یونان او ترکیې په سمندرګي کې د تېلو پر زېرمو د لانجې حل ته لېوالتیا ښودلې.
د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس نن د ترکیې هغه اقدام وستایه چې د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د دواړو هېوادونو له لانجمنې سیمې څخه یې خپله یوه پلټونکې کښتۍ ایستلې ده.
ترکیې د عروج رییس په نوم دا کښتۍ د تېلو او ګاز د پراخو زېرمو د پلټنو لپاره د مدیترانې هغې سیمې ته استولې وه چې یونان د مالکیت دعوه پرې لري.
دې اقدام د ناټو د دې دوو غړو اړیکې هومره ترینګلي کړل چې دواړو دې سیمې ته خپلې جنګۍ کښتۍ واستولې.
د یونان صدراعظم... Читать дальше...
د روسي ډایرکټر اندرې کونچالوفسکي هغه فلم چې د دیکتاتور نیکیتا خروشچف د واکمنۍ پرمهال د ۱۹۶۲ کال د قتل عام کیسه بیانوي د وینیس د فلم د نړیوال فیسټیوال د جیوري ډلې اعزازي جایزه وګټله.
۸۳ کلن کونچالوفسکي ویلي چې د (ګران ملګری) په نوم د ده تور او سپین فلم له جګړې د وروسته شوروي اتحاد د دورې د کرکټرونو- چې ډېری په عین حال هم ښه او هم بد دي، د پاکو نیتونو د راسپړلو افسانه ده.
په دې فلم کې د کونچالوفسکي مېرمنې یولیا ویسوڅکایا مرکزي رول لوبولی و.
نوموړې په هغه سیمه کې زېږېدلې وه چې ۲۶ تنه معترض کارګران... Читать дальше...
د روسیې په ۴۱ زونونو کې د شخصي رایو په وسیله سیمه ییزې ټاکنې نن د سپټمبر په ۱۳مه پیل شوې.
دې ټاکنو ته د متحدې روسیې د واکمن ګوند د یوې ازموینې په سترګه کتل کېږي.
د ولسمشر ولادیمیرپوتین په مشرۍ دا ګوند، د روسیې د پارلمان لپاره د راروان کال د ټاکنو په درشل کې ورځ په ورځ خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.
د نننیو ټاکنو په نتیجه کې به د اتلسو زونونو والیان، د یوولسو زونونو سیمه ییز پارلمانونه، د ۲۲ ښارونو د ښاروالیو شوراګانې او همداراز د پارلمان یا دوما د څو تشو سیټونو لپاره استازي غوره شي.
د اروپا... Читать дальше...
د بریتانیا د پارلمان یوه غړې وايي چې په ایران کې د ایراني الاصلې برتانوۍ مېرمنې نازنین زاغري راتکلیف محاکمه ځنډېدلې ده.
تولیپ صدیق چې په لندن کې د مېرمن زاغري د استوګنې د سیمې وکیله ده نن یکشنبې پر ټویټر ولیکل چې دا خبره د نوموړې مېړه ورته کړې ده.
مېرمن صدیق په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، یوازې دومره یې لیکلي، زاغري کله هیله منه وي، کله ناهیلې، کله خپه او کله په غوسه وي.
د پارلمان دا غړې زیاتوي چې مېرمن زاغري یوځل بیا په ناندریو کې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
تولیپ صدیق ویلي چې نن د ورځې په اوږدو کې به په اړه جزییات ترلاسه شي. Читать дальше...
په کندز کې د نښتو پرمهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن آزادۍ راډیو ته وویل، طالبانو ته دا مرګ ژوبله تېره شپه هغه مهال واوښته چې د کندز ښار په اړونده شینوارو سیمه کې یې د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
نوموړي همداراز وویل چې د طالبانو په برید کې ۵ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې اوه دولتي سرتېري وژلي او څور نور یې تپیان کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې زیاتوي چې د نښتې پرمهال د یوې نژدې پوستې ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.
د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي نن یکشنبې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پر اجنډا او څرنګوالي خبرو ته دوام ورکوي.
د بین الافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه پرون د ښکېلو خواوو او د امریکا او د افغانستان په مسایلو کې د دخیلو بهرنیو خواوو په ګډون پيل شوه او دواړه لوري نن د غونډو، مهالوېش او هغو کارونو په اړه بحث کوي چې باید وشي.
د افغانستان د دولت د پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي نن ماسپښین په دوحه کې د دې خبرو د پرمختګ په اړه خبریالانو ته مالومات ورکړل.
ښاغلي ستانکزي د خبرو فضا مثبته وبلله.
هغه زیاته کړه... Читать дальше...
د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو او دایمي اوربند غږېږي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۳مه په دوحې کې خبري غونډې ته وویل، له طالب پلاوي سره پر بېلا بېلو موضوعاتو رسمي خبرې د سېپټېمبر پر ۱۴مه پیلېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
هره ورځ یوه ډله ډاکتران لوبغالي ته په راغلو کسانو په سلګونو ماسکونه ویشي څو روغتیا یې تضمین شي او له کرونا ویروسه په امان پاتې شي.
فرید الله سعادت یې په اړه نور جزئیات وړاندې کوي:
د کابل ښار په مرادخانۍ سیمه کې پښګران یا اهنګران وایي چې دوی هر یوه څو لسیزې دغه کسب ترسره کړی خو اوس د بهرنیو تولیداتو د کارولو له امله د دوی کاروبار د له منځه تللو په حال کې دی.
لېمه هادي پرې راپور لري:
د دې اوونۍ د انصاف په لټه کې د پروګرام موضوع، د ګل ملاهمکار په نامه د یوه ښوونکي ستونزې ته ځانګړې شوې.
ښاغلی همکاری وايي، ۱۵ کاله یې د پېښور کې د کډوالۍ په دوران کې د افغانانو ښوونځیو کې تدریس کړی او اوس کابل ته راغلی خو دغه ۱۵ کاله دوره یې په رتبه کې نه ده حساب شوې.
دغه موضوع د پوهنې وزارت له مرستیال وزیر محمد ابراهیم شینواري سره شریکه شوې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، دوی تېره ورځ د دې بهیر د پرانیستې شاهدان وو او افغانانو هم ترې هرکلی کړی.
نور په ویډیو کې:
د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د حنيف اتمر تازه څرګندونې
د افغانستان د سولې د دواړو لورو مرکچیانو د دریځونو له اعلانه وروسته، د خلکو ترمنځ بېلابېلې هیلې او اندېښنې مطرح شوي دي.
دوی وايي، د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو باید معامله ونه شي او د بشر حقونو، کار، ښوونې او روزنې او د بیان د ازادۍ حقونه دې خوندي وساتل شي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو سره د خوشبینو ترڅنګ، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له خوا یو لړ اندېښنې هم مطرح شوي دي.
ځینې اندېښمن دي چې کارونه به یې له لاسه ووځي او ځینې وايي، داسې نه چې د څو کلونو پرلاسته راوړنو معامله ونه شي. Читать дальше...
په بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوه پرمختللي واکسین آزمیښت نن بیا پیلېږي.
دغه آزمیښت تېره اونۍ وروسته له دې وځنډول شو چې د آزمیښت یو برخه وال په یوې ناروغې اخته شو.
د کرونا ویروس د واکسین جوړولو هڅې چیرته رسېدلي دي؟
آزمیښت ولې ځڼدول شوی او جزئیات څه دي؟
نورواکسینونه هم سته چي کار پری روان وی ؟
دغه آزمیښت د آسټرازینیکا د درمل جوړونکې کمپنۍ او د آکسفور پوهنتون لخوا ترسره کېږي.
برتانوي چارواکو دآزمیښت د بیا پیل اجازه ورکړې ده.
آسټرازینیکا کمپنۍ دا هم وايي چې ددغه واکسین آزمیښت په برازیل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که طالبانو سره سوله وشي نو د نورو وسله والو ډلو ځپل اسانه کار دی.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل، سوله د بهرنیو ترهګریزو ډلو سره نه کېږي او دغو ډلو ته طالبانو د فعالیت مناسب بستر برابر کړی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له طالبانو سره د سولې وروسته بهرنۍ ترهګریزې ډلې د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له خوارجو سره سوله نه کېږي، هغوي د دې وطن اتباع نه دي، سوله... Читать дальше...
په متحده عرب اماراتو کې مېشت د څارويو او ونو بوټو پر نسلونو او د هغو په انساني خوړو کې پر رول پی اېچ ډي کوونکی ډاکټر عبدالرازق کاکړ وايي د اب وهوا بدلون پاکستان او افغانستان له لوی خطر سره مخامخ کړي دي.
نوموړي وويل چې د پښتنو وطن کې په ډېره تېزۍ سره په پراخه کچه ځنګلونو وهل کېږي چې له کبله يې دا سيمه له وچکلۍ او نورو طبعي ناورينونه ورځ تر بله مخامخېږي.
ډاکټر عبدالرازق کاکړ دا څرګندونې له عبدالحي کاکړ سره په مشال مرکه خپرونه کې کړې دي.
اسلام اباد - په پنجاب کې د لاهور - سيالکوټ پر موټروې پر يوې ښځې پر جنسي تيري تورنو مطلوبو دوو کسانو څخه يو ځان پوليسو ته سپارلی دی خو هغه پر ځان لګيدلی تور رد کړی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې او جيو نيوز د چارواکو په حواله ويلي چې پولیسو د سېپټمبر پر ۱۳مه د دې سړي پر کور چاپه وهلې وه خو نوموړی نه وو او وروسته بیا پخپله تاڼې ته حاضر شوی دی.
پولیس په دې پېښه کې د يو بل ملزم د نيولو په لټه کې دي.
دا له هغه وروسته ده چې د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار د سېپټمبر پر ۱۲مه وویل چې له لاهور سره نيږدې پر... Читать дальше...
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د تېرې ورځې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې له فضا خوښ برېښي.
قطر کې د ازادي راډیو خبریال راتب نوري د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال ملا احمد الله وثیق سره د دې غونډې پر جزئیاتو خبرې کړي.
نور په ویډیو کې:
د لومړي پړاو پای؛ سپین غر او امو لوبغاړي کورونو ته ستانه شول.
د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو ستر لیګ شپږیزې لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
څلور لوبډلې دوهم پړاو او دوه لوبډلې کورونو ته ستنې شوې.
کابل بازان، میس عینک اتلان، بند امیر ښارماران او بسټ ساتونکي څلور هغه لوبډلې دي چې نیمه پایلوبې ته يې لاره وکړه خو سپین غر ټایګرز او امو نهګان لوبډلې بیا له دوهم پړاوه پاتې شوې.
سپین غر د پنځه سیالیو نه دوه وګټلې، او درې يې وبایللې.
امو لوبډلې بیا خپلې ټولې پنځه لوبې وبایللې، دغه راز کابل بازانو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو په درشل کې یادې وسله والې ډلې لا هم په لوړه کچه تاوتریخولي ته دوام ورکړی او په ۱۹ ولایتونو کې یې تازه بریدونه کړي.
که څه هم ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ به په قطر کې په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ خبرې پیل شي خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې روان حالت تر دې دمه په جګړو هېڅ اغېز نه دی کړی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې... Читать дальше...
عبدالله عبدالله د سپټمبر پر ۱۲مه له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوي به پرېکړه کوي چې په راروانو بحثونو کې کومو مسئلو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر پنځلسو زرو زیاتو ښځو د سولې په اړه خپل پيغامونه او وړاندیزونه پر سپینو ټوکرو ولیکل او لاسلیک کړي یې کړل.
دوی دا اقدام د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ په همکارۍ کړی.
ملالۍ بشیر د دې بنسټ له مرستیالې فروزان رسولي سره پر همدې موضوع خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې په دې لیک کې د ښځو د اساسي غوښتنې څه دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
د خوست د جلغوزې سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی ولري.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس حفیظالله شاه نوري نن ازادي راډيو ته وویل، چې د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیي، چې د جلغوزو سږني حاصلات به ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
دغه شمېره تېر کال ۱۵ زره ټنه وه.
خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا د هغو ولایتونو په ډله کې دي، چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه لري.
چارواکي وايي، یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې څه باندې ۴۰ زره کسان په... Читать дальше...
د افغانستان د خصوصي او عامه مشارکت په عنوان په دوبۍ کې یوه نړیواله سوداګریزه ناسته پیل شوه.
د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د یادې ناستې په پرانیستونکې وینا کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال بهرني پانګه وال وهڅول څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي وویل، چې د ناستې هدف دا دی چې افغانستان ته نړیوالې پانګونې را جلب شي.
هغه زیاته کړه: "یاده ناسته کې په دې خبرې کېږي چې د سولې په راتلو سره د عامه او ګډې پانګونې لپاره کوم فرصتونه موجود دي."
دغه دوه ورځنۍ... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بینالافغاني خبرو اترو پرانیست غونډې باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د بینالافغاني خبرو پیل ته په اشارې لیکلي، دا روښانه ده چې خبرې به سختې او پېچلې وي او ډېر وخت به ونیسي، خو په وینا یې مهمه دا ده چې خبرې دوام وکړي او پرمختګونه پهکې وشي.
سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې پهکار ده دواړه اړخونه پیل له ساده او هغو ټکو وکړي چې اختلاف پهکې کم دی او په وینا یې د دې ترڅنګ د غوښتنو مطرح کول او منل باید یو اړخیز... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певица
Певица Юлия Паршута стала новой гостьей шоу “Утро. ТНТ”
Москва
РИА «Новости»: в деле замминистра обороны Иванова появятся новые подозреваемые
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net