په ترکي او يونان کې د اکتوبر پر ۳۰مه شوې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي او سلګونه نور د پرېوتو ودانیو لاندې او سېلاب کې ژوبل شوي دي.
زلزلې د ترکي د اژه سمندر ساحل او د يونان ساموس ټاپو ځپلي دي.
د ترکي چارواکي وايي، د هېواد دريم لوی ښار ازمير چې نږدې ۳۰ لکه ابادي لري، پکې ۱۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰۰ ژوبل دي. تر دې وړاندې چارواکو ویلي ول چې زلزلې د اژه سمندر په ساحل کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل دي.
دغې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي. Читать дальше...
د خوست اوسېدونکی جهانزېب جوهر طنزيه شاعر دی. هغه وايي د ټولنې د اصلاح او خوشاله ساتلو په خاطر له ۱۸ کلونو راهيسې طنزيه شعرونه ليکي او په بېلابېلو پروګرامونو کې يې خلکو ته اوروي. د امریکا غږ اشنا راډیو د خبریال ابراهیم رحیمي ویډیو.
د امریکا متحده ایالتونه وايي، دوه ایرانۍ کښتۍ یې چې د دې هېواد د سپاه پاسداران قدس ځواک څو ډوله توغندي یې یمن ته لېږدول نیولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو همدارنګه اعلان کړی چې هغه تېل یې هم پلورلي چې د اګست میاشت کې یې وینزویلا ته روانې یوې ایرانۍ کښتۍ کې ضبط کړي وو.
د امریکا د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا دوه کښتیو د ۲۰۱۹ م کال په نومبر کې او د ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ کې دوه بې بیرغه کښتۍ په عرب سمندرګي کې ودرولې او له دواړو کښتیو یې بېلابېل توغندي ترلاسه کړل.
امریکايي چارواکي... Читать дальше...
په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې له کبله شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي.
د دې ادارې چارواکي وايي دا کورنۍ د کندهار ښار ته کډه شوي او په ناوړه وضیعت کې دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، په ارغنداب ولسوالۍ د سه شنبې په شپه د طالبانو له برید وروسته ولسوالۍ ته نږدې پراته ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.
د کندهار د کډوالو د چارو ریاست وايي، د دې کورنیو سروې یې پیل کړي او ښايي په نږدې وخت کې ورته مرستې ورسوي.
دا اداره وايي... Читать дальше...
د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکو د فرانسې د جمهور رئیس د هغه څرګندونو په خلاف چې دوی يې د اسلام د ستر پیغمبر سپکاوی ګڼي په غبرګون نن په کابل ښار کې مظاهره وکړه.
دلته د کابل ښار په مرکزي برخه کې یو شمېر کسان چې ښايي شمېر يې له دوه زرو ډېر وي د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون او د اروپايي اتحادې پرضد شعارونه ورکوي.
دوی د فرانسي ولسمشر اسلام ته په سپکاوي تورنوي.
دوی غوښتنه کوي چې باید ژر تر ژره د اسلام ستر پیغمبر محمد ته د منسوب کاریکاتور خپرېدل بند شي او ښاغلی مکرون باید له مسلمانانو بخښنه وغواړي. Читать дальше...
د دې اوونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د ځوانانو پر ستونزو غږېدلي یو. له موږ سره مېلمانه په قامي اسمبلۍ کې د هنګو استازی او د واکمن تحریک انصاف سیاستوال خان زمان اورکزی او د هنګو د ځوانانو په استازیتوب دوه مدني فعالان لکه پښتنه اورکزۍ او مصطفا بنګښ دي. دا ځوانان وايي، د هنګو ابادي شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ ده خو یوازې ۲۶۲ سکولونه لري چې پکې تر ۲۰۰ زیات ابتدايي ښوونځي دي. د دوی په خبره، همدا لامل دی چې ډېری ماشومان تر پېنځم وروسته زده کړې نه کوي. بحث د غږ په ځای کې واورئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پخوانيو لوړپوړو چارواکو د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې دوسیه لویې څارندوالې ته تللې ده.
د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د عامې روغتیا وزارت د پخوانیو چارواکو دوسیې د څېړلو لپاره یو هئيت ټاکل شوی.
د دې ادارې ویاند جمشید رسولي ازادي راډيو ته وویل د دې دوسې د څېړنو چارې په چټکۍ سره دوام لري.
ښاغلي روسولي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت په اړه هغه کومه قضیه چې موږ ته رالیږل شوي په اړه یې څېړنې روانې دي، د دې ترڅنګ چې د لوې څارنوالۍ اړوند برخې په... Читать дальше...
د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې د اکتوبر پر ۳۰مه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱،۷۸ پېښې ثبت شوي او ۲۰ کسان ناروغۍ وژلي دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه وايي، د هندي پايلټ ابي نندن په اړه بیان بازي د دښمنانو بیانيې ته تقويت ورکوي.
د اکتوبر پر ۲۹مه په يوه خبري غوڼډه کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار وويل چې حکومت د امن په موخه هندی پايلټ ابي نندن هند ته حواله کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان مسلم ليګ يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر ایاز صادق په قامي اسمبلۍ کې په خپلو څرګندونو کې ويلي ول چې پاکستان ځکه ابي نندن خوشې کړی وو چې د هند له خوا پر پاکستان د حملو... Читать дальше...
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن وويل چې له حکومت سره هېڅ ډول مذاکرات نه شي کېدای او تحریک به یې د عمران خان تر استعفا او د نویو انتخاباتو تر اعلانه روان وي.
دا په داسې حال کې ده چې له اذربایجانه د جلا شوې سیمې پر سر د لسیزو اوږده لانجه کې د تشدد پر مهال د وژل شویو شمېر زیات شوی دی.
د امریکا په متحده ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د یو نوي زره (۹۱۰۰۰) کسانو د اخته کېدو بېساری شمېر ثبت شو.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې پرون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸ میلیونو او ۹ لکو ته ورسېد او په دې ویروس د مړو شمېر تر ۲ لکو او ۲۸زرو اوښتی دی.
د امریکا د براون پوهنتون د عامې روغتیا مشر ډاکټر اشیش جها رویټرز اژانس ته وویل: "اوس په امریکا کې وضعیت ډېر ناوړه دی."
د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس بیا خپرېدو د دې لویې وچې ګڼ هېوادونه د محدودیتونو سختولو ته اړ کړي دي. Читать дальше...
بریتانیا مېل
د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هرات په مرکزي محبس کې د بندیانو د شخړې په اړه لیکنه خپره کړې.
ورځپاڼې د دغه زندان عکس چاپ کړی او لیکلي یې دي چې د افغانستان په دغه لوېدیځ ولایت کې، چې له ایران او ترکمنستان سره په پوله کې دی، دوه نیم زره بندیان ساتل کېږي.
د هرات په مرکزي محبس کې د چهارشنبې په ماښام بلوا پیل شوه او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.
د هرات د چارواکو په وینا شخړه هغه مهال پېښه شوه چې امنیتي ځواکونو د محبس پلټنه پیل کړه.
د دوی په وینا ځینو بندیانو د امنیتي ځواکونو له لوري له تفتیش... Читать дальше...
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ د امنیې قومندان وايي، د دې ولسوالۍ په بازار کې لا هم د وسلهوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
جان محمد کریمي څو ساعته مخکې ازادي راډیو ته وویل چې نیم بازار لاهم د طالبانو په ولکه کې دی.
هغه زیاته کړه: "دې خوا نیم بازار زموږ په واک کې دی. دښمن د بازار له غرب څخه ګټه اخیستې، هلته چې مارکیټونه دي له دې ځایه جګړه کوي او د روغتون شاته چې کورونه دي له دې کورونو جګړه کوي."
تر دې مخکې د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته ویلي وو چې تېره... Читать дальше...
اذربایجان د هغو ۲۹ سرتېرو مړي چې په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د جګړې په نتیجه کې وژل شوي وو، ارمنستان ته پرون وسپارل.
دواړو لوریو د دغو مړو د سپارل کېدو خبر تأیید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې باکو او یریوان یو او بل د هغه درېیم اوربند په ماتولو تورنوي، چې د واشنګټن په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند وویل، یریوان یو وار بیا چمتو دی، چې د اذربایجان د سرتېرو مړي هغه هېواد ته تسلیم کړي.
تمه کېده چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د منسک ډلې... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د فرانسې په یوه کلیسا کې یوه حمله کوونکي په چړې درې کسان ووژل، په دغه هېواد کې امنیتي احضارات تر ټولو لوړې سطحې ته پورته شول.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرونۍ پېښه "یوه اسلامپاله تروریستي" حمله بللې ده.
بلخوا د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس په دغه هېواد کې د نیس کلیسا په شااوخوا کې د وسلهوالو پولیسو د یوه کمرند په ایجاد سره د احضاراتو شدت زیات کړ.
حمله کوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د پولیسو په ډزو ټپي شو.
بلاروس له روسیې پرته له نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې وتړلې.
دغه اقدام د الکساندر لوکاشینکا تر هغو هڅو وروسته کېږي چې په بلاروس کې پر لارو او سړکونو د مظاهرو د ختمولو لپاره یې پیل کړې دي.
مظاهرې د بلاروس د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو د نتایجو پرخلاف چې لوکاشینکا یې په نتیجه کې بریالی اعلان شوی، پیل شوي دي.
د دغه هېواد د سرحدونو د کنټرول کمېټې پرون د هغه څه په پلمه چې دوی د کرونا وبا بللې، له لاتویا، لتوانیا، پولنډ او اوکراین سره د خپلو سرحدونو د تړلو خبر ورکړ.
خو داسې ګنګوسې دي، چې دغه اقدام ښايي سیاسي انګېزه ولري. Читать дальше...
د بلغاریا جمهور رئیس وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې د دفتر رئیس یې په کرونا ویروس اخته وبلل شو.
د دې هېواد جمهوري ریاست ویلي د جمهور رئیس رومن رادف د دفتر رئیس ډیمېټار ستویانوف د پنجشنبې په ورځ په 'کوویډ-۱۹' ویروس اخته تشخصی شو.
د بلغاریا د جمهوري ریاست په وینا ستویانوف د اکټوبر له ۲۶ مې نیټې راهېسې دفتر کې نهو او د جمهوري ریاست له کارمندانو سره یې وروستی تماس درې ورځې کې مخکې وو.
د دې هېواد صدراعظم بویاکو بوریسوف او د مرکزي بانک رئیس یې ډېمېټر راډیف هم په 'کوویډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په قرنطین کې دي. Читать дальше...
پروان کې چارواکي وايي، پنځه تنهیې د یو ۲۸ کلن کس د وژلو په تړاو نیولي دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، پولیسو دا کسان د چاریکار ښار په یوولسمه ناحیه کې د پنجشنبې په ورځ نیولي دي.
راپورونه وايي تر دې دوه ورځې مخکې یو ځوان هلک په چاریکار کې په ډزو وژل شوی و.
د دې پېښې علت او انګیزه تر اوسه روښانه نهده.
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د بر یفتل په دوابه سیمه کې پرون چهارشنبه شل تنه وسلهوال طالبان په هوايي برید کې ووژل شول.
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "هوايي ځواک پر هغو سنګرونو چې پهخوا د ولسي پاڅونوالو وو او طالبانو هغه سیمه نیولې وه، برید وکړ چې د طالبانو نږدې ۳ مورچې ویجاړې شوي او د دولت ۲۰ وسلهوال مخالفان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي"
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د راپورونو له مخې طالبانو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د بدخشان ولایت د... Читать дальше...
د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له دوو تنو نورو سره د طالبانو په یوه غلچکۍ حمله کې ټپي شو.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالشایق شورش ازادي ته وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر وشوه.
هغه زیاته کړه: "قوماندان صاحب د الهسای ولسوالۍ د لیدو لپاره تللی و، کله چې بېرته راستنېدو د الهسای او تګاب ترمنځ د کورغل په سیمه کې د دښمن له لوري غلچکۍ برید وشو، دوه ساعته جګړه وشوه او له بده مرغه قوماندان صاحب، د پولیسو د امنیت مدیر او یو سرتېری سرسري ټپیان شول او د قوماندان صاحب چلوونکی شهید شو."... Читать дальше...
فرانسوي رسنۍ وايي، د فرانسې په لیون ښار کې یو افغان له یوې اوږدې چړې سره نېول شوی دی.
د فرانسې خبرې اژنس وايي د دې هېواد لېون ښار کې دا مشکوک افغان داسې مهال له یوې اوږدې چړې سره نېول شوی چې دودیزې افغاني جامې یې په تن وي او یو ښاري ټرم ته پورته کېده.
فرانسوي رسنیو ویلي د نیول شوي مشکوک افغان عمر يي شااوخوا شل کاله دی، اولا دمخه د فرانسې د امنیتې ادرو تر څار لاندې و.
په لیون کې یو سیمهییز ښاروال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له دې مشکوک کس سره ۱۲ اینچه اوږده چاړه وه او د برید لپاره چمتو ښکارېده. Читать дальше...
د ژورنالېستانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې (سي پي جي) افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راوستی چېرې چې د خبریالانو په وړاندې د شویو جنایاتو په څېړنه کې ناغېړي زیاته ده.
افغانستان، پاکستان او روسیه د هغه لیست تقریبا د سر په هېوادونو کې دي چېرې چې د ژورنالېستانو د قتلونو ګڼې قضیې نا څېړلې پاتې دي.
افغانستان د سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان او عراق سره د سر په پنځو هغو هېوادونو کې یاد شوی چې د نفوس شمېر تهیې په پام د ژورنالیستانو د قتلونو له پلوه تر ټولو د بد وضیعت لرونکي بلل شوي دي.
په افغانستان کې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Александрова проиграла Жабер в первом круге турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Занимает два места на парковке: Тимати купил дорогущий бронированный автомобиль
Москва
Эпидемиолог Карань рекомендовала прививаться от клещевого энцефалита раз в три года
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net