د مشال راډیويي مجلې قدرمنو اوریدونکو، دا اوونۍ په جرمني کې مېشت ځوان احمد ولي اڅکزي سره غږېدلي یو.
نوموړي د نورو فرهنګي کارونو ترڅنګ د قاموسونه په نوم ویبپاڼه هم جوړه کړې چې په سلګونو زره لغات او د هغوی پښتو ترجمې پکې خوندي دي.
قاموسونه ټکی کام موبایل اپلیکیشن هم لري چې د سمارټ ټیليفونونو له لارې د خلکو سره په ژباړه کې کومک کوي.
احمد ولي اڅکزي په دې وروستیو کې یو بل ابتکار هم کړی او هغه دا چې د پښتو شعرونو یوه لویه زېرمه یې پر لیکه کړېده. موږ د دغه با استعداده ځوان سره په همدې اړه مرکه کړې:
د ازربایجان او ارمنستان ترمينځ جګړې په دواړو هېوادونو کې کويډ-۱۹ ناروغۍ ته پاملرنه کمه کړې. خو دا ناروغي لا هم له خلکو قرباني اخلي. په ځينو مواردو کې ان په کرونا اخته ډاکټران اړ شوي چې د جګړې د ټپيانو درملنه وکړي. نور په دې راپور کې وګورئ
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د دې هېواد د امنیت او ثبات په ګټه دی.
د تاس خبرې اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د روسیې له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو وتل ښايي د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي خو ویلي دي پخپله په دې باور دی چې دغه وتل به خطرونه ولري.
ښاغلي پوتین ټینګار کړی چې هېواد یې باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت و نه کړي.
د روسیې ولسمشر ویلي چې په افغانستان... Читать дальше...
په خوست ښار کې نن مازیګر یوه چاودنه شوې ده.
د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.
چاودنه په خوست ښار کې د بې پولې ډاکترانو زیږنتون ته څېرمه شوې.
چا د دې بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق او د هغه ۷ همکاران د اداري فساد او بډې اخیستلو په تور ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د دغو کسانو د نیولو خبره اعلان کړه.
د هرات ولایت یوه سیمه ییز چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې مشفق او د هغه ملګري باالفعل د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د پلاوي له خوا ونیول شول.
تر دې دمخه د هرات په ښاروالۍ کې د فساد راپورونه ورکړل شوي وو.
ښاغلي مشفق ته نږدې کسانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون بیا د افغانستان د لویې... Читать дальше...
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د ختيځ ميډیکل کمپلکس په جوړېدو سره به دوی په دې وتوانېږي چې د هر ډول ناروغ تشخیص او درملنه په کور دننه وکړي.
د کابل او پکتیا ښاروالۍ د افغانستان په ۱۱ ښارونو کې د عامه خدماتو له اړخه بدترین ادارې ونومول شوې.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپل یوې تازه ټولپوښتنه کې د کندهار ښاروالۍ بیا عامه خدماتو له اړخه د خلکو له ۶۱ فیصده رضایت سره تر ټولو ښه اداره نومولې.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپلې یوې تازه ټولپوښتنه کې د دغه هېواد د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو خدمات په ۱۶ شاخصونو کې تر څېړنې لاندې نیولي.
دوی په دې ټولپوښتنه کې د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو شکایاتونو ته رسېدنه، خلکو ته حساب ورکول، په عامه پرېکړو... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي هېواد یې اندېښمن دی چې هندوستان به د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.
هغه دا خبرې نن په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ د فوروم (مجمع) په پرانیست غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه: "په پاکستان کې یوه اندېښنه شته چې هندوستان به په زموږ په هېواد کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او د بې ثباتۍ لپاره افغانستان وکاروي، خو موږ دلته پرېکړه کړې څه چې د افغانستان خلک غواړي موږ یې ملاتړ کوو، ښې اړیکې ورسره جوړوو، ځکه د دې سیمې... Читать дальше...
د هند د ای پي ایل سیالیو په دوام نن شپه شپږ نیمې بجې د کلکتې نایټ رایډرز او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبه کېږي.
د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
چنای سوپر کېنګز د ۶ لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۴۶ منډې وکړې او مقابله لوبډله بیا د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې ۱۵۰ منډې وکړې.
همدارنګه ممبيي انډينز د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې او راجستان رایلز بیا ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې پوره کړ.
د لومړي پړاو لوبې به د نوومبر تر درېیمې دوام وکړي.
په کابل کې د رګبي د ۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د رګبي فدراسیون رئیس حارث رحماني نن ازادي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې دوه لوبډلې له کابل او پاتې نورې له لغمان، غزني، پنجشیر، کاپیسا، پروان او بامیانو دي.
ښاغلی رحماني وايي، یادې سیالۍ د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د پېژندلو په هدف ترسره کېږې.
د نوموړي په وینا چې دغه سیالۍ د ۴ ورځو لپاره روانې وې چې له منځه يې ۳۰ لوبغاړي د رګبي ملي لوبډلې لپاره غوره شول.
په هرات کې د سولې بهیر په ملاتړ د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د بدني روزنې ریاست فني او مسلکي مدیر ضیا الحق ضیا نن ازاي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې ده.
د ښاغلي ضیا په خبره یادې سیالۍ د ۴۰ ورځو لپاره دوام کوي چې هره ورځ به دوه لوبډلې سره مخ شي.
د نوموړي په خبره، یادې سیالۍ د سولې له بهیر د ملاتړ او د لوبغاړو د پیاوړتیا په هدف ترسره کېږي.
ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له نوي ټینګ شوي بشردوستانه اوربند څخه په سرغړاوي تورن کړي دي.
د نګورونو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دې اوربند عملي کېدل د اکتوبر د ۲۵ مې او ۲۶ مې نېټې ترمنځ له نیمې شپې راهېسې پیل شوي دي.
د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، اذربایجان د توغندیو پر ور ویشتلو لږ تر لږه دوه ځلې له نوي ټینګ شوي اوربند څخه سرغړاوی شوی دی.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندې شوشان سټیپانین پر خپل ټویټر لیکلي: "له اوربند څخه دا سرغړاوی په ځايي وخت ۹ بجې او لس دقیقې ثبت... Читать дальше...
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د سولې مرکچي پلاوي ۴ غړي بېرته هېواد ته راغلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي څلور غړي سید سادات منصور نادري، فوزیه کوفي، حکیم الله نقیبي او متین بیګ د شخصي ستونزو له امله د لنډې مودې لپاره افغانستان ته راغلي.
د دې وزارت سلاکار ازادي راډیو ته وویل، دسولې د مرکچي پلاوي راغلي غړي د خپلو شخصي او کاري ستونزو له امله افغانستان ته راغلي او ممکن د څو ورځو په تېریدو سره بېرته قطر ته ستانه شي.
عزیز الله فضلي وویل: "څلور کسه،... Читать дальше...
دغې ښځې د فاریاب د ترافیکو او د ښځو چارو د ملاتړ ادارو په مرسته د موټر چلوونې په روزنیز مرکز کې روزنه ترلاسه کړې.
نورو په ویډیويي راپور کې:
یوې بریټانوي خیریه موسسې لسګونه پخواني طالب وسله وال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي دي.
ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه ښودلی چې د هلوټرسټ موسسې لهخوا په دې خاطر دنده ورکړل شوې، څو بېرته جګړې ته ستانه نه شي.
هغه وسلهوال چې یو مهال یې جګړې کوله، اوس په ماین پاکولو بوخت دي.
د ماین پاکۍ یوه بریټانیوي خیریه موسسې هلوټرسټ یو شمېر پخواني طالب وسلهوال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي.
ډیلي میل بریټانوۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه دی او... Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د کوثر دانش په نوم په ښوونیز مرکز د برید په اړه امنیتي چارواکي په بې غورۍ تورنوي.
د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي ناستې بحث په هېواد کې د وروستیو امنیتي حالاتو او پېښو متمرکز و.
د دغې جرګې یو شمېر غړیو د شنبې په ورځ په کابل دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په یو روزنیز مرکز برید وغانده او د دغې پېښې په اړه یې امنیتي چارواکي بې غوره وبلل.
له دې ډلې مهدي راسخ په دغه ناسته کې وویل: "د دغو پېښو تکرار وښودله چې زموږ... Читать дальше...
د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا نن په دغه هېواد کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې ده.
د سویتلانا دا غوښتنه په الکساندر لوکاشینکا باندې د فشار راوړلو لپاره ده څو له جمهوري ریاسته لاس واخلي.
د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې وروسته له هغه د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه چې لوکاشینکا د واک د پرېښودو لپاره د اکتوبر پنځه ویشتمې ضرب الاجل ته پام ونه کړ او پر ځای یې امنیتي ځواکونه د مظاهره چیانو پر ضد مارش کړل.
لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شوی خو سیاسي مخالفین بیا سویتلانا... Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت ریاست په هلمند کې د اتلانو په نوم یوه زر کسیزه ډله رامنځته کړې ده.
د سیمهییزو چارواکو په خبره په دې زر کسیزه ډله کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکي شامل دي څو د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو په وړاندې وجنګېږي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډله د ملي امنیت په چوکاټ کې رامنځته شوې او ټول امکانات همدا اداره ورکوي څو امنیتي چارې مخته یوسي او وکولای شي چې په منظمه توګه په سیمه کې امنیت ټینګ کړي."
له دې مخکې هم په هلمند او ځینو نورو سیمو کې ورته ډلې رامنځته شوې وې. Читать дальше...
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد یو ځل بیا د ارزګان امنیتي مسئولین په فساد تورن کړل او ویې ویل چې د ناامنیو لامل خیالي پولیس دي.
هغه خبرداری ورکړ که دغه فساد له منځه لاړ نه شي نو له دندې به استعفا وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ طالبانو له تېرو څلور کلنو راهیسې محاصره کړي.
په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د والي محیبالله شریف زوی نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه وسلهوال د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پرمهال هغه مهال وژل شوي کله چې غوښتل پر یو شمېر امنیتي پوستو ډلهییز بریدونه وکړی.
نوموړی وايي، تېره شپه لسګونه وسلهوالو طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په عبدالمحی الدین سیمه کې غوښتل چې پر د امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان امینتي ځواکونو د غبرګون په پایله کې ۱۶ وسلهوال مخالفین وژل شوي.
شریف زوی زیاتوي د دې تر څنګ د نرخ... Читать дальше...
د تېرې سېپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د بېلې شوې سیمې ناګورنو قرهباغ پر سر د اذربایجان او ارمینیا په روانه جګړه کې په سلګونه کسان وژل شوي دي. ناګورنو - قرهباغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو ارمینیايي وګړي هلته په اکثریت کې دي او له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمنان دي.
د امریکا سنا جرګه به نن د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاندیدې امي کاني بریټ ته رایه ورکړي.
تمه یې ده چې بریټ د سنا جرګې باور خپل کړي ځکه د دې جرګې اکثریت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.
ډیموکراټان اوس وخت چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کاني بریټ له نوماندۍ سره مخالفت کوي او وايي چې د نومبر درېیمې تر ټاکنو وروسته باید د سترې محکمې غړې معرفي شي.
امي کاني بریټ د سترې محکمې د یوې وتلې غړې روت بادر ګینسبورګ پر ځای معرفي کیږي.
مېرمن ګینسبورګ د سپټمبر په اتلسمه وفات شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د بنګله دیش دیني عالمانو او مفتیانو د افغانستان روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.
دا خبره یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې بنګله دیشي عالمان او مفتیان جمعه په ډاکه کې د افغانستان د سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بنګله دیش دیني عالمانو په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ په دننه هېواد کې د وژنو په سمدستي درېدو ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې په ۲۰۱۸... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند ټینګښت به ټول په دې برلاسي کړي چې د ګډ (دښمن ) یعنې کویډ۱۹ پر ضد مبارزه وکړي.
په کابل کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یوناما نن په ټویټر باندې لیکلي چې بشردوستانه اوربند به له ژمي مخکې ټولو اړمنو افغانانو ته د مهمو بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.
ملګرو ملتونو له دې مخکې هم په وار وار په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو په تېره بیا طالبانو غوښتي چې بشردوستانه اوربند ته غاړه کیږدي.
سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت له لوري د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۳۵ میلیارده ۵۶۸ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي چې دا د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه کمښت ښیي.
د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې جملې ۵۹ میلیارده ۲۱۴ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو، ۱۰ میلیارده ۴۴۱ میلیونه له مستوفیتونو، ۲۰ میلیارده او ۴۵۹ میلیونه غیر مالیاتي عوایدو ، ۱۸ میلیارده ۱۱ له لویو مالیه ورکوونکو له برخې ۱۱ میلیارده ۳۸۱میلیونه له منځنیو مالیه ورکوونکو، ۲۴۵۷ میلیونه له کوچنیو مالیه ورکوونکو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Гостином дворе прошел форум «Мы вместе. Спорт»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Рыбакина: знаю, что меня поддерживают в России, но болельщиков из Казахстана намного больше
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Шашлыки и дача отменяются: аномальная погода на майские праздники в Москве, Питере и регионах
Путин в России и мире
Москва
Первый пуск «Ангары-А5М» с Восточного запланирован в 2027 году
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
СМИ: Мартин Скорсезе планирует снять байопик о Фрэнке Синатре с Леонардо Ди Каприо в роли певца
Москва
Детские соревнования по шашкам пройдут в Ступине
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net