي، د حقوقپوهانو ټولنې او ځیني نور بنسټونهيې له یو شمېر نورو دولتي ادارو سره موازي بولي.
د افغانستان ولسي جرګه وايي، حکومت دې ټولې هغه خپلواکه... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا کې به دولتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډېر ځایونه بندوي او نور محدودیتونه لګوي، د دغه ویروس د پېښو په زیاتوالي پسې به د مړینو شمېر هم زیات شي.
په اروپا کې هره ورځ شااوخوا ۱۰۰ زره کسان پر کرونا اخته کېږي. تر ټولو ډېرې پېښې په ایټالیا، چک جمهوریت، سویس او روسیه کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان جګپوړې ساینسپوه سومیا سوامیناتان پرون د ټولنیزو رسنیو یوې غونډې ته وویل چې معمولاً د پېښو تر زیاتوالي څو اوونۍ وروسته د مړینو کچه هم زیاتېږي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړه او ویېویل چې ډېر ژر به په افغانستان کې ډېر ځواکونه بېرته هېواد ته ستانه کړي.
ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې دغه ژمنه پرون د امریکا په اوهایو ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ چې هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، وویل چې د افغانستان په اړهیې تقریباً مأموریت بشپړ شوی او زیاتهیې کړه ده غوښتل چې په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر کم کړي.
د اکتوبر پر ۱۵مه په ټوله نړۍ کې د لاس وینځلو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.د دې ورځ مقصد په ځايي ولس کې د لاس وینځلو او د مختلفو ناروغیو ځان ساتنې په اړه پوهاوې ورکول دي. نور په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
Спорт в России и мире
Москва
Фитнес-эксперт Каневский назвал далеко не новым трендом копирование детьми поведения животных
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Подмосковный «ЭкоЛайн» и «Сбер» начали сотрудничество
Путин в России и мире
Москва
Путин: Нынешний разворот России на восток стал возможен благодаря БАМу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский взял Залужного в заложники? В Киеве начинается новый скандал
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Мартин Скорсезе вернулся к идее 15-летней давности. Он снимет Леонардо ДиКаприо в роли Фрэнка Синатры
Москва
Город реализовал на электронных торгах 134 участка для ИЖС
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net