د ناټو سرمنشي نن وویل، د ناټو تړون دغړیو هیوادو سرتیرې افغانستان ته یوځای تللي دي او یو ځای به له دغه هیواده وځي، خو شرط دا دی چې د دې هیواد وضعیت مناسب دی او د تیرو کلونو لاسته راړونې خوندې شوې دي. د ښاغلي ستولتنبرګ د خبرو یوه برخه دلته لیدلی شئ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هلمند کې د بېځایه شویو کسانو د خوندیتوب او ملاتړ غږ کړی دی.
«یو.اېن.اېچ.سي.ار» نن په یوه بیان کې وویل چې هلمند کې د تېرو ۱۰ ورځو جګړو له امله شاوخوا ۴۰ زره کسان بېځایه شوي دي.
دغې ادارې ویلي، دوی کې پنځه زره داسې کسان دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بیان کې راغلي، «یو.اېن.اېچ.سي.ار» له یو شمېر بېځایه شویو کسانو سره د سرپناه، کمپلو، ترپالونو او د پخلنځي د وسایلو او دغهراز نقدو پیسو مرسته کړې ده.
راپور کې نهدي ویل شوي چې څه شمېر کسانو... Читать дальше...
پکتیا کې چارواکي وایي چې ۶۷ ملکیان تېرو شپږو میاشتو کې د خښو شویو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.
دغلته سرپرست امنیه قوماندان لطفالله کامران نن د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته وویل، دغه ماینونه د وسلهوالو طالبانو لهخوا ایښودل شوي دي.
کامران وایي، دې موده کې نږدې پنځه نیم سوه ماینونه خښ شوي چې ډېره برخهیې شنډ شوي دي.
ښاغلی کامران زیاتوي: "۵۴۳ ماینونه ایښودل شوي دي، ۷۶ ملکي کسان دغو ماینونو کې شهیدان شوي دي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي."
د کامران په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې تاوتریخوالی د پام وړ کچې ته راټیټ کړي.
ینس سټولټنبرګ نن (د تلې ۳۰مه) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل، طالبان باید د دوو لسیزو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی دې د تاوتریخوالي کچه په پراخه توګه کمه کړي او اوربند ته دې لاره هواره کړي، باید له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او ښې روحیې سره خبرو ته کېني."
سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغانستان اوږدمهاله... Читать дальше...
د چک جمهوریت حکومت دغه هېواد کې د کرونا د پېښو له زیاتوالي وروسته د عمومي قرنطین امر تصویب کړ.
صدراعظم اندرای بابیش نن (د اکټوبر ۲۱مه) یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې سر له سبا به د دوو اوونیو لپاره ټولې غیر ضروري چارې ولاړې وي.
له دې سره به د خوراکي توکو له پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول دکانونه، رستورانتونه، میخانې او د خلکو د راټولېدنې ځایونه تړلي وي.
چک جمهوریت تېرو دوو اوونیو کې د کرونا څه باندې یو لک مثبتې پېښې ثبت کړې.
دغه هېواد کې چې نږدې ۱۱ میلیونه نفوس لري پرون نږدې ۱۲ زره... Читать дальше...
د ارمنستان ولسمشر ارمېن سرکیسیان له اروپایي ټولنې او ناټو سره د خبرو په هدف بروکسل ته روان شو.
د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران بیا مسکو کې دي چې د نګورنو قرهباغ جلا شوې سیمې پر سر د راپورته شوې شخړې د هواري لارې چارې پیدا کړي.
دغلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپټمبر په ۲۷مه جګړه پيل شوه چې تر اوسه دواړو خواوو ته پهکې سلګونه عسکر او ملکیان وژل شوي دي.
امریکا، روسیه او فرانسه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مېنسک ډلې غړي دي، د دغې جګړې د هواري منځګړیتوب کوي، خو تر اوسه نهدي... Читать дальше...
په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو دوام له فساد سره مبارزې او شفافیت پورې تړلې بولي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار په تازه راپور کې له افغانستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو کې له فساد پرده پورته کړه.
سیګار له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۹ کاله د ډسمبر میاشت پورې له افغانستان سره د امریکا ۱۳۴ میلیارده ډالرو مرستو له جملې د امریکا د کانګرس په غوښتنه د ۶۳ میلیارده ډالرو مرستو څرنګوالی څېړلی.
سیګار د ۶۳ میلیارده ډالرو په څېړنه کې موندلې چې ۱۹ میلیارده... Читать дальше...
په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرو بهیر له پیل سره هممهاله په ډېری ولایتونو کې جګړو هم زور اخیستی. په هېلمند، بدخشان او تخار ولایتونو کې په نښتو کې د افغان ملي ځواکونو سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ خلک بې کوره شوي. دې حالت ته په کتو، د کابل ښاریان د سولې بهیر څنګه ارزوي؟ د ځواب لپاره یې هیلۍ اسد له ځینو کسانو سره غږېدلې.
د افغانستان ډېر وګړي د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم په ګنټو ګنټو انتظار باسي.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، د جوماتونو له منبره، نظام تخریب او پر مسلمانانو د کفر ټاپې لګول کېږي.
محمد قاسم حلیمي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو په خطیبانو کنټرول نهلري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې طالبان او ملاتړي یې لاهم د "فتحې په کاذب روایت" باور لري.
ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۳۰» ولسي جرګې ته د کابینې د ۲۸ غړو (۲۶ نوماند وزیرانو او دوو رئیسانو) په معرفي غونډه کې چې لومړي مرستیال امرالله صالح، دوهم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینو نورو چارواکو هم حضور درلود وویل، طالبان امریکایان نهوژني، خو په افغانانو بریدونه کوي.
ښاغلی غني زیاتوي چې طالبان نهیوازې اوربند ته غاړه نهږدي، بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لا نورې جدي حملې ترسره کوي. Читать дальше...
د افغانستان د اورزګان په ناامنه سیمو کې ۹۰ سلنه حامله یا میندوارې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یونېسېف) په اورزګان کې د خوارځواکۍ ختمولو هڅه کوي. نور حال د شریف الله شرافت په ویډیويي رپورټ کې.
د ارزګان په نا امنه سیمو کې ۹۰ سلنه اومېندواره مېرمنې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونېسف په ارزګان کې د خوارځواکۍ د لهمنځه وړلو هڅه کوي.
نور حال د شریفالله شرافت راپور کې.
په پاکستان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپورته کړي.
حکمتیار په پاکستان کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت د سولې مخالف دی او پر ځای یې باید یو بل حکومت راشي چې خپلواک وي او د هغه په خبره د چا لهخوا تپل شوی او لاسپوڅی نهوي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړې: "د مذاکراتو اصلي مسله باید همدا وي چې د دې حکومت پر ځای یو بل حکومت چې افغانانو ته د منلو وي، مستقل وي، لاسپوڅي نه وي او بهرنیانو تپلی نه وي، داسې حکومت رامنځته شي. "
د حزب اسلامي مخکښ غړي او... Читать дальше...
د تخار د عامې روغتیا ریاست وایي، د څه باندې دېرشو امنیتي او دفاعي پرسونل مړي روغتون ته وروړل شوي دي.
د روغتیا رییس سید عبدالله قیوم حیرت ازادي راډیو ته وویل، دغه ځواکونه تېره شپه له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د تخار له ځانګړې قطعې لس جسدونه او له ۹۹۹مې قطعې هم لس جسدونه را وړل شوي دي، د تخار ۱۷ پولیس هم وژل شوي چې د ۱۲ هغو جسدونه راوړل شوي دي."
حیرت وایي، په وژل شویو کې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر راز محمد دور اندېش هم شامل دی.
له دې وړاندې د تخار امنیتي چارواکو... Читать дальше...
د تخار د عامي روغتیا رییس سید عبدالله قیوم حیرت د اکتوبر پر ۲۱مه وویل، په وژلیو کې ۱۰ د ملي امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې او ۱۰ نور د ملي پوځ د ۹۹۹ قطعاتو سرتېري ول.
چارواکي په هلمند کې د ۳۵ طالبانو د وژلو خبره کوي، دغه ادعا لا طالبانو رد یا تایید کړې نه ده.
دغه طالبان په ناوې ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پایله کې وژل شوي دي، هغه ولسوالۍ چې وروستیو کې طالبانو پرې حمله کړې وه.
دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست دواړو د دغو عملیاتو په اړه خبرپاڼې خپرې کړي او ویل شوي چې دغلته هوایي ځواک هم کارېدلی دی.
طالبانو ویلي، د هلمند د مرکز په ګډون یې بېلابېلو ځایونو کې وروستۍ حملې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره دي چې د دوی په ټکو حکومتي ځواکونو ترې نیولې دي.
د قرغیزستان د ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو لپاره د ډسمبر شلمه نېټه وټاکله.
دا اقدام له هغه وروسته کېږي چې دغه هېواد کې د اکتوبر د څلورمې پارلماني ټاکنو وروسته اعتراضونو د قرغیزستان حکومت ړنګ کړ.
د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جاني بیکوف د اعتراض کوونکو له غوښتنو وروسته له دندې استعفا وکړه.
له دې استعفا وروسته سدیر جپاروف د لنډمهالي صدر اعظم په توګه وټاکل شو.
د قرغیزستان د اساسي قانون له مخې، جپاروف نه شي کولای ځان ټاکنو ته نوماند کړي.
د امریکا د فضایي څېړنو اداره (ناسا) وایي، یوې سپوږمکۍ یې د بینو په نوم د اسماني ډبرې سطحه لمس کړې ده.
دغه ماموریت چې څو کاله وخت یې ونیوه، په ترڅ کې یې اوزیریس-ریکس سپوږمکۍ وکولای شوای د دغې ډبرې د تېږو او خاورو نمونې راټولې کړي.
د بینو په نوم دغه اسماني ډبره له ځمکې ۳۳۰ میلیونه کیلو متره واټن لري.
دغې ډبره کې د جاذبې لږ قوه شته، خو سپوږمکۍ پرې نه ده کېناستلې او د ځینو وسیلو له لارې یې ترې نمونې راټولې کړي دي.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د هېواد په ګن شمېر جوماتونو کې د علماوو لهخوا د دیني ارشاداتو په پرتله د سیاسي موضوعاتو شننه کېږي.
د دغه وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، لوړ شمېر دیني علما له منبره پر مسلمانانو د کفر ټاپې لګوي او شته نظام تخریبوي.
ښاغلي حليمي پر دې خبرې له ټینګار سره چې د افغانستان حج او اوقافو وزارت د جوماتونو په خطیبانو کنټرول نهلري، زیاته کړه: "په ډېر جرئت به دا خبره وکړمه چې له بده مرغه زموږ له جوماتونو پر مسلمان د کفر ټاپې لګول... Читать дальше...
د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې یوې چادونې ۵ تنه وژلي او شاوخوا ۲۵ تنه ژوبل دي.
د ډان نیوز د خبر له مخې چاودنه د ګلشن اقبال سیمې له کراچۍ پوهنتون سره نزدې په مسکن چورنګۍ کې شوې ده.
خیریه مرستندویه اداره اېدي فاونډېشن وايي، چاودنه د ودانۍ په دوهم پوړ کې شوې او لویه برخه یې نړېدلې ده.
د پېښې یوه ویډيو د شاوخوا ودانیو او کورونو د کړکیو ماتې ښیښې ښيي او یوشمېر موټرونه، چې د ودانۍ په شاوخوا کې ولاړ ول، ویجاړ شوي دي.
د سیند اعلا وزیر د پولیسو مشر ته امر کړی چې د پېښې پلټنې وکړي او رپورټ وروسپاري. Читать дальше...
د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې په یوه زوروره چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
دا چاودنه نن سهار د کراچۍ د ګلشن اقبال د هستوګنې مېنې په یوه ودانۍ کې وشوه.
ګلشن اقبال د کراچۍ، چې د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار دی، یوه سوداګري مېنه ده.
پولیسو سیمه سمدلاسه کلابنده کړه او تر دې دمه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر ډېر وي.
ویل کېږي چې یو شمېر کسان کېدای شي د دې څو پوړیزې ودانۍ تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
د پېښې د ځای... Читать дальше...
د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف زوم محمد صفدر د اکتوبر پر ۱۹مه سهار وختي د جناح د مزار ((د تقدس سرغړونې)) په تور د کراچۍ په يو هوټل کې له خپلې کوټې ونیول شو چې بيا وروسته په همهغه ورځ په ضمانت خوشې کړل شو. پوليس وايي پر هغوی فشار راوستل شو چې د صفدر پرضد مقدمه درج کړي.
د کابل اوسېدونکي سولې بهیر ته په کوم نظر ګوري؟
په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرو بهیر په پیل سره هممهاله په ډېری ولایتونو کې جګړو هم زور اخیستی.
هیلۍ اسد پرې د کابل ښار اوسېدونکو سره غږېدلې ده:
د تخار امنیتي چارواکو تأیید کړه چې د دغه ولایت د امنیت امر راز محمد دوراندېش د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر له رسنیو سره په خبرو کې یوازې د راز محمد دوراندېش وژل کېدل تأیید کړي او نور یې جزئیات نهدي شریک کړي.
د تخار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې بېګا د بهارک ولسوالۍ په سپين جومات کلي کې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو نښته کړې او په راز محمد دوراندېش سربېرهیې یو شمېر نور افغان پولیس هم وژلي دي.
دوی ویلي چې په نښتو کې د پولیسو زرې موټر... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Баскетболист ЦСКА Хэнлан назвал Москву лучшим местом для жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Кудерметова выиграла турнир WTA в Штутгарте в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Эдвард Григ
«В путешествие с Григом»: в Свердловской филармонии стартовала вузовская неделя музыки
Москва
Названа популярная у россиян марка автомобиля в 2024 году
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net