ولسمشر ډونالډټرمپ او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه ډیموکرات سیال جو بایډن د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ. په دې مناظره کې تر ډېره د کوروناویروس پرضد د امریکا د حکومت پر اجرااتو خبرې وشوې .
د قرغزستان حکومت د دغه هېواد په اساسي قانون کې د بدلون هغه لایحه نن توشېح کړه چې له مخې یې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ځنډېږي.
د قرغزستان پارلمان پرون دغه لایحه تصویب کړه، اساسي قانون کې له دې بدلون سره سادیر ژاپاروف اجازه لري چې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.
ژاپاروف د خپل یوه سیال د تښتونې په جرم په یوولس نیم کاله بند محکوم و.
نوموړی د اکټوبر د څلورمې ټاکنو وروسته د راولاړو شویو اعتراضونو پایله کې خوشې شو.
نوموړی وروسته د موقت صدراعظم او د حکومت د لومړي درجه چارواکي په توګه وټاکل شو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.
د دوی په وینا، د دغې لاسوهنې ادعا د ارمنستان د ملي امنیت ادارې کړې ده او ویلي دي چې له افغانستانه "د اذربایجان د ملکي الوتنو" له لارې وسلې او جنګیالي اذربایجان ته لېږل کېږي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د جګړې د قرباني په توګه، د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سولهییز حل غواړي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړهلیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې تخار کې وړمه ورځ هوایي برید ۱۲ ماشومان وژلي دي.
کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغان ځواکونو دغه هوایي برید د تالقانو په هزاره قشلاق سیمه کې پر یوه جومات شوی چې ملا امام او ۱۷ ماشومان پهکې ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼه کې راغلي، برید داسې مهال شوی چې د طالبانو یوه ډله د جومات له مخې تېرېده او جومات کې دننه ماشومانو ته تدریس روان و.
کمېسیون د ملکي کسانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د مرګژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. Читать дальше...
پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفرونه دوام لري.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې درېیم ځل دی چې چارواکي دغه هېواد ته ځي او په وروستي ځل د ملي شورا ۱۷ غړي د پاکستان د پارلمان له غړو سره د لیدو په هدف اسلاماباد ته رسېدلي دي.
له دې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دغه هېواد ته تللي وو.
هلته د ملي شورا د پلاوي مشري د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني کوي او ټاکل شوې دغه پلاوی له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې یې نږدې ۵۰ وسلهوال طالبان وژلي دي.
وزارت ویلي، ۲۱ طالبان د بادغیس قادس ولسوالۍ کې سره ټول شوي و چې ټول نن یوه هوایي برید کې لهمنځه ولاړل.
وزارت ادعا کړې چې وژل شویو کې د ملا خیرالله او ملا خالق په نوم دوه ځایي قوماندانان هم شامل دي.
دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالۍ کې هم ۲۸ طالبان وژل شوي دي چې شپږ یې پاکستاني اتباع دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ولسي جرګې حقیقت موندونکی پلاوی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یوه دېوال په جوړولو کې د فساد د ارزولو په خاطر امریکا ته تللی و او افغانستان ته راستون شوی، وايي د دغه دېوال په جوړولو کې فساد شوی دی.
د دغه پلاوي مشر جاوېد صافي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د دغه دېوال په جوړولو کې د ملي تدارکاتو قانون په پام کې نهدی نیول شوی.
ښاغلي صافي وویل، د دغه دېوال پر جوړولو له ۳ لکو ډالرو نه ډېر لګښت نهراځي، حال دا چې شااوخوا یو نیم میلیون ډالره پرې لګول شوي دي.
د ده په... Читать дальше...
د کابل په څلورو زونونو قرغه، پغمان، واصلاباد، دارالامان او ګڼو نورو ساحو کې غرنۍ سیمې کېندل کېږي او غواړي چې دا سیمې د اوبو ذخیره او په نیالګیو شنې شي.
هیلۍ اسد پرې نور جزئیات لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دې هېواد په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د هغه سيال او پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايډن د اکتوبر پر ۲۲مه اخري مناظره وکړه. دواړو مشرانو په مناظره کې پر کورونا وايرس، ملي امنیت، نسلي ستونزو، د انتخاباتو پر امنیت، چین، شمالي کوريا، مهاجرت، د موسمياتي بدلون او توانایۍ او اقتصاد هم خبري وکړې.
د بشر حقونو څار سازمان د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال د هغو کسانو په ګواښلو تورن کړی چې په تخار ولایت کې یې، د ماشومانو د تلفاتو په اړه راپورونه ورکړي دي، خو ښاغلی صالح دغه ادعا ردوي.
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، ښاغلی صالح هڅه کوي، څوک چې په دغه حمله کې د ماشومانو د تلفاتو په اړه خبر ورکوي، 'غلي' یې کړي.
د اسیا لپاره د دغه بنسټ د مرستیالې پاتریشیا ګاسمن په خبره، افغان دولت باید هغه کسان چې د ښاغلي صالح په سپارښتنه نیول شوي، ژر خوشې کړي. دا په تخار کې د هوايي حملې په اړه بېپرې څېړنې غواړي. Читать дальше...
نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر پاکستان ویلي که ولس د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له ټاکلي احتیاطي چوکاټه (ستنډرډ اوپرېټینګ بروسیجرز اېس او پیېز) سرغړونه وکړه نو اړ دي چې بیا ټولند ولګوي.
یادې ادارې د اکتوبر پر ۲۲مه (پرون) په اسلام اباد کې په خپله غونډه کې ویلي چې د ټرانسپورټ برخه، مارکیټونه، شادي هالونه، هوټلونه او هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه پکې جوړېږي، زیات خطرناک یا حساسه دي او ټولو صوبایې حکومتونو ته یې مشوره ورکړې چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې په یادو ځایونو کې سخت احتیاطي اقدامات وکړي.
د کرونا... Читать дальше...
جاپان د چاپېریال ساتنې په پالېسۍ کې د اصلاحاتو په ترڅ کې غواړي په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د مضره ګازونو کچه صفر ته راټیټه کړي.
جاپان د مضرو ګازونو د زیات تولید له پلوه د نړۍ پنځم هېواد دی. د جاپان د نوي صدراعظم په پلان کې د تجدید وړ انرژۍ د کارولو وړاندیز هم شوی.
د جاپان صدراعظم پر هغې نوې پالېسۍ کار کوي چې له مخې یې دا هېواد تر ۲۰۵۰ کاله د کاربن د طبیعي کولو ژمنه کوي. د پالېسۍ دا بدلون به جاپان د اروپايي ټولنې د غړو او هغو نورو ۶۰ هېوادونو په کتار کې ودروي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅه کوي. Читать дальше...
د اکتوبر پر ۲۴مه هر کال د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې ويينه "يوه ورځ، يو کار: د پوليو له منځه وړل" ده.
په قطر کې د اوښ ځغلولو سیالۍ له څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته پيل شوې.
دغه سیالۍ تېره فبروري میاشت کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله درول شوې وې.
د منډې دغې سیالۍ کې تر اپرېل میاشتې پورې زرګونه اوښان ځغلول کېږي او وړونکو کسانو ته په بېلابېلو کټه ګوریو کې له ۲،۱۰۰ تر دوه لکه او ۵۰ زرو ډالرو جایزه ورکول کېږي.
لوبه داسې ده چې اوښان په یوه ټاکل شوي واټن کې یوازې ځغلي او تر ټولو ګړندی هغهیې جایزه ګټي.
د اوښ ځغلولو سیالۍ چې د عربو یوه پخوانۍ لوبه ده، له ۱۹۷۰ کال راهیسې په رسمي ډول په قطر کې ترسره کېږي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات وایي، وروستیو څو اوونیو کې د روسیې د دولت له ملاتړه برخهمنو هکرانو پر لسګونه ایالتي او محلي ادارو باندې سایبري بریدونه کړي دي.
هکرانو له لږ تر لږه دوو سرورونو څخه اطلاعات غلا کړي دي.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف.بي.ای) پرون وویل، تر اوسه هېڅ داسې نښې نښانې نهشته چې دغو هکرانو دې د الوتکو د الوتنې، ښوونې او روزنې، ټاکنو او یا حکومتي عملیاتو سیستم ګډوډ کړی وي.
د هکرانو د بریدونو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته له دوه اوونیو کمه موده پاتې ده. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې به په جرمونو د نورو تورنو کسانو انځورونه هم خپاره کړي.
د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه چاره د امنیتي جلسې د لارښوونې له مخې کېږي او د تورنو په نیولو کې مرسته کوي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "د مجرمانو انځورونه د خپرېدو په حال کې دي، هدفیې دا دی چې خلک د هغو کسانو له څېرو سره بلد شي چې ښار کې امنیت او نظم ګډوډوي او د نیولو لپارهیې له پولیسو سره همکاري وکړي."
له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې پولیسو په جنایي جرمونو د هغو... Читать дальше...
د نیمروز چارواکي وایي، خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي او ۳ نور یې له ځان سره بیولي دي.
د والي ویاند بهرام حقمل ازادي راډیو ته وویل، دغه سرتېري د (دهمزنګ) په نوم پوسته کې و چې تېره شپه طالبانو پرې برید کړی دی.
حقمل وایي، طالبانو له دغې پوستې نه ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.
دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.
تېرو څو ورځو کې دا دوهمه امنیتي پیښه ده چې له ۲۰ ډېر امنیتي او دفاعي سرتېري پهکې وژل کېږي.
د چهارشنبې په ورځ د تخار بهارک کې د طالبانو د جګړې له کبله ۳۷ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي وو.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن بېګا په اخري مناظره کې پر داسې وخت له یو بل سره تود بحث وکړ چې د نومبر د درېمې ولسمشریزو انتخاباتو ته له دوو اوونیو کم وخت پاتې دی.
ټرمپ له بایډنه په زیاتره نظر پوښتنو کې شا ته دی. د کورونا وایرس جهاني وبا د مناظرې لومړۍ موضوع وه او ټرمپ د ناروغۍ کنټرولولو په موخه د خپلو اقداماتو دفاع وکړه. ده وویل چې امریکا له وایرس سره اوسېدل زده کوي او دا چې واکسین به د روان کال تر پایه تیار شي. ټرمپ، همداراز، د کاروبارونو د بیا پرانیستو او اقتصاد ژغورنې غږ وکړ. Читать дальше...
ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، پرون د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې چې یو نیم ساعتیې دوام وکړ، برخه واخیسته.
دوی د لومړۍ مناظرې په پرتله دا ځل ډېر نرم او ارام وو، ځکه له نویو اصولو سره سم یوازې د هغه کاندید مایکروفون لګېدلی و چې خبرې یې کولې.
ولسمشر ټرمپ چې په اکثر نظرپوښتنو کې تر خپل سیال وروسته دی د کرونا ویروس پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ستاینه وکړه. د مناظرې لومړنۍ موضوع هم همدا وه. Читать дальше...
په تخار کې چارواکي وایي، د طالبانو درې ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، دغو کسانو غوښتل تېره شپه په اشکمش ولسوالۍ کې ماین خښ کړي چې پرې وچاودېد.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تخار یو له هغو ولایتونو دی چې وروستیو کې ترې د طالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تودې جګړې راپورونه خپاره شول.
په اروپا کې د کرونا ویروس دوهمه څپه ګړندۍ روانه ده او تېرو ۱۰ ورځو کې نوې پېښې څه باندې دوه برابره شوې دي.
روېټرز ویلي، پرون په ټوله اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ورځنۍ کچه د کرونا څه باندې دوه لکه پېښې ثبت شوي چې دې سره په ټوله اروپا کې روغتونونه هم تر فشار لاندې راغلي دي.
په دغې لویه وچه کې تر ټولو زیاتې پېښې چک جمهوریت کې رامنځته کېږي او حکومتیې هغه پلان تأیید کړی چې له ناټو او اروپایي ټولنې دې ۳۰۰ پوځي روغتیایي کارکوونکي د ناروغانو درملنه کې مرسته وکړي.
بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو کې... Читать дальше...
اپوزیشن وايي، د صفدر ګرفتارۍ لپاره د سیند د پولیسو مشر هم له کوره بیول شوی وو.
د روسیې په جنوب کې د داغستان په یوه کلي کې خلک اوس هم له پخوانۍ دودیزې لارې مالګه جوړوي. دا کار یوازې ښځې کوي او خورا زیات زیار غواړي. دوی دعوه کوي چې دا د نړۍ تر ټولو پاکه مالګه ده او ښه خوند لري. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او انتخاباتي سیالیې جوبایډن پرون په وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ.
د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی.
په دې ۹۰ دقیقهیي مناظره کې د دواړو سیالانو ترمنځ د لومړنۍ مناظرې پرتله لفظي نرمښت موجود وو.
ډونالد ټرمپ چې په ډېرو نظرپوښتنو کې تر جوبایډن شاته ښودل شوی دی د دې مناظرې په اصلي موضوع کې چې د کرونا ویروس کنټرول وو، د دې وبا د خورېدو د کنټرول د تګلارې دفاع وکړه.
ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا متحده ایالات له دې ویروس سره ژوند زده کوي او... Читать дальше...
د فاریاب یو دیني عالم د دې ولایت په مرکز میمنه کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه دیني عالم رحمتالله نومېده او نن سهار تر لمانځه وروسته د کور او جومات ترمنځ لاره کې په نښه شو.
د دې پېښې علت تر اوسه معلوم نهدی.
Спорт в России и мире
Москва
Тамбовские синхронистски заработали две медали на первенстве города Королёв
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Рыбакина о смене гражданства: «Я никому ничего не доказываю. В меня поверил Казахстан, чему я очень рада»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Шашлыки и дача отменяются: аномальная погода на майские праздники в Москве, Питере и регионах
Путин в России и мире
Москва
Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Михаил Плетнёв
Как добрый мим Михаил Плетнев открывает «Дверь в Тверь»
Москва
Утреннее чтиво: мошенники обманывают ветеранов и интернет-магазины, самозанятые могут болеть спокойно
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net