په امریکا کې د افغانستان د سفارت پر میلیوني ډالرو جوړ شوی جنجالي دېوال!
د ولسي جرګې هغه پلاوی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت د ودانۍ د یوه دېوال د جوړېدو په چاره کې د فساد د شویو ادعاوو په اړه څېړنه کوي وايي، په نږدې دوه میلیونه ډالرو د داسې یوه دېوال رغېدل د منلو نهدي.
جاوېد صافی چې د ولسي جرګې لهخوا امریکا ته تللی وايي، هغه مواد چې د دېوال په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل شوې، په ډېرې اسانۍ پیدا کېږي او بیهیې هم دومره پورته نهده.
ښاغلی صافی په واشنګټن کې د افغانستان... Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئيس په برخه کې د عدالت د تطبیق غوښتنه وکړه.
ښاغلي وېلسن نن پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا کرامالدین کریم د ناوړه جنسي استفادې په خاطر مجرم پېژندلی دی، نو د هغو ښځو لپاره د عدالت غوښتونکی دی چې له خطر سره مخامخ شوي دي.
په افغانستان کې دغه امریکايي ډیپلومات ویلي، قربانیان حق لري چې د منصفانه محکمې له لارې عدالت وویني.
فیفا کرامالدین کریم د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ځورولو په تور د فوټبال له فعالیتونو منع کړی دی. Читать дальше...
د بیروت په ساحلي بندر کې نن د اور زورورې او لویې لمبې پورته شوې.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې لا هم د بیروت د اوسېدونکو له ذهنه د تېرې میاشتې د سختې چاودنې وېره نهده وتلې.
راپورونه وايي چې د پېښې له ځایه ټینګ لوګي اسمان ته پورته کېږي.
تر اوسه د لګېدلي اور له کبله د مرګژوبلو یا تاوانونو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د لبنان پوځ وايي چې ګودامونو، د تېلو زېرمتون او د موټرونو ټایرونو تهیې د اور د غځېدو مخه نیولې ده.
د سېپټېمبر پر ۱۰مه په پېښور کې د شخصي ښونځویو د ماشومانو مېندو او پلارانو ټولنې په یو احتجاجي لاریون کې ویلي دي چې د کورونا وایرس د وبا مخنیوي لپاره په ټولبند کې ولس له مالي ستونزو سره مخ شوی او له هغوی سره دې د ماشومانو په فیسونو کې د پام وړ رعایت وشي.په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
دولتي سرچینې وايي چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی به سبا له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.
د سولې د مرکچي پلاوي دوو غړو فوزیې کوفي او حفیظ منصور له ازادي راډیو سره په خبرو کې قطر ته د افغان پلاوي سبانی سفر تأیید کړ.
فوزیې کوفي وویل چې دواړه خواوې به د شنبې په ورځ خبرې پیل کړي.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره د خبرو لپاره په دې خاطر انتظار و چې ظاهراً طالبان حاضر نهول چې خبرې وکړي، خو اوس ویل شوي چې طالبان هم حاضر شوي چې د سولې خبرو ته کېني.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳ پولیس هغه مهال ووژل شول او ۹ تنه نور ژوبل شول چې پر پوستې یې موټربم برید وشو.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پېښه تأیید کړه، خو ویېویل چې نن غرمه مخکې تر دې چې له چاودېدونکو موادو ډک مازدا موټر د ارغنداب ولسوالۍ د لاهور پر امنیتي پوسته برید وکړي د پولیسو لهخوا وویشتل شو چې په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.
ده په عین حال کې وویل: "په دې پېښه کې ۷ پولیس سربېرن ژوبل دي، حمله کوونکي لهمنځه تللي او نور چا ته زیان نهدی اوښتی."
خو یوې امنیتي سرچینې... Читать дальше...
لیونل میسي له بارسلونا لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل. که څه هم بارسلونا لوبډلې یوه اوونۍ مخکې تمرینونه پيل کړي و، خو د میسي د جلا کېدو په موخه یوه اوونۍ وروسته د بارسلونا لوبډلې سره په تمرینونو کې پرون یوځای شو.
۳۳ کلن لیونل میسي د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې بارسلونا لوبډله پرېږدي، خو د تېرې جمعې په ورځیې په یوه مرکه کې د نهجلا کېدو اعلان وکړ.
هغه د ګول سایټ سره په مرکه کې وویل چې د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتینې توګه جلا کېدم، خو د دې کلب مسؤلینو مې غوښتنه نهمنله.
لیونل میسي... Читать дальше...
د ازادو مبارزو اتل حبیب نور محمدوف اعلان کړی چې ډېر ژر به له لوبو سره مخه ښه وکړي.
د سپورټ اکسپرس د راپور له مخې د ازادې مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي ویلي چې لږ زخمي شوی او نهغواړي چې فلج شي.
د روسیې دا نامتو لوبغاړی د «UFC» سازمان کمربند لري او په دې سازمان کې د خپل وزن نړیوال اتل لوبغاړی دی.
د ازادو مبارزو «MMA» نړیواله درجهبندۍ کې حبیب نور محمدوف په لومړي ځای کې راغلی.
انسټيټیوټ د نړۍ په ۱۵۷ هېوادونو او سیمو کې څېړنې کړي دي او وايي چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به له دې جملې څخه ۳۴ فیصده هېوادونه د اوبو او ۲۲ سلنه به یې د خوراک له لوی کمښت سره
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې پر دوو دیني عالمانو ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د حملې د طراح د نیولو خبر ورکړ.
دغې ادارې نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بنسټ مأمورینو په ځانګړو عملیاتو کې په عکرمه مشهور عبید نیولی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست په وینا، دغه کس داعش ډلې سره تړاو لري، په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې دغې ډلې د جنګ عمومي مسؤل هم و.
ښاغلی نیازی په جون میاشت کې په کابل کې په جومات کې دننه چاودنې وواژه، د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.
له دغې حملې شااوخوا یوه اوونۍ وروسته،... Читать дальше...
د ایران وسلهوالو ځواکونو نن چهارشنبه هُرمز ستراتېژیک تنګي ته نږدې کالني سمندري تمرینونه پیل کړل.
د ایران دولتي ټلوېزیون وايي، د سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونو جزوتامونه په دې درې ورځني مانور کې چې له اوبتلونو او بېپیلوټه الوتکو هم پهکې کار اخیستل کېږي، برخه لري.
د دې مانور چې 'ذوالفقار ۹۹' نومېږي، قوماندان امیرالبحر حبیبالله سیاري پرون وویل، د مانور هدف د بهرنیو ګواښونو او احتمالي یرغل په وړاندې د چمتووالي زیاتېدا ده.
چالیک هولډېنګ کمپنۍ به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژه جوړه کړي.
د ترکمنستان دولتي خبري اژانس نن په یوه راپور کې ویلي، د دې هېواد ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د چالیک هولډېنګ کمپنۍ له مشر احمد چالیک سره د 'ټي.اې.پي' یا د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژې د عملي کېدو په چارو کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د ترکمنستان د انرژۍ وزارت وايي، په دې هم غور روان دی چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې تاجکستان او هندوستان ته صادر شي.
ترکمنستان په پام کې لري... Читать дальше...
د امریکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، طالبانو لا هم له القاعده سره اړیکې نهدي شلولي.
جنرال فرانک مکنزي پرون له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبانو لا هم په څرګند ډول نهده ثابته کړې چې له القاعده سرهیې اړیکې پرې کړي او لا هم د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد حملو ته دوام ورکوي.
د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې پر اساس، طالبان باید له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د حملو مخه نیولې ده.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل چې پرون چهارشنبه پر امنیتي پوستو برید وکړي.
د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي چې امنیتي خواکونو د کمانډو ځواکونو په مرسته حمله کوونکي طالبان وځپل چې په لړ کې یې ۶ طالبان ووژل شول.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
سپین غر لوبډلې بست لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله دوهمه لوبه وګټله.
د شپږیزې لیګ د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ پچه بست ساتونکو لوبډلې وګټله او سپین غر پړانګانو لوبډلې تهيې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
سپین غر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
سپین غر لوبډلې د نن په لوبه کې دوه بدلونونه راوستي وو.
د شبیر نوري پر ځای يې تمیم سرخرودي او د رحمتالله شفق پر ځای مجید عالم ته چانس ورکړی وو چې دا پرېکړهيې ښه ثابته شوه او یادو دواړو لوبغاړو د دې سیالۍ په ګټلو کې مهم رول درلود. Читать дальше...
زلمي خلیلزاد دا خبره په ټویټر کې د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د پروني برید په اړه لیکلې ده او خوښي یې څرګنده کړې چې صالح له دې بریده روغ وتلی دی.
افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې هر څه ژر بینالافغاني خبرو ته حاضر شي.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت د سولې خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي، د سولې لپاره اوسمهال د بل هر وخت په پرتله د افغانانو هیلهمندي زیاته شوې او اوس باید طالبان خپل مسؤلیت درک کړي.
که څه هم ښاغلي دانش د دې خنډونو په اړه ونه ویل چې کوم و، خو ښکاره د افغانستان حکومت تر اوسه د مخامخ خبرو د پیل لپاره د طالبانو یو شمېر شرطونه منلي دي چې یو یې هم د ۵ زره طالب بندیانو ازادي وه. Читать дальше...
د افغانستان صنعتکارانو ټولنې مسؤلین وایي، په دې هېواد کې نږدې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې له سقوط سره مخ دي.
د دغه ټولنې مشر شېرباز کمینزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه فابریکو کارونه له ګمرکونو د قاچاق، نا امنیو او برېښنا د پرچاویو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: "دغه فابریکې په کابل، هرات، پکتیا، او خوست کې دي چې پخوا به موږ ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا وقفه لرله اوس ۱۲ ساعته برق نهوي چې اکثره فابریکې له سقوط سره مخ دي."
ښاغلي کمینزاده زیاته کړه چې فابریکې په هېواد... Читать дальше...
د امريکا پوځ د سېپټېمبر پر نهمه وویل چې دوی به په روانه میاشت کې په عراق کې د سرتېرو شمېر شاوخوا ۴۰ فیصده پورې چې ۳۰۰۰ جوړېږي راکمه کړي. دا وخت په عراق کې ۵۲۰۰ امريکايي پوځيان موجود دي.
کام ایر هوايي شرکت د عربي متحده اماراتو د بندیزونو له لېست څخه لیرې شو.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفاييزاده په خپل فېسبوک لیکلي چېکام ایر شرکت تر دې وروسته کولای شي چې دوبۍ او د عربي متحده اماراتو نورو ښارونو ته پروازونه ولري.
نوموړي وویل چې د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره له دې پرېکړې هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې تر دې وروسته د لانورو همکاریو زمینه برابره شي.
کام اير شرکت له ۲۰۱۴م کال راهيسې د پروازونو د نهخوندیتوب له کبله د متحده اماراتو په تور لېست کې و.
د ۲۰۲۰ز کال د جون پر درېیمه د ایران په یزد ولایت کې د ایرانیو سرتېرو تر ډزو وروسته د کډوالو یو موټر اور واخیست چې پکې ۱۷ کلن اکرم هم وسوځېد او ژوبل شو. په پېښه کې درې افغانان وژل شوي او اته ژوبل ول. د یزد چارواکو ویلي ول چې سرتېرو شک کړی وو چې په ګاډي کې نشه يي مواد او ناقانونه کډوال ول او تر هغې وروسته ورباندې ډزې وکړې چې ډرېور یې و نه درېد. دوی دا تور رد کړ چې ګواکې ګاډی یې سوځلی وو. اکرم چې ژوبل حالت کې روغتون ته انتقال شو نو هلته یې هم څو ورځې لاسونه په کټ پورې په اتکړیو (ولچکونو) کې تړلي ول. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو په تېرو درېیو میاشتو کې له زرو زیاتو چینایانو ته ویزې لغوه کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون چهارشنبه وویل، دغه اقدام د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه اعلامیې پر اساس شوی چې د مې په ۲۹مهیې په هانګ کانګ کې د ډیموکراسۍ د محدودولو لپاره د چین د اقداماتو په غبرګون کې خپره کړې.
د دغه اقدام له مخې امنیتي خطرونو ته په پام چینایي محصلانو او څېړونکو ته اجازه نهورکول کېږي چې متحده ایالاتو ته داخل شي.
دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو چارو وزرات د هغو کسانو شمېر ښیي چې د ټرمپ له فرمان څخه اغېزمن شوي دي. Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سیال جوبایډن وایي، ټرمپ تېر ژمی په خصوصي ډول د کرونا ویروس جدي بللی، خو په عام محضر کې یې ویلي و چې هغه له انفلوانزا څخه ډېر بد نهدی چې د ده په وینا دا د امریکا د ولس "له ژوند او مرګ سره خیانت" دی.
بایډن پرون چهارشنبې په مشیګان کې د کمپاین یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ټرمپ په دې پوه و چې دغه ویروس جدي دی، خو په قصدي ډولیې اهیمت کم کړی و.
بایډن دغه څرګندونې د ټرمپ هغو ثبت شویو څرګندونو ته په اشاره وکړې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، د دې ډېر احمتال شته چې د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسې ناوالني به په مسکو کې د یوه جګپوړي چارواکي په امر مسموم شوی وي.
پومپیو دغه څرګندونې پرون له یوې راډیو سره په مرکه کې وکړې او ویېویل چې په نړۍ کې خلک دغه ډول فعالیتونه لکه څنګه چې دي، څاري.
هغه زیاته کړه کله چې دوی ګوري یو مخالف مسموم کېږي، د دوی زړه ته لوېږي چې دا به ښایي د جګپوړو روسي چارواکو کار وي.
پومپیو زیاته کړه، د ده په باور دا د روسیې د خلکو لپاره ښه خبره نهده. د ناوالني ټیم، د هغه... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې يو شمېر بڼوال وايي، د تېر کال په پرتلهیې سږ کال د انګورو حاصلات کم شوي.
دوی د خپل حاصل د کمېدو علت د سپېر غوږي په نوم يو ډول نباتي ناروغي یادوي.
بلخوا د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسؤلان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.
صادق رښتینی په دې اړه تفصیلي راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهيې اورېدلی شئ:
Спорт в России и мире
Москва
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Дарья Касаткина
Теннисистка Касаткина заявила, что скучает по России, но пока не может приехать
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Поклонник Басты сделал предложение девушке на концерте рэпера в Новосибирске
Москва
Министерство культуры подвело итоги прошлого года
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net