د ننګرهار مېرمنو د اوربند غوښتنه وکړه
د افغانستان د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست کې په سلګونو ښځو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د اوسني جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست کې په سلګونو ښځو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د اوسني جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړی دی.
په پاکستان کې واکمن تحریک انصاف ګوند د اپوزيشن ګوندونو له ايتلاف پاکستان جمهوري تحریک سره د هر ډول مذاکراتو امکان رد کړی دی.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، دې وخت کې یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دا انتخابات به په دوحه کې د افغانستان د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟ جمهوريپال ډونالد ټرمپ او ډیموکرات جوبایډن د نومبر درېیمې انتخاباتو کې سره سیالي کوي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تازه په نوې ډېلي کې ازادي راډیو سره یوې مرکه کې د افغانستان پر سولې د دغو ټاکنو د اغېز په اړه وویل: "د امریکا انتخابات پر ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېز لري، خو د افغانستان د سیاست... Читать дальше...
د پکتيا سرپرست امنیه قوماندان وايي، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. لطفالله کامران ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسلهوالو طالبانو برايي د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې له هوايي او ځوابي بریدونو سره مخامخ شول. ښاغلی کامران وايي: "د پټان ولسوالۍ د مقبل درې پر امنیتي پوستو یې ډلهییزې حملې وکړې، د ملي امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون او دفاع سره مخامخ شول چې په نتیجه کې ۱۳ نفره ووژل شول او دوه نفرهیې شدید ټپیان وو." وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي. Читать дальше...
د هلمند د والي دفتر وايي له طالبانو د مرکز لښکرګاه د څلورمې حوزې د بېرته نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي. د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د باباجي له ځینو پوستو تاکتیکي شاتګ کړی دی. ښاغلی ځواک زیاتوي: "په سیمه کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې مېشتې دي، د دې لپاره چې هلته ولس ته تلفات او زیان وانهوړي پوستو تاکتیکي شاتګ کړی دی. هدف دا دی چې د بېرته نیولو هڅې یې روانې دي." تر دې مخکې د هلمند چارواکو له تېرې شپې په باباجي او ورڅېرمه سیمو کې د وسلهوالو جګړو له کبله ۲۳ وسلهوالو طالبانو ته د مرګژوبلې اوښتو خبره کړې وه.
په افغانستان کې زرګونه ښځو له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې ژر دې اوربند وکړي. دوی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۰» د لویې جرګې خېمه کې «له ولسمشریز نظام نه د ښځو ملاتړ» په نوم غونډه کې غوښتنه وکړه چې باید د سولې په بهیر کې شاملې وي. د دغې غونډې ګډنوالو په نهه مادهییز پرېکړهلیک کې د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو، اساسي قانون، د هېواد د اتباعو او په تېره د ښځو د مدني حقونو په خوندیتوب، د جګړو په ختمولو کې د دیني عالمانو او د سولې په ټینګښت کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول ټینګار شوی دی. خو د پرېکړهلیک لومړۍ مادهیې پر اوربند ټینګار کوي. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هغه ۱۰ افغان ماشومانو د برخلیک په اړه چې د قانوني اسنادو د نهدرلودلو په تور له یوې دینې مدرسې نیول شوي، په اسلاماباد کې افغان سفارت له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، پېښور پولیسو ویلي ۱۰ افغان ماشومان چې پاکستان تهيې غیر قانونی سفر کړی د اکوړه خټک له یوې دیني مدرسې نیولي دي. د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان کډوالو زدهکړه کومه نوې خبره نهده، خو دا ښايي نوې وي چې یو شمېر افغان ماشومان د قانوني اسنادو د نهلرلو... Читать дальше...
د بشري حقونو لپاره کارکوونکي وکيل، شبير حسین ګګياڼي د حراستي مرکزونو په اړه په پېښور هایکورټکې درخواست جمع کړی دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بکارت پردې د معاینې قانون په لوړه کچه د حکومتي بنسټونو لهخوا نقض شوی دی. د دې کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحې وايي، د دوی موندنې ښيي د کوم شمېر ښځو سره چې دوی مرکې کړي او د بکارت پردې معاینهیې شوې په ۹۲ سلنه کې دا معاینه د محکمې د حکم او د زیانمن کس له خوښې پرته شوې ده. دغه کمېسیون په خپل تازه راپور کې چې له ۱۲۹ بندي او امن خونو کې مېشتو ښځو سرهیې په ۱۳ ولایتونو کې مرکې کړي، موندلې چې د ښځو د بکارت پردې ازمایښت چې د محکمې حکم او د زیانمن... Читать дальше...
خانم جانه نوري هغه ښوونکې چې د خوست لسګونه نجونو تهیې د زدهکړو زمینه برابره کړې وايي چې ۱۸ کاله وړاندې يې په لومړي ځل په خپل کور کې ۸۰ نجونو ته زدهکړې پیل کړې وې، خو اوسیې د ښوونځي زدهکوونکې څو برابره دي. احسان ارینیې په اړه دا راپور چمتو کړی.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په منځګړیتوب په نګورنو قرهباغ کې اوربند له پرونیو نښتو وروسته اوس تر ګواښ لاندې دی. باکو او ایروان یو بل په دې لانجمنه سیمه کې د جګړې په پیل تورنوي. اذربایجان پر ارمنستان تور ولګاوه چې نن سهار وختي یې د دې هېواد په دوهم لوی ښار ګنجه کې د استوګنې پر کورونو د توغندیو درنې ډزې کړي. د دې هېواد لویې څارنوالۍ وویل چې په دې ډزو د استوګنې یو بلاک لګېدلی دی، پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. د ارمنستان دفاع وزارت دا ادعا بېبنسټه او دروغ بللې ده او پر اذربایجانیې... Читать дальше...
د امریکا د جمهور رئیس د انتخاباتي ډلې ویاند په انتخاباتو کې له ډونالد ټرمپ نه د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ. د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ډلې ویاند تیم مورتو ویلي، دوی په انتخاباتو کې له ټرمپ سره د طالبانو خواخوږي ردوي او دغه ډله باید وپوهېږي چې جمهور رئیس ته د امریکا ګټې مهمې دي او د ساتلو لپارهيې له هرې ممکنه لارې ګټه اخلي. له دې وړاندې «سي بي اېس نیوز» په خپل راپور کې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له قوله ویلي و چې دغه ډله د "امریکا په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ د بریا هیله لري، څو په افغانستان کې د امریکايانو حضور پای ته ورسېږي". Читать дальше...
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي په نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته نهشي تلی او دا خطر شته چې د کرونا ویروس له کبله ۲۰ میلیونه نورې نجونې هم له تعلیمه بېبرخې شي. نن د اکټوبر ۱۱مه د وړو نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده او سږ کال په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې اوس هم د ګڼو ستونزو له کبله د نجونو تعلیم ته کافي پام نهکېږي. ملالې یوسفزۍ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، غواړي په افغانستان او سیمه کې هرې نجلۍ ته د زدهکړو امکان برابر شي. اغلې یوسفزۍ زیاتوي... Читать дальше...
د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته امر وکړ، د هر هغه مجرم په وړاندې وسله وکاروي چې بغاوت کوي. مسعود اندرابي دا سپارښتنه په داسې حال کې ورکړې چې په کابل کې په وروستیو کې ناامني او جنايي پېښې زیاتې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر لهخوا پولیسو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې. ښاغلی ارین زیاتوي: "پولیسو تهیې امر وکړ چې د مجرمانو او د ناامنیو د ټولو عواملو په وړاندې جدي چلند وکړي. د هغو مجرمانو په وړاندې چې بغاوت او یا هم مقاومت کوي وسله وکاروي او د ډزو حق لري او حتی کولای شي ویېځپي. Читать дальше...
په تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي او تمه کېږي چې امام علي رحمان د بلې اووه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي. چارواکي وايي د هغو کسانو له ډلې چې د رایو لپارهیې نومونه لیکلي، ۲۰ فیصدو یې د رأی ورکولو مرکزونو د پرانیستلو په لومړیو درېیو ساعتونو کې رایې ورکړې. اقتدارپلوه امام علي رحمان چې له ۲۸ کلونو راهیسې په واک کې دی، د ولسمشرۍ څلور پرلهپسې دورې ګټلې دي. په تاجکستان کې یو انتخابات هم د غربي څارونکو لهخوا ازاد او عادلانه نهدي بلل شوي.
د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.
په داسې حال کې چې له ګڼو نجونو د زدهکړو حق اخیستل شوی، خو داسې کسان هم شته چې نجونو تهیې د زدهکړو زمینه برابره کړې. د ارزګان ولایت مهتاب محمدي له دغو کسانو یوه ده، مېرمن محمدي څنګه وتوانېده چې په خپل هوډ کې بریالۍ شي؟ د شریفالله شرافت په دې راپور کې یې وګورئ.
په افغانستان کې سږ کال د انګورو حاصلات ۹۸۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په کلني ډول افغانستان له دې درکه ۱۸۸ میلیونه ډالره عاید کوي. نوموړي وویل چې تېر لمریز کال کې د انګورو د حاصلاتو کچه ۸۷۰ زره مټریک ټنو ته رسېده. هرات، پروان، کندهار، کابل، غزني، کاپیسا، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې پهکې د انګورو حاصلات زیات شوي او د دې تولید راټولولو و بستهبندۍ زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت په لومړي ځل د ټولو ګمرکونو ریاستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن "یکشنبه" ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې پروسه شفافه او وړ کسان ورته وګماري. ښاغلی مسجدي زیاتوي: "د مالیې وزارت په تاریخ کې په لومړي ځل د ګمرکاتو ریاستونه ازادې سیالۍ ته سپارل کېږي، مالیې وزارت چې کومه ژمنه کړې پر بنسټیې ټول بستونه که هغه عوایدي وي او یا غیر عوایدي ټول ازادې سیالۍ ته ورکوو څو وړ کسان ورته راشي." د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کابل،کندهار،... Читать дальше...
هر کال د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه په خپل ويډيويي راپور کې د دې ورځ په مناسبت د یو داسې پلار ژوند ته کتنه کړې ده چې پر بېوزلۍ سربېره په خپلې لور لوړې زده کړې کول غواړي.
نن د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ ده. ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د زدهکړو لپاره د مبارزې په خاطر یې د سولې نوبل جایزه ګټلې، له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د نجونو زدهکړې ډېرې مهمې دي او په دې ورځ باید کورنۍ ژمنه وکړي چې په دې لړ کې به کار کوي چې د نجونو ښه ژوند ته زمینه برابره شي. ملالۍ بشير له ملالې یوسفزۍ سره مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتلي چې د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ ولې مهمه ده؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې وروستي هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو پهکې لهمنځه نهده تللې. اکانومیست په دې موضوع اکانومیست خپرونې لیکنه خپره کړې او دا یې هم پهکې ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو په دواړو هېوادونو کې د پولیو د پېښو له ډېرېدو سره مرسته کړې ده. د اکانومیست پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان په اګسټ کې افریقا له پولیو څخه پاکه اعلان کړه. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم تر ۳۰ کاله پخوا پورې درې نیم لکه تنه په نړۍ کې په ګوزڼ اخته کېدل، خو اوس یوازې افغانستان او پاکستان... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل او ولایتونو کې د وسلهوالو غلاوو او سولې په پروسې لېکنه کړې ده. مسیر مسیر ورځپاڼې په کابل ښار کې د غلاوو او وژنو پېښو ته په اشارې لیکلي چې له ارګ او دولتي ودانیو پرته د کابل ښار په هره سیمه کې هره ورځ لسګونه پېښې کېږي او د موبایل، پیسو، موټر او نورو وسایلو غلا اوس عادي شوې ده. د سرمقاله لیکونکي په خبره د کابل ښار دا غلاوې او وژنې بېساري دي او په وینا یې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې داسې نهو شوي چې غله او داړهماران دې دومره زورور وي او په رڼا... Читать дальше...
وروسته له دې چې طالبانو د ډونالد ټرمپ د بیا انتخابېدو ملاتړ وکړ، د ټرمپ د انتخاباتو د کمپاین یوه مسؤل د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې وویل چې دوی د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ د بیا انتخابېدو ملاتړ کوي. مجاهد دغهراز ویلي، کله چې خبر شول چې د ولسمشر ټرمپ کرونا مثبته ده، د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښمن شول، خو اوس ورته داسې ښکاري چې د ټرمپ روغتیا په ښه کېدو ده. د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ارتباطاتو... Читать дальше...
په هند کې د کرونا ویروس پېښې نن (یکشنبه) تر اوو میلیونو واوښتې. د هند د روغتیا وزارت پر اساس، نن په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په دې هېواد کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۷ میلیونه او ۵ زرو ته ورسېد. له دې سره هند له امریکا وروسته په نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري. په امریکا کې د کرونا ۷ میلیونه او ۶۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. خو د هند په اړه ویل کېږي چې ښايي په کرونا ویروس د اخته کسانو حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.