د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ نګورنو قرهباغ کې اوربند تر ګواښ لاندې دی
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په منځګړیتوب په نګورنو قرهباغ کې اوربند له پرونیو نښتو وروسته اوس تر ګواښ لاندې دی.
باکو او ایروان یو بل په دې لانجمنه سیمه کې د جګړې په پیل تورنوي.
اذربایجان پر ارمنستان تور ولګاوه چې نن سهار وختي یې د دې هېواد په دوهم لوی ښار ګنجه کې د استوګنې پر کورونو د توغندیو درنې ډزې کړي.
د دې هېواد لویې څارنوالۍ وویل چې په دې ډزو د استوګنې یو بلاک لګېدلی دی، پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د ارمنستان دفاع وزارت دا ادعا بېبنسټه او دروغ بللې ده او پر اذربایجانیې تور لګولی دی چې د قرهباغ لوی ښار ستیپاناکېرت او نورې ګڼ مېشتې سیمې یې په توغندیو ویشتلې دي.
تېره شپه په دې سیمه کې درنې چاودنې وشوې چې تر سهارهیې دوام وکړ. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې پر اذربایجان له اوریند څخه د سرغړونې تور ولګاوه.
د اوربند له نافذېدو راهیسې د نګورنو قرهباغ په هغه سیمو کې چې اذري او ارمني ځواکونه سره بېلوي او د تماس کرښه بلل کېږي د ډزو راپورونه ورکړل شوي.
دواړه لوري له دوو اوونیو درنو جګړو وروسته اوربند ته چمتو شول. دا موافقه د جمعې په ورځ په مسکو کې د اذربایجان، ارمنستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وشوه. دا د دواړو هېوادو ترمنځ د لانجې د حل لپاره لومړنۍ ډیپلوماتیکه هڅه وه.
په دې غونډه کې پر اوربند سربېره د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتنه وشوه چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو په تبادله او د اوربند د موافقې د نورو بشري اړخونو په عملي کولو کې مرسته وکړي.
د نګورنو قرهباغ پر سر لانجه د ۱۹۹۱ کال په پای کې د شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته رابرسېره شوه.
دا سیمه نړیوالو د اذربایجان د قلمرو د برخې په توګه په رسمیت پېژندلې ده، خو د ۱۹۹۴ کال له اوربند وروسته عملاً د هغو ارمن ټبره ځواکونو په ولکه کې ده چې ایروانیې ملاتړ کوي او په دې توګه د سیمې سلګونه زره اذري اوسېدونکي بېکوره شوي دي.
دا کورني بېځایه شوي کډوال له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې د اذربایجان په پلازمېنه باکو او نورو سیمو کې دېره دي.