Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 07.10.2020

پاکستان کې د غدارۍ تور لګولو تاریخ

Mashaalradio.com 

د پاکستان جوړېدو وروسته د وړو صوبو مشران غداران ورګرځول شول، باچا خان او ولي خان غداره وګرځول شول، عبدالصمد خان اڅکزی غداره وګرځول شو ، دا شان جي اېم سید ، رسول بخش پلېجو،مجیب الرحمان،مولوي عبدالقادر، حسېن شهید سهروردي او فاطمه جناح چې د قاید اعظم خور وه، هغه هم غداره ګرځول شوې وه

د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې شاوخوا نن هم سختې جګړې دوام درلود

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې شاوخوا نن هم د ارمنستاني او اذربایجاني ځواکونو سختې جګړې دوام درلود، سره له دې چې نړیوالو له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کړې. د ارمنستان چارواکو ویلي، د دوی له ملاتړه برخه‌من جلا غوښتونکي پوځ د اذربایجان ډېرې حملې شنډې کړې دي. نننۍ جګړې د نګورنو قره‌باغ جنوبي څنډه کې شوي، دا سیمه چې له ایران سره ګډه پوله لري په وروستیو څو ورځو کې د جګړو مرکز ګرځېدلې. د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د سپټمبر په ۲۷مه ونښته چې تر اوسه په‌کې د ملکیانو په ګډون ۲۵۰ تنه وژل شوي دي. ... Читать дальше...

د پیو نوې سروې: څو پرمختللو هېوادونو کې د چین په اړه منفي نظرونه ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د پیو په نوم د یوه تحقیقاتي مرکز نوې سروې ښیي چې په څو پرمختللو هېوادونو کې د چین په اړه د خلکو منفي نظرونه تر پروسږ کال ډېر شوي دي. دا سروې چې په ۱۴ هېوادونو کې شوې ښیي په استرالیا، بریتانیا، جرمني، هالند، سویډن، امریکا، جنوبي کوریا، اسپانیا او کاناډا کې تر بل هر وخت د چین په اړه منفي نظرونه ډېر شوي. دغه مرکز له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې دا ډول سروې ګانې کوي. د دې تحقیق له مخې په استرالیا کې د چین په اړه منفي نظرونه تر ټولو ډېر ول چې څه باندې ۸۰ سلنه سروې شویو خلکو ویلي چې چین ته د یوه نامطلوب هېواد په سترګه ګوري. Читать дальше...



د کیمیا په برخه کې دوو ښځو د نوبل جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا د سږ کال د کیمیا د برخې نوبل جایزې وګټلې. دوی دا جایزه په جین کې د بدلون راوستلو د طریقې د جوړولو په خاطر ترلاسه کړه. په سویډن کې د ساینسونو شاهي اکادمۍ ویلي چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او څېړونکي باید د ژوند د دننه فعالیت کتلو په خاطر په حجرو کې جین ته تغییر ورکړي چې دا یو ډېره اوږده پروسه وه او ډېری وختونه ناممکنه وه. اوس د دې اکاډمۍ په وینا د دې طریقې په کارولو سره به په جین کې له بدلون سره د څو اوونیو پر مهال د ژوند د کوډ تغییر ممکن وي. Читать дальше...

هغه مور چې خپل زوی یې ماستر کړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د نجیبې غیبي په نوم یوه مېرمن چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي له ۲۰ ډېرې مېرمنې هم ورسره بوختې دي. دا مېرمن وايي د خپل یوازني ۲۷ کلن زوی د زده‌کړو لپاره‌يې پر ځان شپه او ورځ یوه کړې. هیلۍ اسد پرې راپور لري.

له تشدد سره مخ شوې خاطره عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

خاطره وايي، نږدې څلور میاشتې وړاندې په غزني ولایت کې نامعلومو کسانو چې د دې په وینا طالبان وو، په ډزو وویشته او په چاقو یې دواړه سترګې ور ړندې کړې. دا وايي د سیمې طالبانو دا کار د دې د پلار په لارښوونه کړی. نور حال د لېمې هادي په راپور کې وګورئ.

د نجيب‌الله تره‌کي ماشومان وايي پلار به یې راشي

Mashaalradio.com 

د نجیب‌الله تره‌کي له مړینې یوه ورځ وروسته ‌یې ماشومان په تمه ول چې پلار به ‌یې بیرته راشي. د کورنۍ غړي يې وايي چې نجیب‌الله تره‌کي له مرګ وړاندې د خپلو اولادونو برخلیک په اړه اندېښمن وو.

د نجيب‌الله تره‌کي اولادونه لاهم هغه ته په تمه دي

Pa.azadiradio.com 

د نجیب‌الله تره‌کي له مړینې یوه ورځ وروسته‌یې اولادونه په تمه وو چې پلار به‌یې بېرته راشي، خو نا خبره له دې چې نور به‌یې د تل لپاره سترګې ونه‌ویني. د کورنۍ غړي يې وايي چې نجیب‌الله تره‌کي له مرګ وړاندې د خپلو اولادونو برخلیک په اړه اندېښمن وو.



د نجونو د فوټبال لیګ؛ د هرات لوبډلې د بامیانو ټیم ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د فوټبال لیګ نن پيل او په لومړۍ سیالۍ کې یې د هرات لوبډلې د بامیانو ټیم ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه. فوټبال فدراسیون ویلي چې د دغې سیالۍ درې واړه ګولونه د هرات د ټیم تکړه لوبغاړې فاطمې حیدري ووهل. سبا دغه لیګ کې د کابل او بلخ ټیمونه مخامخ کېږي. بل لور ته نن د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې سیمرغ البرز د شاهین اسمایي په وړاندې لوبه کوي. دغه لیګ د سپټمبر په ۲۴مه کابل کې پیل شوی چې سپین غر بازان او طوفان هریرود لوبډلې نیمه پایلوبې ته تللې دي.

د اپوزشن ګوندونو راغونډل به څه نتيجې ورکړي؟

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې د پاکستان موجوده سياسي حالاتو موضوع څيړلې ده. اپوزشن ګوندونو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ په نامه د حکومت ضد اتحاد جوړ کړی دی. د سېپټمبر پر ۲۰مه د اپوزشن ګڼ ګونديزې غونډه کې له پريکړې سره سم اپوزشن د احتجاجي جلسو اعلانونه هم کړي دي.د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجرانواله کې د اپوزشن جماعتونو لومړي جلسه کېږي. په عين حال کې د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف په ګډون له ۴۰ زياتو غړو د غدارۍ مقدمه درج شوې ده. خو حکومت وايي، د غدارۍ په مقدمه کې کښلې نه ده.دا چې اپوزشن ګوندونو احتجاجي تحريک... Читать дальше...

قرغزستان کې نن هم زرګونه کسانو اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پلازمېنه بشکېک کې نن هم زرګونه کسانو اعتراض وکړ. دغلته مخالفان هڅه کوي چې د یکشنبې ورځې پارلماني ټاکنو وروسته ډېر واک ترلاسه کړي. اعتراض کوونکي نن بشکېک کې د حکومت ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو. دوی شعار ورکاوه چې راتلونکي حکومت کې باید د دوی په ټکو پاک کسان شامل شي. اعتراض کوونکي دغه‌راز غوښتنه کوي چې پېژندل شوی پانګه‌وال تیلیک توقتو غازيیف باید د صدراعظم په توګه وټاکل شي.

کاپیسا کې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل

Pa.azadiradio.com 

کاپیسا کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یوې ماین چاودنې یوه ښځه او دوه سړي ووژل. د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د تګاب ولسوالۍ خساچینې سیمه کې د دې کسانو پر موټر وشوه. تګاب د کاپیسا له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې طالبان په‌کې فعاله حضور لري. تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

پر ښځینه فعالانو د بریدونو پر وروستۍ ډېرېدنې د امریکا سفارت اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر پر ښځینه فعالانو د بریدونو پر وروستۍ ډېرېدنې اندېښنه ښودلې. راس وېلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا موضوع‌یې د بشري حقونو کمېسیون له مشرې شهرزاد اکبر سره د ملاقات پر مهال څېړلې ده. د امریکا سفارت څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې ترهګرې ډلې د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو په وړاندې د حملو پلانولو ته دوام ورکوي. تازه د تېرې یکشنبې په ورځ د میدان ښار پر ښاروالې ظریفې غفاري د کابل ارغندې سیمه کې وسله‌وال برید وشو چې روغه ترې  ووتله. نوموړې له دې وړاندې یوه بل برید کې سطحي ټپي شوې وه. Читать дальше...

عبدالله له هندي چاراکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله به نن د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.  هند ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د سفر په دویمه ورځ به ښاغلي عبدالله د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.  د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی عبدالله به له هندي چارواکو سره د افغان سولې پروسې او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي. هغه زیاته کړه: "د ملي مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د ملي امنیت له... Читать дальше...

زابل چارواکي: شهر صفا کې یوه نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې چارواکي وایي، چې یوه نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي.  د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وایي، چې پېښه نن د شهر صفا ولسوالۍ د مانده په امنیتي پوسته کې رامنځته شوې.  د دوی د معلوماتو له مخې نفوذي کس د یادې پوستې پنځه ملي پوليس او يو محلي پوليس پر ډزو وژلي دي او خپله له وسلو او مهماتو سره یو ځای له سیمې تښتېدلی.  تراوسه د پېښې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

د ډونالډ ټرمپ سلاکار په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نږدې همکار په کرونا ویروس اخته شوی دی.  د راپورونو له مخې د سټیفن مېلر د کرونا ازمیښت پرون د اکټوبر په شپږمه مثبت راووت.  مېلر د ټرمپ یو نږدې سلاکار او د نوموړي د ویناوو لیکوال دی.  د امریکا ولسمشر او د سپینې ماڼۍ یو شمېر نور کارکوونکي داسې مهال په کرونا اخته کېږي چې دغلته نږدې میاشت وروسته د نومبر په درېیمه ولسمشریزې ټاکنې کېږي.  د سپینې ماڼۍ ویاندې کېلای مک ایناني چې خپله هم په کرونا اخته شوې ویلي، د ښاغلي مېلر روغتیایي وضعیت ښه دی.  ټاکل شوې نن د ډونالډ... Читать дальше...

افغانستان کې ناامنۍ او جګړه؛ 'د میلیونونو کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر زیاتېږي'

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې روانې ناامنۍ هره ورځ د میلیونونو کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر ورزیاتوي.   په داسي حال کې چې د افغانستان د شااوخوا ۴۰ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر په ځنډ پر مخ روان دی، خو بل لور په نږدې ټول هېواد کې جګړې په چټکۍ مخته ځي او هره ورځ په بېلابېلو ډولونو له خلکو قربانۍ اخلي.   د عامو وګړو د ژوند د سختیو په لړ کې د ارزګان ولایت د وروستیو جګړو نوي بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژوندانه له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.   ۵۹ کلن حبیب‌الرحمن د ارزګان ولایت... Читать дальше...

د مدني فعال سید جعفر شاه ژوند او کار

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې سياستوال، مدني فعال سيد جعفر شاه ميلمه دی. جعفر شاه د صوبايي اسمبلۍ دوه واري غړی پاتې شوي. نوموړي ځينې کتابونه هم ليکلي او اشوکه فيلوشپ جايزې هم ګټلې ده. د دې خپرونې کوربه ګل اياز دی.


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Валерий Гергиев — о судьбе театров после объединения Мариинки и Большого





Персональные новости
Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM





نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟

Pa.azadiradio.com 

د ټایمز اف اینډیا د ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې هند ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر پر پنځه ورځني سفر لیکنه خپره کړې ده.  عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ نوي ډیلي ته ولاړ. ده په ټویټر کې لیکلي دي چې دی به د دې سفر په ترڅ کې پر افغان سوله له هندي چارواکو سره وغږېږي.  ټایمز اف اینډیا لیکي، ښاغلي عبدالله ته د هند حکومت د سفر رسمي بلنه ورکړې ده څو د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.  دا هند ته د افغانستان د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د عبدالله عبدالله لومړی رسمي سفر دی.   نوی ډیلی په افغان سوله کې د پاکستان نقش ته اندېښمن دی. Читать дальше...

دفاع وزارت: هلمند او کندهار کې موټربم بریدونه شنډ شوي

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې  دوه موټر بم بریدونه مخکې له کېدو شنډ کړي دي.  وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یو موټر بم تېره شپه د هلمند ګرشک کې د ملي اردو پر پوستې له برید مخکې له منځه وړل شوی چې درې سرتېري په کې ټپيان شوي دي.  خبرپاڼه کې راغلي، په همدې شپه د کندهار معروف ولسوالۍ کې هم یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د سرحدي ځواکونو پوستې سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګوي.  ویل شوي چې دغه موټربم هم له لرې واټنه ویشتل شوی چې چاودنه کې یې دوه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي. Читать дальше...

د کابل امنیتي کمربند د لا ټینګښت خبر ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پوځي او امنیتي چارواکي، تر هغه وروسته د کابل امنیتي کمربند د لا ټینګښت خبر ورکړی چې په ښار کې د هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.  د یوې مرکزي فرقې قومندان رامین مقبل وایي، د کمربندونو له ټینګوالي سره د ولسوالیو پر امنیت هم تمرکز کیږي.  هغه زیاته کړه: "د کابل ۱۱۱مه مرکزي فرقه په لومړۍ درجه احضاراتو هر ډول فعالیت او په ښار او ولسوالیو کې د دښمن د بریدونو دفاع او شنډولو ته چمتو ده، د کابل د کمربند د لا ټینګښت لپاره مونږ ښه تحکیمات تنظیم کړي دي."   پرون د ملي امنیت عمومي ریاست... Читать дальше...

محمد فرهاد عظیمي د بلخ والي شو

Pa.azadiradio.com 

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوه بیان کې تایید کړې چې د جمهوري ریاست د حکم له مخې محمد فرهاد عظیمي د محمد اسحق رهګذر پر ځای د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی.  ښاغلی عظیمي تر دې مخکې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر و او پخوا یې په ولسي جرګه کې د بلخ استازیتوب کاوه.  د بلخ نوی والي د جمعیت اسلامي د ګوند د اجراییه رییس عطامحمد نور له نږدې کسانو ګڼل کیږي.

د لغمان د ولایتي شورا رییس او دوه ساتونکي یې چاودونه کې ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان د ولایتي شورا رییس او دوه ساتونکي یې په یوه ماین چاودنه کې ټپیان شوي.  د دغه ولایت د مطبوعاتو ریاست په یوه بیان کې ویلي چې د ولایتي شورا د رییس عتیق الله عبدالرحیمزي په موټر باندې دا چاودنه سه شنبه مازیګر په قرغیو ولسوالۍ کې شوې ده.  د وروستیو معلوماتو له مخې ښاغلی عبدالرحیمزی او ساتونکي یې د ننګرهار روغتون ته انتقال شوي و چې اوس بېرته رخصت شوي.  دا په لغمان کې روانه اوونۍ دویمه چاودنه وه.  دوشنبه د لغمان د والي رحمت الله یارمل موټر او ساتونکي د یوه موټر بم هدف وګرځېدل.  په دې چاودنه... Читать дальше...

په نګورنو قره باغ کې د تېلو یو پایپ لاین په راکټونو ویشتل شوی

Pa.azadiradio.com 

لویه څارنوالي وايي د نګورنو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د قره باغ جلا غوښتونکو وسله والو د تېلو یو پایپ لاین په راکټونو ویشتلی دی.  ارمنستان د اذربایجاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.  د ازادي راډیو اذري څانګې راپور ورکړی د جیهان د تېلو پايپلاین باکو له تبلیسي سره وصلوي.  د تېلو د دې پایپ لاین له لارې اروپا ته د اذربایجان تیل انتقالېږي.  اذربایجاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د دوی د پوځ د هڅو په نتیجه کې د یاد پايپ لاین د تخریب مخه نیول شوې ده خو یو ملکي کس وژل شوی دی.  شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې ارمنستان... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Потапова всухую обыграла Шнайдер в 1-м круге турнира в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В СВАО Москвы реконструируют дорогу и построят мост





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Песня

Совместная Песня со Звездой.



Москва

Из России выдворят 15 граждан Узбекистана после массовой драки в Туапсе

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net