د روانې میاشتې د سپټمبر پر شلمه نېټه د پاکستان پیپلز پارټۍ په کوربتوب د اپوزېشن غونډې ته د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف له لندنه په خپله انلاین وینا کې دړکه کړې وه چې سر له اوسه د دوی سیاسي مبارزه د وزیر اعظم عمران خان د حکومت خلاف نه ده بلکې چا چې دا حکومت راوستی دی د هغوی خلاف به میدان ته راوزي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېلمند ولایت کې د بست د تاریخي سیمې پېنځه ودانۍ له سره رغوي چې پکې د علامه ابن حبان زیارت، د بست څلی، د بست کلا زېرخانې، د اوبو زېرمتون او کوهی او د شهیدانو زیارت شامل دي. د تاریخي سیمې په اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.
ارمنستان وایي، د ترکیې 'اف-۱۶' جنګي جټ الوتکې یې یوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.
انقرې سمدستي د ایریوان دغه ادعا نادرسته وبلله.
د ارمنستان د دفاع وزارت یوه ویاند شوشان استی پنیان په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د سوخوی سو ۲۵ الوتکهیې د دې هېواد په هوایي قلمرو کې د مأموریت په جریان کې رانسکوره شوې ده.
د هغه په وینا د الوتکې پیلوټ د یوه اتل په څېر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ارمنستان د تېرې ورځې دغه ادعا داسې مهال کېږي چې له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګورنو قرهباغ پر سر د دې هېواد جګړه پرون پرلهپسې درېیمه ورځ روانه وه. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قرهباغ د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه.
امنیت شورا بېګا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قرهباغ په لانجمنه سیمه باندې د تازه جګړې په اړه غونډه درلوده.
د دې شورا غړو د جګړې د سمدستي درېدو غږ وکړ او همیې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې ښکېلې خواوې باید له تاوتریخوالي لاس په سر شي او مؤثرو خبرو ته وګرځي.
ارمنستان د نګورنو قرهباغ په جګړه کې ترکیه هم د اذربایجان په ملاتړ تورنه کړې او پرونیې ادعا کړې چې د ترکیې یوه جټ الوتکهیې نسکوره کړې ده. Читать дальше...
په لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې بېګا شااوخوا اته بجې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په قلعټک سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.
هغه وايي وژل شوي یوه ښځه او دوه ماشومان دي.
د پېښې درې ټپیان چې ماشومان دي روغتون ته وړل شوي.
د لغمان د والي ویاند که څه هم ونهویل چې دغه مرمۍ د کوم لوري لهخوا توغول شوې، خو په سیمه کې وخت نا وخت د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ پر یو بل د بریدونو خبرونه ورکول کېږي. Читать дальше...
د کابل د ۱۱مې حوزې په جمهوریت څلورلاري کې یوې ماین چاودنې دوه پوځيان ټپيان کړي.
د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د مقناطیسي ماین دا چاودنه په ۲۰ باندې اووه بجو په یوه فورډ (پوځي موټر) شوې ده.
چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې شوي.
د افغانستان په پلازمېنه کې دا چاودنه داسې وخت کېږي چې هلته په دوحه کې د افغانستان د دولت پلاوی او طالبان د سولې په خبرو بوخت دي او وايي هڅهیې ده چې روان تاوتریخوالی ختم کړي.
ډېلي مېل
یو شمېر لوېديځ ورځپاڼو له هغې ډلې ډېلي مېل پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله د سفر په اړه مقالې خپرې کړي.
د ډېلي مېل لهخوا په خپره شوې مقاله کې راغلي چې عبدالله عبدالله له پاکستان سره د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په لټه کې دی.
په مقاله کې د عبدالله عبدالله د هغو خبرو یوې برخې ته اشاره شوې چې په اسلاماباد کې یې د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټټیوټ کې کړي.
هغه ویلي په دې سخت باور لري چې له څو کړکېچنو کلونو وروسته اوس د دې وخت دی چې دواړه هېوادونه... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه 'ژوند په شېیو کې' پروګرام د ګرځندوی تاریخچې ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛
د ګرځندوی تاریخ تر کومه رسېږي؟
او اوس په څه حالت کې دي؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
کابل چاپ ډېری ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په دوحه کې د تماس ډلې په خبرو کې د ځنډ او اسلاماباد ته ډاکتر عبدالله د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي، په دوحه کې د تماس ډلې له تېرو شااوخوا ۲۰ ورځو راهیسې مخامخ اته غونډې کړي، خو لایې هم بشپړه پایله نهده ورکړې.
د لیکوال په اند داسې ښکاري چې که دواړه اړخونه له بهرني فشار او درېیمګړي پرته همداسې پرېښودل شي، نو په میاشتو میاشتو به هم پر اصولو، کړنلاره او اجنډا توافق ونهکړي.
په سرمقاله کې سپارښتنه شوې، امریکا چې د افغانستان... Читать дальше...
زلمي خلیلزاد ویلي له روانو خبرو دا تمه ده چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره د لارې نقشې او یو تلپاتي او هر اړخیز اوربند په لور پرمختګ وشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیلزاد نن دا خبره په خپل ټویټر لیکلې.
هغه ویلي د دوحې او سولې په لور روان دی څو له شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو او سولې پسې سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او د ودې د پراختیا په اړه وغږېږي.
ښاغلی خلیلزاد داسې وخت دوحې ته روان شوی چې هلته د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ خبرې روانې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره وشوه.
دا مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې د فاکس نیوز د نطاق کریس والاس په کوربهتوب وشوه چې له اول سره کاندیدانو په یو بل لفظي ګوزارونه کول.
جوبایډن ټرمپ یو مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله او په یوه برخه کې یې هغه ته وویل چې غلی کېږې (خوله بندوې) که نه؟
ټرمپ هم په ځواب کې بایډن ته کیڼ اړخی افراطي ووایه او څو وارهیې هغه له افراطیانو سره تړلی وباله.
په دې مناظره کې د امریکا متحده ایالاتو... Читать дальше...
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو 'ای.پي.اېل' په روانو سیالیو کې افغان راشد خان د لومړي ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې د ډېلي کپیټلز لوبډلې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې تهيې بریا خپله کړه.
راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمې ۱۲ منډې ورکړې او درې مهمې وېکټې يې واخیستې.
په دې لوبه کې چې تېره شپه د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې هدف... Читать дальше...
تمه ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د پاکستان د دیني عالمانو د شورا له غړو سره وګوري.
تر دې مخکې د مولانا فضلالرحمن په ګډون یو شمېر پاکستانیو دیني عالمانو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په وړاندې جهاد روا بللی و.
د ملي مصالحې عالي شورا جګپوړي سلاکار او د رسنیو د دفتر مشر مجیبالرحمن رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان دیني عالمانو ته واضح پیغام ورکړي.
هغه زیاته کړه: "دیني عالمانو ته به زموږ پیغام هماغه پیغام وي چې ټولو ته مو... Читать дальше...
د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح د ۹۱ کلنۍ په عمر مړ شو.
د کوېټ د شاهي چارو وزیر شېخ علي جراح الصباح پرون ناوخته د ټلوېزیون له لارې د هغه د مړینې خبر ورکړ.
د کوېټ د امیر د روغتیایي وضعیت په اړه له څو میاشتو راهیسې ګونګوسی روانې وې.
شېخ صباح له تېر کال راهیسې څو ځلې روغتون ته لېږدول شوی و.
نوموړي په ۲۰۰۶ کال د تېلو د دغه تولیدوونکي او د متحده ایالاتو د متحد هېواد د چارو واګې په لاس کې اخیستې وې.
د هغه ورور ولیعهد شېخ نواف احمد الصباح د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی.
هغه پاکستاني وګړي چې د طنزیه مجلې شارلي ابدو د پخواني دفتر په مخکې د دوو تنو په ټپي کولو تورن دی ویلي چې دی نهپوهېده چې د دغې مجلې دفتر بدل شوی او غوښتلیې چې هغه ته اور ورته کړي.
دا خبره د فرانسې یوه څارنوال ژان فرانسوز ریکارډ پرون خبریالانو ته وکړه.
د هغه په وینا دغه مشکوک کس چې ځانیې ۱۸ کلن حسن معرفي کړی، غوښتل چې د اور لګېدو له درې بوتلونو په استفادې دغه دفتر ته اور واچوي.
په ۲۰۱۵ کال په پاریس کې د شارلي ابدو پر دفتر په حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول.
حمله کوونکو دغه حمله د دغې مجلې لهخوا... Читать дальше...
د افغانستان د فوتبال غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې طوفان هریرود او موجهای امو به نن سره لوبه وکړي.
دا به د دغو سیالیو څلورمه لوبه وي.
د افغانستان د فوتبال غوره لیګ نهم دور د تېرې پنچشنبې په ورځ په کابل کې پیل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د نجونو او ښځو په ګډون ډېر خلک د دغو ولولو ننداره کوي.
د ارزګان چارواکي وایي چې د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې یې یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته نیولي او هغوی تهیې مرګژوبله اړولې ده.
د دې ولایت د امنیه قوماندان شفیقالله سهار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کمانډو ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي دي.
ده وویل: "دره سنجد ساحهیې نیولې او هلته مو څلور پوستې واچولې. خیلنو ساحه ده، کنډوګک ساحه ده. دغو ساحو کې چې طالبان وو، دا مو بېرته ونیولې. ۱۱ طالبان وژل شوي."
د ښاغلي سهارپه وینا د وسلهوالو طالبانو یو شمېر... Читать дальше...
په بلاروس کې پر الکساندر لوکاشینکا چې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، د نړیوالو فشارونه پر زیاتېدو دي.
په داسې حال کې ده چې نړیوال فشارونه د بلاروس د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اړه په زیاتېدو دي او هم د اپوزېسیون د غړو، رسنیو او د مظاهره کوونکو په وړاندې د پولیسو ځپونکي اقدامات دوام لري، کاناډا او بریتانیا د الکساندر لوکاشینکا په ګډون د بلاروس پر یو شمېر جګپوړو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.
د دغو نویو بندیزونو له مخې چې کاناډا او بریتانیا پرون سې شنبه اعلان... Читать дальше...
نن د سېپټېمبر ٣٠ مه د ژباړې نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې زیات شمېر ځوانان په انفرادي ډول هڅه کوي چې له نورو ژبو پښتو ته ژباړې وکړي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا ژباړې معیاري دي؟
۳۵ کلن عبدالباري ګوګل ژباړن ته د پښتو جملو په ژباړلو او ورزیاتولو بوخت وي.
دی چې په کندهار ښار کې د کمپیوټري خدمتونو د وړاندې کولو مرکز لري وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې ګوګل ژباړن ته پښتو جملې ژباړې.
دی وايي، تر دې دمه يې نږدې اتیا زره پښتو جملې ژباړلي او خپلې دې هڅې ته دوام ورکوي. Читать дальше...
له کابله اسلاماباد ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې یوه نوي باب پرانیستلو ته هیلې زیاتې کړې دي.
دغه شورا وایي، د پاکستان صدراعظم عمران خان او د دې هواد د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د افغانستان د سولې په پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.
ښاغلي عبدالله پرون له دواړو مشرانو سره جلا جلا وکتل.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا جګپوړي سلاکار او د رسنیو د چارو رئیس مجیب الرحمن رحیمي تېره شپه د دغو لیدنو کتنو په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.
Путин в России и мире
Москва
Активам прописали превентивные меры // Какое имущество США в России может быть изъято в качестве ответного шага
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Пётр Чайковский
В Якутии фестиваль классического балета «Стерх» откроется бессмертной классикой Петра Чайковского «Лебединое озеро»
Москва
Предприниматели с инвалидностью презентуют идеи бизнес-проектов на Всероссийском слете предпринимателей «Инвастартап»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net