123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 28.10.2020

په اروپا کې د کرونا نوی ریکارډ او په امریکا کې نور تلفات

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر تر ۲۲۵ زره واوښت او په اروپا کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو نوې بیسارې شمیرې ثبت شوې دي. یوشمیر هیوادونو بندیزونه سخت کړي او نړیوال روغتیایي سازمان د نورو بیړنیو هلو ځلو غوښتنه کړې ده، نور په دې ویډیو کې وګورئ او دا ویډیو له خپلو دوستانو سره شریکولی شئ

پر ناګورنو-قره باغ د جګړې ختمولو لپاره سفارتي هڅې

Mashaalradio.com 

د اذربایجان او ارمینیا تر منځ د ناګورنو قره باغ پر سر د جګړې د ختمولو لپاره  سفارتي هلې ځلې زیاتې شوي دي. دا تر هغه وروسته ده چې دواړه خواوې پر یو بل د امریکا په منځګرتوب د  شوي اوربند ماتولو تور لګوي.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر دواړو لوریو غږ کړی چې د جګړې سفارتي حللاره پیدا کړي. په عین حال کې د روس ولسمشر ولادمیر پوتین پرون ( د اکتوبر پر ۲۷مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په ټيليفوني خبرو کې د اذربایجان او ارمینیا له مشرتابه سره د خپلو رابطو خبره وکړه. د روس ولسمشر دفتر... Читать дальше...



د مجاهد کاکړ یاد غونډه کې د رسنیو د مسؤلانو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر رسنیو مسؤلانو د افغانستان د پېژندل شوي خبریال مجاهد کاکړ یاد غونډه کې د لاسته راوړنو په ساتنې او د رسنیو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ. دوی د سولې په خبرو کې د محدودیت په وضع کېدو اندېښنه وښوده، خو د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر بیا وایي دغو خبرو کې د بیان پر ازادۍ محدودیت د منلو نه‌دی.

پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو ته کتنه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې په پاکستان کې د ترهګرۍ تازه پېښو ته کتنه کړې. د اکتوبر پر ۲۷مه په پېښور کې په يوه مدرسه کې په چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي. تر دې مخکې د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې بمي چاودنه کې څلور کسان وژل شوی ول. دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې (نيکټا) د اکتوبر پر ۲۲مه په پېښور او کوټه کې د ترهګرۍ پېښو خبرداري ورکړي وو. د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالې علتونه څه دي او مخنيوي يې څنګه ممکن دی؟ دا پوښتنې مو په خپرونه کې څېړلې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د اذربایجان او ارمنستان د شخړې د هواري لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو دوام

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د شخړې د هواري ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دواړه لوري هڅولي چې د اوربند د ماتولو له هڅو وروسته، سیاسي حل لاره پیدا کړي. د امریکا په منځګړیتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه، له ماتې سره مخامخ شوې. په همدې حال کې کرملېن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره پر ټیلیفون د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند پر ټینګښت خبرې کړې دي. په سرحدي سیمه نګورنو قره‌باغ... Читать дальше...

د ایران د پارلمان مشر په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په کرونا ویروس اخته شوی دی. قالیباف نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ځان‌یې قرنطین کړی دی. ده ویلي، د خپل قرنطین له ځای نه به کار ته دوام ورکوي. په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وبا له کبله تر ټولو بد حالت لري. د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۵۸۰ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳ زره مړه شوي دي. ویل کېږي چې په کرونا د اخته شویو او له دې کبله د مړو شویو نارسمي شمېرې به څو برابره زیاتې وي.



امرالله صالح: د ځانمرګو حملو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایت وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو د قربانیانو له کورنیو غوښتي چې د دې بریدونو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایتونه ثبت کړي. ښاغلي صالح په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي، د دې شکایتونو وروسته به د دې ډول بریدونو د طراحانو تصویرونه په عمومي لارو او ځایونو وځړول شي، څو خلک‌یې وپېژني.  د امرالله صالح دغه غوښتنه د قربانیانو د کورنیو له هرکلي سره مخ شوې ده.  مومن موسوي هغه شخص چې په کابل کې یې په یوه ځانمرګي برید کې زوی ووژل شو وايي، چمتو دی چې خپل شکایت ثبت کړي. Читать дальше...

د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري د اتمر او قریشي خبرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې وکړې. حنیف اتمر او شا محمود قریشي د دغو ټیلفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د کونسلي چارو د پياوړتیا پر امکان بحث کړی دی. د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټیلفوني خبرې تېر ماښام وشوې.  هغه زیاته کړه: "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شا محمود قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان وګړو د ویزو د مشکلاتو پر حل... Читать дальше...

په امریکا کې یوه ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې نن یوه ډېره ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي.  د دغې مجسمې ارزښت، چې یوه سویسي هنرمند البیرتو جیوکومیتي جوړه کړې، څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر ښودل شوی.  د مجسمې د اخیستلو لپاره تر پرونه (د اکتوبر تر ۲۷مې) پېرېدونکو فرصت درلود چې خپلې بیې د پلور کمېټې ته وسپاري.  د (ګرانډ فیمي ۱) مجسمه دوه متر او شپږاویا سانتي متره قد لري چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړه شوې ده.  له دې وړاندې د همدغه هنرمند جیوکومیتي له خوا جوړه شوې یوه مجسمه په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۴۱ میلیونه ډالرو خرڅه شوه.

چارواکي: په دهراود کې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې خلک او ولسي استازي وایي چې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي دي.  ځایي اوسېدونکو هلته د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکزي پوستو بریدونه کړي چې لا هم جګړه روانه ده.  په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی بسم الله محمدي، چې خپله د دهراود اوسېدونکی دی، وایي چې طالبان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته نږدې شوي دي.  هغه زیاته کړه: "زما په نظر دوی به له قومندانۍ او ولسوالۍ څخه دوه سوه متره لرې وي، باید پلي کمانډویان د عملیاتو... Читать дальше...

ولې ځینې کورنۍ خپل اولادونه په نیمايي کې له ښوونځي وباسي؟

Pa.azadiradio.com 

ولې ځېنې کورنۍ د بېلابېلو دلایلو له وجې خپل ماشومان په نیمايي کې له ښوونځیو وباسي؟ د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ایا داسې کسان مو لیدلي چې خپل اولادونه په نیمايي کې له ښوونځي وباسي؟ د ماشومانو د زدکړو مخنیوی کومې ټولنیزی ستونزې رامنځته کوي؟ څنګه خپل اولادونه د زدکړو دوام ته وهڅوو؟ نن همدا موضوع څېړو چې د راپور تر څنګ د عامو خلکو نظرونه او د ټولنپوه سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې او د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

راپور: اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي

Pa.azadiradio.com 

یو نوی راپور چې ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې خپور کړی ښيي چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي.   ډیلي مېل لیکلي، اسټرالیايي ځواکونو په یو شمېر سیمو کې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او ان له ځینو کسانو یې سرونه پرې کړې دي.   ورځپاڼې لیکلي، د اسټرالیا ځانګړیو ځواکونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې  ملکي وګړي او ان ځینې بندیان په مرمیو ويشتي او له ځینو یې مرۍ پرې کړي دي.   دا راپور د اسټرالیا د دفاع وزارت د چارواکو له‌خوا چمتو شوی او په کې... Читать дальше...

د جوړجاړي کړکۍ تل نه وي وازې: خلیلزاد

Mashaalradio.com 

زلمي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر کې ولیکل، د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي. هغه غوښتنه کړې، چې روانه وینه تویېدنه باید بنده شي.

د کندز مسګران: لرغونی مسګري صنعت مخ په ورکېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ښار کې مسګران وايي،  په دې ولایت کې دا لرغونی صنعت مخ په ورکېدو دی. په دې ولایت کې د مسګرۍ یا مسي لوښو د جوړولو کاروبار دلته اوږده مخینه لري، خو د دې ولایت یو مسګر غلام حسین په وینا له هغې ورځې  چې ښيښه يي، پلاستیکي او فلزي لوښي عام شوي، د مسي لوښو بازار کم شوی او ورسره دلته د مسګرۍ صنعت هم په ختمېدو دی. غلام حسین وايي، د مسګرۍ په کار کې ورته پخوانۍ ګټه او خوند نه  شته، خو دا چې دا کسب ورته له پلار نېکه په میراث پاتې دی نو ځکه دوام ورکوي. خو خلک ولې مسي لوښې نه اخلي؟ د امام صاحب د... Читать дальше...

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پانګونې اسانتیا لپاره د قانوني اسانتیاوو د چمتو کولو تر څنګ د غیرقانوني استخراج د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس د مرکز په جوړولو کار روان دی. د دې وزارت ویاند ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل،چې وزارت په دې اړه د جیم سټون کمپنۍ له استازو سره خبرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي. د جیم سټون کمپنۍ یوه بلجیمي کمپني ده چې کابل ته به راځي او د قیمتي او نیمه ‌قیمتي ډبرو د پانګوونې په برخه کې به کار وکړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Шарлот

Суд продлил арест певца Шарлота до 29 мая





Персональные новости
Герман Греф

Герман Греф сообщил о масштабной модернизации аэропорта с участием правительства





په کندهار کې د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي.  د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د زعفرانو دغه لس نمایشي قطعې به په لس جریبه کرنیزه ځمکه کې جوړېږي چې په هر جریب ځمکه کې ۵۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز کرل کېږي.  نوموړی وايي، که په کندهار کې د زعفرانو کښت ښه پایله ورکړي نو دا به د دې سیمې د بزګرانو په اقتصادي پیاوړتیا کې مثبت رول ولري.  د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، سږکال په افغانستان کې د زعفرانو په کښت کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی.  دغه وزارت وړاندوینه کوي چې... Читать дальше...

فراه کې یوې پېغلې د ورونو د وژنې پر غم ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

فراه کې چارواکي وایي، یوې پېغلې د دوو ورونو د وژنې پر غم ځان وژنه کړې ده.  د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د دغې نجلۍ دوه ورونه چې د ملي اردو په لیکو کې یې فعالیت کاوه،  وروستیو کې د طالبانو له خوا ووژل شول.  محب وایي، دغه نجلۍ بې سرپرسته پاتې وه او د ښار اړوند اسحاقزیو سیمه کې یې ځان وژلی دی.   تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغې نجلۍ پر ځان وژنې تبصره نه ده کړې.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړه کچه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوامداره لوړه کچه اندېښنه ښودلې ده.  دې شورا پرون د افغانستان پر امنیتي وضعې په تېره بیا د ملکیانو په مرګژوبله باندې یوه اعلامیه خپره کړې ده.   په اعلامیه کې د یادې شورا د دوره يي مشر واسیلي نابینزیا په حواله راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید جدي هڅې وشي.  د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې د کابل په یوه ښوونیز مرکز د څو ورځې مخکې ترهګریز برید غندلی او ویلي یې دي چې په عمدي ډول د ماشومانو او تعلیمي موسسو په نښه کول د نفرت وړ عمل دی او باید وغندل شي. Читать дальше...

د پروان چارواکي: هوفیانو کې د یوه سړي مړی پيدا شوی

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دوی د یوه سړي مړی پيدا کړی دی.  د امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل معلومه نه ده چې دا کس څنګه او د چا له خوا وژل شوی خو مړی یې نن سهار د هوفیانو د سړک په سیمه کې پیدا شوی.  پروان پرون هم د یوې امنیتي پېښې شاهد و.  د جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیر ښاغلي هاشمي په خبره په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې په سر وسله واله نښته شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ګوړې اچار؛ اوس حکومت له غلو ځان ساتي

Pa.azadiradio.com 

پخوا به غله له حکومت نه پټ ګرځېدل، خو اوس حکومت له غلو ځان ساتي! د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې به لومړی، له دې خبر شئ، چې اوس ګردي مېزونه څه ډول مخ ته بیول کېږي؟ بیا مو په یوه دفتر کې، د شکایاتونو د صندوق له ایښودلو خبروو. او په پای کې مو د هغه بندي له حاله خبرو، چې له خلاصېدو وروسته هم کورته نه ځي! جوړوونکی : محمدعارف ( ننګیار ) د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

مسیر: د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.     مسیر مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ ته په اشارې پوښتنه کړې چې د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟   وړاندې راغلي، واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.   لېکوال لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره تړون کوي، نو بیا خو یې په کور دننه جګړه د توجیه وړ نه ده او د جګړې مشروعیت نه شته. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Кутушов

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье



Москва

Певец Киркоров потратил 200 млн рублей на ремонт с золотыми унитазами

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net