123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 19.09.2020

افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په پلازمېنه او ولایتونو کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو. دغه وزارت اعلان کړی چې د غیر دولتي بنسټونو په مدیریت د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ درملنې او تشخیص ښې پایلې درلودې، نو له امله‌یې دا پرېکړه کړې چې د اړوند ټولو روغتونونو مدیریت دې همدې بنسټونو ته وسپارل شي.  د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۹» هرات کې خبریالانو ته وویل دا پرېکړه د افغانستان حکومت، نړیوال بانک او مرستندویو بنسټونو په هوکړه ترسره شوې او وزارت به د دوی له کارونو څارنه کوي. Читать дальше...

باديني تجارتي لار ته تجاران خوشاله دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان او افغانستان سوداګرو د باديني تجارتي ټرمينل د پرانېستو هرکلی کړی. د بلوچستان صوبې په کلا سيف الله ضلع کې باديني تجارتي ټرمينل د شپږ اربه روپيو په لګښت جوړ شوی دی.

ً"د جنسي تېري ضد پېښو مخنیوي په اړه باید عملي کار وشي"

Mashaalradio.com 

د سېپټمبر پر نهمه د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې يوه ښځه له خپلو دريو بچيو سره له لاهوره په ګوجرانواله کې د خپلې خسرګنۍ پر لور روانه وه چې له ګوجر پورې سيمې سره يې په موټر کې تيل ختم شو او د لاهور او سيالکوټ په موټروې ودريده. د رپورټونه له مخې، څه شيبه وروسته ۲ وسله والو د بچیو مخې ته پر دې ښځې جنسي تيری وکړ او پېسې او زيورات يې ترې هم واخيستل. د دې پېښې پرضد او د ملزمانو نیولو لپاره د سېپټمبر پر ۱۱مه او ۱۲مه په پيښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ په ګډون د ملک په يو شمير نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې. ​د... Читать дальше...



د افغانستان د تابعیت په تذکره کې د میندو له نوم لیکنې د علماوو ملاتړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تابعیت په تذکره کې د میندو له نوم لیکنې د علماوو ملاتړ.  هرات کې د طالبانو د ډلې د مخکیني غړي د تند اعتراض په دوام، یو شمېر علما په تذکرو کې د مور نوم له لیکلو ملاتړ کوي.  تېره اونۍ پخواني طالب او د افغانستان د ژغورنې د لارې شورا مشر سید اکبر اغا په تذکرو کې د مور نوم لیکل بې ننګي او بې ناموسي وبلله خو یو شمېر دیني علما بیا په تذکرو کې د مور نوم لیکل له شرعیت سره په ټکر کې نه بولي.  دا ورځې د افغانانو په تذکرو کې د مور نوم لیکلو موضوع د افغانستان د روحانیونو ترمنځ ګرم بحثونه رامنځته کړې دي. Читать дальше...

په افغانستان کې د امریکا سفارت وروستۍ اعلامیې اندېښنې پارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت اعلامیې د مدنې ټولنې، د بشر حقونو او د پوهنې د کارکوونکو اندېښنې را پارولي. د امریکا سفارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوي راغلي، احتمال لري ځینې ترهګر په کابل کې د ملکي ادارو کارکوونکي په نښه کړي. په افغانستان کې د امریکا د سفارت دې اعلامېې چې احتمال لري ځینې ترهګرې ډلې، د افغانستان د بېلابېلو ملکي ادارو کارکوونکي په نښه کړي، یو لړ اندېښنې را پارولي دي. د افغانستان د بشر حقونو بنسټونه وايي، په جګړه کې ښکېل اړخونه باید د خپلو هدفونو لپاره د ملکي کسانو ژوند له خطر سره مخ نه کړی. Читать дальше...

سولې وزارت: دوحه کې مرکچي پلاوي د کاري طرز العمل په وروستی کېدو بحثونه کوي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلې تر منځ خبرې چې د مذاکراتو په طرزالعل ورټولې دي تر یوه ورځ ځنډ ورسته بیا پیل شوې. په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د هیلو سترګې بین الافغاني مذاکراتو ته وراوړي، هغه مذاکرات چې لا یې طرزالعمل نه دی ورستی شوی. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پرانیستونکي غونډه د تېرې جمعې په ورځ وشوه او ټاکل شوې وه چې د تېرې دوشنبې په ورځ رسمي خبرې پیل شي خو له اوونۍ تېرېدو ورسته لا د خبرو په طرزالعمل خبرې نه دي وروستۍ شوي. Читать дальше...

د کویډ۱۹ د دوهمې څپې خپرېدوله ویرې ځینو اروپايي هېوادو محدویتونه اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر اروپایي هېوادونو په خپلو لویو ښارونو کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د اندېښنو په لړ کې نوي محدودیتونه اعلان کړل. دا محدودیتونه د سېپټېمبر پر ۱۸ داسې مهال اعلان شوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې تر راتلونکي اپرېل پورې به د کویډ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د هر امریکایي لپاره کافي واکسین ولري. په ټوله نړۍ کې څه باندې دېرش میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي، ۹۵۰ زره کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي. که څه هم ګمان کېږي چې ریښتونې شمېرې ښایي تر دې ډېرې وي خو په اروپا... Читать дальше...

د غزنې اوسېدونکي: ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزنې اوسېدونکي له دولت غواړي چې په ښار کې د هدفي وژنو د دوام مخه ونیسي. ټولنیز فعال ظهورالدین د تېرې یکشنبې په ورځ وسله والو په غزني ښار کې ویشتلی او ټپي کړی وو، چې د پنجشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه وکړه. په همدې ورځ وسله والو د غزني مرکز په مغلان سیمه کې درې تنه پولیس هم په یوه برید کې ووژل. په غزني کې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې وسله وال وخت ناوخته هدفي وژنې ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا تېزه شوې ده. د دې ولایت اوسېدونکي وايي په رڼا ورځ د ښار په زړه، حتی د ولایت او قومنداني... Читать дальше...



ارزګان کې د سولې پارک جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د سولې د پارک د جوړولو چارې پیل شوې. د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار د یاد پارک د بنسټ د ډبرې ایښودلو پرمهال وویل چې دغه پارک د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې د اړتیا وړ نورې برخې هم په کې شاملې دي. له ارزګان څخه شریف الله شرافت راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

کونړ کې سلګونه هکټاره ځمکه کرنیزه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د کونړ سیند پر غاړه یې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو په جوړېدلو سره ۱۸۰۰ سوه هکټاره ځمکه کرنیزه شوې ده. د دې وزارت ویاند فریدون آژند نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پرژوې له ګتې به شاوخوا 75 زره کسان برخمن شي. نوموړی وايي، د دې پروژې ټول لګښت چې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي له دولتي بودجې ورکول شوی دی. د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه استنادي دېوالونه ۱۶ کیلو متره اوږد والی لري چې کار یې... Читать дальше...

ماليې وزارت: ملي بودیجه کې تعدیلات د عوایدو د کمښت لامل شوي

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان ماليې وزارت وايي، د روان مالي کال له پیل سره د ملي عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت دې هدف ته ونه رسېد. د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، په ملي بودیجې کې تعدیلات د دې لامل شوه چې ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف راکم شي چې اوس مهال د عوایدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ دی هدف ټاکل شوی دی. ښاغلی مسجدي وايي، مالیې وزارت تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیارده افغاني عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا... Читать дальше...

د سوات نابینا ښوونځی او روزنيز مرکز غواړي

Mashaalradio.com 

د سوات په ملاکنډ ډويژن کې یو شمېر نابينا وايي، د ښوونځي او د روزنيز مرکز د نشتوالي له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه د نياز احمدخان ویډیويي راپور وګورئ.

امریکا: طالبان کلک او هوښیار خلک دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبان کلک او هوښیار خلک دي او متحد ایالتونه له دې افغان وسله والې ډلې سره ښه معامله کوي. ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته په واشنګتن کې دا خبره هم وکړه چې نولس کاله د افغانستان د جګړې وشول، طالبان هم له دې جګړې ستړې شوي دي. د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري په نهه ویشتمه د سولې تړون لاسلیک کړ. که چېرته طالبان د دې تړون له مخې خپلې ژمنې پرځای کړي ټول امریکایي ځواکونه به د راتلونکي میلادي کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

په تذکرو کې د افغان میندو نوم لیکل لویه لاسته راوړنه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو لپاره دا یوه ستره لاسته راړونه ده چې په تذکرو کې به د میندو نومونه لیکل کېږي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون فرمان ورکړ چې په تذکرو کې دې د مور نوم ولیکل شي. د بشري حقونو د څار ډلې یوې موقتي مشرې هیدر بار په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې اغېزې به د ښځو پر ژوند ښکاره وي، په تعلیمي او روغتیایي برخو کې به اسانتیاوې ورته برابرې شي، د پاسپورټ ترلاسه کول به ورته اسانه شي، همداراز به د خپلو ماشومانو لپاره په اسانۍ اسناد اخیستلی شي.... Читать дальше...

کندهار کې یوې موسسې لسګونه مېرمنو ته د جامو جوړولو ماشینونه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یوې غیردولتي موسسې شاوخوا ۲۵ مېرمنو ته جلا جلا د کالو جوړلو ماشینونه او ۴۸ متره ټوکر ورکړي چې په کور کې ماسکونه جوړ کړي او بېرته يې پر دغه موسسې او نورو دولتي او غیر دولتي ادارو وپلوري. دا هغه ښځې دي چې د کورنیو سپرستي ور د غاړي ده او له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه برابروي . صادق رښتینی له دغه مېرمنو سره خبرې کړي او په دې اړه راپور لري، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د ولايتي شورا مرستیال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې په يو وسله وال بريد کې ووژل شو. د ده په وینا نامعلومو وسله والو د پکتيا د ولايتي شورا پر غړي ايوب غروال ډزې کړې، چې لومړی ټپي یې او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه. د پکتیا والي وایي پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی له دفتره د پوهنتون پر لور روان وو. نوموړي وایي، ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته یې امر کړی، چې د پېښې عاملین پیدا کړي. تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.


Музыкальные новости
Татьяна Рязапова

Если ты не поступил в колледж или вуз





Персональные новости
Сергей Собянин

Собянин: заммэра Москвы Бочкарев переходит на другую работу





انیس: له اوربند پرته بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ ناشونی دی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغان سولې بهیر، د بین الافغاني مذاکراتو او د افغانستان په امنیتي وضعیت لیکنې او تبصرې کړې دي.  دنیا دنیا ورځپاڼې لیکلي، اوس چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات د پېلېدو په درشل کې دي، اړتیا ده چې دواړه خواوې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي. په سرمقاله کې راغلي، دغه نرمښت ته د جګړې په ډګر کې او د دواړو خواوو د لوړ پوړیو چارواکو په څرګندونو کې اړتیا لیدل کېږي. لیکوال ټینګار کوي، چې د جګړې ښکېلې خواووې باید په جګړه کې د پرمختګ د خبرونو پرځای د سولې ادبیات... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ایکونومیست برتانوۍ خپرونې ایکونومیست په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده. د مطلب سرلیک دی په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کموي افغانان خپلې غاړې تازه کوي. خپرونه لیکي چې دواړه لوري لاهم د مسئلې زړه ته نه دي ورننوتي. ایکونومیست لیکي چې طالبان او د افغانستان دولت له شپږ میاشتنیو ناندریو او ځنډ وروسته بالاخره د سېپټېمبر په دولسمه لږترلږه تر یو چتر لاندې کېناستل څو د خپل هېواد د ادارې پر څرنګوالي یوې موافقې ته ورسېږي. Читать дальше...

د رومانیا پولیسو د ګالیله او نیوټن غلا شوي کتابونه وموندل

Pa.azadiradio.com 

د رومانیا پولیسو ویلي د ګالیله او نیوټن د دوو کتابونو په شمول یې سلګونه غلا شوي کتابونه بیا موندلي دي. دا خبره د رومانیا د پولیسو یوه جګپوړي مسوول ایمیل تودور جمعه رسنیو ته اعلان کړه. تودور وویل: "موږ ۲۳۷ کتابونه کشف کړل چې د بريټانیا د ارزونو په اساس به یې په اړه څېړنې وشي، دا کتابونه د رومانیا په شمال کې په یوه ځمکتل کې پټ شوي و." بریټانیايي چارواکو ویلي چې دا کتابونه په ۲۰۱۷ کال کې له لندنه په یوه ډېر پېچلي شکل پټ شوي و. د ایټالیايي مخترع او فیلسوف ګالیلو ګالیله او د انګریز فیزیک پوه... Читать дальше...

ټرمپ: د ۲۰۲۱ تر اپرېله به ټولو امریکایانو ته د کویډ۱۹ واکسین ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ژمنه کړې چې هېواد به یې د روان کال تر پایه د کویډ۱۹ سل میلیونه ډوز واکسینونه تولید کړي. ټرمپ د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي. له دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تمه کېږي د کرونا ویروس واکسین تر همدې اکټوبر پورې په خلکو وویشل شي خو کارپوهانو ویلي چې دا وړاندوینه عملي نه ښکاري. د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر دېرشو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي دي. Читать дальше...

عثماني: غور کې د کویډ۱۹ سل بستریز روغتون جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند غور ته تللی و او د کویډ۱۹ د سل بستریزه روغتون د جوړولو ژمنه یې کړې ده. احمد جواد عثماني د جمعې په ماښام غور ته رسېدلی او هلته یې ژمنه کړې چې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره دا روغتون په شپږو میاشتو کې جوړېږي. هغه وویل: "د سل بستره روغتون تړون مې دوه اونۍ مخکې د جمهور رئیس او لومړي مرستیال په حضور کې د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړ، په شپږو میاشتو کې روغتون جوړېږي." د غور سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یو لک کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. Читать дальше...

د امریکا د استازیو جرګې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې اندېښنه ښودلې چې افغان ښځې امنیت نه لري. د کمېټې ډیموکراټ مشر ایلیوټ انګل او د لږکیو جمهوري غوښتونکو مخکښ مایکل مککال لیکلي چې نور نو له افغان مخکښو ښځو، نجونو، میندو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام نه شي کولای. په دې لیک کې چې یوه کاپي یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته رسېدلې زیاته شوې چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو موجودیت یوه مثبته خبره ده خو باید... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московкой области сотрудник Росгвардии тренирует юных тхэквондистов


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сохранении экологии Севастополя





Путин в России и мире
Москва

Рязанские дизайнеры представили свой бренд одежды на модном показе Estet Fashion Week


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Аранжировка

Аранжировка Песен. Аранжировка Музыки. Создание Аранжировок.



Москва

Сергей Собянин: Продолжим совместное развитие систем искусственного интеллекта

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net