ډيپلومات
ډیپلومات خپرونې ایران ته د هند د دفاع وزیر د روانې اونۍ د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د خپرونې په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغ په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغانستان راتلونکې ته د نوي ډیلي د اندېښنو په اړه خبرې وکړې.
ډیپلومات لیکي چې د هند دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر دې لیدنې کتنې په ټویټر کې ولیکل چې د ایران له دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي سره یې په تهران کې... Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا د مومندو په زیارت غر سیمه کې د مرمر کانونو نړېدو لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي. ځايي چارواکي وايي چې د سېپټېمبر پر اوومه مازیګر مهال له غره سره د کاڼو رالوېدو وروسته کانونه ونړېدل. نور حال د شاهنواز ترکزي په ويډيويي راپور کې
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دې هيواد د استقلال ۱۰۱مې کاليزې په وياړ د فرهنګي ماښام تابيا کړې وه چې له خېبرپښتونخوا او بلوچستان څخه ورغلو هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه. په پروګرام کې د پاکستان سياستوالو، مدني فعالانو، ليکوالانو، شاعرانو او افغان کډوالو ګډون کړی و. نور حال د احمد الله او عمران يونس په ويډيويي راپور کې
پر دې بیان لاسلیکونکې خبریالې عفت رضوي د سپټمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې له ښځینه خبریالانو سره دا شریک بیان د سپټمبر پر اوومه لاسلیک کړی او ځینو نارینه خبریالانو او دوو صحافتي اتحادیو هم ورسره د یووالي ښودولو لپاره پرې لاسلیکونه کړي دي.
د بلاروس د اپوزېسیون مشره چې په لتوانیا کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، نن د اروپایي شورا یوې غونډې ته وینا کوي.
دا به په بلاروس کې د اګسټ د نهمې نېټې د ټاکنو او تر هغه راوروسته وضعیت په اړه خبرې وکړي.
سوتلانا تیخانوفسکایا یوه ورځ وروسته تر دې د اروپایي شورا غونډې ته وینا کوي چې د بلاروس د اپوزېسیون د اغېزمنو مشرانو له ډلې یوه تري تمه شوې ده.
د اروپایي پارلمان رئیس ریک ډایمز به هم په نننۍ غونډه کې برخه واخلي. ده په وروستیو کې په بلاروس کې د یوه همه شموله سیاسي ملي پروسې غوښتنه کړې ده.
بلاروس... Читать дальше...
د احمد شاه مسعود پلویانو نن دغه ورځ د کابل په سړکونو د موټرونو د کاروان په وسیله بدرګه کړه او یو شمېر نورو بیا د شهید اوونۍ په مناسبت د وینې بانک ته وینه ورکړه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا چې یو شمېر خلکیې په کابل ښار کې د ګډوډۍ د جوړولو په تور نیولي دي.
لېمې هادي دا راپور جوړ کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د اګست له ۲۷ مې راهیسې توپاني بارانونو او سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او په غریزو سیمو کې یې پولونو او سړکونه له مینځه وړي دي. په صوبه کې د بې وخته بارانونو او سیلابونو تر شا څه دي؟ دا مهال په چاپیریال کې کوم بدلونونه روان دي او مخنیوې یې څنګه کېدای شي؟ پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی
چارواکي د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه برید کې د څو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دې ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اړوند منګياړي سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ.
هغه زیاته کړه: "د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د ۵ پاکستانيو ترهګرو په ګډون اووه وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي."
د ښاغلي منګل په وینا په برید کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ويلي.
د افغانستان دفاع وزارت د هلمند په نادعلي او نهرالسراج ولسوالیو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو ته دغه مرګژوبله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوی پر پوستو د بریدونو د مخنیوي په عملیاتو کې اړولې ده.
دفاع وزارت د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبره کوي او وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې درې غړي هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ایران په یزد ولایت کې په سوځول شوي موټر کې یو افغان قرباني.
هغه چې په روغتون کې یې هم په ورځو ورځو لاسونه په ولچکونو تړلي و.
دا ۱۷کلن اکرم و چې اوسمهال د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې اوسېږي.
هیلۍ اسد یې کور ته ورغلې او دا وېډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.
په قطر کې د طالبانو دفتر وایي چې پرونیې د کوربه هېواد له مرستیال صدراعظم او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د بینالافغاني خبرو د پیلېدو او د بندیانو د خلاصون پر پروسې خبرې وکړې.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ رسنیو ته استولې ویل شوي چې د طالبانو مرستیال مشر او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند، د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او د دې ټیم درې نورو غړو مولوي عبد الکبير، ملا محمد شيرين اخند او ملا خيرالله خيرخواه په دې کتنه کې ګډون درلود. Читать дальше...
د کابل امنیه قومانداني وايي، یو شمېر هغه کسانیې نیولي چې ننیې د دې ښار امنیت ګډوډ کړی و.
امنیتي چارواکي وايي، یو شمېر نور هغه کسانیې هم تر څار لاندې دي چې د خلکو فزیکي او رواني امنیتیې ګواښلی دی.
خو د کابل امنیه قوماندانۍ د نیول شویو کسانو کره شمېر نهدی روښانه کړی، مګر په هغه تصویرونو کې چې د کورنیو چارو وزارت لهخوا رسنیو ته لېږل شوي، ښکاري چې د یو شمېر نیول شویو کسانو سره وسلې هم شته.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د احمد شاه مسعو د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو... Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د بنو يو سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، يوه موده شوه چې پېښور ته کډه شوی او هم له هغه ځايه خپل هنري کارونه مخ ته وړي. د فاروق په خبره، د بلوچستان د پښتون مېشته سيمو خلک د ده کاکړۍ زياتې خوښوي او همدا وجه ده چې هغوی يې خپلو پروګرامونو ته دعوت کوي. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د نړۍ د یوه لوی تفریحي شرکت، نېټفلېکس مشر وایي، له کوره کار مثبتې نتیجې نهلري او پر کومو موضوعاتو چې بحث ته اړتیا وي له کوره خبرې پرې سخته کېږي.
خو ریډ هیسټینګس دا خبره هم وکړه چې د ده ۸،۶۰۰ کارکوونکي به بیا هم تر هغو دفتر ته لاړ نهشي چې د کرونا ویروس واکسینیې نهوي شوی.
د نېتفلېکس شرکت په ۱۹۹۷ کې په کالیفورنیا کې تأسیس شو. دا شرکت خپلو ګډون کوونکو ته بېلابېل فلمونه د پیسو په بدل کې د انټرنټ له لارې ورښکاره کوي.
په ۲۰۱۳ کال کې د دې شرکت هڅې پراخې شوې او د خپلو فلمونو جوړېدو تهیې ملا وتړله. Читать дальше...
د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پر واکمن تحریک انصاف ګوند تور لګولی چې داسې قوانين يې په پارليمان کې منظور کړي چې له وجې يې د پاکستان ازادي او خپلواکي له منځه تللې ده.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د سپټمبر پر اوومه په پېښور کې د خپل ګوند یو جلسې ته په وینا کې کړې دي. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.
د کرکټ د شپږیزې لیګ په درېیمه ورځ نن د کابل بازانو ټیم د مس عینک اتلانو ټیم ته ماتې ورکړه.
پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک تهیې د بېټنګ بلنه ورکړه.
مس عینک په ۲۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳منډې وکړې.
خو د کابل بازانو ټیم وکولای شوای چې په ۱۹ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړي.
نن د غوره لوبغاړي جایزه نورعلي ځدراڼ ته ورکړ شوه.
نن بله لوبه د بست ساتونکو او بند امیرښاماران ترمنځ وي.
د شپږیزې لیګ سږکال اووم کال دی او ټاکل شوې چې د دې لیګ سیالۍ اته ورځې نورې هم دوام وکړي.
د راپورونو له مخې هند او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لانجمنې پولې پرتو ځواکونو نن د خبرداري ډزې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هندي ځواکونه تورن کړل چې په غیر قانوني توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول له کرښې اوښتي او په قصدي توګهیې د خبرداري ډزې کړې دي.
تر اوسه د احمتالي تلفاتو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
هندي چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې چینایي ځواکونو په سیمه کې د یوې لیرې پرتې پوځي پوستې د محاصره کولو او د خبرداري ډزو د کولو په هڅې سره یو ډېر پاروونکی اقدام کړی دی. Читать дальше...
د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د افغان حکومت او طالبانو ضد او نقیضې څرګندونې.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د پیل په درشل کې، د دې ډلې ویاند ویلي، تر اوسه د دوی ۱۰۰ بندیان له بنده نهدي خلاص شوي او تر هغه چې دا بندیان ازاد نهشي، مذاکرات به پیل نهکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، تر اوسه د دوی د بندیانو پروسه وروستۍ شوې نهده او هر کله چې دا بهیر بشپړ شي، دوی به له افغان پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.
نعیم وردک ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي،... Читать дальше...
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د سولې مذاکرات د دوی غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په معنی نهدي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانان غواړي له خپل دښمن سره په سوله کې ژوند وکړي، خو داسې سوله چې د خلکو قربانۍ پهکې کمرنګه نهشي.
ښاغلي صالح چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۸» د شهید اوونۍ د پیل او د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده. Читать дальше...
ترکیې د سعودي عربستان د هغې محکمې پرېکړه نیمګړې بللې چې د سعودي پخواني خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسانیې له اوو نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.
د ترکیې د ولسمشر ویاند فحریتین التون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سعودي عربستان د محکمې دغه پرېکړه نه د ترکیې او نه هم د نړیوالې ټولنې غوښتنې پر ځای کوي.
د سعودي محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل. د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته له هغې چې د خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل محکمې يې پر سزا بیا غور وکړ. Читать дальше...
د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسۍ کې د مرمر ډبرو د نسکور شوي کان د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد.
دا پېښه ډیورند کرښې ته نږدې په مومندو اېجنسي کې پرون هغه مهال رامنځته شوه چې شااوخوا ۳۰ کان کېندونکو ډبرې لاریو ته پورته کولې چې لویه ډبره پرې راوښویېده.
د سیمې یوه اوسېدونکې فاتح ګل د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "شااوخوا پنځه بجې وې، موږ هم په کارونو بوخت و، خو کله چې د غره شور مو واورېد، یوازې دوړې لیدل کېدې. ځای پر ځای کېناستو او کله چې دوړه خپره شوه د پېښې ځای ته ور روان شوو، خو ژر هم ځکه نهشوو ور... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر د بلاروس له رژیم څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
جوزف بورېل پرون وویل، اروپايي ټولنه په بلاروس کې په غیر قانوني ډول د سیاسي مخالفینو نیول غندي او غواړي چارواکي ټول هغه کسان خوشې کړي چې د اګسټ د نهمې له لانجمنو انتخاباتو مخکې او وروسته توقیف شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو کمیشن ایچ ار سي پي مشر مهدي حسن د سپټیمبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې تورن کسان باید تر نیول کېدو وروسته عدالت ته وړاندې کړل شي
په پام کې ده د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا نن د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا وکړي.
له دې یوه ورځ مخکې د اپوزېسیون یوه مخکښه او مخوره مشره د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې ترۍ تمه شوه.
تیخانوفسکایا چې اوسمهال په لتوانیا کې په تبعید کې اوسېږي، په بلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو د وروسته حالت په اړه په یوه بحث کې ګډون کوي.
د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلې مشر پېک دایمز په بلاروس کې د ټولو په ګډون د یوې سیاسي پروسې د جوړېدو غوښتنه کړې.
د دې وړاندیز هدف دا دی چې... Читать дальше...
د هنګري لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپرونې چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته بندې شوې وې نن د سپټمبر په اتمه یو ځل بیا پیل شوې.
دا پرېکړه په هنګري کې پر رسنیو د محدودیتونو له لګېدو وروسته وشوه.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرسته مشره دیزې شیندلر وايي، دا راډيو ژمنه ده چې د هنګري ملي ګټو ته پام سره به خپرونې کوي او هغه مسایل به خپروي چې د دې هېواد د خلکو لپاره مهم دي.
ازادي راډیو د هنګري د څانګې جوړېدل تېر کال منی اعلان کړل ځکه وروستۍ څېړنې ښيي چې د هنګري حکومت تقریباً ټولې رسنۍ په... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В СВАО Москвы реконструируют дорогу и построят мост
Путин в России и мире
Москва
Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Александр Розенбаум
Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге
Москва
В Москве назвали сроки отключения отопления в домах
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net