Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 05.10.2020

قطر ته د جمهور ریس سفر" د سولې خبرو سره تړاو نه لري"

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړي نادر نادري ازادي راډیو ته وویل دوحې ته د جمهوریس اشرف غني سفر د سولې له خبرو سره تړاو نه لري. غني په کویټ کې له لنډې تمېدنې وروسته، نن دوشنبې دوحې ته ورسید. د قطر پلازمېنه دوحه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د ابتدايي خبرو کوربه ده.

که د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو یو کاندید مړ شي څه به پېښ شي؟

Pa.azadiradio.com 

که د امریکا ولسمشر د ناروغۍ له امله نه‌شي کولای خپله دنده پر مخ یوسي او یا هم مړ شي، د امریکا د اساسي قانون ۲۵مه ماده واضح حکم کوي چې د ولسمشرۍ صلاحیتونه مرستیال ولسمشر مایک پنس ته انتقالېږي او چارې به تر هغو مخ ته وړي چې د ناروغۍ په صورت کې ولسمشر بېرته ښه شوی نه‌وي او د چارو د پر مخ بیولو وړتیا ولري.  خو که تر انتخاباتو مخکې یا تر هغې وروسته د ولسمشرۍ یو کاندید مري، څه پېښېږي؟ که د ولسمشر تر لوړې مخکې د انتخاباتو ګټونکی مړ شي څه پېښېږي؟   اسوشیټډ پرس  خبري اژانس په یوه مطلب کې دې موضوع ته وروسته... Читать дальше...

د هپټایټس سي ویروس کشف کوونکي د نوبل د طب جایزې ګټونکي شول

Pa.azadiradio.com 

د هپټایټس سي ویروس د کشفولو له کبله دوه امریکايي او یو بریتانوی د نوبل د طب یا فزیولوژۍ جایزې ګټونکي شول. امریکايي هاروي الټر، چارلز رایس او بریتانوی مایکل هاوټون نن د یو میلیون او یو لک ډالرو په ارزښت نقدي جایزې خپلې کړې. د نوبل کمېټې ویلي، دغه درې ساینس‌پوهان د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم رول لوبولی دی. هپټایټس سي چې د سیروز او د سږو سرطان سبب کېږي، په نړۍ کې په ځینو کسانو کې پیدا کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې د هپټایټس سي ۷۰ میلیونه پېښې شته چې هر کال‌یې له کبله څلور لکه کسان مري.



نواز شريف تر روغېدو مخکې پاکستان ته نشي راتلای: مسلم لیګ ن

Mashaalradio.com 

ډان ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان د کورنيوو چارو او احتساب سلاکار، شهزاد اکبر له خولې ليکلي چې حکومت د برتانيا چارواکو ته د نوازشريف د ورسپارلو لپاره ليکونه او يو رسمي درخواست استولی چې لا یې ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نړیوالو هڅو سربېره اذربایجان او ارمنستان اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو هڅو سربېره د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې او نهمه ورځ ده چې په نګورنو قره‌باغ خونړۍ نښتې روانې دي.  دواړه خواوې یو بل پر ښارونو او د استوګنې پر سیمو د راکټي بریدونو د پیل لپاره ګرم بولي. د نګورنو قره‌باغ سیمې چارواکو ویلي چې د دوی په پلازمېنه ستپانکرت/خان کندي باندې اذربایجاني ځواکونو د سهار وختي راهیسې د راکټونو بریدونه پیل کړي. د ستپانکرت ځينو عامو خلکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي همدا چې د خطر زنګ واوري د خپلو کورونو ځمکتلو ته کوزېږي هغه څه چې د دوی په خبره بې‌مخینې نه‌ده. Читать дальше...

ولسمشر غني له لوړپوړو قطري چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي وايي، ولسمشر غني قطر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن او سبا له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغان سولې په خبرو او دغه‌شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.  ښاغلي صدیقي د دوحې په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر له قطر مخکې کوېټ ته ولاړ او د کوېټ د امیر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون وکړ او دغه شان‌یې د هغه هېواد د نوي امیر او صدراعظم سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.  ښاغلی صدیقي زیاتوي: "افغان... Читать дальше...

حمدالله ارباب وايي د سولې لپاره انځورګري او وطني کار به په ژوند پرېنږدي

Mashaalradio.com 

د افغانستان نوميالی انځورګر حمدالله ارباب چې په کابل کې له يوه هدفي بريده روغ راوتی وو وايي، چې تر څو ژوندی وي د ولس په خیر کارونه به پرېنږدي. د اکتوبر پر څلورمه د نوموړي پر موټر نښلولی بم وچادېد چې پکې د هغه نوموړي ډرايور وژل شوی دی. ارباب په خپلو انځورونو کې د سولې غږ پورته کوي، د “لور تحريک” په نوم د يوې ټولنې له لارې د نجونو د تعليم او د ښځو حقونو لپاره مبارزه هم پرمخ وړي. نوموړی په عين وخت کې په افغان حکومت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اداره کې د يوه کمېشنر په توګه کار هم کوي. د مشال راډيو خبريال... Читать дальше...

'نجیب تره‌کی' لا هم په بد روغتیايي وضعیت کې دی

Pa.azadiradio.com 

نجیب تره کی لا هم په بد روغتیايي وضعیت کې دی. د لوبو له میدانه خپرونه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړي نجیب تره کي د روغتیا په اړه مالومات درکول کېږي. ښاغلی تره کی څلور ورځې وړاندې په جلال اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو. دغه راز په دې خپرونه کې اورئ، چې د ازادو مبارزو له افغان لوبغاړي سمیع فیضي راتلونکې میلادي میاشت له خپل ایټالوي سیال سره مخ کېږي. د دې سیالۍ لپاره يې کوم ترتیبات نیولي؟ دا خپرونه اکرام الله اکرام جوړه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:



د ټرمپ له ښه کېدو سره سم د اسیا بازارونو کې د ونډو بیې لوړې شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیایي وضعیت په اړه د مثبتو راپورونو له خپرېدو وروسته د جاپان او سویلي کوریا د ونډو بازارونو کې بیې لوړې شوي.  پانګه وال او د ونډو خاوندان په دغو راپورونو خوشحاله شوي دي.  ولسمشر ټرمپ چې په کرونا ویروس اخته شوی، تېر ماښام له پوځي روغتونه د لنډې شېبې لپاره ووت او په یوه زغروال موټر کې یې د خپلو مینه والو مننه وکړه. هغه زیاته کړه: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن [میلانیا ټرمپ] هم په ښه کېدو ده." ولسمشر ټرمپ له تېرې جمعې د واشنګټن په یوه پوځي روغتون کې دی. Читать дальше...

د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو باطلېدو لپاره بشکېک کې لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

ګڼو سیاسي ګوندونو د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو د باطلېدو لپاره په پلازمېنه بشکېک کې لاریون وکړ. په پرونیو ټاکنو کې هغو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلي چې د قرغزستان له روس‌پلوه ولسمشر سورونبای جین بیکوف سره نږدې اړیکې لري. د مخالفو ګوندونو سوسیال ډیموکرات، وطني اتحاد، متحد واوسئ او اصلاحاتو تر ۱،۰۰۰ زیاتو فعالانو او ملاتړو نن دوشنبه د بشکېک په مرکزي میدان کې لاریون وکړ. دوی ادعا لري چې په پرونیو ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې شوې دي. تر دې مخکې د اپوزېسیون دوو نورو ګوندونو پلار وطن او... Читать дальше...

غني قطر کې د طالبانو له استازو سره نه‌ګوري

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له رهبرانو سره د دوه اړخیزو کتنو لپاره دوحې ته تللی، خو د طالبانو له استازو سره نه‌ګوري. ولسمشر غني نن لومړی کوېټ او وروسته په دوه ورځني رسمي سفر قطر ته ولاړ. جمهوري ریاست وايي ولسمشر غني د کوېټ د مخکېني امیر د فاتحې په مراسمو کې هم برخه واخیسته. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به په خپلو کتنو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوع هم بحث وکړي. هغه زیاته کړه: "په دې کې شک نه‌شته چې اوربند د افغانانو او حکومت لومړۍ غوښتنه ده. Читать дальше...

باختر افغان هوايي شرکت له نږدې ۲۰ کلن ځنډ وروسته خپلې ازمایښتي الوتنې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان  د ملکي هوايي چلند اداره وایي، د باختر افغان هوايي شرکت له نږدې ۲۰ کلن ځنډ وروسته خپلې ازمایښتي الوتنې پیل کړې او په نږدې راتلونکي کې به رسمي الوتنې هم پیل کړي.  د دغه شرکت یو «بوینګ-۷۳۷» الوتکې د شنبې په ورځکندهار، هرات او مزار شریف ته ازمایښتي الوتنې کړې دي.  د باختر افغان هوايي شرکت په ۱۳۴۵ کې تأسیس، خو د کورنیو جګړو له امله ویجاړ او له فعالیته ولوېد.  د دې ادارې ویاند نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل، یاد شرکت به نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړي. هغه زیاته کړه... Читать дальше...

کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو د یوه تورن نیولو لپاره جایزه ټاکل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د غورځنګ مشهور په عماد چې  په کابل ښار کې د وروستیو پلان شویو ترورېستي حملو عامل ګڼل شوی، د نیولو لپاره ۷۰۰ زره افغانۍ جایزه ټاکلې ده.    د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي رادیوته وویل، غورځنګ د کابل ښار د ۵مې حوزې د ترورېستي حملو مسؤل او د پولیسو تر څار لاندې دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۴» وايي، هر څوک چې د غورځنګ په نیولو کې مرسته وکړي، دغه جایزه به خپله کړي. هغه زیاته کړه: "د کابل ښار په پنځمه حوزه کې مو د ترور ځیني موارد درلودل چې یو شمېر مو په دې تړاو مخکې ونیول. Читать дальше...

چارواکي: بدخشان کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی. د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني رسنیو ته وویل، لومړی وسله والو طالبانو تېر ماښام پر جرم ولسوالۍ له درېیو لوریو حملې وکړې، چې وروسته جګړه پیل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو روانه وه. ښاغلی روحاني وايي، په وسله واله جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري صابر او ۳ تنه نور وسله وال ووژل شول. د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي د طالبانو یو سرګروپ قاري شمس اله له پنځو نورو وسلوالو سره ټپي شوی دی. وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ د لنډې شېبې لپاره له پوځي روغتونه وتلی و

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د لنډې شېبې لپاره له پوځي روغتونه ووت او له یوه زغروال موټره یې د خپلو پلویانو مننه وکړه.  په دغه روغتون کې د ولسمشر ټرمپ چې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی، درملنه روانه ده.  ښاغلي ټرمپ پرون وویل: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن (میلانیا ټرمپ) هم په ښه کېدو ده." ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په یوه ویډيويي کلیپ کې وویل، وروسته له هغې چې ناروغ شو، د کویډ۱۹ ناروغۍ یا کرونا ویروس په اړه په ډېرو شیانو پوه شو.  د امریکا په متحدو... Читать дальше...

قطري چارواکو سره د ولسمشر غني د بحث یوه برخه د سولې روانې خبرې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کویټ او قطر ته ولاړ.  ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ښاغلی غني به د قطر له امیر او صدراعظم سره د افغانستان د سولې د بهیر او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کوي.  افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ د سولې خبرې درېدلې دي.  ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان د سولې اوسنی روان بهیر له قطري چارواکو سره د محمد اشرف غني د بحثونو یو مهمه برخه ده.  د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ویاند دوا خان... Читать дальше...

افغانستان کې دې تاوتریخوالی ژر ودرول شي: خلیلزاد

Mashaalradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړې کچې اندېښمن دی. دی وایي د تاوتریخوالي لوړه کچه د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل ګرځېدلې. زلمي خلیلزاد دا خبره یکشنبه د ازادۍ راډیو له تاجک څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه. نوموړی چې له دوحې وروسته تاجکستان ته تللی و، ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت او طالبان باید ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمښت په څېر په اصلي موضوعګانو بحثونه پيل کړي او د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د لانجې د حل داسې لار ولټوي چې په مټ‌ یې د وینې تویېدل بند شي. Читать дальше...

کوټه کې د غرونو له ډبرو غمي جوړېږي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې ډېری خلک ډبرې تراشي او ورڅخه غمي جوړوي. دې ښار ته د بلوچستان په ګډون د سوات او افغانستان له غرونو ډبرې وروړل کېږي. د غمیو کاروباریان وايي، د تېرو لسیزو ناامنیو یې کاروبار خورا اغېزمن کړ. د غمیو جوړولو په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

لغمان چارواکي: موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان چارواکي وايي، د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان د موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژلي ا و ۳۰ نور ټپیان دي. د والي د ویاند په وینا په وژل شویو کسانو کې ۴ نظامیان او ۴ ملکیان دي. د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار لس بجې شاوخوا د لغمان پر والي رحمت الله یارمل هغه مهال چې له مېلمستونه د دفتر په لور روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، خو والي ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی. د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Пианист

Пианист из Электроуглей получил областную премию





Персональные новости
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)





کابل ورځپاڼو تر ډېره کوېټ او قطر ته د غني او هند ته د عبدالله پر سفر تبصرې کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره کوېټ او قطر ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او هندوستان ته د عبدالله عبدالله د سفر او په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو او د پېښو په زیاتوالي مقالې او تبصرې لیکلې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې قطر ته د افغان ولسمشر غني د سفر او د سولې په وړاندې په پرتو خنډونو مقاله خپره کړې ده. ورځپاڼه وايي کوېټ او قطر ته د ښاغلي غني دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې اوس‌مهال په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې اترې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي. Читать дальше...

د قرغزستان مخالف ګوندونه: د پرونیو پارلماني ټاکنو پایلې نه منو

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان کې مخالفو سیاسي ګوندونو اعلان کړی چې د پرونیو پارلماني ټاکنو رسمي پایلې به ونه مني.  دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې لومړنۍ پایلې ښيي، څلور ګوندونه به چې درې یې له حکومت سره نږدې اړیکې لري، د ۱۲۰ کسیز پارلمان یا سترې شورا ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.  د مخالفو ګوندونو پلویان پرون ماښام اته بجې په پلازمېنه بیشکیک او شمال لودیځ ښار تلاس کې د رایو مرکزونو له بندیدو سره سم راټول او د دوی په ټکو رایه اچونه کې د شویو بې نظمیو په ضد یې اعتراض وکړ.  اعتراض کوونکي وروسته تیت او پرک شول خو د مخالفانو... Читать дальше...

اشرف غني کوېټ او قطر ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کوېټ او قطر په سفر روان شو. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی غني د کوېټ د امیر د فاتحې مراسمو کې ګډون کوي او بیا دوحې ته ځي. له قطري چاواکو سره به د ښاغلي غني خبرې پر دوه اړخیزو اړیکو راڅرخي او پر دې سربېره غني د دوحې په انسټټیوت کې وینا هم لري. د خبرپاڼې له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو افغان چارواکي دې سفر کې د ولسمشر ملګرتیا کوي. د دغه سفر نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل دا دی چې ولسمشر... Читать дальше...

د استوګن‌ځای نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې د استوګنې د نشتوالي ستونزې څو برابره شوي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د استوګن‌ځای د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، له کلیو او بانډو په ډله‌ییز ډول ښارونو ته د خلکو راتګ د استوګنې د کورونو نشتوالي ستونزې څو برابره زیاتې کړي. نن سې شنبه د اکټوبر پنځمه، د استوګن ځای له نړېوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان د احصائيې ملي ادارې د دغه هېواد اوسنی نفوس شااوخوا ۳۳ میلیونه ښودلی چې له ډلې یې ۷۱ فیصده په کلیو او بانډو کې او ۲۴ فیصده په ښارونو کې ژوند کوي، په دې کې یو شمېر کوچیان هم دي. خو پوښتنه دا ده چې د دې نفوس څومره برخه د... Читать дальше...

د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو پرون سخته جګړه وکړه.  د نګورنو قره باغ پر مرکز او د اذربایجان پر څو ښارونو  لاهم د توغندیو او توپونو بریدونه کېږي.  د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون د دغو  ړندو ګولۍ ویشتلو راپورونه او په ښارونو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ادعا شوي ناقانونه بریدونه او چاودنې وغندلې.  پرون د نګورنو قره باغ چارواکو وویل، چې د دغې سیمې پر مرکز ستیپاناکیرت او نږدې ښار شوشي د درېیمې ورځې لپاره د توغندیو او توپونو بریدونه روان وو.  د اذربایجان د دفاع... Читать дальше...

د اکټوبر ۵مه د ښوونکو نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

دوشنبه د اکټوبر پنځمه د ښوونکو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د پوهنې منسوبینو دا ورځ پرون په یو شمېر غونډو او محفلونو سره لمانځلې ده. سږ کال داسې وخت د ښوونکو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې کرونا ویروس د نورو ګڼو برخو په څېر د ښوونې برخه په خاصه توګه د ښوونکو کار له خنډ سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو کلتوري علمي سازمان یعنې یونسکو په یوه بیانیه کې ویلي چې په اوسني ناورین کې ښوونکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ځانه وړتیا وښوده او د ښوونې په نویو لارو چارو سره‌یې دا ثابته کړه چې هېڅوک باید له ښوونې او روزنې پاتې نه‌شي.

Спорт в России и мире
Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Мария Шарапова

Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Пианист

Пианист из Электроуглей получил областную премию



Москва

Власти Екатеринбурга задумались об отказе от «Екарты»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net