123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 24.09.2020

د افغانستان تعلیمي ادارو کې د پښتونخوا زده کوونکي

Mashaalradio.com 

ډاکټر سهېل خان وایي دا ۱۷۵ زده کونکي دا وخت په افغان تعلیمي ادارو کې د ۲۲ چوکیو لپاره تللی دي، په دغو ۲۲ کې شپږ د اېم ډي (طب) شپږ د انجينیرنګ، شپږ د فارمېسي او څلور به د ادبیاتو او په ژورنالزم کې د داخلو ټسټونه ورکوي. ډاکټر سهېل خان وایي زیاتره خلک د افغانستان د اېم ډي پروګرام نه خبر دي

وال سټریټ ژورنال: خونړیو پېښو د بین الافغاني مذاکراتو ته زیان اړولی

Pa.azadiradio.com 

وال سټریټ ژورنال وال سټریټ ژورنال لیکي، په افغانستان کې خونړیو پېښو د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرو ته زیان اړولی دی. ورځپاڼه لیکي چې د سولې دواړه لورې یو بل په وروستیو ورځو کې د جګړو په زیاتېدو تورن کړې دي. افغان حکومت د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده. د پنجشنبې په شپه ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتو کلنۍ عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال یو ځل بیا پر اوربند ټینګار وکړ، خو تر اوسه طالبانو اوربند رد کړی دی او وایي چې لومړی باید د جګړې عوامل مشخص شي بیا اوربند وشي. وال سټریټ ژورنال... Читать дальше...

پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په مرکز پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې ده.  په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې د یوې سرچینې په حواله چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.  په هغو تصویرونو کې چې د ازادي راډیو خبریال له سیمې څخه استولي افغان سرتېري د یوه هیلکوپټر د ټوټو د لېږدولو په حال کې لیدل کېږي.  ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې دا څرخي الوتکه د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.



د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون پلان رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون نوی پلان رد کړی او ویلي یې دي چې د دې پلان محدودیتونه باید زیات شي.  اروپايي کمېسیون چې د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړه اجرائیه څانګه ده، نن په یو بیان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په نوي تړون کې د اروپا په سرحدونو کې د نورو محدودیتونو او د رد شویو کډوالو د ایستلو لپاره د پروسیجرونو د ټاکلو وړاندیز وکړ.  په بیان کې همداراز د نویو کډوالو پر ستراتېژۍ د بحث لپاره د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه هم شوې ده.  چک جمهوریت، پولنډ، هنګري... Читать дальше...

د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې زیاتوالی راغی

Pa.azadiradio.com 

د نوبل بنسټ وايي چې د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې یې یو میلیون سویډي کرون چې د یو لک او ۱۰ زره امریکايي دالرو معادل کېږي زیاتوالی راوستی.  د نوبل د بنسټ مشر لارس هایکېنسټن نن سویډي رسنیو ته وویل چې د نوبل د جایزې اندازه سږ کال ۱۰ میلیونه سویډي کرون ته چې د یو میلیون ۱۱۰ زره ډالرو معادل دي لوړه شوې ده. ښاغلي هایکېنسټن ویلي چې د دې پرېکړې علت د نوبل د بنسټ د لګښتونو او پانګې ترمنځ تناسب دی چې اوس د پخوا په پرتله په ډېر مناسب حالت کې دی.  د نوبل جایزې له مؤسس، ډینامیټ جوړوونکي الفرد نوبل څخه شاوخوا... Читать дальше...

د کوسوو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر صالح مصطفی ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په کوسوو کې د ځانګړي څارنوال دفتر وايي چې د کوسوو د امنیتي ځواکونو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر، په جنګي جرمونو تورن صالح مصطفی د کوسوو د ځانګړې محکمې د حکم په اساس توقیف شوی دی.  د ځانګړي څارنوال دفتر نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې مصطفی نیول شوی او په هاګ کې د کوسوو د ځانګړې محکمې توقیف‌ځای ته بیول شوی.  مصطفی د کوسوو د ازادي بخښونکي پوځ له مهمو قوماندانو څخه و چې د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د کوسوو په جګړه کې یې برخه لرله.

د ولسمشر په توګه د لوکاشینکا په رسمیت نه‌پېژندنې د اروپايي ټولنې ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د دې ټولنې پر هغه دریځ ټینګار کړی چې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس د ولسمشر په توګه په رسمیت نه‌پېژني.  جوزف بورېل دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې لوکاشینکا د حیرانوونکي اقدام په ترڅ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ښاغلي بورېل په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، د بلاروس وګړي دا حق لري چې په شفافو، بااعتباره او ټول‌شموله انتخاباتو کې خپل استازي غوره کړي.  په بلاروس کې د اګسټ له نهمې نېټې راهیسې چې لوکاشینکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو له ادعاوو سره سره... Читать дальше...



چارواکي: پکتیا کې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې ۶۵ وسله‌وال طالبان په وازې خوا ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د برید پر مهال وژل شوي دي.  د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه ناوخته د وازې خوا ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ییزې حملې وکړې، خو د ده په وینا د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي حملو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. ښاغلی ارین په جګړه کې د ۳ پولیسو د مړینې او د شپږو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.  طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.

عبدالله له وېلسن سره په کتنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.  عبدالله عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه د دې لیدنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د جګړو پر زیاتېدو بحث وشو او د تشدد کمېدل یوه ضروري اړتیا وبلل شوه.  دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو مرکچیان، په قطر کې له نږدې دوو اوونیو خبرو وروسته... Читать дальше...

واک تحریک د ښځو لپاره کتابتون په کوم ښار کې جوړ کړی؟

Pa.azadiradio.com 

د واک تحریک په نوم د ښځو د یوې ټولنې غړو د ښځو لپاره کتابتون جوړ کړی او د دې کتابتون لپاره کتابونه ټولوي. دا ټولنه چې په کابل، خوست، مردان، کوېټه او ژوب ښارونو کې څانګې لري، په سیاسي او علمي برخه کې د ښځو پر ونډه ټينګار کوي. ملالۍ بشير د واک تحریک له یوې بنسټ ايښودونکې ثنا اعجاز سره د ښځو د کتابتون په اړه خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلې چې دا کتابتون په کوم ښار کې جوړ شوی؟ د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د افغانستان صرافانو کاري اعتصاب وکړ

Pa.azadiradio.com 

اختطاف، قتل او ګواښونو افغان صرافان کار بندیز ته اړ کړل. دوی وايي حکومت‌یې د سر او مال امنیت ته پام نه‌کوي. د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د بلخ ولایت د صرافانو د اتحادیې د رئیس د اختطاف په غبرګون کې په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب پيل کړی. د دغې شورا مشر میر افغان صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» کابل کې د صرافانو د کار بندیز د پیل پر مهال له حکومت د صرافانو د امنیت غوښتنه وکړه او ویې‌ویل تر هغې چې د افغان صرافانو سر او مال نه‌وي خوندي شوی کار بندیز ته به دوام ورکړي. ښاغلی صافی زیاتوي... Читать дальше...

افغان زندانیانو ته تخفیف او د زده‌کړې اسانتیا

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د زندانونو د تنظیم ادارې د زندانیانو د اصلاح او روزنې لپاره د سواد او حرفوي زده‌کړو نوې پروسه پیل کړې چې له امله‌یې زندانیان هم با سواده او هم د یو مسلک خاوندان کېدای شي. هغه استادان چې ۱۵ زندانیانو ته سواد زده کړي د بند موده کې یې یو کال تخفیف راځي. هیلۍ اسد پرې راپور لري.

برېښنا شرکت: د نویو پروژو په پلي کېدو به زرګونه نویو کورنیو ته برېښنا ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د  برېښنا د تولید د نویو لمریزو او بادي پروژو په پلي کېدو سره به، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي، له برېښنا برخه‌من شي.    دغه شرکت وویل، دغه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت په چوکاټ کې، د امریکا په مالي مرسته پلې کېږي. د دغو پروژو د پلي کولو تړون پرون په کابل کې لاسلیک شو. د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو به زرګونه نویو کورنیو ته برېښنا ورسېږي او پارچاوي به هم لږه شي. ښاغلی توحیدي زیاتوي... Читать дальше...

ارزګان کې د ۲۸ پولیسو وژل کېدل؛ 'جګړه کې د اسیرانو وژنه جنګي جنایت دی'

Pa.azadiradio.com 

د جنیوا نړیوال کنوانسیون او د بشر حقونو ملاتړي بنسټونه په جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل جنګي جنایت بولي. دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان چارواکي وايي، طالبانو هغه ۲۸ پولیس وژلي چې ګېزاب ولسوالۍ کې دغې ډلې ته د جګړې پر مهال تسلیم شوي وو. خو وسله والو طالبانو بیا د حکومت دا ادعا رد کړې ده. د ارزګان ولایت د والي ویاند زړګي عبادي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو پولیسو جسدونه تېره شپه د ولسي مشرانو په منځګړیتوب حکومتي مسؤلانو ته وسپارل شول. ښاغلي عبادي زیاته کړه... Читать дальше...

'ارزګان کې د افغان ځواکونو ځوابي حمله کې ۱۲ طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دهراوود ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان روزي خان همکار ازادي راډيو ته وویل دا وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې د لنډياني سیمې پر امنیتي پوستو یې برید وکړ. نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې پنځه نور طالبان او دوه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي. روزي خان وايي چې اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده. د راپورونو له مخې د دې جګړې له کبله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

چارواکي: بدحشان کې طالبانو د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د دې ولایت په درایم ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې د درایم ولسوالۍ د پیتاوک کلي اوسېدونکی شاه محمد، د هغه دوه زامن، ورور او اوښی نن سهار وختي په داسې حال کې چې د دیني مدرسې خوا ته روان وو، د طالبانو په ډزو ووژل شول. هغه زیاته کړه: : "نن د سهار په څلورو بجو د پیتاوک کلي یو اوسېدونکي په داسې حال کې چې خپل زامن‌یې مدرسې ته بیول د پیتاوک او باغ صوفي سیمو ترمنځ د طالبانو له‌خوا په نښه کېږي. Читать дальше...

شمسیه د افغانستان د کانکور ازموینې عمومي اول نمره شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د شمولیت لپاره د کانکور ازموینې تر ټولو لوړه نمره سږکال د کابل اوسېدونکې شمسیې وګټله.  د لوړو زده‌کړو وزارت د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې پایلې نن اعلان کړې. د دې وزارت د کانکور کمېټې د کابل د اصف مایل لېسې فارغه شمسیه د ۳۵۳،۱۸ نمرو په ترلاسه کولو د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړه. نوموړې د کابل معالجوي طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.   له کابله نعمت‌الله د ۳۵۳،۱۳ او د کابل بل اوسېدونکي محمد مجتبی د ۳۵۰ نمرو په اخیستو دوهم او درېیم مقامونه ګټلي چې... Читать дальше...

ننګرهار کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پشه‌خانو وېش غبرګونونه راوپارول

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د ننګرهار چارواکو دغلته د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲ میلیونه پشه‌خانو د وېش لړۍ پیل کړه، ګڼ غبرګونونه راوپارېدل. ننګرهار مېشتي په مرستو کې د شفافیت د نشتوالي له امله شکایت کوي. د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په ننګرهار کې پشه‌خانې په داسې حال کې وېشل کېږي چې د اوړي او میاشو موسم ختم شوی او خلک کوټو ته په ننوتو دي. د دوی په باور، ښه دا وه چې دغه میلیونونه ډالر په یوه بله بنسټیزه پروژه مصرف شوي وی، څو د ننګرهار اوسېدونکو ترې دایمي ګټه پورته کړې وی. له دې ډلې احمد شاه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Фредди Меркьюри

Амигуруми: как связать Фредди Меркьюри крючком (узор и схема)





Персональные новости
Россия

Новые цены на жилье утвердили в России





ملګرو ملتونو د سوات حديقه بشير د ځوانو رهبرانو په پروګرام کې شامله کړې

Mashaalradio.com 

د سوات سيدوشريف ۱۸ کلنه حديقه بشير له تيرو څو کلونو راهيسې د کم عمرۍ ودونو مخنيوي په اړه د پوهاوي راوستو لپاره هلې ځلې کوي. ملګرو ملتونو هغه د ۱۷ ځوانانو او پېغلو په رهبرۍ پروګرام کې شامله کړې ده. نوموړې به اوس پخپله سيمه کي کار کوي او د ملګرو ملتونو فورم ته به په پاکستان او شاوخوا هېوادونو کې د غوره تعليم، غربت ختمولو او ښځې پر خپلو پښو درولو لپاره وړانديزونه ورکوي. د مشال راډيو خبريال نيازاحمد خان له حديقه بشير سره خبرې کړې.

ایا خلک په مېله ځایونو کې د کرونا مخنیوي لپاره لازم تدابیر مراعاتوي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو اوونیزه "کور کلي" خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې لاهم په نړۍ او افغانستان کې د کرونا د ډېرښت خبر ورکړل شوی او په افغانستان کې قرنطین هم مات شوی؛ ایا اوس هم خلک مېله ځایونو ته ځي؟ په کرونایي حالاتو کې مېله ځایونو ته د تللو لپاره کوم تدابیر باید ونیول شي؟ او که په مېله ځایونو کې د کرونا د مخنیوي په منظور تدابیر ونه‌نیول شي کومې پایلې به ولري؟ نن په همدې موضوع د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او له یو داکتر سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې ده. Читать дальше...

سلمان: له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ایران ته په اشاره د دغه اسلامي جمهوریت د مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه وکړه او هم‌یې پر نړیوالو غږ وکړ چې پرینږدي، تهران د ډله‌ییزې وژنې وسلې ترلاسه کړي. سلمان بن عبدالعزیز وویل، یوې هر اړخیزې حل‌لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي. هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی. سلمان دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

اشرف غني له نړیوالو د سولې په راوستو کې مرسته وغوښته

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني پر نړیوالو غږ وکړ چې له هېواد سره‌یې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. ښاغلي غني دغه غوښتنه په هغې وېډیویي وینا کې وکړه چې له مخکې ثبت شوې وه او پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په تالار کې خپره شوه. غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له افغانستان سره د یوه خپلواکه، متحد او ډیموکراتیک هېواد په توګه هدف ته په رسېدو کې مرسته وکړي. ولسمشر غني وویل، افغان دولت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره سختې پرېکړې کړي او په دې برخه کې یې ژمنه، ترحم او مېړانه ښکاره کړې ده، خو دا به کافي نه‌وي. Читать дальше...

افغانستان کې د لمر او باد انرژۍ ۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له لمر او باد څخه د انرژۍ د ترلاسه کولو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. پر دې ۱۶۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي چې د امریکا پرمختیایي اداره (یو اېس اېډ) یې تمویلوي. د دې پروژو تړونونه د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې لاسلیک شول. دوه‌یې لمریزې دي چې یوه په کابل او بله په بلخ کې ده او دوه بادي پروژې په هرات کې پلې کېږي. ټاکل شوې ده چې له یوه نیم تر څه باندې دوو کلونو پورې به د دې پروژو کارونه بشپړ شي او نږدې ۱۱۰ مېګا واټه برېښنا به تولید کړي.

Спорт в России и мире
Москва

GeekVape в сотрудничестве с Absolute Racing выиграла чемпионат в категории GT3


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил перспективы строительства ВСМ «Москва — Санкт-Петербург»


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Николай Цискаридзе

Николай Цискаридзе: «Балет не для всех является смыслом жизни, как для меня»



Москва

Сергей Собянин: Новый путепровод улучшит пропускную способность других трасс

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net