د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدراباد او چینای لوبډلې لوبه لري
د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن سنرایزرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلې په خپلو کې سیالي کوي.
د دوبۍ د کرکټ په نړیوال میدان کې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي.
په سنرایزرز حیدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم شته.
پرونۍ سیالي د رویال چلنرز بنګلور لوبډلې له کلکته کینګز رایډرز څخه د ۸۲ منډو په توپیر وګټله.