د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د خوږژبي شاعر او مترنم شخصیت لطیف خان لطیف سره د هغه پر ژوند او کار غږېدلي یو.
په خپرونه کې د نوموړي ښایسته زمزمې هم اورېدلی شئ چې ځینې شعرونه د هغه خپل او ځیني نور بیا د نورو شاعرانو دي. لطیف خان لطیف د پښتو ادبي چمن ټل فعال غړی دی. د یادې ادبي ټولنې بنسټ لسګونه کلونه پخوا ارواښاد شاعر محمدین مقید اېښی و.
نوموړي عصري زده کړې نه دي کړي، په جومات کې یې د سيپارې او قران شریف زده کړې کړي او د هماغې له برکته نه یواځې دا چې لیک لوست کولی شي بلکې شاعري هم کوي.
لطیف... Читать дальше...
دوحه نن د طالبانو او د افغانستان دولت د پلاوي ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو د پرانېستې د مراسمو کوربه وه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو دا تاريخي وبلله او د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله د بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه. راتب نوري د ورځې د ورځې مهمو مسالو ته تم شوی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې خبرو کې باید افغانان د خپل هېواد اوږدمهالې ګټې په خپلو شخصي ګټو مخکې کړي. نوموړې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ازادي راډیو په شمول د څو رسنیو خبریالانو ته وویل، د دواړو خواوو مرکچیان د افغانستان د راتلونکو نسلونو په وړاندې مسولیت لري
د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی خیرالله خیرخواه چې ددې ډلې د واکمنۍ پر مهال د هرات والي و وايي، طالبان د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ خلاف نه دي بلکې څرنګوالی یې باید جوت وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نه شته. له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال راتب نوري خبري کړي.
د مصالحې د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو په افتتاحیه غونډه کې وویل چې افغانان پر اساسي قانون ولاړ نظام غواړي. عبدالله همداراز د طالبانو څخه د "بشردوستانه اوربند" غوښتنه وکړه. نور په دې ویډیو کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.
په پکتيا ولایت کې د يو مهم سرګروپ په ګډون۱۳ وسله وال طالبان ووژل شوي.
د پکتیا دو الي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولايت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند په سوريخېلو سيمه کې د ضربتي قطعې پر پوستو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو ځوابي بريدونو سره مخامخ شول.
هغه زیاته کړه: "د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو ځوابي بريدونو کې د یادې ترهګریزې ډلې د یوه سرګروپ په ګډون دیارلس تنه وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي."
د ښاغلي منګل په وینا په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته زيان ندي اوښتی. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله ښیي د دوحې د سولې مذاکرات ډېر ژر د خلکو په ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.
محمد حنیف اتمر په دوحه کې د ازادي راډیو له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دواړو لورو پر ځینو تخنیکي مسایلو توافق کړی دی.
هغه زیاته کړه: تر پرانیستونکې غونډې وروسته د دوو مرکچي ډلو ترمنځ خبرې وشوې چې په حقیقت کې د مذاکراتو پیل دی، ځکه په ځینو تخنیکي مسایلو موافقې ته سره ورسېدل، هیله لرم چې سبا او نورې ورځې په غونډو کې د نورو لا مهمو مسایلو په برخه کې ګامونه واخیستل شي."
بلخوا د... Читать дальше...
د سولې بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو د ځینو مېرمنو نظریات او اندېښنې.
د ازادي راډیو خبریالې یو شمیر فعالې مېرمنې غږولي دي.
نور په ویډیو کې:
کابل میشتي وايي، چې په دوحه کې روان مذاکرات کولای شي روانه جګړه پای ته ورسوي او افغانستان د یوې تلپاتې سولې شاهد شي.
فرید الله سعادت له نور جزئیاتو سره:
په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مخامخ خبرې ډېرو سیاسي څېرو او سازمانونو تاریخي پېښه بللې ده.
د ټولو ټینګار دا دی چې له دې فرصت نه باید د تلپاتې سولې لپاره کار واخیستل شي.
له کلونو کلونو انتظار وروسته د جګړې اصلي اړخونه، دولت او طالبان د سولې پر ټغر سره کېناستل.
د افغانستان په قضیه کې ښکېلو اړخونو دا تاریخي ورځ او د سولې ټینګښت لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ غونډې ته له لیرې واټنه په خپلې وینا کې وویل چې دوی او نور متحدینیې د با ثباته او خوندي افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي. Читать дальше...
په افغانستان کې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو اترو د پیل مراسم د سپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو. په دې پرانیست غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا او طالبانو ترڅنګ د پاکستان، امریکا، هند او یو شمېر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې.
طالبانو نن د افغان دولت ۲۲ تنه بندیان خوشې کړل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې اعلامیه کې وویل چې دا بندیان په هلمند ولایت کې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، طالبانو دا اقدام د سولې په مذاکراتو کې د ښه نیت او د باور فضا رامنځته کولو په پار کړی دی، څو دا خبرې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي.
په اعلامیه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې چې په ورته اقداماتو سره د رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي.
حکومت مخکې ویلي وو چې طالبان باید ټول هغه بندیان خوشې کړي چې ورسره دي، خو دقیق شمېر یې نهو ښودلی.
په قطر کې د سولې مذاکراتو د مقدماتي غونډو په لړ کې د حکومت او طالبانو کاري ډله جوړه شوه.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي پر خپل فېسبوک ویلي چې دا کاري ډله به د اجنډا پر ټاکلو کار کوي.
په دوحه کې د ازادي راډیو خبریال وایي په دې کاري ډله کې د افغان دولت د پلاوي له لوري معصوم ستانکزی، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عنایتالله بلیغ او نادر نادري شامل دي او د طالبانو له لوري شېر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالکبیر، نورالله نوري، شهابالدین دلاور او شېخ قاسم ترکمن برخه لري.
د سولې مذاکراتو... Читать дальше...
د کندهار په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې تر شپږو کلونو وروسته په لومړی ځل د شپې لخوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګېدلی.
د کندهار اوسېدونکي وايي، د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د فعاليت نه کول دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
صادق رښتینی له کندهاره راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
په میدان وردګو ولایت کې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ په ګروپي ډول پیل شوې.
د بدني روزنې عمومي ریاست او المپيک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې اته ټېمونه ګډون لري او په دوو ګروپونو کې چې به هر ګروپ کې به څلور لوبډلې وی سره سیالي کوي.
ښاغلي قاري زاده وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون په لارښوونه او د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف سږکال یادې لوبې په ګروپي ډول ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره په دغو لوبو کې هره لوبډله کولای شي پنځه لوبغاړي بدل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې وویل چې دوی یوازې د خپل نسل لپاره نه، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره هم ګام اخلي.
پومپیو له ګډونوالو وغوښتل چې له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم دې ته ځواب وایي چې ولې یې پلاوي کې ښځې نشته، ولې یې د بېلابېلو قومونو استازي پلاوي کې حضور نه لري.
نور په ویډیو کې:
سمیع شینواري په یوې جالبې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۲مه لوبه نن شنبه د کابل بازانو او بندامیر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کابل بازانو لوبډلې د سمیعالله شینواري په جالبې توپوهنې سره په دوو ویکټو بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمنالله ګربز د بندامیر د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بندامیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان په بینالافغاني مذاکراتو کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.
د بینالافغاني خبرو د پیل په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو ځیني بنسټونه یو ځل بیا د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بینالافغاني خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ وویل: "د قربانیانو او عامو خلکو غوښتنې... Читать дальше...
پاکستان او هند په قطر کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د دې هېواد د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په انلاین ډول یې په دې خبرو کې ګډون درلود وویل چې هېواد یې د یوه باثباته، متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي د سولې ټینګښت د دې سبب کېږي چې ټول افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر هم په افغانستان کې د سولې غوښتنې ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ټاکل به په خپله افغانان کوي، خو نوموړي د واک تر ټولو غوره لاره ډیموکراسي وبلله.
پومپیو نن په دوحه کې د بینالافغاني مذاکراتو په مقدماتي غونډه کې وویل: "البته چې ستاسو د راتلونکي سیاسي سیستم انتخاب ستاسو سره دی، په امریکا متحده ایالاتو کې موږ ډیموکراسي تر ټولو ښه لاره ګڼو، ډیموکراتیک سیستمونه د اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب ترڅنګ د اکثریت د انتخاب استازیتوب کوي او دې تګلارې موږ او نورو ډیموکراتیکو ملتونو ته لویې بریاوې... Читать дальше...
دافغانستان د اوږد مهاله جګړې د ختمېدو په هدف په دوحې کې د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ نننۍ مقدماتي خبرې د سولې د راوستلو په هیلو ختمې شوې.
دواړو لورو په افغانستان کې د سولي پر اهمیت او اړتیا خبري وکړې.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا شیخ تمیم بن حمد لخوا پرانبستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې. Читать дальше...
ایران له اسرائیل سره د بحرین د بشپړو ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو پرېکړه وغندله.
سپینې ماڼۍ پرون د بحرین او اسرائیلو د اړیکو د موافقې اعلان وکړ.
تمه ده درې سره هېوادونه راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې په دې اړه مراسمو کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې دا یوه ناسمه پرېکړه بللې او ویلې یې دي چې دا به په تاریخ کې د دوی په وینا د یوه شرموونکي اقدام په توګه ثبت شي.
ایران بحرین تورنوي چې د فلسطین د اوږدې مودې زحمتونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره قرباني کوي. Читать дальше...
نن شنبه، په دوحه کې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو لپاره افتتاحیه غونډه پیل شوه، خو راپورونه وايي په دې ورځ هم وسلهوالو طالبانو په کندهار او جوزجان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو کړي او ماین چاودنې هم شوې دي.
د قطر پلازمېنه دوحه نن د سولې د بینالافغاني خبرو کوربنه ده، خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بریدونو او ماین چاودنو خبرونه هم ورکول شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د خلکو او تأسیساتو ساتنه د دوی دنده ده او که هره وسلهواله ډله پرې برید وکړي، دوی بهیې بېځوابه پرې نهږدي. Читать дальше...
د سولې په برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د سولې له شته فرصته په ګټنې په رښتیني ډول دا مذاکرات پر مخ یوسي.
په قطر کې د بینالافغاني خبرو د مقدماتي غونډې له پیل سره سم، د سولې برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، دا خبرې په رښتیني ډول پر مخ یوسي.
د افغانستان سولې انسټټیوټ وايي، وروسته له لسیزو جګړو د بینالافغاني خبرو پیل د افغانانو لپاره ګټور فرصت دی چې له لاسه ورکول بهیې کلونه جبران ولري.
د دې انسټټیوټ مشر یاسر احمدزي د... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»
Путин в России и мире
Москва
Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
В Минске открывается ВНС: что будет
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
"Новосибирск, бро, за всё прости": концерт Басты на "Сибирь-Арене" собрал аншлаг
Москва
Вице-президент АТОР Ромашкин: лидером для отдыха в мае стал Краснодарский край
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net