123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 19.10.2020

کابل کې غږیزه ککړتیا د چاپېریال پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده

Pa.azadiradio.com 

غږیزه ککړتیا، د افغانستان په ټولو لویو ښارونو او په تېره په کابل کې، د هستوګنې د چاپېریال پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده. له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او په تېره د دغه ښار په مرکزي سیمو کې د پلورونکو، دکاندارانو، د رستورانونو د کارکوونکو، ښاري موټرو او کسبګرو غږونه پرته له ځنډه اورېدل کېږي. دوی په دې کار هڅه کوي، د پېرېدونکو پام ورواړوي. یو شمېر ګرځنده پلورونکي، په ثبتو شویو غږونو غواړي چې پېرېدونکي ورمات شي، دغه لوړ او پرله‌پسې غږونه، غږیزه ککړتیا رامنځته کوي. د کابل په... Читать дальше...

د ښځینه روغتیايي کارکوونکو احتجاجي ناسته روانه ده

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو احتجاجي ناسته د اکتوبر پر ۱۹مه، پر شپږمه ورځ هم روانه ده. دوی د تنخاګانو اضافې او د دایمي نوکرۍ غوښتنې کوي. احتجاجي پرلت ته د پاکستان له ټولو صوبو روغتیايي کارکوونکې ورغلې دي. د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو د اکتوبر پر ۱۵مه د روغتیايي کارکوونکو له استازو سره لیدلي او هیله یې ښوولې چې حکومت به یې غوښتنې پوره کړي. ویډیو وګورئ.

د خوست د ځاځي میدان ولسوال یوه برید کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ځاځي میدان ولسوال نن په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.   د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې عبدالحی ځاځی له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل شو چې له خوست څخه کابل ته روان وو.   ښاغلی منګل زیاتوي: "د خوست د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی چې له خوست څخه کابل ته روان وو، د لوګر ولایت په التمور سیمه کې برید ورباندې شوی. ولسوال او یو ساتونکی یې وژل شوي، یو بل قومي مشر حاجي حسن جان ټپي شوی او موټر چلوونکي ته زیان نه‌دی رسېدلی." ښاغلي منګل ونه‌ویل چې... Читать дальше...



د بهرنیو چارو وزارت: پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه اړیکې زیانمنوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان د پوځ راکټي بریدونه غندلي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان پر خاوره د دې ډول بریدونو دوام د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي. اعلامیه زیاتوي د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره د دې هېواد د هغو ژمنو خلاف دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي د میزان/تلې په ۲۷مه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې پر استوګنځایونو ۲۵... Читать дальше...

نوښار کې د پوهاند پروېز مهجور خېشکي په یاد غونډه

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د پښتو ژبې د څېړونکي، شاعر او ادیب پوهاند ډاکتر پروېز مهجور خېشکي په یاد غونډه وشوه. غونډې ته ګڼ شاعران، پوهان او لیکوالان ورغلي ول. پوهاند خېشکی د سېپټمبر پر شپږمه په ۶۸ کلنۍ کې ومړ. د هغه د ژوند او کار په اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبریال ارشد مومند ویډیويي رپورټ.

د قربانیانو کورنۍ: غور کې د موټر بم حملې عاملینو ته دې سزا ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د موټر بم حملې د قربانیانو کورنۍ د دغې پېښې د عاملینو ته د سزا غوښتونکي دي. فېروزکوه ښار کې د تېرې ورځې موټر بم حملې ۱۶ تنه ووژل او ۱۵۵ تنه نور یې ټپيان کړل. منصور خسرو له غور نه دغه راپور جوړ کړی دی.

ډاکټر پروېز مجهور ځانګړنه د روښاني فکر راسپړنه وه

Mashaalradio.com 

د نوښار په خویشکو کې د اتوار په ورځ د پښتو ادب او تصوف عالم، څېړنکار، شاعر او لیکوال ډاکټر پروېز مجهور په تعزیتي غونډه کې لیکوالانو د هغه پر ادبي هلو ځلو او پښتو ژبې ته یې پر کړي خدمت رڼا واچوله. له پېښوره د شبیر جان راپور

بلجیم، هالنډ او جرمني غواړي د ښځو د فوټبال نړیوال جام کوربه‌توب وکړي

Pa.azadiradio.com 

بلجیم، هالنډ او جرمني په ۲۰۲۷ کال کې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام لوبو لپاره د کوربه‌توب ګډې هڅې پیل کړې دي. دغو هېوادونو نن وویل چې دا پروګرام د (درې ملته یو ګول) په نوم مخته وړي. د فوټبال نړیوال فدراسیون تر اوسه په دې اړه د وړاندیزونو د منلو لپاره یو ضرب‌الاجل نه‌دی اعلان کړی.  استرالیا او نیوزیلنډ په ۲۰۲۳ کال کې په ګډه د ښځو د فوټبال نړیوال جام لوبو کوربه‌توب کوي.



افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې لسګونه کسان تازه په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور نن ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۳ کسانو ازموینه اخیستل شوې چې له دې ډلې د ۸۷ کسانو نتیجې مثبتې وې او په همدې موده کې ۵ کسان مړه شوي دي." د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴۰ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی او له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه په دې هېواد کې نږدې ۱،۵۰۰ کسان مړه شوي دي. ... Читать дальше...

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۴۰ میلیونو او د مړو له دوه‌نیم لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۴۰ میلیونو واوښتې. اروپا کې چې د دغه ویروس له امله د مړو شویو شمېر له دوه‌نیم لکو کسانو اوښتی، ډېرو دولتونو بیرته سخت مقررات وضع کړي دي. پرون یکشنبه بیا په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۴۰ میلیونو ۵۱ زره او له امله‌یې د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون یو لکو ۱۴ زره کسانو ته ورسېد. دا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې دي، خو حقیقي شمېرې به له دې ډېرې لوړې وي، ځکه ډېر خلک پرته له دې چې پوه شي پر کرونا اخته شوي، ټستونه نه‌کوي او شک کېږي چې یو شمېر هېوادونه به هم د کرونا د مثبتو پېښو اصلي شمېرې پټوي. Читать дальше...

د ننګرهار چارواکي: د داعش ډلې نومول شوی قاضي ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي په جلال‌اباد ښار کې د داعش ډلې د نومول شوي قاضي د وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز ازادي راډيو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند خوشګمبد سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې نومول شوی  قاضي چې په معاویه مشهور و، وژل شوی دی.   په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کس وړاندې د داعش ډلې یوه مشر ابو عمر ته کار کاوه.   خبرپاڼه زیاتوي چې  د جلال‌اباد ښار د ۷مې ناحیې په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره... Читать дальше...

ارګ: یو شمېر خوشې شوي طالبان بېرته جګړو ته ورغلي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې د جګړو د ډېرېدو په تړاو په قطر کې د طالبانو پر مشرانو انتقاد کوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې راپورونه ښیي یو شمیر هغه طالبان چې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، بېرته جګړو ته ورغلي دي. صدیقي زیاته کړه: "د تاوتریخوالي او ترورېستي بریدونو د دوام مسؤلیت د طالبانو دی، په تېره بیا په قطر کې د دې ډلې مشران‌یې مسؤل دي، ځکه دوی په هغه ژمنه چې په لومړي سر کې یې کړې وه، عمل نه‌دی کړی."  وسله‌والو طالبانو تر دې وړاندې د جګړو ډګر ته د خوشې شویو طالبانو د بېرته ورتګ ادعا رد کړې وه.

د امریکا ولسمشرۍ کاندیدانو ټاکنيزې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سیال جوبایډن د اکتوبر پر ۱۸مه (پرون) په هغو ایالتونو کې تېره کړه چې څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د مخالفو ګوندونو کاندیدانو ته رایې ورکړې وې.  ټرمپ چې خپل ټاکنیز کمپاین یې تېز کړی، دوولویدیځو ایالتونو، نوادا او کلیفورنیا کې په دوو ټاکنيزو غونډو کې ګدون وکړ. ریپبلیکن ولسمشر چې د روانې میاشتې په پیل کې کرونا وایرس وهلی وو او له ټاکنیزو کمپایونو یو څه شاته پاتې شوی هڅه کوي چې خپل دریځ بیرته پیاوړی کړي. نوموړی نن په اریزونا ایالت کې په نورو ټاکنيزو غونډو کې ګډون کوي. Читать дальше...

د امریکا بې ساری انتخاباتي سیستم؛ الکتورل کالج څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د نورو انتخاباتي سیستمونو پر خلاف د امریکا متحدو ایالتونو کې د ولسمشرۍ هغه کاندید چې د ډیرو خلکو رایې وګټي ضرور نه ده چې ولسمشر شي. د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو برخلیک عموما الکتورل کالج یا انتخاباتي پلاوی ټاکي. خو دا سیستم څه دی او څنګه کار کوي. په دې راپور کې یې وګورئ.

کراچۍ کې د نواز شریف زوم کېپټن صفدر ګرفتار

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کي د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پي ډي اېم تر جلسې وړاندې  د محمد علي جناح مزار ته د مریم نواز ورتلو پرمهال د مسلم لیګ ن زیات شمېر کارکنان هم دننه ورننوتي ول او هلته یې د جمهوریت په ملاتړ اوو د حکومت په مخالفت کې نارې وهلې وې.

امرالله صالح: ټول کابل ښار تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امنیت مسؤلیت واخیست، وايي د جرایمو د کمولو لپاره ټول کابل ښار تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلی دی. ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۸» په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي د کابل ښار ټولې کوڅې، سرایونه او سیمې تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلي او د ناحیو، حوزو او سیمو د لویو او وړو مجرمینو لېستونه هم د حوزو امرینو ته ورکړل شوي چې د اقداماتو لپاره بشپړ اطلاعات لري. د جمهور رئیس لومړي مرستیال دا هم ویلي، د بې‌سنده موټرو خاوندانو ته دوه میاشتې وخت ورکول کېږي چې خپل اسناد قانوني کړي. Читать дальше...

اپوزیشن د وزیراعظم عمران خان غوښتنه وکړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان په جمهوري تحريک کې ورغونډو اپوزیشن سیاسي ګوندونو په کراچۍ کې يوه لويه جلسه کې د تحريک انصاف حکومت د استعفا غوښتنه تکرار کړه. دوی پر امنيتي ادارو له سیاسته د ليرې اوسېدو غږ هم کړی. حکومت او امنيتي ادارې د اپوزیشن سیاستوالو تورونه بې ځایه بولي. جلسې ته مریم نواز، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زداري، محمود خان اڅکزی، اختر مينګل، محسن داوړ او ځينو نورو تقریرونه وکړل. نور په ويډيويي رپورټ کې.

د طالبانو د حملو شدت؛ ارګ: د مرکچي پلاوي د بېرته راستنولو کوم پلان نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی به قطر کې پاتې شي او د طالبانو له لوري انسان‌وژنه او د جګړې شدت به د حکومت پر هڅو اغېز ونه‌کړي. د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په قطر کې د طالبانو مشران، د ملکیانو د وژلو او د جګړې د شدت مسؤلین بولي چې په خبره‌یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ډلې په حملو کې وژل شوي دي. د بدخشان فیض‌اباد او د هلمند لښکرګاه پر ښارونو د طالبانو له حملو وروسته د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شدت موندلی دی. ښاغلي صدیقي د دوشنبې په... Читать дальше...

چين کې د انلاين انټرنېټي خدمتونو د زيانونو مخه نيول کېږي

Pa.azadiradio.com 

چین په هغو قوانینو کې اصلاحات راوستي چې نه پرېږدي کم عمره ماشومانو ته د انلاین انټرنېټي خدمتونو له لارې زیان ورسېږي. چین د انټرنېټي خدمتونو هغه قوانین تعدیل کړي چې د انلاین له لارې تراتلسو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو خوندیتوب لا پیاوړی کوي. د رویټرز خبرې آژانس د راپور له مخې د دغو اصلاح شویو قوانینو له مخې چې د شنبې په ورځ د خلکو د ملي کانګرس دایمي کمېټې تصویب کړل، د انټرنېټي موادو تولیدونکي او د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کونکي باید لازم اقدامات وکړي. دغه قوانین چې د راتلونکي کال د جون له لومړۍ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

"Патриаршие": рэпер Тимати купил бронированный автомобиль за 60 млн рублей





Персональные новости
Петербург

«Кот в мешке» на «Юмор FM – Санкт-Петербург»





په رضاکاره فعالیتونو د افغان نجونو لاسنیوی

Pa.azadiradio.com 

هما عباس هغه افغان رضاکاره مېرمن چې په هڅو یې د ډېرو هغه نجونو هیلې پوره کېږي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له زده‌کړو پاتې شوې دي. هغې د کابل په شمال، شهرک طلایي سیمه کې یو نوی ښوونځی جوړ کړی دی. هیلۍ اسد پرې راپور لري.

شبرغان کې ساز او سرود د مني موسم اوږدې شپې رنګیني کړي

Pa.azadiradio.com 

په شبرغان کې ساز او سرود د مني د موسم اوږدې شپې رنګینې کړې دي. د شپې له‌خوا شبرغان ښار په ودونو او بېلابېلو ځانګړو محفلونو کې د موسیقۍ شاهد وي. د دې ښار یو شمېر ځوان سندرغاړي د سولې په خبرو کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۲ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

دوه پولیس د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. دا خبر د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد ازادي راډیو ته تأیید کړ. نوموړي زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو دی د یادو پوستو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. هغه زیاته کړه: "تلفات شته. دوه تنه پولیس وژل شوي او څو تنه ټپیان دي. پوستې سقوط شوې نه‌دي، خو داسې څه په‌کې پاتې نه‌دي چې شپه او ورځ په‌کې تېره شي." د دهراوود امنیه قوماندان وویل چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نه‌دی. Читать дальше...

تر رښتوني جمهوریته به مو مبارزه دوام لري: پي ډي اېم

Mashaalradio.com 

ازادو رسنیو او سوشل میډیا د دغه جلسې د ګډونوالو شمېر لسګونه زره ښيي، او د دوی په خپرو شویو ویډيوګانې کې د جلسې په میدان کې د پي ډي اېم د هر ګوند جنډۍ رپېږي. د شپی د رڼا انتظام هم شوی او د سټیج مخامخ د ډرون کیمرو په واسطه جوړې شوې ویډیوګانو کې ګڼ ولس ښکاري.

اروپایي هېوادونو د کرونا ویروس نویو پېښو کې ۴۴ سلنه زیاتوالى راغلى

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېره تر ۲۵۰ زرو واوښت. دا خبر نن داسې مهال خپور شوی چې اروپایي هېوادونه د کرونا ویروس د تازه پېښو د خورېدو د مخنیوي لپاره مبارزې ته دوام ورکوي. اروپایي هېوادونو په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو د ۴۴ سلنې ډېروالی ثبت کړی دی. همدا د دې سبب شوی چې یو شمېر هېوادونه نوي محدودیتونه ولګوي. شمالي او جنوبي امریکا هم د کرونا ویروس د مخنیوي مبارزې ته دوام ورکوي. په امریکا متحده ایالاتو کې د اکتوبر پر ۱۷ څه باندې ۵۲ زره کسان تازه په دې ناروغۍ اخته شوي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Тамбовские синхронистски заработали две медали на первенстве города Королёв


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Вероника Кудерметова

Россиянка Вероника Кудерметова вышла во второй круг турнира в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сохранении экологии Севастополя





Путин в России и мире
Москва

Рязанские дизайнеры представили свой бренд одежды на модном показе Estet Fashion Week


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Григорий Лепс

Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки



Москва

Более 120 зон буккроссинга подготовлено для гостей парков Подмосковья

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net