افغانستان د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په روانه جګړه کې کوم رول نه لري خو د نویمې لسیزې په جګړو کې افغانان عملاً د اذربایجان په ګټه جنګېدل. په دغه راپور کې ګورئ چې په اذربایجان کې د افغان جنګیالیو هدیرو ته ورغلي یو او هم مو له هغو افغانانو سره خبرې کړي چې د ارمنستان په وړاندې جنګېدل.
نيويارک ټايمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي د جرمونو پر نړیواله محکمه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بشري جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي د ولسمشر ډونالډټرمپ بندیزونه به پرته له دې چې امریکا په خپلو متحدانو کې منزوي کړي، بله ګټه ونه لري.
ورځپاڼه د امریکا د خزانې په وزارت کې د بندیزونو د برخې د یوې پخوانۍ چارواکې جولیافریدالندر له قوله لیکي چې وايي پر ICC د ټرمپ ادارې له خوا یو اړخیزه بندیزونو د امریکا متحدان چې فکر کوي په دې برخه کې د دوی غوښتنې له پامه غورځول شوي، خواشیني کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی يې د تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.
په دې اړه د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې د کابل د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند سیمې نه راخوشې شو.
په اعلامیه کې راغلي دي چې له دې پېښې سره د تړاو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د اکتوبر ۱۸مې پر سهار شاوخوا ۱۱ بجې په مرکز فېروز کوه کې د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او امنیه قوماندانۍ ته نېږدې شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د کابل د روانو هڅو ملاتړ کوي.
محمد جواد ظریف دا خبره نن په تهران کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.
د دې شورا مطبوعاتي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي عبداله څرګنده کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.
عبدالله عبدالله نن ایران ته لاړ، هغه تر دې مخکې پاکستان او هندوستان ته هم سفر کړی و.
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په بمونو الوځول شوی پل د وسله والو مخالفینو کار بولي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته د سره رود په فتح اباد سیمه کې د لویې لارې یو پل په بمونو الوځولی دی.
خوګیاڼي په مشخص ډول نه دي ویلي چې د پل الوځوونکي څوک یا د کومې ډلې وسله وال دي.
ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی خو لاره یې د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو او مسافرو د تګ راتګ پروړاندې تړل شوې وه.
دغه پل... Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دهراود ولسوالۍ کې نن سهار د ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې ده.
د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډیو ته وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ کړای شوی و.
هغه زیاته کړه: "په کښته زنداني سیمه کې پر یوې ښځې ماین چاودلې، چې شهیده کړې یې ده، ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و."
د والي ویاند وايي په بله پېښه کې پر یوه کور د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو بل ملکي کس وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
تېره شپه هم په دې... Читать дальше...
وسله والو طالبانو تور لګولی، چې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د بمباریو په کولو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.
طالب ویندویانو رسنیو ته د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوحې تړون له مخې امریکايي سرتېري نه شي کولای له جنګي ساحو پرته په نورو ځایونو کې بمباري وکړي.
په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو ویاند سني لګېت تېره اوونۍ ویلي وو، دوی په هلمند ولایت کې وروسته له هغې هوايي بریدونه وکړل چې طالبانو پر افغان ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړل.
لګېت پر خپله ټویټرپاڼه... Читать дальше...
غور کې یوه مېرمن د روغتیايي او خوراکي توکو نشتون له امله مړه شوې.
نور په ویډیو کې:
تمه ده چې نن د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره شي.
سنرایزر حیدر اباد له کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز له ګنکز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ دي.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا ډیلي او بنګلور لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
ډیلې چنای سوپر کینګز او رایل چلنجرز بنګلور راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
اوسمهال ممبي لوبدله د دې سیالیو د نومرو د جدول په سر کې ځای لري.
په هرات کې د موتای سیالۍ ترسره شوې.
د هرات د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیا الحق ضیا نن ازادي راډيو ته وویل، چې یادې سیالۍ د سولې جام تر نامه لاندې د ۶ کلپونو ترمنځ وشوې.
په یادو لوبو کې ۷۰ لوبغاړو له ۱۲ زونونو په درېیو کټګوریو ګډون کړی و.
د ښاغلي ضیا په خبره یادې لوبې یو ورځنۍ سیالۍ د ۱۶ لوبغاړو په بري پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې به په نږدې راتلونکې کې د ایمرجېنګ (له ۲۳کلنو کم عمره) لوبغاړو لوبډله جوړه شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې د دې لوبډلې له جوړېدو سره سم به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوبډلو سره لوبې ترسره شي.
نوموړي وویل، چې په یاده لوبډله کې به د تېر نړیوال جام د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې پیاوړي او دغه راز هغه لوبغاړي شامل وي چې د داخلي کرکټ په کچه ښه ځليدلې وي.
کرکټ بورډ وايي، دغه کار په راتلونکي کې د یوې ځوانې ملي لوبډلې د رامنځته کولو په موخه... Читать дальше...
په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي یو شمېر غړي وايي، طالبانو په هلمند او بدخشان ولایتونو وروستي بریدونه د خپل قدرت ښکارولو او د سولې خبرو اغېزمن کېدو په هدف ترسره کړي دي.
د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو د بریدونو نن لسمه ورځ ده، په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي.
د افغان پلاوي یو شمېر غړي وايي د هلمند او بدخشان ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو او د تاوتریخوالي لوړې کچې په قطر کې د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی دی.
د افغان... Читать дальше...
په بلاروس کې اعتراض کوونکو د چارواکو له ګواښ سره سره نن یو لاریون پلان کړی.
اعتراض د الکساندر لوکاشینکا د اقتدار پر ضد دی، خو حکومت پر لاریون کوونکو د ډزو ګواښ کړی دی.
بلاروس له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د الکساندر لوکاشینکا د واک پر ضد د اعتراضونو او لاریونونو ډګر ګرځېدلی.
لاریونونه د اګست د نهمې نیټې له ټاکنو وروسته پیل شوې، هغه ټاکنې چې پایله کې یې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان شو، خو مخالفین یې وایي، دی په درغلیو بریالی شوی دی.
، چې لېتوانیا ته تښتېدلې، د بریا ادعا کوي... Читать дальше...
ایران وايي، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پېرلو په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز مهلت نن پای ته ورسېد.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پلور او پېر په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز د مهلت د ختمېدو خبر ورکړ او ویې ویل له ایران څخه او ایران ته د وسلو پر لېږد او په دې برخه کې پر ټولو اړوندو فعالیتونو او مالي خدماتو محدودیتونه نن چې د اکتوبر اتلسمه نېټه ده په اتومات ډول پای ته رسېدلي دي.
... Читать дальше...
د غور چارواکي وايي، په مرکز فېروزکوه کې په یوه چاودنه کې تر لسو زیات کسان وژل شوي دي.
د غور د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکتر محمد نصرت ازادۍ راډیو ته وویل، په روغتون کې ۱۱ شهیدان او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شته دي.
نور په ویډیو کې:
د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې په کړنو سختې نیوکې وکړې.
هغه په کابل کې د نورم او سټنډرډ د نړېوالو ورځې د نمانځنې په یوه غونډه کې وویل چې اداري فساد، د کاري ظرفیت نه موجودیت او د بودجې کمښت هغه مهمې ستونزې دي چې لاهم په دې اداره کې نه دی حل شوي.
ښاغلي دنش وویل، سره له دې چې په وروستیو کې دغې ادارې رهبري نوې شوي خو په دې برخه کې لا هم جدي ستونزې شته.
هغه زیاته کړه: "ستاسو په اجازه غواړم ووایم چې تر اوسه چې کوم فعالیتونه د دې ادارې لخوا ترسره... Читать дальше...
د برېښنا نشتوالی، ناامني او اداري فساد کندهار کې د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي.
د کندهار صنعتکاران او سوداګر وايي، دغه ستونزې د دې لامل شوې چې له شااوخوا ۲۷۳ فابریکو څخه یې ۴۳ فابریکې وتړل شي او دغه راز د کورنيو تولیداتو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو تولیدات وده وکړي.
ګل نواز شیواني افغان سوداګر دی چې د کندهار په صنعتي پارک کې د پایپونو فابریکه لري.
هغه وايي، کله چې برېښنا وي ۱۳۰ کارکوونکي او چې برېښنا نهوي یوازې ۳۰ کارکوونکي ورسره کار کوي.
ښاغلی شینواني پنځه کاله... Читать дальше...
د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې یو موټر تر خټو او خاورو لاندې شوی او لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.
په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.
پاکستان جمهوري تحریک د اکتوبر پر ۱۸مه د کراچۍ په باغ جناح کې د پیل کړې احتجاجي لړۍ دویمه جلسه کوي.
په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو اتحایه وايي چې د صوبې په هسپتالو کي د ناروغانو لپاره نه خو دوایاني سته او نه هم نورې اسانتیاوې.
د اسټرالیا په دویم لوی ښار ملبورن کې چارواکو نن د محدودیتونو د کمولو اعلان وروسته تر دې وکړ، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په کمېدو شوې.
په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و، خو اوس خلک کولای شي د مجازو فعالیتونو لپاره دوه ساعته دباندې تېر کړي.
چارواکو هغو کسانو ته له نورو د جسمي فاصلې سپارښتنه کړې، چې له خپلو کورونو ۲۵ کیلومتره لیرې فعالیتونه کوي.
په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږدېرش میلیونو ته نږدې شوی او په دې ویروس تر یو ملیون او یو لکو ډېر کسان مړه شوي دي.
په هارون باچا هنري ګړۍ کې له خانزاده اسفندیار خټک سره غږېدلي یو. دی یو پېژندلی رقاص دی چې د پاکستان دننه او بهر یې خپل هنر ښوولی دی. دی د کواټ ضلعې د ټېري کلي دی خو په اسلام اباد کې اوسي. دی وايي، د پښتنو روايتي نڅاګانې يې هم خوښې دي او د انټرنېټ له لارې يې د نړۍ خلکو ته ورپېژني. خټک وايي، له وړوکوالي یې له نڅا سره مینه وه او هغه مهال به یې له لوګري او اتڼي موسیقۍ سره د رقص هڅې کولې. اسفندیار خټک وايي، دی د پښتو د نومیالي شاعر او مبارز خوشال خان خټک له کورنۍ دی. د ده په خبره، په ۲۰۰۱ز کال کې یې په... Читать дальше...
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ یو چارواکی وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د وسلهوالو طالبانو په حملو کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه مقام په خبره اوس هم دغه ولسوالي محاصره ده او لارې یې د وسلهوالو طالبانو لهخوا تړل شوي دي.
د دهراود د ولسوال مرستیال جلالالدین ودان ازادۍ راډیو ته وویل، په ولسوالۍ کې یې ځینې پوستې د وسلهوالو لهخوا نیول شوي
هغه زیاته کړه: "یوه پوسته په اونجانې ساحه کې وه، چې طالبانو ۵ شهیدان له ځانونو سره وړي او ۳ تنه شهیدان په پوسته کې پاتې وو، وروسته بیا په قلعه مورچه ساحه کې د... Читать дальше...
ارمنستان او اذربایجان یو پر بل د تازه اعلان شوي اوربند د ماتولو تور پورې کوي.
دغه اوربند د لنډ وخت لپاره تېره شپه دولس بجې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا اعلان شو.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، نن سهار وختي د دوی په ټکو د دښمن له خوا ورباندې د توغندیونو او توپونو ګزارونه شوي دي.
له دې ادعا لږ وروسته د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې توپونه او هاوانونه توغولي دي.
دا ادعاوې یوازې څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې دغو دواړو هېوادونو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
В Минске открывается ВНС: что будет
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Татьяна Рязапова
Проект «Билет в будущее» в Калининграде: практико-ориентированная траектория
Москва
Возбуждено дело о взятке в 2 миллиона рублей на заведующую детсадом на Камчатке
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net