123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 13.10.2020

په پېښور کې د نرښځیانو لپاره د لوبو مېله

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۳مه پېښور قيوم سپورټس کمپلېکس کې د نرښځيانو لپاره د لوبو ادارې ټرانس جينډر سپورټس ګاله په نوم د لوبو مېله جوړه کړې وه. نور د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې.

لودین: په افغانستان کې روانه جګړه  ناروا او باید ختمه شي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه  ناروا او باید ختمه شي.  مولوي عطا اله لودین نن وویل، د سولې د مذاکرو په هره اړونده اجنډا کې به دوی د جګړې د قربانیانو دفاع کوي او په افغانستان کې به عادلانه سولې ته زمینه برابره شي.  په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیت غړو په انلاین بڼه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو له غړو سره خبرې وکړي.  د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲ مې په قطر کې په خپلو کې په خبرو بوخت دي، خو تر اوسه د اصلي مذاکرو پر کړنلار بحثونه نهايي شوي نه دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د طبیعي پېښو پر خبرداري ورکوونکو سیسټمونو دې پانګونه وشي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو پر خبرداري ورکوونکو سیسټمونو په بیړه پانګونه وکړي.  د دغه سازمان د څېړنې له مخې، چې نن د طبیعي پېښو د کمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوه، د نړۍ یو پر درېیمه برخه وګړي د طبيعي پېښو تر ناکافي پوښښ لاندې دي.  اټکل کېږي، چې په راروانو کلونو کې اقلیمي بدلونونه، د طبیعي پېښو د زیاتېدو سبب شي. د ملګرو ملتونو د سازمان دغه راپور د نړیوال سازمان او مالي موسسو د ۱۶ ساینسپوهانو له خوا د ملګرو ملتونو د هواپوهنې نړیوالې ادارې په هماهنګۍ برابر شوی دی. Читать дальше...



د ارمنستان او اذرباییجان ځواکونو پر یو بل ډزو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذرباییجان ځواکونو په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ او شاوخوا سیمو کې خپلو ډزو ته دوام ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو له دواړو لوریو د روسیې په منځګړیتوب د منل شوي بشري اوربند د رعایتولو غوښتنه کړې ده. د اذرباییجان دفاع وزارت نن وویل، چې د جګړې په ساحه کې وضعیت تېره شپه ډېر خراب و او د ارمنستان ځواکونه یې تورن کړي، چې نن سهار یې پر تارتار ساحه توپونه ویشتلي دي. خو د ارمنستان دفاع وزارت چې دا تور ردوي پر اذرباییجان تور لګوي، چې د لومړۍ کرښې پر څو ساحو یې د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي. Читать дальше...

'د کرونا ویروس جعلي پایلو له امله د افغانستان څو بهرني پروازونه لغوه شوي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې ځینو لابراتوارونو او روغتونونو د "کرونا ازمېښت جعلي سندونه" صادر کړي دي. د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یو رسمي مکتوب کې له عامې روغتیا وزارت د هغو خصوصي لابراتوارونو د بندېدو غوښتنه کړې، چې مسافرو ته د کرونا ازمیښت جعلي سندونه ورکوي. دغه مکتوب چې تېره ورځ صادر شوی او یوه نسخه یې ازادي راډیو ته رسېدلې په کې راغلي، چې په کابل کې یو لابراتوار او څلور خصوصي روغتونونو د کابل ـ امارات هوايي پرواز مسافرو ته د کرونا ویروس د ازمیښت جعلي نتایج سندونه ورکړي دي. Читать дальше...

ښايي جرمني کې یوه ښځه د ټوخي له امله زنداني شي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا په ډېرو سیمو کې په وروستیو دوو میاشتو کې له کرونا ویروس نه وېره لږ کمه شوې وه، خو اوس بیا دا وېره زیاته شوې ده ځکه چې په اوسط حساب د اروپایي ټولنې په اووه ویشت غړیو هېوادو کې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې د کرونا مثبتې پېښې تر یولک اوړی.  په دې ترڅ کې په جرمني کې یوې ښځې خپل ماسک لرې کړی دی او د یوه سړي په لور یې ټوخلي دي چې په کتار کې د دې شاته نږدې ولاړ و.  دا پېښه د جرمني په سویل کې په اوبر تاو رینګن ښارګوټي کې چې د بادین ورتیمبرګ په ولایت کې دی، د یکشنبه په ورځ پېښه شوې ده.   جرمني... Читать дальше...

افغانستان کې نیمه پېړۍ خبریالي

Pa.azadiradio.com 

شفیقه حبیبي ۳۵ کاله په ملي راډیو ټلویزیون کې د خبرونو ویانده وه او نږدې نیمه پیړۍ یې خبریالي کړې. مېرمن حبیبي ته له دې وړاندې د خپلو فعالیتونو له امله جایزه هم ورکړل شوې وه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په رسمی ډول ستایل شوې. لیمې هادي یې ۷۰ کلن ژوند ته لنډه کتنه کړې ده:



ایا د پاکستان د ویزو په نوې پالیسۍ کې اسانتیاوې رامنځته شوي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وایي، د ویزو په نوې پالیسۍ کې یې افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي دي خو عام افغانان د ویزو د وېش په برخه کې له فساد شکایت کوي.  کابل کې د پاکستان سفارت مخته ۵۲ کلن ملنګ چې ناورغ او ۲۴ کلن عبدالتواب په پاکستان کې محصل دی د ویزو د وېش په برخه کې له فساد او ستونزو شکایت کوي.  ملنګ وايي: "زموږ دا تقاضا ده چې دلته د پیسو او کمېشن کارۍ خبرې ختمې شي، زه مالداره نه یم زه اوس مجبور یم چې پیسې پور کړم او خپل عملیات وکړم." عبدالتواب وویل: "زه محصل یم، موږ دلته د ویزې لپاره... Читать дальше...

'په ولسي جرګه کې د بامیان پخوانی استازی له طالبانو سره یوځای شوی'

Pa.azadiradio.com 

د بامیان والي سید انور رحمتي وايي، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د دې ولایت پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی دی. ښاغلي رحمتي په یوه مکتوب کې د دې ولایت امنیتي ادارو او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبر ورکړی چې ښاغلی شهیداني قطر ته تللی دی. د بامیان والي سید انور رحمتي په یوه رسمي مکتوب کې چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې استولی لیکلي، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د دې ولایت پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یو ځای شوی دی. Читать дальше...

افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له طبیعې پېښو سره د مبارزې وزارت ۲۰۲۰ کال د طبیعي پېښو له اړخه ښه کال نه بولي او له نړیواله ټولنې غواړي چې د دې ادارې سره مرستې ډېرې کړي. د دغه وزارت چارواکو په کابل کې(د پېښو د خطرونو د کمولو نړېوالې ورځې) په نماځغونډه کې وویل، په دې کال کې شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې سختو سیلابونو او وروښتونو د ګڼ شمېر افغانانو ژوند واخیست. له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وویل، سره له دې چې کرونا ویروس ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان ووژل خو طبیعي... Читать дальше...

'هلمند کې د جګړو له امله زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري'

Pa.azadiradio.com 

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له امله د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوې دي.  په هلمند کې څلور ورځنیو سختو جګړو ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي.  د دغه ولایت سیمه ییز مسئولین وايي، یادې کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.  د هلمند د کډوالو چارو رییس محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، چې ډېری دغه کورنۍ د لښکر ګاه ښار په نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په خبره یې شمېر یې مخ په زیاتېدو دی. Читать дальше...

پښتانه او بلوڅ زده کوونکي له ملتانه تر کوټې او اسلام اباده په پښو روان شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان پښتنو او بلوڅو زده کونکو له ملتانه تر کوټې او اسلام آباده پیاده یون (لانګ مارچ)  پیل کړی د ملتان بهاالدین زکریا پوهنتون او اسلامیه پوهنتون بهاولپوردې د فېسونو اخېستو پرېکړه بیرته واخلي. د بلوچستان پښتانه زده کونکي د اکتوبر پر دیارلسمه (نن) کوټی ته پیاده روان شوي. د دوی غوښتنه وه چې د تېر په څېر دې یې د وړیا زده کړو کولو بهیر روان وساتل شي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د دوی وینا وه چې د ملتان بهاالدین زکریا پوهنتون او اسلامیه پوهنتون بهاولپور انتظامیو ورته د داخلو او استوګنې لپاره د پیسو جمع کولو ویلي دي. Читать дальше...

د چچنیا چارواکي: ګروزني کې ۴ افراطي وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د شمالي قفقاز په چچنیا جمهوریت کې چارواکي وايي، پولیسو په پلازمېنه ګروزني کې ۴ افراطي وسله وال وژلي دي.  د قانون د تنفیذ چارواکو رسنیو ته ویلي، نن د ځانګړو عملیاتو پر مهال د ملي ګارډ دوه ساتونکي وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.   د تاس خبري اژانس په ګدون ځینو نورو سرچینو بیا ویلي، چې د قانون د تنفیذ درې افسران هم د وسله والې جګړې پر مهال وژل شوي دي.   چارواکي وايي، دغه ځانګړي عملیات یونیم ساعت روان وو او هغه کور چې افراطي وسله وال په کې پټ وو، په اور سوځول شوی دی.   د چچنیا چارواکو... Читать дальше...

امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي کمښت وغوښت

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر راس ویلسن د جنرال مېلر له دریځه چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، کلک ملاتړ کړی دی. کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر راس ویلسن افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان، جنرال مېلر له دریځه چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، کلک ملاتړ کړی دی. هغه پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي، چې باید د جګړې د ښکېلو غاړو له‌خوا دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالیو لړۍ ودرول شي. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د امریکايي... Читать дальше...

ایران کې افغان زده کړیالان: درې کاله کېږي د زده‌کړو لګښت نه راکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ماسترۍ او دوکتورا سلګونه زده‌کړیالان وايي، څو کاله کېږي چې د زده‌کړې لپاره یې مرسته شوې پیسې نه‌دي اخیستې. هغه افغان زده‌کړیالان چې د ماسترۍ او ‌دوکتورا لپاره ایران ته تللي وايي، نږدې درې کاله کېږي چې د دوی لپاره د زده‌کړو منل شوی لګښت نه ورکول کېږي. د دوی له قوله، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه یې قانوني غوښتنو ته مسؤلانو هېڅ ارزښت نه‌دی ورکړی. د دې زده‌کړیالانو په استازولۍ عتیق‌الله سلطاني احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په ځلونو یې د خپل تحصیلي لګښت د نه ورکړې ستونزه... Читать дальше...

هلمند کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د جګړو له کبله تر ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو، مرکز لښکرګاه ته بې‌ځایه شوي دي. د هلمند د کډوالو چارو رییس، سید محمد رامین نن ازادۍ راډیو ته وویل، د کورنیو د بې‌ځایه کېدو لړۍ لا هم روانه ده. هغه زیاته کړه: "د دې اوونۍ په جریان کې تر دا ننه پورې چې موږ ثبت کړي، پنځه زره او سل کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او لښکرګاه ته راغلي دي، د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده." په کابل کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا وایي، په هلمند کې د دغو بېځایه شویو لپاره یو لنډمهاله کمپ جوړوي. Читать дальше...

د افغانستان د قالینو صادرات ۴۰ سلنه راکم شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني غالیو د ټولنې چارواکي وايي، د کرونا ویروس له پراختیا وروسته د قالینو د صادراتو کچه ۴۰ سلنه راټيټه شوې ده. د دغې ټولنې عمومي مسؤل عبدالقهار خوش خلق نن ازادي راډيو ته وویل، چې تېرو کلونو کې دغې ټولنې ۳ زره متر مربع صادرات لرل خو اوس دغه صادرات په میاشت کې ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ متر مربع پورې راکم شوي دي. د ښاغلي خوش خلق په خبره، د افغانستان کورني تولیدات تر ډېره له مزارشریف، اقچه، لغمان، کابل او جلال اباد څخه دي. د نوموړي په وینا،د صادراتو کمښت لامل دا دی، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پروازونه کم شوي دي. Читать дальше...

افغانستان ته د بې کیفیته چرګانو او هګیو پر واردتو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس سراسري ټولنه وايي،که چېرې له بهره د يخچالي‌ چرګانو او هګیو د وارداتو مخه ونه نېول شي دغه سکټور به له ماتې سره مخ شي. د دغې ټولنې مطبوعاتي مسئول وحید رحمان یوسفزي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د بهرنیو بې کیفیته توکو د واردېدو له امله کورنیو تولیداتو ته زیان رسېدلی دی. هغه زیاته کړه: "زمونږ هدف له ګاونډيو هېوادونو د بې کیفیته توکو او محصولاتو بندېدل دي، دا مهال یخچالي چرګان چې کیفیت نه‌لري په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېږي چې دغه کار کورنیو تولیداتو ته زیان رسولی."... Читать дальше...


Музыкальные новости
Диана Арбенина

Певица Диана Арбенина объяснила, почему уехала из России





Персональные новости
Россия

В России назвали топ самых благополучных регионов по итогам 2023 года





پښتانه مې د سندرو ولسي رنګ خوښوي: سني خان ترک

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی او له تېرو شاوخوا درو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا سيمه کې اوسي. ترک په وروستيو کې يو شمېر سندرې خپرې کړې دي. دی وايي، د استاد محمد دين زاخېل باجه (هارمونيم) يې خوښېږي او هڅه کوي چې هم هغسې غږول يې زده کړي. د ترک دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ به ځای کې اورېدای شئ.

پکتیا چارواکي: طالبانو د یوه قومي مشر په ګډون ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو د یوه قومي مشر په ګډون ۳ تنه وژلي دي.    د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف اله کامران ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه هغه وخت وشوه، چې وسله والو د ميرزکې ولسوالۍ په یوه کلي کې، د عامو خلکو پر کورونو بریدونه وکړل. هغه زیاته کړه؛ "د میرزکې ولسوالۍ په خلیلانو کلي کې پر کورونو تهاجمي حملې کړي، چې په نتیجه کې یې متاسفانه درې نفره عام وګړي چې یو یې قومي مشر و، شهیدان شوي دي." د دې پېښې چې لا یې چا مسئولیت نه دی منلی، د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي. Читать дальше...

د افغان حکومت او طالبانو تماس ډلو ناسته کړې

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پلاوي یوې غړې ناجیې انوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د اختلاف پر موضوعاتو جدي بحثونه وشو او هوکړه وشوه چې د حل لپاره دې غونډې دوام وکړي.

چین کې د ۹ ملیونه وګړيو د کرونا ویروس معاینه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د چین د ختیځ بندري ښار چینګداو چارواکي په پام کې لري چې د دې اوونۍ تر پایه ټول ۹ ملیونه وګړي د کرونا ویروس لپاره معاینه کړي.   دا کار وروسته تر دې کېږي چې په تېرو نږدې دوو میاشتو کې په دغه ښار کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو د ۱۲ نویو پېښو راپور ورکړل شو.  د معاینه کولو دا پراخ پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي، چې په چین کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو اخته کېدل د وبا له لومړیو د پام وړ کم شوي دي.  دغه ویروس اول د چین په وهان ښار کې کشف او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدراباد او چینای لوبډلې لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن سنرایزرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلې په خپلو کې سیالي کوي.  د دوبۍ د کرکټ په نړیوال میدان کې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي.   په سنرایزرز حیدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم شته.  پرونۍ سیالي د رویال چلنرز  بنګلور لوبډلې له کلکته کینګز رایډرز څخه د ۸۲ منډو په توپیر وګټله.

Спорт в России и мире
Москва

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию





Путин в России и мире
Москва

Тема дня: Путин поручил комиссии по НТР представить перечень приоритетных направлений


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Розенбаум исполнил «Вечернюю застольную» в память о жертвах теракта в «Крокусе»



Москва

На Калужском шоссе произошел сильный пожар в торговом центре "Красная Пахра"

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net