د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو یو پټ راپور!
د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) دا پټ راپور ښيي چې طالبان د مالي او نظامي امکاناتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي.
دا راپور چې ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترلاسه کړی پهکې خبرداری ورکړل شوی چې په مالي برخه کې د طالبانو خپلواکي به د دې سبب شي چې دا ډله د سولې له مذاکراتو او د بهرنیو له مرستې وروسته، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي.
راپور زیاتوي، د طالبانو مالي خپلواکي کولای شي چې د القاعده په څېر له یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره د دې ډلې اړیکې خوندي کړي. Читать дальше...
د قامي اسمبلۍ د دفاعي چارو د کمېټۍ مشر امجد علي خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا قانوني مسوده یې د سېپټېمبر پر ۱۵مه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
په ننګرهار کې ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه او ۲۹ تنه طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه په حصارک، شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۲۰ تنه پولیس، د اردو سرتېري او سیمهییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
د خوګیاڼي په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې لږترلږه ۲۹ طالب وسلهوال وژل شوي چې په هغو کې د طالبانو د سرې قطعې غړي او بهرنیان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي په کابل او لغمان کې يې د انتحاري حملې مخه نیولې ده.
د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عتیقالله په نوم یو ځوان چې د پېښور په شمشتو سیمه کې يې دیني زدهکړې کړې وې د کابل د ۱۷مې حوزې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو.
په اعلامیه کې راغلي دي نیول شوی کس چې په شمشتو کې د فاتح په نوم د یوه سیمهییز طالب قوماندان له لوري د پېښور تیرا سیمې ته د نظامي زدهکړو په هدف استول شوی او له زدهکړو وروسته د انتحاري حملې لپاره افغانستان ته راستول شوی وو. Читать дальше...
د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس د خوشې شویو زندانیانو له ډلې شااوخوا ۳۰ ښځینه زندانیانې د کفالت باالمال د نهورکړې له امله لا هم په بند خونو کې دي.
د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۷» ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دې ښځینه زندانیانو کورنیو د کفالت بالمال له ورکړې انکار کړی او که ورنهکړل شي دا بندیانې مجبورې دي چې خپله پاتې بند موده پوره کړي.
ښاغلی بیاني زیاتوي: "کم شمېر ښځینه زندانیانې چې شمېر یې له... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د قطر پلازمېني دوحه کې افغان -خپلمنځۍ خبرې راونې دي، د سېپټېمبر پر ۱۶مه په جلال اباد ښار کې لسګونو مېرمنو لاريون وکړ او د سولې د خبرو ملاتړ يې وکړ. مېرمنو هيله وښوده چې افغان حکومت او طالبان به اور بند وکړي او جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې لاهم پای ته نه دي رسېدلي.
پرون د افغان پلاوي یوه غړي نادر نادري ازادي راډيو ته ویلي و چې پر ډېرو برخو هوکړه شوې ده، ډېر مهم ناندریز موضوعات نهشته، یوازې یو دوه واړه ټکي شته چې هغه به هم هیله ده چې ژر حل شي.
بل لور ته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته تېره شپه ناوخته وویل چې کله پر طرزالعمل موافقه وشوه بیا به بل ګام اخلو.
هغه زیاته کړه: "د مجالسو په کاري اصولو او مهالوېش باندې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو نن افغان هوايي ځواک ته څلور «A-29» سوپرټوکانو الوتکې وسپارلې.
په دې مناسبت په غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وویل، افغان ملي اردو به اجازه ورنهکړي چې د تېرو نږدې ۲۰ کلونو پر بریاوو معامله وشي.
ده په قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې وویل: "په ټول توان د بینالافغاني خبرو ملاتړ کوو، خو دا به د ټولو ارزښتونو له ساتنې سره وي."
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر همداراز وویل چې سوله تېر وخت ته د ستنېدو په معنی نهده او نه به هم اجازه ورکړل شي چې افغان مېرمنې د تېر په څېر په لوبغالو کې په مترکو ووهل شي. Читать дальше...
په امریکا کې د ترهه ګرۍ په تور نیول شوي د یو پاکستاني ډاکټر د نفسیاتي معاینې حکم ورکړل شوی دی.
د محمد مسعود په نوم دا ډاکټر او پخوانی څېړنکار دا مهال د امریکا په مینیسوټا ریاست کې د پولیسو په تحویل کی دی.
هغه د مارچ په ۱۹ مه د وفاقي تحقیقاتي اداری (اېف بي ای) ایجنټانو د مینیاپولیس په سینټ پال هوايي ډګر نیولې وو.
مسعود، د یو بهرملکي ترهه ګر تنظیم سره د مادي مرستو لپاره د هڅو په یوه پیښه کې مجرم ګرځول شوی دی.
پر هغه تور دی چې د اېف بي ای له مخبریانو سره یې په خبرو کې له اسلامي دولت ډلې سره... Читать дальше...
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان ویلي دي چې په بادیني کې د پاکستان - افغانستان ترمنځ د نوي تجارتي ټرمینل پرانست غونډې ته په وینا کې وویل چې له دې څخه به نه یوازې د دواړو ملکونو ترمنځ سوداګري وده ومومي بلکې په زیات شمېر کې به د دې سیمې خلکو ته د کار روزګار موقع برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان سوداګر دې له افغان سوداګرو سره خپلې اړیکې نوري هم ټینګې کړي بلکې د ولس پام دې هم د سوداګرۍ لوري ته راواړوي چې له نوي ټرمینله ګټه پورته کړي.
د بلوچستان سوداګرو د پاکستان-افغانستان ترمنځ د نوي تجارتي ټرمینل پرانستو هرکلی کړی دی. Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره ونهویني.
پومپیو دا غوښتنه پرون چهارشنبه د ټویټر له لارې د نوید افکاري د اعدام په عکسالعمل کې وکړه.
ده وویل، ترڅو چې ایران د نوید افکاري وروڼه او بهرني بندیان خوشې کړي نهوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته دې د کتنې لپاره بلنه نهورکوي.
ایراني چارواکو نوید افکاري د ۱۳۹۷ لمریز کال په سرطان کې د شېراز په اعتراضونو کې د ګډون په خاطر اعدام کړ.
وروسته له دې چې د هریکن سالي په نوم توپان د امریکا د خلیج ساحلونه وځپل سېل د سمندر د غاړې د ښارګیو او مېنو سړکونه، واټونه او پلونه زیانمن کړي او د برېښنا ستنې یې چپه کړې دي.
دا توپان چې سرعتیې په ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره و، پرون (چهارشنبه) له باران سره د فلوریدا او الاباما ایالتونو په ساحلي سیمو کې پیل شو.
د توپان له کبله ونې راپرېوتې او ګڼ کورونه، سوداګريزې ودانۍ او د بېړۍ چلولو پلټ فارمونه ویجاړ شوي دي.
دوی د پکتیا یو شمېر ولسوالیو ته د غځیدلو لارو د امنیت خرابولی، په ټوله کې شته امنیتي ګواښونه او هدفي وژنې د هغو ننګونو په توګه یادې کړې، چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخامخ کړی.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ملي اردو به اجازه ورنهکړي چې په تېرو لاسته راوړنو معامله وشي.
ښاغلي خالد چې ننیې افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو لهخوا د څلورو «A-29» سوپر ټوکانو الوتکو د مرستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغان اردو اوس د خپل هېواد له ارضي تمامیت په بشپړه توګه دفاع کولای شي او دا یې ثابته کړې هم ده.
ښاغلي خالد د سولې خبرو ته په اشاره وویل، دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغان اردو د لهمنځه وړلو خوب نور نهویني.
هغه زیاته کړه: "د دې جګړې موخه، زموږ... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې د فراه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې پر۸،۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه: "روان کال د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه ته رسېدلي، له فراه سربېره په بلخ، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې هم د انارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی."
ښاغلی رستمي زیاتوي چې روان کال د کندهار حاصلات ۱۹۰ زره مټریک ټنه ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی. Читать дальше...
د ننګرهار ولايت ګمرک رئيس وايي چې په تېرو اتو ورځو کې يې ۶۷۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
نصرالله صاحبزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د عوايدو د لوړېدو لاملونه داسې په ډاګه کړل: "لامل د کرونا ويروس وېرې ختمېدل، د سوداګريزو چارو ګړنديتوب، اصلاحات، شفافيت، سوداګرو ته د قانوني سهولتونو او په چارو کې د همغږۍ رامنځته کول دي."
نوموړي تمه وښوده چې په راتلونکي کې به په دغو عوایدو کې نور هم زیاتوالی راشي، خو په دې برخه کې له خپلو همکارانو او سوداګرو همکاري غوښتنه وکړه. Читать дальше...
افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د تاجکستان له چارواکو سره د خبرو لپاره نن هغه هېواد ته روان شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې حنیف اتمر به دوشنبې ته په دغه دوه ورځني سفر کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په ګډون له جګپوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کېدو پر مختلفو مسایلو به خبرې وکړي.
امنیت، سرحدي چارې، ټرانسپورت، پانګونه، سوداګري، ټرانزیت او انرژۍ هغه برخې یادې شوې چې دواړه لوري به پرې خبرې کوي.
له ښاغلي... Читать дальше...
د هغه پاکستاني ډاکتر د رواني وضعیت د معاینې امر ورکړل شوی چې د امریکا په مینیسوتا ایالت کې د ترورېزم په تور د مارچ له میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.
محمد مسعود په یوه مورد کې یوې بهرنۍ ترورېستي ډلې ته د مادي ملاتړ پر هڅې تورن شوی دی.
نوموړي چې د مایو په نوم یوه څېړنیز کلینیک کې کار کاوه د «اف.بي.ای» یوه خوفیه پولیس ته ویلي و چې د اسلامي دولت ډلې تهیې بیعت کړی او غواړي چې په یوازې سر په متحده ایالاتو کې حملې ترسره کړي.
هغه همداراز لېوالتیا ښکاره کړې چې غواړي سوریې ته ولاړ شي چې د دې ډلې لپاره جګړه کې برخه واخلي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو حکومت پرون د کرونا ویروس ضد واکسین په اړه یوه طرح وړاندې کړه چې له مخې یې هر څومره ژر چې یو واکسین په خوندي او اغېزمن ډول جوړ شي، هغه په وړیا ډول ټولو امریکایانو ته ورکول کېږي.
د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشر رابرټ ریډفیلډ او د فدرالي ادارې نورو چارواکو د واکسین دغه کمپاین په یوه راپور کې کانګرس ته وړاندې کړ.
ریډفیلډ وایي، د واکسین دغه کمپاین به ښایي د روان کال په وروستیو یا د نوي کال په جنورۍ کې پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې ښایي د کرونا ویروس... Читать дальше...
وار ان راکس
له طالبانو سره د ایران پېچلو اړیکو ته یوه نوې کتنه.
دا د نیویارک پوهنتون د نړیوالو اړیکو د مرکز د افغانستان د سیمهییز پروګرام د رئيس بارنټ روبین د لیکنې سرلیک دی.
په دې لیکنه کې چې (وار ان راکس) خپرونې خپره کړې، روبین په افغانستان کې د ایران بدلېدونکې پالېسۍ ته کتنه کوي چې یو وختیې له طالبانو سره سخته دښمني کوله او حتی په ۱۹۹۸ کې نږدې و چې د طالبانو پر رژیم حمله وکړي او اوس دې ډلې ته وسلې لېږي.
روبین وايي، ۸ کاله وړاندې یې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو په غونډو کې ګډون کاوه او د امریکا حکومت ته مشورې ورکولې. Читать дальше...
د بلاروس ولسمشر تور پورې کړی چې لوېدیځ د بلاروس د تېرې میاشتې پر انتخاباتو سترګې پټوي او په دې ډول هڅه کوي چې دا هېواد لهمنځه یوسي.
الکساندر لوکاشینکا وویل، لوېدیځ د دې پر ځای چې د ټاکنو نتیجې ومني د یوه انقلاب له لارې هڅه کوي چې دی له واکه لیرې کړي.
لوکاشینکا په خپله پرونۍ وینا کې د بلاروس جګپوړو چارواکو او دولتي رسنیو ته وویل، دا روانې مظاهرې چې په انتخاباتو کې د ده بریالیتوب تر سؤال لاندې راولي د امریکا او د امریکایي پلوه هېوادونو، پولنډ، لتوانیا، چک او متأسفانه اوکراین له لوري تنظیم شوې دي. Читать дальше...
د اندرس بریویک مدافع وکیل په مشروط ډول د خپل مؤکل د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بریویک هغه بنسټپاله دی چې په ۲۰۱۱ کال کې یې ۷۷ کسان ووژل او د دې وژل شویو کسانو اکثریت زلمیان وو.
بریویک چې د زندان په خونه کې یوازې دی، غواړي د ناروې پر حکومت د خپل زندان د شرایطو په خاطر عریضه وکړي.
دی په ۲۱ کاله بند چې د تمدید وړ دی، محکوم شوی دی.
د ده مدافع وکیل اوستین ستورویک یوې نارویژۍ ورځپانې ته ویلي دي، د قانون له مخې یو زنداني تر ۱۰ کاله وروسته حق لري چې د خپلې سزا د بدلېدو وړاندیز وکړي.
ستورویک زیاته... Читать дальше...
افغانستان د یوه بل کال په مخه د ملګرو ملتونو د سیاسي مأموریت د تمدید هرکلی وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګي د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوناما مأموریت د امنیت شورا په غونډه کې په غوڅ اکثریت تمدید شو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز وویل چې دا پرېکړه پر دې دلالت کوي چې په داسې حساس وخت کې چې د سولې خبرې روانې دي، نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا مثبت ګام بللی دی او لیکلي یې دي چې یوناما د افغان سولې لپاره نړیوال ملاتړ جذب کړی دی.
یو شمېر افغان ښځو د سولې په روان بهیر کې د ښځو د ګډون په اړه انلاین غوښتنلیک لیکلی دی او غواړي چې د دې غوښتنې په تأیید د ګڼو خلکو ملاتړ جذب کړي.
دا مېرمنې پر دې ټینګار کوي چې د سولې په روانو خبرو کې باید د ښځو ونډه پراخه شي.
د غوښتنلیک د لیکونکو په ډله کې یوه هم حوریه مصدق ده چې پخوا د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤله وه، دې ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان حکومت، همدارنګه د نړیوالې ټولنې استازو، ملګرو ملتونو او همدارنګه د طالبانو سیاسي دفتر ته خپلې غوښتنې وړاندې کوو."
په... Читать дальше...
په روسیه کې یوې محکمې د کریمیا اووه تنه تاتار د منع شوې اسلامي ډلې، حزبالتحریر د غړیتوب په تور، په اوږدمهاله بند محکوم کړل.
د روستوف ان دون د ښار محکمې مارلین حسنوف، محمد بیلیالوف، تیمور ابراهیموف، سیرین صالحییف، سرور مصطفاییف، سیور زکریاییف او ادم اسماعیلوف د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ په بند محکوم کړي دي.
په کریمیا کې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې مخکې ویلي و چې مصطفاییف په کریمیا کې د بشري حقونو د ډلې همغږه کوونکی او اسماعیلوف د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې نیول شوي وو او دا نور د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې په کریمیا کې نیول شوي وو. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Площадь трех вокзалов в Москве переименуют
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко убежден, что белорусы «никогда еще так хорошо не жили»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Желдорреммаш
В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли традиционные весенние общезаводские субботники
Москва
Пьяная ссора столичных мужчин чуть не обернулась смертью для одного из них
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net