د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ایران لهخوا هر ډول برید به له ډېر ستر غبرګون سره مخ شي.
نوموړي دا خبره د هغو خبري راپورونو غبرګون کې کړې چې وايي، ایران د خپل وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د غچ لپاره د یوې امریکايي ډیپلوماتې د وژلو پلان جوړ کړی و.
ټرمپ پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل "د ایران لهخوا د امریکا پر ضد په هره بڼه هر ډول برید به پر ایران له داسې برید سره مخ شي چې په ستروالي کې به زر چنده وي."
د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جنورۍ په میاشت کې بغداد ته نږدې د امریکا د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر تر خبرداري وروسته تهران وویل، واشنګټن لویه ستراتېژیکه اشتباه کوي.
ډونالد ټرمپ پرون تر هغو راپورونو وروسته چې پهکې ویل شوي وو، ایران ښايي په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس وژنه پلان کړې وي په ټویټر کې ولیکل: "د امریکا پر ضد د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره په سخته حمله ځواب شي."
په راپورونو کې ویل شوي وو چې ایران ښايي د خپل یوه قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې دا وژنه یا حمله پلان کړې وي.
خو د ایران حکومت یوه ویاند علي ربیعي... Читать дальше...
په کابل کې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح د ترور په هدف خونړۍ حملې، نوي اړخونه پیدا کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، کوم چاودېدونکي مواد چې څو ورځې مخکې پر ده په شوې حمله کې کارېدلي، د پوځي کچې مواد وو.
ښاغلي صالح ټویټ کړی "د ملي امنیت لابراتوارونه وايي، پر ده په شوې حمله کې معمولي «اېچ.ټي.اېم»، «ار.ډي.اېکس»، «سي-فور» یا امونیم نایترت نهدي کارول شوي. د پوځي کچې مواد وو. د دغو موادو نمونې د لا ارزونې لپاره متحدینو ته سپارل شوي دي."
ښاغلي صالح په خپله... Читать дальше...
د کرکټ د شپږیزې لیګ د سیالیو په لړ کې مس عینک اتلانو له بند امیر ښامارانو نننۍ مسابقه په ۵ وېکټو وګټله او پایلوبې تهیې لار پیدا کړه.
لوبه بند امیر ښامارانو پیل کړه چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې مس عینک اتلانو لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.
مس عینک اتلانو لوبډله وتوانېدله دغه ورکړل شوی هدف پوره او په کابل کې د روان لیګ پایلوبې ته لار پیدا کوي.
اوس به سبا مس عینک اتلان د کابل بازانو له لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ شي.
په پاکستان کې په میلیونونو زدهکوونکي د راغلي کرونا وبا له کبله تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شول.
په لومړي پړاو کې ۱۰م او ۱۱م ټولګي او د عالي تحصیلاتو ادارې پرانیستل شوې.
د خېبر پښتونخوا د لنډي کوتل د یوه ښوونځي د ۱۰م ټولګي زدهکوونکي عمران خان افريدي ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً زموږ ۵-۶ میاشتې ضایع شوې. نور دغه وضعیت نهشو زغملی، ځکه چې په کور کې ناست یو، لیک لوست نهشته، ښوونکي نهوو، د انټرنټ اسانتیاوې هم نهلرو."
د پاکستان مرکزي حکومت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر... Читать дальше...
افغانستان د لومړي وار لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، د پرونیو رقابتونو له مخې چې د هند، چین او اسیا پاسفیک غړو ترمنځ وشوه، افغانستان او هندوستان وتوانېدل له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵م کاله پورې د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان په دغه کمېسیون کې د غړیتوب لپاره په ۲۰۱۷م کال کې غوښتنلیک سپارلی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز په خپل یوه ټویټ کې دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده. Читать дальше...
په قطر کې د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت پېچلی، خو ممکن دی.
نادر نادري نن د ټویټر په یوه پیغام کې وویل، د نن سهار په غونډه کې د دولت پلاوي د تماس ډلې د تېرې شپې پر کارونو او راتلونکو اقداماتو بحث وکړ.
بلخوا د دولت د ۲۱ کسیز پلاوي بله غړې فوزیې کوفي نن ازادي راډیو ته وویل: "پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو رسمي پلاوي رسمي جلسه ولري او سره وګوري چې د کاري اصولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړي."
د افغانستان د جګړې د ښکېلو دوو خواوو یعنې افغان دولت او... Читать дальше...
۱۰ کلن ماشوم مهدي جعفري په زدهکړو کې د کافي وړتیا ترڅنګ انځورګري هم کوي، هغه په ۱۰م ټولګي کې زدهکړې کوي.
لېمې هادي يې پر وړتياوو دا راپور جوړ کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان د مني موسم کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو د زیاتیدو خبرداری ورکړی. دا ناروغي چې د پام وړ کمی په کې راغلی و، یو وار بیا اوج ته رسیدلې. د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې 29 میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو فرهنګي اداره یونسکو وايي، سږ کال په مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي پېښې «خورا» زیاتې شوې دي.
دغې ادارې پرون په یوه راپور کې وویل، له جنورۍ تر جون میاشتې لږ تر لږه په ۲۱ مظاهرو کې د هېوادونو امنیتي ځواکونو، د خبریالانو له حقونو سرغړونه کړې ده.
د یونسکو په وینا لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې په نړۍ کې د خبریالانو په وړاندې بد چلند، د دوی نیول او په وړاندې یې فزیکي زور زیاتی هم زیات شوی دی.
یونسکو وايي له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې لږ تر لږه ۱۰ خبریالان د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي.
په جنوبي وزیرستان کې پر یوه پوځي موټر په بمي چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو افسر شوکت علي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري پرون په مکین سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
تر پېښې وروسته په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پیل شوي، خو تر اوسه څوک نیول شوي نهدي.
د پېښې مسؤلیت هم چا نهدی منلی.
په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلهوالو د پوهنتون یو استاد په ډزو وواژه.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پوهنتون استاد ادم خان ملاتړ نن سهار له خوګیاڼیو ولسوالۍ دندې ته روان و چې ووژل شو.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د وسلهوالو کسانو لهخوا شهید کړای شوی دی. ننګرهار والي په دې پېښه خواشینی دی، د هغه د کورنۍ له غړو سرهیې ټیلیفوني خبرې وکړې، خواخوږي یې ورسره وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د عاملانو د نیولو لپاره به جدي هڅې کېږي."
ادم خان ملاتړ له دوو کلونو د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد و. Читать дальше...
عمران خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه د پاکستان يو شخصي ټېلېويژن ته د مرکې پر مهال ويلي ول، په دې باور دی چې جنسي تېری کوونکي دې خصيان کړل شي.
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه لوبغاړی لیونل میسي د نړۍ دوهم میلیاردر ورزشکار وټاکل شو.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو پر بنسټ میسي په نړیواله کچه دوهم ورزشکار شو چې خپله شخصي پانګهیې یو میلیارد ډالرو ته رسولې.
۳۳ کلن لیونل میسي په داسې مهال د نړۍ دوهم ورزشکاره میلیاردر کېږي چې څو اوونۍ مخکې یې له بارسلونا لوبډلې څخه د جلا کېدو ویلي و.
خو وروستهیې په یوې مرکه کې بېرته خپله دا پرېکړه واخیستله.
د کابل د ښځينه فوټبال ليګ په پای لوبه کې به سنګر او عدالت لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې د نجونو د فوټبال لیګ پای لوبه به سبا د فوتبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شي.
د نوموړي په خبره، وروستۍ لوبه د استقلال او عدالت لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ترسره شوه چې عدالت ټیم ۲ د ۱ په وړاندې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې تهیې لار ومندله.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د قطر په سرښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو ته خوشحاله دي. دوی وايي، که چېرې خبرې کامیابه شي نو به خپل هیواد ته ستنېږي.
په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
افغان حکومت د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان د سولې له بهیر"صادقانه" ملاتړ وکړي.
د افغانستان جمهوری رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینهپال وايي، په افغانستان کې سوله د سیمې له ثبات سره همکاري کوي.
ښاغلي مینهپال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو د سولې په معنی ده.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه: "په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سولې او ثبات په معنی ده، د سیمې له هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د حکومت په محور... Читать дальше...
خلک واضحې خبرې غواړي
عایشه نومېږي. د غزني ده. ۱۶ کلنه ده. غواړي د لنډو کیسو لیکواله شي. دوه کیسې مې یې اورېدلې دي. د دواړو موضوع جګړه وه او د دواړو پای دا و چې سوله به راځي.
د افغانستان د جګړې کیسه دومره اوږده ده چې ان غرونه او سیندونه بهیې لا په اورېدو ستړي وي، پاتې شول انسانان او د ډېرو په باور دا کیسه بل پای نهلري، مګر نظامي او سیاسی سوله.
د بینالافغاني خبرو له پیل سره د سولې توافق ته امېد هېڅ وخت دومره نږدې نهښکارېده لکه څومره چې نن سبا احساسېږي. په دې ورځو کې له جګپوړو سیاسي چارواکو... Читать дальше...
په رپورټ کې ويل شوي، دا مهال ۷۵ ميليونه ماشومان هغو ۳۵ هېوادونو کې اوسي چې جګړې پکې روانې دي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن هم له طالب پلاوي سره غونډه لري او تمه ده پر هغې تګلارې بحثونه وکړي چې د مذاکراتو پر مهال د چال چلند د اصولو لپاره جوړه شوې ده.
که څه هم تمه وه چې رسمي مذاکرات دواړو لورو د دوشنبې په ورځ پیل کړي وی، خو له دې خبرو وړاندې د مذاکراتو پر مهال د تګلارې یا طرزالعمل جوړېدو ته لومړیتوب ورکړل شو.
د افغان حکومت او طالبانو پلاوي به نن رسماً په خپله غونډه کې چې د دوحې په وخت د ماسپښین په درې بجو به پیل شي، د مذاکراتو پر مهال د چال چلند د اصولو لپاره جوړې شوې دې تګلارې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي. Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې ته مو نوموتې سندرغاړې وږمه مېلمنه کړې وه. دې له يوې اوږدې مودې ناروغۍ وروسته يو وارې بیا سندرې ويل پيل کړي دي. نوموړې په عين وخت کې ګيله منه ده چې د پاکستان حکومت سږکال هم د دې نوم د صدارتي اېوارډ لپاره غوره نه کړ. د وږمې دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې سکولونه يوځل بيا پرانیستل شول. د تعليم وزارت له خوا د سپټمبر پر ۱۴مه د خپرو شوو معلوماتو ترمخه په لومړۍ مرحله کې به د نهم او لسم زده کوونکي سکولونو ته ځي. بيا به د سېپټېمبر پر ۲۳مه د شپږم، اوم او اتم ټولګي او د سېپټېمبر پر ۳۰مه به له لومړي ټولګي تر پينځم پورې زده کوونکي سبق پیلوي. دا ښوونځي د مارچ په مياشت کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره بند شوي وو.
په دې اړه د اعظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش په نړۍ کې د سپتمبر په ۱۵مه د جمهوريت د ورځې د لمانځنې په مناسبت په يوه ويډيو پيغام کې ويلي چې هر هېواد بايد داسې جمهوري نظام ولري چې د خلکو حقونه پکې خوندي وي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خبرداری ورکړ، د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړل شي.
ډونالد ټرمپ دا خبره تر هغو راپورونو وروسته وکړه چې پهکې ویل شوي، ایران په پام کې لري یوه امریکايي ډیپلوماته د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.
ولسمشر ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې وویل: "د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي."
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په جنورۍ میاشت کې د امریکا د یوې بېپیلوټه الوتکې په حمله کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه ووژل شو. Читать дальше...
د شپږیزې لیګ اووم پړاو سیالیو کې مسک عینک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې نن ماسپښین یوه بجه سره مخامخېږي.
په کابل کې د نن ورځې ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته لار پیدا کوي.
د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن د اتصالات «4G» شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلان او د بند امیر ښاماران سره مخامخ شي. دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده."
د کابل بازانو لوبډله توانېدلې چې پایلوبې یا فاینل مسابقې ته لار ومومي.
د شپږیزې لیګ کرکټ سیالۍ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Спартак» набрал больше всех очков в играх с командами из верхней половины таблицы РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Таунхаус Фрэнка Синатры впервые выставлен на продажу
Москва
Киркорова оштрафовали за уклонение от оплаты парковки
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net