پاکستان ته یو شمېر تلونکي افغانان وایي، د ټولنیزو او سوداګریزو اړیکو ترڅنګ بېکاري او بېروزګاري هم هغه لاملونه دي چې دوی یې دغه هېواد ته په ورتګ مجبور دي.
دوی زیاتوي، نهکېږي چې په ټوله معنی له پاکستان مخ راواړوي او په خبرهیې، اړ دي چې د یوه ګاوندي هېواد په توګه ورسره راشه درشه وپالي.
ناامني، د با کیفیته درملو او مجهزو روغتونونو نشتوالی نور هغه څه دي چې یو شمېر خلکیې پاکستان ته د تګ لپاره د اړتیا په توګه یادوي.
د ننګرهار اوسېدونکی بختیار د هغو زرګونه کسانو له ډلې دی چې په جلالاباد کې یې... Читать дальше...
د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.
د امریکا متحده ایالاتو امنیتي چارواکي د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې خبر تأیید کړ.
دغو ټاکنو ته تر دوو اوونیو لږ وخت پاتې دی.
د امریکا د استخباراتو څانګو وار له مخه خبرداری ورکړی وو چې ایران، روسیه او چین هڅې کوي چې په دې انتخاباتو کې مداخله وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت چارواکو ویلي دي چې ایران او روسیې د امریکایي رأی ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي او هڅې کوي چې د نومبر د درېیمې نېټې تر انتخاباتو مخکې عامه افکار اغېزمن کړي.
د امریکا د ملي... Читать дальше...
ماته وايي ولې پريشانه کېږي. ټاپوګان خو اسلام اباد ته نه وړو. ته خو یې یوسه! په تا کې دومره همت شته؟ يو اينچ ځمکه خو ته يوسه؟ دا ټاپوګان زموږ دي. د سنديانو دي.
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د اکتوبر پر ۲۲مه له دندو د ګوښه کېدو، د تنخاګانو نه ورکولو یا کمولو او پر رسنیو د نااعلان بندیزونو ضد مظاهره کړې. په اسلام اباد کې یوه خبریال مشال راډیو ته وویل، حکومت دې یې غوښتنې پوره کړي. د پاکستان حکومت پر تازه احتجاج څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د رسنیو د کارکوونکو د دندو او تنخاګانو پر موضوع د اقدام ژمنه کړې. وزیراعظم عمران خان همداراز، په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. ویډیو وګورئ.
طالبان وایي چې دوی په افغانستان کې جګړې کمې کړې دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند دا خبره ازادي راډيو ته وروسته تر دې وکړه چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل، له افغانستان نه په اوسنیو شرایطو کې چې شخړې زیاتې شوې دي، ناټو خپل ځواکونه ژر نهشي ایستلی.
د طالبانو ویاند محمد نعیم وایي، د فبرورۍ له ۲۹مې راپه دې خوا چې له امریکایانو سره د سولې هوکړه شوې ده، دوی ټولې ژمنې پر ځای کړې دي او هېڅراز سرغړونهیې نهده کړې.
ښاغلی نعیم زیاتوي: "په عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. پخوا... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو ویاند وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیا لپاره د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس اډم بولر د طالبانو د قطر د دفتر له مرستیال سره کتلي دي.
د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، اډم بولر له شېر محمد عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.
محمد نعیم نور جزئیات نهدي څرګند کړي.
بولر او نورو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د ولسي جرګې رئيس سبا (جمعه) د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې ۱۷ غړي به چې د پاکستان د ملي اسامبلۍ د ريیس اسد قیصر په رسمي بلنه دغه هېواد ته شپږ ورځنی سفر کوي، د پاکستان د ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان په ګډون له نورو چارواکو سره هم ویني.
افغان پلاوی به راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ په غونډه کې هم ګډون وکړي.
په دغو لوبو کې ټولې ۵۰ ښځینه لوبغاړې سیالۍ کوي او د ټولو هدف د ملي لوبډلې د غړیتوب ترلاسه کول دي.
د افغانستان د باولېنګ ملي ټیم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو او اوس په هېواد کې ډېر مینهوال لري.
شفیع کریمي په دې اړه یو راپور چمتو کړی دی.
د افغانستان د بیلا بېلو ریاشتونو ښځې او نجونې که له یوې خوا د سولې لپاره روانو خبرو ته خوشاله دي، بل لوري ته هغوي سره په راتلونکې ممکنه سوله کې د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې موجودې دي.
د دوی په وینا افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه دې په اوبو لاهو شي او په ټولنه کې یې رول له پامه وغورځول شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځو ځو وارې وییلي چې افغان حکومت ته د سولې په موضوع کې د ښځو دریځ او حقونه ارزښت لري او دا چې د ښځو له نظر پرته به د سولې هېڅ پرېکړه نه کېږي.
په پېښور کې غوښې یو دکاندار حاجي ابراهیم وایي په سرکاري نرخنامه کې د غوښې قیمتونه خو زیات شوي دي خو دغه لا هم د هغه نرخ په مقابل کې کم دي،په کوم نرخ چې دوی پخپله غټه او نرۍ غوښه اخلي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د اکتوبر پر ۲۲مه وویل، دا برید د اکتوبر ۲۱مې پر ماسپښین شاوخوا درې بجې په بهارک ولسوالۍ کې پر یو جومات شوی چې پکې ۱۴ کسان ټپیان هم دي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، ممکن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په هېواد کې زیات شي.
سرور دانش دا خبره نن (پنجشنبه) د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې وکړه.
ده وویل، د کرونا ویروس له لومړي پړاو سره ښه مبارزه وشوه، خو که اوس بیا د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شي، باید د مخنیوي لپارهیې تدابیر غوره شي.
په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د نږدې ۴۱ زره تنو د کرونا مثبتې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي ځواک د پخواني قوماندان ډګروال ګل مراد حلیموف پر ضد بندیزونه تمدید کړل.
حلیموف په ۲۰۱۵ م کال په سوریه کې له داعش سر یوځای شو او په وروستیو کلونو کې یې څو ځلې د وژلو خبرونه خپاره شول.
د حلیموف نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په تازه لېست کې چې پرون خپور شو، بیا راغلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او پخواني ولسمشر جوبایډن د انتخاباتي مبارزو د غونډو په لړ کې پرون پر یو بل لفظي ټکونه وکړل.
اوباما د ولسمشرۍ انتخاباتو د ډیموکرات کاندید جوبایډن د مستقیم ملاتړ لپاره د فلادلفیا په غونډه کې پر ټرمپ له کرونا سره له مقابلې رانیولې تر اقتصادي کمزورتیا او توکمیز توپیر په شمول په بېلابېلو برخو کې نیوکې وکړې.
ولسمشر ټرمپ هم چې پرون شمالي کارولینا ایالت په ګاستونیا ښار کې په انتخاباتي مبارزه بوخت و، اوباما ته د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د ناسم اټکل په خاطر پېغور ورکړ.
د... Читать дальше...
کابل کې یوه ډله انځورګران په دې موخه انځورګري کوي چې خلک د ککړې هوا مخنیوي لپاره وهڅوي.
دا ډله وايي چې هڅې یې ګړندۍ دي، خو خلکیې اوس کارونو سره مینه نهلري.
شفیع کریمي یې په اړه دا وېډیو چمتو کړې.
د رومانیا دفاع وزارت وايي، دوه سرتېري یې په کندهار کې ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، پرون (چهارشنبه) د دوو رومانیايي سرتېرو په لاره کې هغه مهال چاودنه وشوه چې د کندهار د هوايي اډې په شاوخوا کې یې ګزمه کوله.
دا وزارت وايي، ائتلافي ځواکونه په منظم ډول په کندهار کې د خپلې اډې په شاوخوا کې ګزمه کوي.
دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه ټپیان کېږي.
په تخار ولایت کې د پیل شوې جګړې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي.
تازه د دې ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب حفیظالله صافي ازادي راډیو ته وايي چې په تخار کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو شمېر ۴۳ ته لوړ شو.
ښاغلي صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۱» وویل: "روغتون ته تر اوسه د ۴۳ شهید شویو عسکرو جسدونه راوړل شوي او ۹ ټپیان دي. نور یې شاید له ساحې څخه وړل شوي وي، خو موږ تهیې معلومات نهشته."
ښاغلی صافی وايي، په وژل شویو کې د تخار د ۹۹۹... Читать дальше...
په ننګرهار کې د فوټبال لوبغالي دننه د ګڼه ګوڼې له امله د ښځو او نارینهوو د وژل کېدو او ټپي کېدو له پېښې یوه ورځ وروسته، چارواکي د ځايي مسؤلانو څخه د احتمالي وظیفوي غفلت په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکوي.
د دوی له قوله، پېښه د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله شوې، خو که له څېړنو وروسته د مسؤلانو وظیفوي غفلت ثابت شي، دوی بهیې ځواب ورکړي.
پرون په دې ولایت کې د پاکستان په ویزو پسې د راغلو کسانو په منځ کې چې د بهسودو پل ته نږدې د فوټبال لوبغالي کې راټول شوي وو، د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۲ مېرمنې ووژل شوې او د ۱۰ مېرمنو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شول. Читать дальше...
د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د "افغانانو دردوونکې مړینې ژور خپګان" وررسولی دی، له ټولو کورنیو سره خواخوږي ښيي او د "ژوبلو د ژر رغېدو دوعا" کوي.
د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل د امنیتي تدابیرو د سپارل کېدو وروسته، هغه د خپلو پرېکړو په لړ کې، د کابل په واټونو کې د مجرمینو او هغو کسانو چې د فراریانو په نوملړ کې دي او دولتیې د نیولو هڅه کوي، د تصویرونو د راځړولو پرېکړه کړې.
د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي: "د مجرمینو او فراریانو انځورونه به د کابل ښار څنډو کې وځړوي، څو خلکیې وپېژني یا هم دوی خپله د خلکو له وېرې تسلیم او یا هم اصلاح شي."
تازه د ښاغلي صالح... Читать дальше...
راپورونه وايي چې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار ته نږدې په هزار قرلق سیمه کې په هوايي برید کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري پېښه تأییدوي او وايي چې دا برید پرون ماسپښین ۳ بجې شوی دی.
ده وویل: "متأسفانه په دې هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي."
ده دا هم وویل چې بم د جومات پر انګړ لګېدلی دی.
خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل فېسبوک لیکلي چې په تخار کې په یوه جومات کې د ماشومانو د وژل کېدو خبر بېبنسټه دی، هغه کسان لهمنځه وړل... Читать дальше...
د خبریالانو ټولنې پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس د عمران خان حکومت له راتلو سره په ملک کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپهیې د کندز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو حمله شنډه کړه او تر ۲۰ ډېرو طالبانو تهیې مرګژوبله واړوله.
دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه وکړي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د دوی پلان ناکام کړ او درنه مرګژوبله یې ورواړوله.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
له بلې خوا راپورونه وايي چې دفاع وزارت کندز ته یو شمېر کمانډو ځواکونه لېږلي چې په دې ولایت کې د طالبانو د تحرکاتو مخه ونیسي.
په ارزګان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي په ګېزاب ولسوالۍ کې ۱۷ وسلهوال طالبان په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د اتل قول اردو ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل، دا برید تېره شپه وشو.
هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر وخت ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، وسلهوالو طالبانو پلان درلود چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، خو د هوايي بريدونو پر مهال د هغو دغه پلان شنډ شو."
افغان امنیتي چارواکي وايي، د دې برید هدف په دهراوود ولسوالۍ کې د هغه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В СВАО Москвы реконструируют дорогу и построят мост
Путин в России и мире
Москва
Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
1 тыс человек приняли участие в военно-патриотической игре «ЮНАРМИЯ, ВПЕРЕД!» в Подмосковье
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net