نیویارک ټایمز: ښځې د طالبانو په پخواني مهم مرکز کې سپورټي مرکزونو ته ځي
ملټري ټایمز
د امریکا ملټري ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د چارواکو پر ضد او نقیضو څرګندونو تبصره کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین (Robert O’Brien) تېره چهارشنبه ویلي وو، د هغه پلان ملاتړ کوي چې د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲،۵۰۰ ته راکم شي، خو د ورځپاڼې په حواله، د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر بیا فکر نهکوي، دا پلان عملي بڼه ولري.
جنرال مارک میلي د دوشنبې په ورځ د امریکا له ملي عمومي راډیو (NPR) سره په مرکه کې ویلي: "فکر کوم تاسې پوهېږئ رابرت اوبراین یا نور کسان هغسې چې مناسبه ورته ښکاري، خپل حدس او ګومانونه وکړي، خو زه نهغواړم حدس او ګومانونه وکړم، زه پر هغه دقیق تحلیل تکیه کوم چې اساسیې روان شرایط او هغه پلانونه دي چې ترې خبر یم او له ولسمشر سره ورباندې غږېدلی یم."
د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر جنرال میلي، دا خبرې وروسته تر دې کوي چې ولسمشر ټرمپ تېره پنج شنبه د رابرت اوبراین د پېشنهادي طرحې خلاف په یوه ټویټ کې وویل، په افغانستان کې ۴،۰۰۰ پاتې پوځیان باید تر کرسمس پورې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د افغانستان د امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ازادي راډیو ته ویلي، له شک پرته دا پرېکړه پر وضعیت اغېز کوي، خو دومره هم نه.
طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی وکړ او دا یې د فبرورۍ د ۲۹مې د شوې موافقې د پلي کېدو پر لاره یو مثبت ګام وباله.
د ملټري ټایمز په لیکنه، جنرال مارک میلي چې د خپل ۴۰ کلن مسلک پر مهال یو په یو مرکو ته لږ حاضرېږي، له «NPR» راډیو سره داسې مهال تازه مرکه وکړه چې په مې میاشت کې په پنټاګون کې تر یوه کنفرانس وروسته بیا چندان په رسنیو کې نهدی راڅرګند شوی.
نیویارک ټایمز
بلې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ښځو په اړه په دې عنوان لیکنه خپره کړې: ښځې د طالبانو په پخواني مهم مرکز کې سپورټي مرکزونو ته ځي.
لیکوال په کندهار کې د ښځو لپاره یو سپورټي کلب د هغو سنتونو په وړاندې یو چلنج بللی چې د ښځو لپاره سپورټ غوره نهګڼي، خو بیا هم ځینې ښځې په پټه سپورټ کوي.
په لیکنه کې د هما یوسفزۍ په نوم د یوې ۲۷ کلنې ښځې یادونه شوې چې وزنیې زیات دی، له روغتیایي ستونزو لکه شکرې، د وینې لوړ فشار او ژور خپګانه کړېږي.
هما چې په کندهار کې د ښځو د لومړي سپورټي کلب د پرانیستې په اړه واورېدل هغه معجزهیې ولیده چې په تمهیې وه.
د نیویارک ټایمز په لیکنه، په لومړیو کې د هما مېړه د هغې مخه نیوله، خو وروسته وضعیت عادي شو.
د لیکوال په باور، بالاخره د هما مېړه هغې ته اجازه ورکړه چې سپورټي کلب ته لاړه شي او اوس دغه ښځه په اوونۍ کې شپږ ورځې سپورټ کوي. په شپږو میاشتو کې یې څو کیلو وزن کم کړی، د وینې فشار یې ښه شوی او په بدن کې یې د شکرې اندازه هم کمه شوې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه، کندهار هغه ښار دی چې خلکیې دودپال او محافظهکار دي او تر ټولو مهمه دا چې د طالبانو پخوانی مهم مرکز و.
ورځپاڼه د دغه سپورټي کلب د بنسټګرې مریم درانۍ په حواله چې د کندهار له مهمو فعالانو ګڼل کېږي، لیکي چې وايي: "کندهار د ښځو لپاره سخت ځای دی، موږ باید بیداره او محتاطه یو."
مریم درانۍ وايي: "دغه کلب ته په سلو کې ۴۰ ښځې چې هره یوه له ژور خپګانه کړېږي په پټه راځي."