د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سپېنر باولر یا سلو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د استرالیا کرکټ په «بېګ باش» سیالیو کې لوبېږي.
نور احمد لکڼوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د نړۍ سترو لیګونو کې لوبېدل د هر افغان لوبغاړي ارمان دی او ده هم دا ارمان په زړه کې پاللی و.
لکڼوال زیاتوي: "له «ایپياېل» وروسته په بېګ باش غوندې لیګ کې چې د نړۍ یو له سترو لیګونو څخه دی او په دې لیک کې زما لوبېدل زما لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای دی، زما لوی ارمان دا دی چې د افغانستان په ملي ټیم کې ولوبېږم... Читать дальше...
طالبان وایي، که اړتیا پېښه شي قطر کولای شي د مذاکراتو له هر لوري سره په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شریکې کړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګوندې قطر او یو شمېر نور هېوادونه به په خبرو کې د په ټپه ولاړ حالت ماتېدو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بینالافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نهشته او پرېکړه د مرکچي ټیمونو صلاحیت دی.
په همدې حال کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، تر اوسه هم خبرو کې کوم پرمختګ نهدی شوی.
د دوحې خبرې... Читать дальше...
د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې نن سلګونه ښځو بیا مظاهره وکړه.
مظاهرهچیان اوس هم له واکه د الکساندر لوکاشینکا لیرې کول غواړي.
دا مظاهرې یوه ورځ وروسته تر هغې کېږي چې لوکاشینکا له نویو ګمارل شویو امنیتي چارواکو سره وکتل او د معترضانو په وړاندې یې د "شدیدو" اقداماتو خبرداری ورکړ.
لوکاشینکا تازه د کورنیو چارو وزارت چارواکي بدل کړي او خپلې پولې یې تر یوې کچې وتړلې.
بلاروس کې د اګسټ د نهمې له ټاکنو وروسته اعتراضونه پیل شوي، دغو ولسمشریزو ټاکنو کې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شو، خو مخالفانیې نهمني.
خوستي سوداګر وايي، د نورو کلونو په پرتله د زڼغوځیو حاصلات ډېر شوي او کیفیت يې هم ښه شوی، خو د هوايي پروازونو د کمښت له کبله دوی نشي کولی، په لږ وخت کې يې چین ته صادر کړي.
هغوی وايي، زڼغوځي معتدلې هوا ته اړتیا لري او که ژر بهر ته صادر نشي، نو کیفیت يې زیانمنیږي.
سوداګرو وویل، په اوس وخت کې د افغانستان د زڼغوځیو تر ټولو ستر مصرفونکی هېواد چین دی، خو یوه وړه برخه يې دوبۍ او هند ته هم صادریږي.
د طاهرګل ځدراڼ په نوم د زڼغوځیو د ازاد مارکیټ یو سوداګر مشال راډیو ته وویل، د هوايي پروازونو له لارې... Читать дальше...
د قزاقستان په لوی ښار الماتا کې د بشري حقونو سلګونه فعالانو اعتراض وکړ.
شاوخوا ۳۰۰ فعالانو نن په دغې راټولېدنه کې د سیاسي اصلاحاتو او دغهراز سیاسي انګېزو له مخې د عدلي تعقیب د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
الماتا کې چارواکو په یوه بېساري اقدام کې د دغې میاشتې په پیل کې دې اعتراض ته اجازه ورکړه.
له دې وړاندې دوه ځله فعالانو د اعتراض غوښتنه کړې وه، خو چارواکو اجازه نهوه ورکړې.
د دغه هېواد د قانون له مخې، هر سیاسي حرکت باید د چارواکو له اجازې وروسته ترسره شي، په منځنۍ اسیا او بهر کې ډېر خلک په... Читать дальше...
روسیه وایي، که د نګورنو قرهباغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان جګړه، د ارمنستان خاورې ته ورسېږي، روسیه به ایروان ته "اړینه" مرسته برابره کړي.
دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې کړې او له دواړو خواوو غوښتل شوي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین نه وغوښتل چې د امنیتي مرستې په اړه بېړني بحثونه پیل کړي.
په بیان کې راغلي، پاشینیان پوتین ته په خپل لیک کې ویلي چې تاوتریخوالی د ارمنستان پولې ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې ترکیه له اذربایجانه ملاتړ کوي. Читать дальше...
د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د اکتوبر پر ۲۹ مه سېنېټ ته ویلي چې په ملک کې د یو نصاب تعلیم لپاره یې کار پېل کړی دی او په دغه لړ کې یې د ځینو صوبو سره رابطه هم کړې ده.
خو د سېند صوبې نه د سېنېټ د تعلیم په اړه د سټېنډنګ کمېټۍ غړي ډاکټر سکندر مندړو د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې له ۱۸م اییني بدلون وروسته تعلیم یوه صوبایي موضوع ده او د وفاقي حکومت لخوا ټولو صوبو ته یو شان تعلیمي نصاب ورکول به یو غېر اییني کار وي:
"څلور واړه صوبې په دې اړه ډېر تحفظات لري، زه نه ګڼم چې پر دې خبره... Читать дальше...
د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي.
دوی وايي، دا ولسوالۍ د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته هم د دغې ډلې په واک کې ده او له ۲۰ کلونو راهیسې له هر ډول پراختیايي پروګرامونو څخه بېبرخې دي.
نور حال د شریفالله شرافت په راپور کې.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، تېرو نږدې دوو میاشتو کې ۲۶۱ ملکیان د طالبانو د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
د وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغو د ده په ټکو "یرغلیزو" بریدونو کې له ۶۰۰ ډېر ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبانو ۵۰ ورځو کې نږدې ۲،۰۰۰ یرغلیز بریدونه کړي دي، د دې بریدونو له کبله ۸۶۳ ملکیان وژل او ټپیان شوي دي، دغو ۵۰ ورځو کې څه باندې دوه زره طالب ترهګر هم وژل او ټپیان شوي دي."
په افغانستان کې جګړه د سولې له خبرو سره سره توده شوې، خو د تودېدو پړهیې دولت پر طالبانو او طالبانیې برعکس پر حکومتي ځواکونو اچوي. Читать дальше...
د نومبر پر دریمه د امریکا صدراتي انتخابات کېدونکي دي. تېر ځل د امریکا صدارتي انتخابات په ۲۰۱۶م کال کې شوي وو.
د امریکا له ایین سره سم د ولسمشرۍ د واک دوره څلور کاله وي او یو تن په دریم ځل ولسمشریزو انتخاباتو ته نه شي درېدای.
په امریکا کې د انتخاباتو پروسه له دې پیلیږي چې د ګوندونو لخوا د ولسمشریزو ټاکنو رسمي کاندید به څوک جوړیږي؟
په دغه هیواد کې دوه مهم ګوندونه ډیمو کریټ او ریپبلکن دي. چې کوم امیداوار ته په خپلې پارټۍ کې زیات ملاتړ حاصل شي، هغه د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي کاندید شي. اول... Читать дальше...
د جنوبي اسیا لپاره د بشر حقونو څار بنسټ مرستیالې پتریشیا ګاسمن، تازه ویلي چې په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو ورتلل، ټکان ورکوونکې ده.
د دې په خبره دا پېښه د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح له وروستۍ لیکنې، ډېره ټکان ورکوونکې ده.
په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو د حملې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، ښاغلي صالح د اکټوبر په ۲۲مه پر فېسبوک پاڼه لیکلي وو: "د پوليسو پر ضد ټولو شایعاتو ته له دې جملې دغې پېښې ته چې پولیس د قانون له مراعتولو پرته یوه کور ته ننوتي، رسېدنه کېږي او هر چا چې دغې شایعې ته لمن وهلې، باید ځواب ورکړي.
افغان حکومت رسماً د بېاسناده وسایطو د ثبت او طی مراحلو پروسه پیل کړه.
د افغانستان مالیې وزارت د بېاسناده وسایطو مالکانو ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې د ثبت او طی مراحلو په مرکزونو کې خپل موټر ثبت کړي.
د دغه وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» د دغې پروسې په پرانیست غونډه کې وویل، د دغې پروسې د پیل هدف د یادو وسایطو قانوني کول دي چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل شوي او په امنیتي پېښو کې ترې استفاده کېږي.
ښاغلی ارغندیوال زیاتوي: "موږ نن ډېره مهمه مسئله ارزوو چې د... Читать дальше...
د سعودي عرب حکومت اعلان کړی دی چې د بهرنیو کاریګرو په اړه د کفاله په نامه نظام کې بدلون راولي.
د مالي چارو په اړه یوې مشهورې ویب پاڼې مال د سعودي عرب د ولسي خیرښېګړې وزارت د سرچینو له حوالې ویلي چې دا بدلون به د ۲۰۲۱م کال له منځه عملي کېږي.
کفاله په سعودي عرب کې د بهرنیو کاریګرو لپاره موجود یو داسې نظام دی چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه ورته د لانجمن نظام په سترګه ګوري.
د دې نظام له مخې په سعودي عرب کې یو کاروبار کوونکی له بهره کاریګر ورغواړي او بیا هغوی مجبور وي چې د هم دې کفیل یا سپانسر په شرایطو کار وکړي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د پایداره سولې لپاره د سولې په روانو خبرو اترو کې د ښځو بشپړ، برابر او معناداره ګډون حتمي بولي.
یوناما د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړهلیک د ۲۰ کلنۍ په مناسبت په یوه اعلامیه کې د 'افغان ښځو د دوستو سفیرانو' په استازیتوب وایي چې ملګري ملتونه خپل ملاتړ ته د افغان دولت د مذاکراتي ټیم له ښځینه او نارینه غړو څخه چې د ښځو د حقونو مدافعان دي، دوام ورکوي او دغهشان ویل شوي چې ښځې د سولې په ټول بهیر کې مهم لیدلوری وړاندې کوي.
په اعلامیه... Читать дальше...
د سه شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له تجربه کار جوبایډن سره مخ دی. په دې راپور کې د جوبایډن شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده .
په ارزګان کې د ملي امنیت ریاست مرستیال غلام قادر کمین له طالبانو سره جګړه کې ټپي شوی دی.
د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه دهراوود ولسوالۍ کې شوې او ښاغلی کمین په پښه په مرمۍ لګېدلی دی.
ښاغلی ساحل زیاتوي: "د ملي امنیت مرستیال په ډزو کې ټپي شوی دی، وضعیتیې د اندېښنې وړ نهدی او روغتیا یې ښه ده."
د راپورونو له مخې دهراوود له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې ډګر ګرځېدلی دی.
پرون چارواکو وویل چې د تازه دمه سرتېرو په ورسېدو، طالبان د ولسوالۍ له بازار او شاوخوا سیمو په شا شوي دي.
په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو ټلواله پاکستان ډیموکرېټېک موومېنټ وايي د عمران خان حکومت قانوني حیثیت نه لري او که د هغوی غوښتنې ونه منل شوې نو له پارلېمانه د استعفی ورکولو لاره هم په مخکې لري.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر ۳۱مه، په لاهور کې د مسلم ليګ (ن) له مشرانو سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وويل، په ملک کې هيچا ته دا حق نېشته چې د غدارۍ سندونه تقسيم کړي:
"د اختلافاتو حدود پکار دي. موږ د اختلاف رای حق لرو. له رايې سره اختلاف مو د اصولو په بنياد کړی... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د ښځو حقونه او ګډون کوم غوراوی او د خبرو وړ څیز نه، بلکې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوه پیاوړې وسیله ده.
ستیفانو پونتېکورو دغه خبرې نن د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یوه وېډیویي پيغام کې کړې دي.
ده ویلي، ناټو داسې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې ټولو تهیې ګټه ورسېږي.
ښاغلی پونتېکورو زیاتوي: "نن ښځې په امنیتي لیکو، مدني ټولنو، سیاست، ژورنالیزم، اقتصاد، سپورټ، ساینس او... Читать дальше...
افغان حکومت وايي، په دوحه کې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې نه دي درېدلي او لا هم دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د شخړې هوارۍ ته لاره پیدا کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د دواړو خواوو د رهبرۍ غړو او تماس ډلو ترمنځ جلسې شوې دي.
ناجیه انوري وايي، د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي څو تنه غړي د اداري او ضروري چارو لپاره کابل ته ستانه شوي، خو خبرې نهدي درېدلي.
مېرمن انوري د اکتوبر پر ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل:
"د دوی د... Читать дальше...
د افغانستان په ملي مصالحې عالي شورا کې یوه باخبره سرچینه وایي، د قطر په ګډون پنځه هېوادونه د افغان دولت د مذاکراتي ټيم او طالبانو ترمنځ له بن بنست نه د خبرو د ایستلو لپاره منځګړیتوب کوي.
سرچینه دا مهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو او د تماس ډلو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې بولي، خو بیا پیل تهیې هیله ښيي.
دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له املهیې ونهغوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو خبرو د بیاځلي پيل لپاره به قطر، جرمني، ناروې، اندونزیا او ازبکستان منځګړیتوب وکړي. Читать дальше...
پاکستاني چارواکي د کورونا د مثبتو پېښو او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې د وژلو شویو کسانو د شمېرو د زیاتېدو خبر ورکوي.
د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د اکتوبر د ۳۰مې او ۳۱مې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۰۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۱ کسان وژل شوي دي.
له دې سره په ټولیزه توګه د اکتوبر تر ۳۱مې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېره درې لاکه او درې دېرشو زرو ته لوړه شوې او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې د وژلو شویو کسانو شمېره ۶۸۰۶ ته پورته شوې ده.
چارواکي همدا رنګه... Читать дальше...
د کوټې ۴۵ منیر احمد وايي، له پلاره یې انځورګري او مجسمه سازي زده کړې خو نور دا کار نشي کولای. دی وايي، په خپل هنر کورنۍ نشي ساتلای نو ځکه یې د شپږو ماشومانو روزلو لپاره یې د وسپنو د پتري کولو (وېلډېنګ) کار پیل کړی. احمد وايي، ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې چې وېلډنګ یې دید ته تاوان رسوي او بیا به انځورګري نشي کولای. ویډیو وګورئ.
افغان پوځي چارواکي وایي چې په هلمند کې یې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژلی دی.
۲۱۵ میوند قول اردو په خبرپاڼه کې څرګندوي چې ملا امانالله له اتو نورو طالبانو سره د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سیمه کې د جمعې په ورځ د هوایي برید پر مهال ووژل شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په کندز کې د پوځي چارواکو په وینا څلور طالبان هغه ماین وژلي دي چې خپلهیې جوړ کړی و.
په شمال ختیځ زون کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال وایي، څلور طالبان د جمعې په ورځ د (نواباد اندرابي) په کلي کې چې د خاناباد مربوط سیمه ده د ماین د چاودنې پر مهال ووژل شول او دوه تنهیې ټپیان شول.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په ګرجستان کې نن پارلماني انتخابات دي. خلک به پرېکړه وکړي چې حاکم ګوند د درېیم ځل لپاره بیا هم خپل حکومت جوړ کړي که څرنګه؟
په ګرجستان کې د جون په میاشت کې په انتخاباتي سیستم کې تغییر راغی او هدفیې دا دی چې تر ډېره په واک کې د یوې سیاسي ډلې د پاتېدو مخه ونیسي.
د ګرجستان د پارلمان ۱۵۰ څوکۍ دي.
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
Путин 22 апреля проведет в Москве переговоры с президентом Азербайджана Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
Лоза объяснил поведение Лепса, выбившего телефон из рук фанатки на концерте
Москва
The Financial Times: Никогда Прибалтика не была в такой безопасности. Время рыть окопы!
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net