123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 24.10.2020

د کابل د شت برچي کې ځانمرګی برید شوی

Mashaalradio.com 

د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښوونیز مرکز په نښه کړي. ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو برید ګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې. نوموړی وايي، ممکن د وژل شویو او ټپیان د شمېر په برخه کې بدلون راشي. Читать дальше...

د کوټې اوسېدونکي جلسې په اړه څه وايي؟

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۲۵مه، د پاکستان جمهوري غورځنګ اتحاديې لخوا په کوټه کې جلسې کولو تیاریاني روانې دي، زموږ همکار صمد شبنم د کوټې د ولس سره خبرې کړي دي چې هغوی د حکومت کارکردګۍ او د اپوزیشن دې جلسې ته په څه نظر ګوري؟ نور په دې ویډیو کې:

قرغزستان کې تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي ټاکل شوې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې د راروانې جنورۍ میاشتې پر لسمه وشي.   دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه په پلازمېنه بشکېک کې د دوی په یوه بېړنۍ غونډه کې شوې ده.  د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ټاکنو خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په قرغزستان کې د څو اوونیو د ناکراریو په نتیجه کې حکومت نسکور او ولسمشر سورونبای جینبیکوف استعفی ته اړ شو.  دا ناکرارۍ او مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، د اکتوبر د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو ادعا وشوه.



پاکستان سږ کال سلګونه افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان سږ کال تر ۸۰۰ زیاتو افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل.  په کابل کې د پاکستان سفارت وایي هڅه کوي له افغان دولت سره د دوه اړخیزو اړیکو له لارې دغه بهیر لا پیاوړی کړي.  د دغه سفارت نن په کابل کې پر ۸۵۸ افغان محصلانو بورسونه ووېشل چې په طب، کمپیوټر ساینس، اقتصاد او ځينو نورو رشتو کې دي. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، دا پرورګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی او تر دې دمه یې په لړ کې له ۳۰۰۰ زیات افغان محصلانو په پاکستان کې په بشپړ سکالرشیپ زده کړې کړي دي.

لادرکه پاکستانی خبریال ۲۲ ساعته وروسته پیدا شو

Mashaalradio.com 

د پاکستان د شخصي ټېليويژن چېنل (جيو نيوز) خبريال عمران علي سيد د څه باندې ۲۲ ساعتونو له تری تم کېدو وروسته پيدا شوی او په کراچي کې د خپلې مور کور ته تللی دی.   جيو نيوز خبر ورکړی چې نوموړي له خپلې مېرمنې سره پر ټیليفون خبرې کړې او د خپلې روغتيا ډاډ يې هم ورکړی دی. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې هغه چا برمته کړی و او تر اوسه چېرته و؟  د نوموړې پر برمته کېدو د بشري حقونو سازمانونو، د خبريالانو اتحاديو او سياستوالو سخت غبرګونونه ښودلي وو او د هغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنې يې کړې وې. د پاکستان... Читать дальше...

کابل کې ځانمرګی برید؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ او ټپیانو ۳۰ ته ورسېد. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښونیز مرکز په نښه کړي. ښاغلی ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو برید ګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې تر دا مهاله ۱۳ کسه وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان دي. Читать дальше...

پاکستان کې پولیسو د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پولیس وايي، تېره شپه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.  پولیسو وژل شوي کسان «تروریستان»  بللي دي.  د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیا لانګو وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي، د ټروریزم ضد ډیپارټمنټ دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.   لانګو نن وویل، دا عملیات د بلوچستان ایالت د مستونګ په دشت سیمه کې وروسته له هغې وشول چې د مشکوکو کسانو په اړه استخباراتي اطلاعات ورورسېدل.

د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو نن په جلال اباد کې یو سوله ییز لاریون وکړ.  دوی پر مسئولینو تور پورې کړ چې ګوندې فساد ته لاره هواروي او پر رسمي بستونو د ګمارنې لپاره بیا ځلي ازموینې ورکولو ته اړایستل کېږي.  دوی وایي، درې کاله یې په ښوونیز ډګر کې خدمتونه ترسره کړي، خو په خبره یې، اوس چې د رسمي ښوونکو په توګه باید وګمارل شي، د دوی پرځای نوي ښوونکي جذبول کېږي.  یو تن لاریون کوونکي وویل: "نوم مې همایون حضرتي دی، دوی فقط دا غواړي چې ۱۵سوه ډالر وکړې نو رسمي کوي مو، مونږ هېڅ نه لرو، مونږ سره پیسې... Читать дальше...



د اپوزیشن مشران د کوټې جلسې ته روان دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان ډیموکریټک موومنټ تر چتر لاندې د حکومت خلاف د اپوزیشن ګوندونو جلسه د اکتوبر پر ۲۵مه د کوټې په ایوب لوبغالي کې ترسره کېږي. په دغه جلسه کې د ګډون کولو لپاره د ځینو اپوزیشن ګوندونو مشران کوټې ته رسېدلي او ځینې نور بیا پر لاره دي. د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز او د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر او پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د اکتوبر پر ۲۴مه کوټې ته ورسېدل. ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۴مه به دعوامي نېشنل ګوند مرکزي نایب صدر امیر حیدر خان هوتي او د همدې ګوند مرکزي جنرل سېکټري میا افتخار حسین هم کوټې ته ورسېږي. Читать дальше...

د کابل ځینې هټیوال او اوسېدونکي: لا هم جنايي جرمونه نه دي کم شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې ځینې هټیوال او اوسېدونکي لاهم د جنايي جرمونو پر زیاتېدو اندېښنه لري. یو تن هټیوال وايي: "حالات تغیر نه دي کړي، هر څه د پخوا غوندې دي، موږ د سهار ۸ بجې راځو او ماښام ۵ بجې خپل دوکانونه بندوو، موږ حتی نشو کولای چې تر ۷ بجو پورې خپل دوکانونه خلاص پرېږدو، د دې لپاره چې حالت ډېر خراب دی، غله راځي لوڅه یې دې، تېره شپه له همدغه ځایه یو مسافر مزار ته تله، غلو یې مخه ونیوله او ټولې پیسې او ټیلیفونونه ترې واخسته او ښه یې ووهه." دغه راز د کابل ښار یوه اوسېدونکي وویل: "په تېره یوه اونۍ کې... Читать дальше...

پکتیا کې د مڼو باغداران: حاصلات ډېر دي خو بازار او سړې خونې نه لرو

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د مڼو باغداران وايي، سږکال یې حاصلات ډېر او ښه دي خو نه بازار لري او نه سړې خونې چې ویې ساتي. دلته د یو شمېر کورنیو د عوایدو یوازینۍ سرچینه همدا باغونه دي. د پکتیا یو بڼوال حسن قادري د خپل سږني حاصل په اړه ازادي راډیو ته وویل: " نسبتاً د تېر کال په مقایسه سږ کال حاصلات ښه دي، په دې کې موږ درې قسمه مڼې لرو، مڼې څلور قسمه دي موږ درې قسمه لرو، بیروتۍ، مارلینګ او زیړه مڼه، جاپانۍ مڼه موږ نه ده کرلې، ځکه ځای ورته نه لرو". هغه وايي، د خپل باغ رسېدلو مڼو ته چې ګوري سترګې یې پرې خوږې شي، خو... Читать дальше...

بلخ کې له پوهنځي فارغې مېرمن لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

پرستو بابُر چې ۲۶ کاله عمر لري په بلخ کې یو له محدودو ښځینه وو سوداګرو څخه یوه ده. آغلې پرستو ته په مزارشریف کې د اورینت کېک او کلچې تولیدي کارخونې مسئولیت ور په غاړه دی. پرستو وايي، چې د ښوونې او روزنې له پوهنځي فارغه شوې ده، خو په تخصصي برخه یې د کار فرصت د نه شتون په خاطر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې په کور کې د وطني کېک او کلچو پخلی پيل کړ. پرستو بابُر وايي، چې په سر کې یې خپل فعالیت د کورنۍ د نورو غړو په مرسته پر مخ وړه، خو دوه کاله وروسته کله چې په بازار کې یي د پېرونکو شمېر زیات شو او تولید... Читать дальше...

ننګرهارۍ مېرمنې اوربند او سوله غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په  جلال اباد ښار کې یو شمېر ټولنیزې فعالې مېرمنې، د اکتوبر پر ۲۴مه، د ننګرهار ولایتي شورا مخته ورټولې شوې وې او له افغان حکومت او طالب استازو يې د تلپاتې سولې لپاره د اوربند غوښتنه کوله. دوی په دواړو لورو غږ وکړ چې د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې دې د سولې قرباني نه کړي. په دې موقع ټولنیزې فعالې مقدسې احمدزۍ په افغان دولت او طالب استازو غږ وکړ چې اوربند دې وکړي او داسې سوله  دې راولي چې د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې وساتل شي. نوموړې وویل: "نننۍ راټولېدنه مو په افغان... Читать дальше...

نن بارسلونا او ریال ماډریډ د فوټبال سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې ولوبېږي.   دواړو لوبډلو نننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی.   دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربه توب نیو کمپ فوټبال لوبغالي کې پیلېږي.   د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادېږي، چې تر دې دمه ۲۷۷ ځلې یو د بل پر وړاندې په خپل تاریخ کې لوبېدلې.   په دې ۲۷۷ لوبو کې ۱۰۰ځلې ریال ماډرید او ۱۱۵ ځلې بیا بارسلونا بریا خپله کړې ده، خو ۶۲ ځلې بیا د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

په هرات کې د بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د کیون کیک بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.   د هرات د بدني روزنې ریاست مسلکي او فني مدیر ضیا الحق ضیا نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دي لوبو هدف د کاري پلان تطبیق او د غوره لوبغاړو ټاکل وبلل.   نوموړي وویل، چې په دې سیالیو کې ۸ کلبونو برخه اخیستې وه چې په پایله کې دلیران، لومړی، اتحاد استقلال دوهم او جونان میهن درېیم مقام خپل کړ.  یادې سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې.

د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره د افغانستان چمتووالی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.   د افغانستان د باولېنګ فدراسیون وايي، هڅه کوي چې په یادو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.  د دې فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په همدې هدف د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي څو غوره کسان ترې انتخاب شي.   د دغه سیالیو لومړی پړاو نن پای ته ورسېد چې د ښاغلي فاروقي په وینا ۱۲ نجونې او ۱۲ هلکان ترې غوره شوي دي.   ټاکل شوې چې د اسیا د ۲۱۲۱ کال سیالۍ په هانګ کانګ کې ترسره شي.

ځان ژغورل قام ژغورل دي: ډاکټر ناصر خان

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال مرکه کې ډاکټر ناصر خان زموږ ميلمه دی. نوموړی د اسلام اباد په شفا روغتون کې سپېشلسټ دی. ډاکټر ناصر خان یو له هغو ډاکټرانو څخه دی چې د کورونا وايرس وبايي حالاتو کې یې په روغتون کې پر کوويډ ـ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو درملنه کوله. د پروګرام کوروبه ګل اياز دی.

'د دولت له ادرسه پرته سیمې ته د سیاسیونو سفرونه سولې بهیر ته زیان رسوي'

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو له تېزېدو سره، د سیمې یو شمېر هیوادونو ته د افغان سیاستوالو او دولتي چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.  په تازه ورځو کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني پاکستان او د حزب جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطامحمد نور هند ته تللی دی.  د افغانستان د ولسي جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ د ملي شورا یو پلاوی د څلور ورځني سفر لپاره پاکستان ته تللی دی. ویل کېږي چې دغه سفر د پاکستان د رسمي بلنې له مخې شوی او دبحث اصلي موضوع به یې د افغانستان سوله وي. سربېره پر... Читать дальше...

د افغان امنیتي ادارو سرپرستانو ته د ولسي جرګې د مرستیال خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد مېرزا کټوازی وايي، هېواد کې اوسنی امنیتي وضعیت او امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله ولسي جرګې ته د منلو نه ده. د افغانستان ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، د امنیتي بنسټونو مسوولین یې د ناامنیو او افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د ډېرېدو په اړه خپل کور ته ورغوښتي وو. محمد مېرزا کټوازي نن ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو لوړ شمېر افغانان اندېښمن کړې نو همدې لپاره یې د درېیو امنیتي بنسټونو له سرپرستانو سره خبرې کړې دي. ښاغلي کټوازي ګوتڅنډه کړې،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Высоцкий

Владимир Высоцкий — «Диалог у телевизора»





Персональные новости
Сергей Собянин

Собянин: Более 600 школ и детсадов построили в Москве с 2011 года





د کرويشيا پوليسو افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي وهلي

Mashaalradio.com 

د بوسنیا په میرال کېمپ کې د صحت مرکز ته د پاکستان او افغانستان داسې ګڼ کډوال ورغلي دي چې وایي هغوی د بوسنیا نه کروییشیا ته د اوړېدو پر وخت وهل شوي دي. په دغو کې د ګڼو پناه غوښتونکیو پر بدنونو د وهلو نخښې شته. په بوسنیا کې چارواکو ویلي، هغوی په دې اړه مالومات کوي او ژوبل کډوال یې په میرال کې د صحت مرکز ته لیږلي او هلته یې درملنه روانه ده. روانه اونۍ ګڼ پاکستاني او افغان پناه غوښتونکي د بوسنیا د پولیسو یو سیمییز مرکز مخې ته ټول شول او د کروییشیا د پولیسو پرضد یې شعارونه ورکړل، هغوی وایي د کروییشیا پولیسو وهلي او ناوړه چلند یې ورسره کړی. Читать дальше...

ولې د ځوانانو فکري اختلافونه تر دښمنۍ رسېږي؟

Pa.azadiradio.com 

لیدلي او اورېدلي به مو وي چې ځوانانو ډېر کله د فکري اختلافونو له وجې یو بل توهین کړي، وهلي او حتی وژلي دي. د دې اوونۍ په خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو چې ولې ځوانان د فکري اختلافونو په خاطر د یو بل پښې وهي؟ او څنګه فکري مخالفتونه په مثبت ډول پالل کېدای شي؟ «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

د غزني چارواکي: ماین چاونې ۹ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت چارواکي وايي، د ماین چاونې د څلورو ښځو په ګډون ۸ ملکیان او یو پولیس وژلي دي.   د والي ویاند وايي، چاودنه نن سهار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده.   واحد الله جمعه زاده ازادۍ راډیو ته وویل: "په ساحه کې د ملکیانو یو ټونس ډوله موټر هم رسېدلی چې ماین چاودلی، له بده مرغمه زموږ ۸ تنه ملکي هېوادوال چې ۴ تنه یې ښځې دي، شهیدان شوي دي، له بده مرغه یو پولیس هم شهید شوی او  ۳ تنه نور یې ټپیان دي." د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت هم ویلي، چې روغتون ته د ۹ کسانو مړي وروړل شوي دي. Читать дальше...

د پولنډ ولسمشر په کرونا ویروس اخته شو

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ د ولسمشر د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ ټېسټ مثبت ختلی دی.   د اندري دودا ویاند بلازي سپيچالسکي نن په ټویټر کې لیکلي، چې د ولسمشر معاینه پرون مثبته وختله، چې اوس د بهترۍ احساس کوي او ځان یې له نورو منزوي کړی دی.   په پولنډ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې زیاتې شوي او په نتیجه کې یې تر ۴۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

ټرمپ: سوډان او اسراییل د اړیکو پر عادي کولو موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

سوډان او اسراییل په خپلو کې د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.  د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې دا موافقه د واشنګټن په منځګړیتوب شوې ده.  ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده.  څو اوونۍ مخکې بحرین او متحده عرب اماراتو هم له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.    فلسطین د دې اقدام سخت مخالفت ښوولی دی.

د وکیلانو کاربندۍ خلک پرېشانه کړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو صوبايي تنظیم د اکتوبر له ۱۷مې نېټې راهېسې په کاربندېز لاس پورې کړی. دا احتجاج او کاربندېز د حکومت لخوا په دیواني قانون کې د بدلون راوستلو په غبرګون پیل شوی. بل پلو، ولسي خلک چې بېلابېلو کیسونو کې یې په عدالت کې تاریخونه دي، وايي، د کاربندېز له وجې هغوی د ستونزو سره مخ دي. په دې اړه له پېښوره شبیرجان وېډیو رابور لري.

Спорт в России и мире
Москва

Парашютный Фестиваль «Небофест 2024» состоится 26 мая в Нижнем Новгороде


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Елена Рыбакина поднялась в мировом рейтинге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о результатах мероприятий по защите экологии 





Путин в России и мире
Москва

Тема дня: Путин поручил выделить средства на развитие космической ядерной энергетики


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко подписал указ по реализации до 2028 года нового проекта с РФ в сфере космоса




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленского выпороли ультиматумом: США жестко ответили на наглость и поучения Киева


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Певица

Певица Натали Орли: как научиться правильно дышать



Москва

Ливни, барическая пила, магнитные бури и холод: назвали самый холодный день апреля

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net