123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 10.10.2020

پوځ سره د ښو اړیکو باوجود، حکومت ولې د پرمختګ ژمنې نه پوره کوي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې سیاستوال او شنونکي په دې حیراني ښکاره کوي چې که د عمران خان حکومت د پوځي اسټېلېشمنټ سره ښې اړیکې لري نو بیا ولې د پرمختګ کارونه نه ترسره کېږي. د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد وايي، په واک کې تر راتلو مخکې وزيراعظم عمران خان په وار وار ويلي وو چې يو هېواد هله پرمختګ کوي چې هره اداره خپل کار کوي او د نورو په هغو کې لاسوهنه نه کوي. توصيف احمد مشال رېډيو ته وويل که حکمران ګوند په سياسي چارو کې د پوځ لاسوهنې ته دا جواز ورکوي چې دواړه په يوه پاڼه دي نو دا کار د ولس مسايل له نور زياتوي. Читать дальше...

عبدالله عبدالله: د امریکا د ټاکنو پایله به پر افغانستان اغېز ولري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د افغانستان پر حالاتو اغېز ولري. هغه په نوې ډیلي کې د ازادۍ راډیو له خبریالې سره په ځانګړې مرکه کې د سولې د خبرو د پرمختګونو او په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو د ونډې په اړه هم خبرې کړې دي. نورو په ویډیو کې:



پښتنې نجونه په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره هڅې کوي

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو پروېب پاڼه لیکل شوي چې د دې ورځې د لمانځلو مقصد په نړۍ کې د ماشومانو جینکو د تعلیم طرفته د ټولنې پاملرنه کول دي، او داچې هلکانو سره سره دې جینکو ته هم یو شان د تعلیم، زدکړې او ژوند تېرولو اسانتیاوې ورکړای شي.

د برازیل فوټبال لوبډلې بولیفیویا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د برازیل فوټبال لوبډلې په خپل کور کې پنځه د صفر په مقابل کې د بولیفیویا لوبډلې ته ماتې ورکړه.  دا لوبې په قطر کې د ۲۰۲۲ کال نړیوالو لوبو ته د رسېدو په هدف ترسره شوې. په بلې لوبې کې بیا کلمبیا درې د صفر په مقابل کې وینزویلا ته ماته ورکړه. برازیل چې پنځه ځلې یې د فوټبال اتلولي ګټلې، راتلونکې سه شنبه د پیرو له لوبډلې سره لوبه کوي. دا لوبه به د پیرو په پلازمېنه لیما کې وي.

د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیولی

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر المازبیک اتمبایف نیولی دی.   د قرغزستان د دولتي امنیت کمیټې نن د اتمبایف د نیولو خبر ورکړ.   دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دې هیواد د پارلمان غړيو د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.   لا هم  د قرغزستان د پارلماني انتخاباتو په تړاو لانجې په دې هېواد کې دوام لري.   د ولسمشر سورون بای جین بیکوف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته، د قرغزستان پلازمېنه بشکېک د لانجو د ډېرېدو شاهده ده.    ادعا کېږي چې د اکتوبر د څلورمې نېټې په انتخاباتو کې بې نظمې وې او رایې پلورل شوي دي.

په زابل کې د طالبانو له زندانه ۴۳ بندیان راخوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۴۳ بندیان راخوشې شوي چې ډېری یې امنیتي سرتېري دي.   د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي آزادي راډیو ته وویل چې دا زندان تېره شپه په شاه جوی ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا مات شوی دی.   هغه زیاته کړه: "د ۴ ملکیانو په ګډون ۲۰ تنه آزاد شوي کسان قلات ښار ته لېږل شوي او پاته نور د زابل په نورو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای شول."  ښاغلي احمدزي په دي اړه چې دغه کسان څه وخت او چېرې نیول شوي وو ، نور جزییات نه دې ورکړي.   وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ارزګان کې د ښځو لپاره د لاسي صنایعو مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د څه باندې ۲۲ ميليونو افغانيو په ارزښت د ښځو د لاسي صنایعو مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د لاسي صنایعو دغه مرکز کې به ۳۸ دوکانونه موجود وي او لسګونه جګړه ځپلو ښځو ته به د کار زمينه برابره شي. شریف الله شراف له ترینکوټ څخه په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:



'تر ۱۰۰ ډېر تقنیني سندونه د تصویب لپاره د ولسي جرګې پر مېز پراته دي'

Pa.azadiradio.com 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وايي، له ۱۰۰ زیات تقنیني سندونه د تصویب لپاره د ولسي جرګې پر مېز پراته دي. د افغانستان د اساسي د پنخم فصل په ۹۰ ماده کې راغلي، چې ملي شورا د قوانینو او تقیني فرمانونو د تصویب، تعدیل او لغوه کولو صلاحیت لري. د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو له مهمو دندو یوه هم دغه دنده ده.   خو وايي، داسې تقنیني سندونه هم شته، چې له تېر یو کال راهیسې د ولسي جرګې پر مېز پراته دي خو تصویب شوي نه دي. مجیدي وویل: "زموږ ارقام ښيي چې ۱۱۰ تقنیني اسناد په ولسي جرګه کې تر کار... Читать дальше...

په ننګرهار کې د جنګ تابوت خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې لسګونو دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو د جنګ تابوت خاورو ته وسپاره.  له جنګه ستړو لسګونو کسانو نن په جلال اباد کې د جنګ په نوم یو تابوت تر خاورو لاندې کړ او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو یې د اوربند غوښتنه وکړه.  دوی په جلال اباد کې لومړی د قران مجید ختم وکړ او بیا یې د جنګ په نوم تابوت پر اوږه بار او خاورو ته وسپاره.  د مراسمو ګډونوال مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، د جنګ د تابود له خښولو یې هدف د جنګونو ختمول، سوله او اوربند دي او له ښکېلو خواوو غواړي چې سولې ته هڅې ګړندۍ کړي. Читать дальше...

د ودونو تالارونه او هوټلونه د کورونا خپرولو لویې سرچینې دي: اسد عمر

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر وايي، په ملک کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو د زیاتېدو له کبله نوې لارښونې او سپارښتنې جاري کړل شوي دي.   نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر په نهمه په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د نېشنل کمانډ اینډ کنټرول سېنېټر له غونډې وروسته رسنیو سره کړې دي. اسد عمر وايي، د کورونا وبا د مخنیوي لپاره یو وارې بیا په ملک کې د ودونو د تالارونو یا شادي هالونو او د ګڼې ګوڼې د ځایونو لپاره نوې لارښوونې ورکړل شوې دي. د نوموړي په وینا له طبي سپارښتونو... Читать дальше...

کابل کې د زونونو په کچه د کرکټ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د کرکټ سیالۍ نن شنبې په کابل کې پیل شوې.  دغه سیالۍ د اکټوبر ۱۰مه پیل شوي چې د روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې یادې لوبې د ۵ زونونو ترمنځ ترسره کېږي.  بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست آمو هغه لوبډلې دي چې په دغو لوبو کې به ولوبېږي.  ښاغلی هوتک وايي، د یادو لوبو هدف د کرکټ وده او د غوره څېرو موندل دي.

نن چینای سوپر کېنګز او بنګلور لوبډلې سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ یا (ای ‌پي‌ اېل) سیالیو په لړ کې نن ماښام شپږ نېمې بجې چینای سوپر کېنګز له بنګلور لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړې شي.  تېره ورځ بیا ډیلي کپيټلز او راجستان رایلز ترمنځ لوبه وشوه چې ډیلي کپیټلز د ۸ لوبغاړو په زیان راجستان رایلز ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.  خو ډیلي کپیټلز ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه لوبه ۴۶ منډو په توپیر ډیلي کپیټلز وګټله.  په ترسره شویو لوبو کې ډهلي لومړی، ممبيي اینډينز دویم او حیدراباد دریم مقام لري.

د ښځینه فوټبال سیالیو لړ کې د غور لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځینه فوټبال غوره لیګ په روانو سیالیو کې د غور فوټبال لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته.  د غور د ورزشي ادارې امر امیر محمد غوري ازادي راډيو ته وویل، چې د غور ښځینه فوټبال لوبډله نن شنبه اکتوبر۱۰د بلخ ښځينه فوټبال لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووته.  د افغانستان فوټبال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په دوام نن سهار بلخ او غور لوبډلې سره مخامخ شوې، چې یو پر صفر د غور لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.  غور ته یوازینی ګول ریحانې ایوبي د لوبې په وروستیو شېبو کې ووهه او په دې سره یې خپله لوبډله یې څلورو غوره لوبډلو ته ورسوله. Читать дальше...

ارګ: د افغانستان ملي مالي صندق لغوه شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مالي صندق کارکوونکي اعتراض کوي چې دغه صندق شاوخوا شپږمیاشتې مخکې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په وړاندیز او د ولسمشر په حکم جوړشو خو اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، یاد صندق لغوه شوی دی. دوی د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ملي او نړیوالو مرستو د لګښت د څار لپاره یې طرحې او پلانونه جوړ او د لوړې کچې په لسګونو لیک لوستي یې استخدام کړل، خو پرته له دې چې تنخواګانې واخلي، د منفکۍ غږ یې راپورته شو. خو د چارو اداره وايي، د مالي مالي صندق د جوړولو لپاره د ولسمشر محمداشرف غني حکم مشروط و. Читать дальше...

د هرات–کندهار ترمنځ لاره کې ماین چاودنې ۲ کسه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات – کندهار ترمنځ لاره کې د سړک غاړي ماین چاودنې لږ تر لږه ۲ کسان ووژل.  د هرات چارواکي وایي، دا پېښه تېره شپه ناوخته د دې ولایت  په زاول ولسوالۍ کې شوې ده.  د هرات د عامې روغتیا رییس محمد رفیق شېرزي آزادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې یولس نور ملکيان ټپيان شول.   تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

ملي امنیت پر امرالله صالح د برید په تور لس کسیزه وسله واله ډله نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو هغه لس کسیزه ډله نیولې چې د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امر الله صالح یې حمله طرح کړې وه. د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچینه وایي، چې دغه کسان د یو لړ پېچلو هدفي علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي. سرچینه وايي په دې عملیاتو کې د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه هسته هم نیول شوې چې په لوړ پوړو افغان چارواکو یې د حملې پلانونه درلودل.

اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره باغ سیمه کې پر اوربند موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره باغ سیمه کې پر اوربند موافقه وکړه.   دا اعلان وروسته تر دې وشو چې په مسکو کې د روسیې، ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو دولس ساعته خبرې وکړې.   د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له غوښتنې سره سم  د هغې موافقتنامې په اساس چې د ولسمشر پوتین، د اذربایجان د ولسمشر علییف او د ارمنستان د صدراعظم پاشینیان سلا پرې شوې ده، ټولو لوریو دا ومنله چې دا ګامونه به اخلي."   د لاوروف په خبره دا اوربند به د زندانیانو او... Читать дальше...

چارواکي: هلمند کې چاودنې ۵ تنه ملکي وګړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په هلمند کې یوې چاودنې لږتر لږه ۵ تنه ملکي وګړي وژلي دي.   دافغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان آزادي راډیو ته تایید کې کړه چې دغه کسان نن په ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دی.   هغه زیاته کړه: "پر یوه مسافر وړونکي موټر د طالبانو لخوا د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد چې په پایله کې زموږ ۵ تنه هېواد وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي."  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.   افغان حکومت او د طالبانو ډله کله ناکله یو بل په ملکي مرګ ژوبلې تورنوي.  په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Стас Пьеха

«В чем угодно, только не в красных стрингах!» Стас Пьеха рассказал о фотосессии на «Фабрике звезд» в шоу «УТРО. ТНТ»





Персональные новости
Концерт

Концерт Дениса Мацуева «Jazz and friends»





ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین بېرته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین د بېرته پیلېدو اعلان وکړ. تمه ده د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه غونډه د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ او بله یې د اکتوبر پر دولسمه په فلوریدا ایالت کې ترسره شي. د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه چې د ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس آزموینه مثبته اعلان شوه، نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې نه دې کړي. ولسمشر ټرمپ درې ورځي په روغتون کې تېرې کړې. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو ته تر څلورو اونیو لږ وخت پاتې دی.

عبدالله عبدالله: هند او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د هند او پاکستان ونډه مهمه وبلله. ښاغلي عبدالله نوي ډهلي ته د سفر پر مهال د آزادي راډیو سره په مرکې کې دا څرګندونې کړي. هغه زیاته کړه: "په دې اړه شک نه لرو چې هغوی د افغانستان په برخه کې ګډې ګټې لري، په افغانستان کې او ثبات یا هم د ترهګرۍ شتون یا نه شتون ټول پر سیمه اغېز لري." ښاغلي عبدالله هند ته په پنځه ورځني سفر کې هڅه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې د هغه هېواد ملاتړ جلب کړي . Читать дальше...

په چک جمهوریت کې یوه ورځ د کرونا ویروس ۸۶۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې د اکتوبر پر نهمه نېټه په یوه ورځ د کرونا ویروس ۸۶۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي. دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې په دې هېواد کې دا شمېرې د ریکارډ تر کچې رسېږي.  په دې سره په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې څه باندې یو لک او ۹۳۰۰ ته ورسېدې. له دې کسانو ۹۰۵ تنه له همدې کویډ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي. د چک حکومت د دېرشو ورځو لپاره بېړنی حالت بیا نافذ کړی چې له مخې یې سرپټي د لامبو حوضونو، جیمونو او فټنس مرکزونو ته د تړلو امر وشو. د اکتوبر له ۱۲ مې به سرپټي سپورټي مرکزونه او کلتوري سیمې لکه تیاترونه او سینماګانې وتړل شي. Читать дальше...

افغانان د امریکا د اقامې لپاره د لاټري فورمونه ډکوي  

Pa.azadiradio.com 

افغانان د امریکا د اقامې لپاره د لاټري فورمونه ډکوي.   امریکا له درې کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا بهرنیو اتباعو ته د اقامې د ورکړې اعلان وکړ.     ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۲ کال لپاره د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو شاوخوا ۵۵ زره وګړیو ته اقامه ورکوي.     ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په اوومه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په دې پروسه کې افغانان هم شامل دي.    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ځلي  پاکستان، هند، چین، بنګله دیش، نیپال او یو شمېر نور هېوادونه نشي کولای په دې پروسه کې برخه ولري. Читать дальше...

پاکستان کې پر ټیک ټاک بندیز کاروونکي ناهیلي کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د مواصلاتو ادارې (ټيلي کميونیکيشن اتارټي) پر ټیک ټاک بندېز لګولی. دا د ويډیوګانو د خپرولو یو اپلېکېشن دی چې زیات مینه وال لري.   پي ټي ای د اکتوبر پر نهمه په يو بيان کې ويلي چې ټیک ټاک ته يې په وار وار د نامناسبه او متنازع موادو د لرې کولو لپاره مهلت ورکړی و خو تر اوسه پورې هغه مواد لرې نه کړل شول نو ځکه يې په ملک کې ټيکټاک بند کړی دی. د پاکستان د مواصلاتو ادارې ویلي چې دا پرېکړه یې د ټولنې د بېلابېلو ډلو د شکایتونو پر اساس کړې ده. یادې ادارې په جولاې کې د ټیکټاک انتظاميې ته وروستی... Читать дальше...

دانش: طالبان د قران او سنت پر اساس د مذاکراتو پر مخ بیول نه غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د دولت دريځ دا دی چې په قطر کې د سولې خبرې باید د قران او سنت پر بنسټ مخته ولاړې شي. مخکې تر دې طالبانو په دې ټینګار درلود چې د سولې د خبرو اساس باید امریکا سره شوې هوکړه وي. د سولې د خبرو په کړنلاره د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د اختلافونو په غځېدو سره، اوس افغان حکومت وايي، چې د خبرو بنسټ باید قران او سنت وي. د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې برخه کې دولت تل عمل کړی خو طالبانو بیا پلمې لټولي دي. ښاغلی دانش د شنبې په ورځ په لویې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Сенсорный сад с экотропами появится в Бутырском районе Москвы





Путин в России и мире
Москва

Площадь трех вокзалов в Москве переименуют


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Розенбаум жестко высмеял женщин, увлекающихся пластикой: “Посмотрите на этих губастых!”



Москва

Мария Багреева: Москва погасила облигации Городского внутреннего займа

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net