په بلاروس کې پولیسو داسې مهال ۱۰ تنه نیولي چې نن یکشنبه هلته د سیاسي زندانیانو په ملاتړ مظاهره وشوه.
هلته له اتو اوونیو راهیسې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه دوام لري او مظاهرهچیان د ده استعفا غواړي.
معمولاً د یکشنبې په ورځو ګڼ خلک مظاهرو کې برخه اخلي.
د تېرې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو مظاهره کې شااوخوا یو لک کسانو ګډون کړی و چې له دې ډلې ۳۵۰ تنه د پولیسو لهخوا ونیول شول.
د مظاهرو له پيله تر اوسه یو شمېر کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان او څه باندې ۱۰ زره نیول شوي دي.
د لوکاشینکا... Читать дальше...
له ګڼو اپوزیشن ګوندونو جوړ، د پاکستان جمهوري تحريک د حکومت سرسخته مخالف، مولانا فضل الرحمن د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.
د پاکستاني وزیراعظم د سياسي چارو سلاکار ډاکټر شهباز ګیل د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ پر رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د غدارۍ تور پورې کړی دی.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د پلچرخي زندان د اعتصاب کوونکو غوښتنې به د لوړپوړو چارواکو په ګډون د عدلي او قضايي ځانګړې کمېټې په یوې ناسته کې وارزول شي.
دغه اداره وايي، د اعتصاب کوونکو زندانیانو ځینې غوښتنې د دوی له صلاحیته پورته دي او ولسمشرۍ ماڼۍ تهیې راجع کړې دي.
د یادې ادارې ویاند فرهاد بایاني د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۳» ازادي رادیو ته وویل، ناسته به د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د عدلي او قضايي ارګانونو له مسؤلینو سره جوړه شي.
ښاغلی بایاني زیاتوي: "ټاکل... Читать дальше...
د قطر په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه په کابل کې د يو شمېر نجونو غوښتنې څه دي؟
شفيع کريمي يې په اړه له يو شمېر نجونو سره خبرې کړي.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په لانجمنه نګورنو قرهباغ سیمه کې د جګړې په دوام نن دواړو خواوو پر یو بل د توغندیو ډزې وکړې.
د جنوبي قفقاز د دې دوو هېوادونو ترمنځ جګړې یوه اوونۍ مخکې پیل شوه.
اذربایجان وايي چې د دې هېواد پر لوېدیځ ښار ګنجه توغندي ویشتل شوي او د ارمنستان دفاع وزارت ویلي چې اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قرهباغ کې پر ملکي اهدافو د توغندیو ډزې کوي.
د اذربایجان دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل ارمني ځواکونو د دې هېواد پر دوهم لوی ښار ګنجه چې څه باندې ۳۳۰ زره وګړي لري برید کړی. Читать дальше...
د هندوستان د غوره لیګ (IPL) سیالیو مسؤلان وايي دوی د اداري فساد د هڅې پر ادعاوو پلټنې پیل کړې دي.
د دغه لیګ د سږنیو سیالیو د یوه لوبغاړي تر راپور ورکولو وروسته د اداري فساد د هڅې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د روېټرز اژانس په حواله، د هندوستان د کرکټ بورډ د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د برخې مشر اجیت سېنګهـ بې له دې چې د اداري فساد د عامل او د لوبغاړي د هویت په اړه جزئیات ورکړي، په یوه لیکلي پیغام کې وویل: "د هند د غوره لیګ دغه لوبغاړي راپور ورکړی چې تماس ورسره نیول شوی و، څو اداري فساد وکړي،... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ننګرهار د غنيخېلو ولسوالۍ پرونی برید جنګي جنایت بولي.
د دغه کمېسیون د نشراتو مسؤل ذبیحالله فرهنګ وایي، د دغه ډول بریدونو د درېدو او د افغانانو د بشري حقونو د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمښت اړین دی.
ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "دا د بشرپالنې د نړیوالو حقونو د اصولو خلاف دی، جنګي جرم دی، موږ له طالبانو او له حکومت نه غواړو چې دوی د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره باید اساسي ګامونه پورته کړي."
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې نن د پېښې درې ټپيانو ساه ورکړې... Читать дальше...
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اکتوبر پر څلورمه سهار مهال په دوو بېلا بېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.
اروزګان کې دا مهال ګڼ شمېر خصوصي او نړیوالې رسنۍ فعالې دي چې د دې ځای د خلکو پر ژوند یې اغېز کړی دی.
دغلته د اطلاعاتو فرهنګ ریاست چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې په ترینکوټ کې د خصوصي رسنیو وده بې سارې ده.
په دې اړه نور تفصیل له ترینکوټ څخه شریف الله شرافت ورکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
په افغانستان کې د موټر بم حملو، بمي چاودونو او له امله يې د تلفاتو زیاتېدو تازه اندېښنې راپیدا کړي دي.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ چې د غني خېلو په بازار کې موقعیت لري د تېرې ورځې د موټر بم حملې د وژل شویو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.
د دې ولایت سیمهییزو چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې په دې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او څلویښت نور ټپيان دي خو تازه راپورونه وايي، چې په روغتون کې د ټپيانو له ډلې د یو ماشوم په ګډون درې نورو کسانو ساه ورکړې ده.
ولایتي مسؤلینو ویلي چې د تېرې ورځې په پېښه کې ډېری ټپيان يې ماشومان دي. Читать дальше...
هندي رسني وايي، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس به هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو د افغان د سولې په برخه کې د هر اړخیزې مرستې غوښتنه وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان څخه له راستنېدو ۶ ورځې وروسته، د اکټوبر په شپږمه نېټه هندوستان ته ځي.
انډیا ټوډې ورځپاڼه لیکي، ښاغلی عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري او د افغانستان د سولې په برخه کې به د هند هر اړخیزه مرسته وغواړي.
که څه هم پاکستان او هند په سیمه کې دوه سرسخته مخالفان بلل... Читать дальше...
د اذربایجان دفاع وزارت وایي، د ارمنستان د تازه توغندیزو بریدونو پر وړاندې یې ځوابي اقدامات کړي دي.
دا وروسته تر دې چې د دغه وزارت په وینا، ارمنستان د اذربایجان پر ګنجه، ترتر او ګوردیز ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.
اذربایجان نه دي ویلي چې ځوابي اقدامات یې څه دي، خو سیمه کې د فرانس پریس اژانس خبریالانو ویلي، نن سهار د نګورنو قره باغ اصلي ښار سټپاناکیرت چاودنو لړزولی دی.
د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، د اذربایجان ځواکونه په سټپاناکیرت کې ملکي اهداف په توغندیو ولي.
د دواړو دغو هېوادونو ترمنځ... Читать дальше...
په قرغزستان کې نن پارلماني ټاکنې ترسره کېږي او خلک رایو اچونې ته راوتلي دي.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې پر روسیې تور پورې شوی چې د منځني اسیا خپل دې نږدې متحد هېواد کې یې د نفوذ لپاره رایې اخیستې دي.
د رایو مرکزونه په ځایي وخت سهار اته بجې پیل او د ماښام تر ۸ بجو به پرانیستي وي.
دغه هېواد کې درې نیم میلیونه رایه ورکونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د شپاړس سیاسي ډلو کاندیدان د ۱۲۰ څوکیو د ګټلو لپاره د سیالۍ ډګر ته راوتلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي اوس ډیر ښه محسوسوي او هیله لري چې ډیر زر به د نومبر درېیمې نېټې ولسمشریزو انتخاباتو کمپیاین ته بېرته ستون شي.
په مصر کې هغه تابوتونه او مومیايي شوي جسدونه نندارې ته وړاندې شوي چې د لرغونپوهانو په نظر ۲۵ پېړۍ مخکې خښ شوي دي.
دا لرغوني آثار د مصر پخوانۍ پلازمېنې میمفیس ته نږدې په یو لرغونې هدیره کې موندل شوې دي.
مصري چارواکي، دا موندنې په سیمه کې د لویو کشفیاتو پیل ګڼي او وايي چې په دې سیمه کې ځینې نوې موندنې هم کېدونکې دي.
مصري لرغونپوهانو د پلازمېنې قاهرې د سویل په هدیرو کې هغه ۵۹ لرغوني تابوتونه او مومیايي شوي مړي نندارې ته وړاندې کړي دي چې ګومان کېږي د کاهنانو یا مذهبي مشرانو به وي.
د مصر د... Читать дальше...
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله ۷۳ سلنه افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د بې وزلۍ کچه هم ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.
د 'یو این ډي پي' په تازه راپور کې راغلي، چې په دغه هېواد کې د کویډ۱۹ وبا له امله د اوښتي اقتصادي زیان د جبران لپاره اړتیا ده، چې له فساد سره قوي مبازره وشي، مالیات لوړ شي او صادارتو ته زیات پام وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، کویډ۱۹ ناروغۍ د سیمې په کچه د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی او د دغه هېواد اقتصادي وده یې سخته ځپلې ده. Читать дальше...
په اروپا کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې اوج ته رسېدلي دي.
په وروستیو ورځو کې په ګڼو هېوادونو کې په ورځني ډول د ریکارډ تر سطحې کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.
اروپايي ټولنې او بریتانیا د ورځې په اوسط ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو نږدې ۴۸۰۰۰ پېښې هم ثبت کړې دي.
دا په اپرېل میاشت کې چې د ویروس خپرېدل په اوج کې و او د دې لویې وچې په زیاتو برخو کې کاربند نافذ شوی و، ټولو لوړ شمېر دی.
او له دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شپږلکه شپږزره شپږ سوه ۲۵ ته ورسېدې. Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم مېلمه کړی وو. دی له تېرو شاوخوا درو کلونو راهيسې به کابل کې اوسي. عالم وايي، د ژوند ډېرې لوړې ژورې یې ليدلي او غواړي خپلې خاطرې په يوه کتاب کې چاپ او پښتنو ته وړاندې کړي.د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په ننګرهار کې د پروني خونړي برید له کبله د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.
دغه برید چې غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر بم په وسیله وشو، ۴۱ ملکیان ټپيان کړل او شاوخوا کورونه، ودانۍ او موټر یې هم زیانمن کړل.
د پېښې یوه عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه ورته بې سارې وه.
هغه زیاته کړه: "داسې زبونه چاودنه وه چې ټولس ولس او افغانان یې ودردول، ډېر واړه ماشومان او ښځې په کې شهیدانې شوې، زما تره هم شدید زخمي دی، زما درویشت کاله عمر دی، ژوند کې مې داسې حادثه نه ده لیدلې"
ولسمشرۍ... Читать дальше...
په خوست کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۲مو صنفونو څخه فارغو شویو زده کوونکیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کانکور د ازموینو لپاره دې ورته د ځانګړو کورسونو زمینه برابره کړي. د هغوی وینا وه چې د کانکور ازموینې کال په کال سختېږي او زده کوونکي اړ دي چې ښوونیز پروګرامونه وڅاري او ځانونه امتحان ته اماده کړي.
د هلمند والي وايي، د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر او ۳۱ نورو لوېدیځو سیمو ته کمکي ځواکونه لېږل شوي دي.
له سیمې څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې لښکرګاه ته نږدې په چاه انجیر او یو شمېر نورو سیمو بریدونه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د سیمې خلک له سخت کړاو سره مخامخ شوي دي.
د هلمند والي محمد یاسین وايي چې افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د نادعلي په چاه انجير او ۳۱ لوېدیځو سيمو کې د طالبانو د بريدونو په ځواب کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار دوه دولتي کارکوونکي د نا معلومو وسلهوالو په ډزو کې ووژل شول.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د کابل د ۱۶مې حوزې اړوند په بګرامیو ولسوالۍ کې شوې ده.
خو په خبرپاڼه کې، دا جزئیات نهدي ورکړل شوي چې دا دولتي کسان د کوم بنسټ کارکوونکي وو.
د یو بل خبر له مخې، نن سهار په کابل کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په غړي او ویاند حمدالله ارباب هم ماین چاودنه شوې چې موټر چلوونکی يې ټپي، خو خپله ارباب ترې روغ وتلی دی.
دا ماین چاودنه... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ننګرهار خونړي برید او د سولې د خبرو اترو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ننګرهار د غنيخېلو ولسوالۍ د وروستي خونړي برید په اړه لیکلی چې په یوه موټربم برید کې شااوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
ورځپاڼې د سولې خبرو په درشل کې دا برید د خبرو خلاف کار بللی او لیکلي چې دا پېښه په واضیح ډول د سولې د خبرو د تخریب هڅه ده.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا برید چې هر چا کړی، له شک پرته چې یوه موخه... Читать дальше...
مصر ۵۹ لرغوني تابوتونه څرګند کړل چې د قاهرې د سویل په یوه لوی قبر کې موندل شوي دي.
د مصر لرغونپوهانو پرون (شنبه) دا تابوتونه، چې د کاهنانو یا مذهبي پېشوایانو مومیايي شوي جسدونه په کې وو، وښودل، او ویې ویل چې هغوی دوه نیم زره کاله پخوا په دې ځای کې خښ شوي وو.
د مصر د سیاحت او عتیقه اثارو وزیر خالد عناني، د دغو اثارو کشف د ډېرو نورو لرغونو اثارو د موندل کېدو پیل وباله.
Спорт в России и мире
Москва
Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Собянин: Основные работы по созданию парка «Яуза» завершатся в 2024 году
Путин в России и мире
Москва
Алиев: доволен развитием отношений Азербайджана и России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Губернатор Поморья встретился с президентом Беларуси Александром Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В МИД РФ рассказали, как США отвлекли внимание от нового транша Киеву
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Валерий Гергиев
Валерий Гергиев – о Псковщине ее творцах: Псковичи должны гордится, что такой гениальный музыкант родился здесь
Москва
МИД Венгрии назвал бесполезным 14-й пакет санкций ЕС против России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net