په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې د دوی په وینا " ترهګریزې شبکې" پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
سفارت نهدي ویلي چې دغه ترهګریزې شبکې څوک دي.
دوی پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.
سفارت په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي او امنیتي سپارښتنې عملي کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
افغانستان وایي، هوډ لري چې له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.
دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه کړې، خو د دغه تړون وخت او ځای یې نهدی مشخص کړی.
په دې اړه خبرپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او تاجکستاني سیال یې سراج الدین مهرالدین له لېدو کتو وروسته خپره شوه.
تاجکستان دا مهال له څلورو هېوادونو چین، قزاقستان، روسیې او ازبکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لري.
ښاغلی اتمر پرون په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ چې هلته یې له صدراعظم او د... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني په تذکره کې د میندو نوم د زیاتولو فرمان ورکړی دی.
په تذکرو کې د میندو د نامه راوړل د نفوسو قانون کې د وروستیو کلونو تر ټولو لوی بدلون برېښي.
خبر یې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر ورکړ.
ښاغلي صدیقي لیکلي چې د میندو نوم به د هویت تذکره کې د نورو فردي مشخصاتو ترڅنګ راځي، یعنې د پلار او نیکه د نومونو لیکه کې به ځای ورکول کېږي.
فرمان د فعالانو اوږدو هلو ځلو ته ځواب و چې په تدکره کې یې د مور نامه د رسمي ځایولو غوښتنه کوله.
پخپله له دغه بدلون سره هم مخالفتونه شته، خو... Читать дальше...
د اپل شرکت نن اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ په هند کې لومړنی انلاین پلورنځای فعالوي.
د ټکنالوژۍ دغه شرکت هڅه کوي په هند کې چې د ځیرکو ټيليفونونو له لویو بازارونو دی، د خپلو تولیداتو پلور زیات کړي.
دا مهال اپل له نورو شرکتونو سره په همکارۍ په هند کې په انلاین ډول خپل توکي پلوري.
د اپل اجرایي مدیر تیم کوک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، شرکتیې بېصبرانه منتظر دی چې هند کې خپلو پېرېدونکو سره مستقیمه اړیکه کې اوسي او د هغوی ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.
د ازبکستان حکومت وایي، دغلته پر نړیوالو الوتنو لګول شوی بندیز د راتلونکې اکټوبر میاشتې له پيله ليرې کوي.
چارواکو پرون وویل، د ازبکستان لارې به یو ځل بیا نړیوالو ګرځندویانو ته پرانيستل شي، خو په دې شرط چې سیلانیان د کرونا ویروس د مخنیوي سپارښتنې عملي کړي.
ازبکستان د روان لمریز کال په مارچ میاشت کې هغه مهال خپلې پولې وتړلې چې کرونا ویروس خپور شو.
په دې موده کې یوازې چارتر الوتکو او هغو ځانګړو رېل ګاډو د تګ اجازه درلوده چې له نورو هېوادونو یې د ازبکستان وګړي خپلو کورونو ته لېږدول.
تر اوسه د... Читать дальше...
د روسیې په ختیځ ښار نخودکا کې یوې محکمې د شمالي کوریا یو تبعه په ۱۷ کاله زندان محکوم کړ.
د دغه کس جرم دا ښودل شوی چې د روسیې پر سرحدي ګارد یې برید کړی دی.
د جولای میاشتې په لومړیو کې د شمالي کوریا یو بل تبعه هم روسیه کې په څلور کاله بند محکوم شوی و.
د شمالي کوریا ۱۶۰ وګړي د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې هغه مهال ونیول شول چې په وړو بېړیو کې د روسیې اوبو ته دننه شوي وو.
هغه مهال د یوې بېړۍ سپرلۍ د روسیې پر سرحدي ګارد برید وکړ چې څلور کسانیې ټپیان کړل، وروسته بیا یوه کس له ټپونو ساه ورکړه.
په دې پیښه کې د شمالي کوریا یو وګړی هم وژل شوی و.
عبدالله عبدالله پر سوله او خپلمنځي پخلاینې باور په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره راغبرګ کړ.
په قطر کې د بینالافغاني خبرو په پرانیستونکې غونډه کې د ښاغلي عبدالله پخلا کوونکې لهجې ځان ته پام اړولی و، خو اوونۍ لا تېره نهده چې په هغو خبرو کې یې د لومړني بري خبر هم ورکړ.
عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۸» په کابل کې د برهانالدین رباني د نهم تلین غونډې ته غږېده، وویل چې له خبرو نه لومړنۍ نښې ډاډمنوونکې دي.
هغه زیاته کړه: "په تېرو ورځو کې مذاکراتي پلاوو خبرې درلودې، قدمونه اوچت... Читать дальше...
د ټولګوندیزې غونډې پرېکړه لیک وايي دوی ته داسې ښکاري چې د پاکستان ۱۹۷۳م ایین څخه سرغړونه کېږي او د هېواد جمهوري بهیر مخه اړول کېږي.
د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) دا پټ راپور ښايي چې طالبان د مالي او نظامي امکاناتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نېږدې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په اروپا کې د دې وایرس خپرېدل د ګواښ تر حده زیات شوي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۰ میلیونو اوښتی او د مړینو شمیر یو میلیون ته نږدې شوی دی.
خو د جانز هاپکنز پوهنتون ارقام په دې ناروغۍ د اخته او مړو کسانو حقیقي شمېر نهښيي ځکه په ټوله نړۍ کې خورا ډېر ناروغان د کرونا ټسټونه نهکوي او ځیني نور بیا پرته له دې چې د ناروغۍ نښې ولري دا ویروس انتقالوي.
په متحده ایالاتو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶،۶۷۴ زرو او د مړینو شمېر له ۱۹۷ زرو، په هند کې د کرونا د ناروغانو شمېر له ۵،۲۱۴... Читать дальше...
یاد غزلیزماښام د یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون د ولسي ملاتړ برنامې لخوا جوړ شوی وو.
مېل انلاین
مېل انلاین خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده «د افغان سولې د خبرو له ادامې سره په لسګونو کسان په جګړه کې وژل شوي دي».
د دې مقالې په پيل کې خپرونې د جلالاباد د چهارشنبې د ورځې د لاریون هغه عکس خپور کړی دی چې ازادي راډیو هم د دې لاریون له راپور سره یوځای په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی دی.
په دې تصویر کې یو شمېر افغان مېرمنې ښکاري چې ځینو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ماسکونه اغوستي، ځینو چادرۍ پر سر دي او یوې نیمې پوړنی پر سر کړی دی. دوی یوه لیکنه له ځانونو سره وړي چې پهکې لیکل شوي دي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنر وايي، هغه هېوادونه چې د بشر د حقونو ضعیف سابقه لري، د کورونا وايرس ناروغۍ پرمهال خورا خراب شوي. د ادارې مشرې ويلي دي چې په دې حالاتو کې بشري حقونو ته جدی پاملرنه پکار ده.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بلاروس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات پیل کړل.
ټاکل شوې د دې سازمان د کارپوهانو کمېسیون چې پرون د سپټمبر په ۱۷ مه غوره شو د خپلو څېړنو نتایج د شپږو او اتو اوونیو په ترڅ کې بشپړ کړي.
دا کمېسیون به د اګست په نهمه د بلاروس د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې او وروسته د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ راپورونه وڅېړي.
د دې انتخاباتو په پایله کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شپږمې پرله پسې دورې لپاره د دې هېواد د ولسمشر په توګه غوره شو. Читать дальше...
د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» مشر وايي چې روسیه لاهم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو هڅو ته دوام ورکوي.
د «FBI» مشر کریستوفر ورې پرون د سپټمبر په ۱۷مه، د استازو جرګې د امنیتي کمېټې له غړو سره په خبرو کې وویل د روسیې هدف دا دی چې په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن بدنامه کړي.
ښاغلي ورې زیاته کړه روسیه له بهر څخه د نفوذ لپاره په هغو ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري چې هدفیې د ټولنیزو شبکو، نیابتي ډلو، دولتي رسنیو او انلاین خپرونو له لارې بایډن ته زیان اړول دي.... Читать дальше...
د افغانستان حکومت په یونان کې د ډېرو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شپږ لکه یورو ځانګړي کړل.
د یونان په لیسبوس ټاپو کې موریا کمپ تېره اوونۍ د اورلګېدو په یوه پېښه کې ویجاړ شو او د لسګونه افغانانو په ګډون شااوخوا ۱۲ زره کډوال چې اروپا ته د مهاجرت په تمه په یونان کې دېره دي، بېکوره شول.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر اشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله څو له دې کډوالو سره د مرستې لپاره ۶ لکه یورو چې د څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو معادل کېږي د دولت له بودجې څخه ځانګړي کړي. Читать дальше...
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ازادي راډیو د ارواښاد خبریال جان اقا الکوزي روح ته ډالۍ شوې، په لاندې هنري او ادبي مسایلو راښکلې شوې:
باز محمد عابد د ښځینه سینګارتوکي وښي په اړه راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې له څېړنوال صلاحي د سریزه لیکنې په میتودولوژۍ بحث شوی.
په فنکار کې د عرفان احمدزي سره د هغه په فن خبرې شوي.
په زرپاڼه کې به د خوږو ماشومانو لپاره د مرغاوۍ او ګیدړ کیسه واورئ.
او په ورېښمین خیال کې به حالاتو ته ویل شوی نظم واورئ.
د دې خپرونې جوړوونکی پوهنیار محبوبشاه محبوب دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ... Читать дальше...
افغان چارواکي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د کابل لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرتالله چې په ملا سنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صلاحالدین صادق... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي چې افغان لرغون پېژندونکو په دې ولایت کې د بودیزم له دورې پاتې یو زندان چې شااوخوا ۲۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوی، موندلی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان کې د سره ردو د ولسوالۍ په سبزاباد سیمه کې د دې لرغونې ودانۍ د موندلو خبر ورکړی دی.
د بیان له مخې زندان په یوه ژوره سیمه کې جوړ شوی چې دروازې نهلري او له هغه ځایه د خټینو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري ازادۍ راډیو ته وویل چې په سبزاباد کې له درېیو کلونو راهیسې کېندنې... Читать дальше...
د تېرو څو ورځو له نښتو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړی.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان دفاعي امنیتي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې هم طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان دفاعي-امنیتي ځواکونه د سولې پروسې ته د درناوي لپاره په فعال دفاعي حالت کې د خپل ځان او خپلو خلکو د دفاع په خاطر د طالبانو حملې شنډوي او هغوی ته درنه مرګژوبله هم اړوي. د طالبانو... Читать дальше...
د امریکا د خزانې وزارت د ایران د هکرانو پر یوې ډلې، یوې تش په نامه کمپنې او لسګونه کسانو نوي بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د خزانې وزارت وايي چې دا ځل یې په بندیزونو کې د ایراني هکرانو یوه ډله، یو تش په نامه شرکت او له ۴۵ زیات کسان چې د مخالفینو، خبریالانو او د توریستي شرکتونو د ځپلو په کمپاین کې یې برخه لرله په نښه شوي دي.
دې وزارت پرون پنجشنبه په یو بیان کې وویل چې دې مؤسسو او افرادو د یوه کال په ترڅ کې د ایران د استخباراتو د وزارت او امنیت په استازیتوب کار کاوه.
بیان زیاتوي چې د استخباراتو... Читать дальше...
د افغانستان د دولت پلاوی وايي، هیله لري چې له طالبانو سره به د اوربند په اړه موافقې ته ورسېږي.
که څه هم د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغانستان د دولت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي دي چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیلهمن دی.
هغه دا څرګندونې د قطر له ټلوېزیوني شبکې الجزیرې سره په مرکه کې کړي، خو په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د طرزالعملونو په اړه خبرې پرون د شپې تر ناوخته له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA сообщила о достижении Рыбакиной после победы над Швентек
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Экологический телемост регоператора МСК-НТ связал школьников Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Саша растёт, а липома – нет. Читатели aif.ru собрали деньги для Саши Шубиной
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net