د پاکستان په سرښار کې د اکتوبر پر ۱۴مه زرګونه سرکاري کارکوونکو د پارلېمان ودانې مخې ته احتجاج ناسته پیل کړې. دوی وايي،تنخاګانو کې یې د ګرانۍ په تناسب زیاتوالی نه دی شوی. نور د عمران يونس په ویډیويي راپور کې.
د مشال راډیو تر رڼا لاندې خپرونه کې د افغانستان سولې موضوع څېړو. د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پیل شوي وې. د سولې مذاکرو پر مهال د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې زلمی خليلزاد، همداراز د افغانستان پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان سفرونه کړي دي. دا چې د افغانستان سولې مذاکراتو کې د پاکستان کردار څومره ارزښت لري. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار وايي، د افغان ښځو بېره او اندېښنه پر ځای ده چې د هر ډول جوړجاړي په نتيجه کې یې په حکومت او ټولنه کې د طالبانو له کنتروله لري. خو د دې په وینا دا د افغان حکومت ملامتي ده چې د سولې په مرکچي پلاوي کې یوازي څلور ښځې ګډون لري.
د ملګرو ملتونو اداره وايي، زرګونو کورنۍ په هلمند کې د روانې جګړې له کبله بې ځایه شوي دي. ډېری کسانو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه وړې ده. د طالبانو او افغان دولتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې د یکشنبې په ورځ پیل شوې او تر اوسه دوام لري. نور په دې ويډیو کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ.
د کابل پولیسو د جنایي او ترهګریزو پېښو د مخنیوي د یوې هڅې په خاطر دغه ښار کې د سړک د سر پلورونکو، کراچيوانانو او موټر چلوونکو د بایومټریک بهیر پیل کړ.
امنیه قومانداني وایي، تر اوسهیې ۸۰۲ دغه کسان په دوهمه حوزه کې بایومټریک کړي او دغه لړۍ د ښار بېلابېلو سیمو کې روانه ده.
دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې دغه ښار کې وروستیو شپو ورځو کې جنایي جرمونه او په وړاندې یې د خلکو شکایتونه ډېر شول.
پلازمېنه کې خبریالانو، فعالانو او ځوانانو د دوهم ځل لپاره (کابل امن نهدی) کمپاین هم پيل کړی دی.
د... Читать дальше...
د پکتیکا پولیس وایي، دغلتهیې د ملا عبدالکریم په نوم د طالبانو د کوټې شورا یو غړی وژلی دی.
د والي ویاند شاه محمد ارین وایي، نوموړی نن جانيخېلو ولسوالۍ کې له خپلو ملګرو سر په لاره و چې د کشفي ځواکونو له کمین سره مخ شو.
ارین وایي، دغې نښته کې امنیتي سرتېرو ته زیان نهدی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر امنیتي ځواکونو دغه برید تېره شپه د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوی دی.
ښاغلی بشارت زیاتوي: "د دولت وسلهوالو مخالفانو تېره شپه ۱۱ بجې د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر څو پوستو بریدونه وکړل، پایله کې شپږ امنیتي ځواکونه ووژل او دوه ټپيان شول، ۲۵ مخالفان هم وژل یا ټپیان شوي دي، اوس هم جګړه روانه ده."
بشارت وایي، ولسوالۍ ته اضافي سرتېري رسېدلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، د هلمند تازه جګړې پنځه زره کورنۍ له خپلو مېنو کډه کړي دي.
دوی نن په خپل اوونیز راپور کې د ځایي چارواکو له قوله وویل چې دغې جګړه کې تر ۲۰۰ کسانو پورې وژل یا ټپیان شوي دي.
دغه جګړه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د مرکز لښکرګا بولان او باباجي سیمو او دغهراز نهر سراج، نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو کې روانې دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، دوه کاري ډلې یې سیمه کې دي او تر اوسهیې د مرستو لپاره یوازې ۵۰۰ بېځایه شوي کسان ثبت کړي دي.
... Читать дальше...
پر ۴،۴۰۰ کيلوميټره ساحې غځېدلې دغه غرنۍ سيمه په رسمي توګه د اذربايجان برخه ده او ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه يې هم د اذربايجان خاوره تسليموي، خو په عملي ډول د دې سيمې کنټرول د هغو ارمني توکمه ځواکونو په لاس کې دی چې ارمينيا هېواد یې ملاتړ کوي.
په دې نندارتون کې د عزيز احمد سورانی په نوم يو انځورګر خپلې ۴۰ تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي.
د دې نندارتون موخه د انځورګرۍ په بڼه په هېواد کې د شته ستونزو څرګندول دي.
د کونړ اسمار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې پنځه ملګي وګړي ووژل.
د والي وياند عبدالغني مصمم ازادي راديو ته وويل، پېښه نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰ بجې شوې ده.
ښاغلی مصمم زیاتوي: "د اسمار ولسوالۍ د میګو کڅ په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا یو ماین ځای پر ځای شوی و چې ولسي وګړي پرې برابر شوي دي، چاودنه کې پنځه ولسي وګړي په شهادت رسېدلي."
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د يادې چاودنې مسؤليت په غاړه نهدى اخیستى.
په پاکستان کې انټرنيټ ازادي تر هر تېر کال نوره پسې کمېږي. قوانين داسې جوړ شوي دي چې حکومت ادارو ته د بيان ازادۍ ماتولو ډېر واک ورکوي.
د افغانستان ټولګټو وزارت وايي، وسلهوالو مخالفینو په تېرو ۱۵ کلونو کې ۵۰ کیلومتره سړک او څه باندې ۳۰ پلونه لهمنځه وړي دي.
په افغانستان کې د کلونو جګړو په دوام دغه وزارت د عامه تأسیساتو ویجاړولو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.
د دې راپور پر بنسټ، له ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې وسلهوالو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو ۵۰ کیلومتره سړک، څه د پاسه ۳۰ پایې پلونه او ۱،۰۰۰ پلچکونه لهمنځه وړي دي.
د افغانستان ټولګټو وزارت مرستیال ویاند اشرف حقشناس د چهارشنبې په ورخ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۳» ازادي راډیو ته... Читать дальше...
د افغانستان دولت د سولې مذاکراتي ټيم ځيني غړي وایي که چېرې په افغانستان کې جګړه شدت ومومي دوی به له طالبانو سره پر خبرو بیا غور وکړي.
له دې ډلې نادر نادري او حبیبه سرابي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې شدت به د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز وکړي او دا خبرې به نورې هم پېچلې کړي.
نادر نادري ازادي راډيو ته وویل، که چېرې د جګړې شدت دوام پیدا کړي دوی به له طالبانو سره پر روانو خبرو بیا بحثونه او مشورې وکړي: "که چېرې هممهاله جګړې شدت ومومي او موږ دلته د سولې په خبرو بوخت واوسو... Читать дальше...
د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه کوي او راتلونکی کال به دا شمېره ۱۰۰ سلنه شي.
ښاغلي محب د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې ویلي، د ولس د ساتنې لپاره د لا اغېزناکو ګامونو پر پورته کولو کار کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې همدا اوس د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې جګړه روانه ده او پوځي شنونکي په یو شمېر سیمو کې د امنیتي او دفاعي ادارو په مدیریت نیوکې کوي.
د ملي... Читать дальше...
قرغزستان کې د سیاسي کړکېچ پر مهال ولسمشر سورنبای جینبکوف یو ځل بیا له سیاسي ګوندونو او خلکو وغوښتل چې قانون ته درناوی وکړي.
دغه کړکېچ له پارلماني ټاکنو وروسته د هغو پراخو مظاهرو له کبله رامنځته شوی چې د جینبکوف حکومتیې ړنګ کړ.
جینبکوف نن چهارشنبه یوه بیان کې ویلي: "ستونزې باید د قانون په رڼا کې حل شي، نه د فشار له لارې."
د پارلمان یوې ډلې دغلته سدیر ژاپاروف د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی، خو ولسمشر جینبکوف د پارلمان پرېکړه رد کړې او ویلي دي چې د رایو پر مهال د پارلمان نصاب نهو پوره.
ژاپاروف... Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو تېرو دووه اوونیو کې ۵۷۵ یرغلیز بریدونه کړي دي.
د وزارت ویاند طارق ارین په یوه بیان کې ویلي، په دغو بریدونو کې ۲۵۱ ملکیان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې تر اوسه خپلواکو سرچینو نهدي تأیید کړي.
طالبانو بیا له دې وړاندې ویلي چې یرغلیز بریدونه نهکوي او دوی دفاعي حالت کې دي.
امریکايي او روسي چارواکو د وسلو د کنټرول د خبرو پر سر متناقضې څرګندونې کړي چې ورسره د دواړو خواوو ترمنځ د اټمي وسلو د وروستي پاتې تړون برخلیک څو میاشتې مخکې تر دې چې مودهیې پای ته ورسېږي، له ناڅرګند حالت سره مخامخ شوی دی.
د وسلو د کنټرول لپاره د امریکا استازي مارشل بیلنګ سلې پرون وویل، واشنګټن او مسکو تر یوې نامعلومې مودې پورې د نیو سټارټ یا د اټمي وسلو د کنټرول د تړون د اوږدولو پر سر پر اصولو موافقې ته رسېدلي دي.
دا تړون چې په ۲۰۱۰ م کال وشو، ستراتېژیکې اټمي وسلې محدودوي، خو که د پنځو نورو... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوې دي.
د وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، یو پلاوی یې هرات ته تللی چې معلومه کړي، په نویو اخته شویو کسانو کې د 'کووېډ-۱۹' پخواني ناروغان هم شامل دي او که نه.
نوموړي نن یوه خبري کنفرانس کې که څه هم واضح نهکړه چې هرات کې هره ورځ څومره پېښې کېږي، خو ویېویل چې د نویو ثبت شویو پېښو ډېره برخه هرات بیا کابل کې دي.
هغه زیاته کړه: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لابراتوارونو کې ۳۱۸ معاینات شوي دي چې په دغو... Читать дальше...
Музыкальные новости
Елена Маркелова
Продолжается реализации проекта - победителя 1 конкурса 2024 года Фонда президентских грантов «Интеграция в общество детей и подростков с ментальными особенностями методами адаптивной гимнастики»
Персональные новости
Арцах
В Музее Победы состоялась премьера фильма «Маршал Аганов». Судьбу инженера Победы экранизировали. Фото. Видео
د لغمان په مرکز مهترلام کې چاودنې ۳ تنه ووژل.
د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا ۹ نیمې بجې د لغمان د امنیه قوماندانۍ د پولیسو استخباراتو په موټر پسې د نښلول شوي ماین له کبله وشوه.
دی وایي، چاودنه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
د فاریاب پولیس وايي طالبانو تېره شپه یو بوډا سړی او د هغه زوی په دې خاطر په ډزو وژلي چې پولیسو تهیې د څښلو اوبه ورکړې وې.
دا خبره د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل: "تېره شپه طالبان د ګرزیوان ولسوالۍ افغان تپې کلي ته تللي. هلتهیې یو بوډا سړی او د هغه زوی د کلاشنیکوف په ډزو سره وژلي دي. په دې جرم چې ولې یې امنیتي ځواکونو ته اوبه ورکړې وې."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې د افغان چارواکو د خبرو په ځواب کې څه نهدي ویلي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې کله چې په جوارو کې وږې پاخه شي نو ځايي ځوانان او مشران دغه په ګډه پخوي چې ورته ډاډۍ یا تراړ وايي. د سوات په بريکوټ کې د مشال راډیو خبریال نیاز احمد یوه تراړ ته ورغلی او دا ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تر اوربند وروسته لاهم نښتې روانې دي. ماسکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اذربایجان او ارمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره تر دولس ساعته خبرو وروسته موافقه وشوه چې دواړو لوریو ومنله چې د اکتوبر د لسمې له غرمې ۱۲ بجو به اوربند وي
د افغانستان دفاع وزارت وايي په هلمند کې د ملي اردو دوه هلیکوپټرې لوېدلي او له املهیې ۹ تنه وژل شوي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د اعلامیې په اساس تېره شپه پاو باندې یوه بجه د هوايي ځواک دوه (MI-17) ډوله هلیکوپټرې له ناوې ولسوالۍ د پورته کېدو په وخت له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او ولوېدې چې پهکې د دغو هلیکوپټرو ۹ سورلۍ ووژل شوې.
چارواکو ویلي دا پېښه څېړي.
اخوا له هلمنده یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې یادو هلیکوپټرو په ناوې ولسوالۍ کې کمانډویان ښکته کړل او په بېرته پورته کېدو سره چې ټپیان پهکې بار و، سره ولګېدې. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام د کډوالو مارغانو کډوالۍ ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛
افغانستان ته کډوال الوتونکي له کوم ځای څخه راځي؟
او په څه حالت کې دي؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Спорт в России и мире
Москва
Победа спортсменов Центра боевых искусств
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Решение по запуску третьего этапа развития БАМа уже принято, заявил Путин
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Сегодня президент Беларуси Александр Лукашенко встретился в Минске с губернатором Поморья Александром Цыбульским
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.
Москва
Пригожин не раз уличал Иванова в воровстве: Экс-"вагнеровец" рассказал, что было между замминистра и легендой ЧВК
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net