123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 20.09.2020

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه راروانه سې شنبه پیلېږي. سږ کال د کرونا وبا له کبله د نړۍ ګڼ مشران یا په انلاین بڼه په دې غونډه کې برخه اخلي، یا یې هم غونډې ته خپل ثبتي وېډیويي پیغامونه لېږلي دي. دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې اول وار دی چې عمومي غونډه تر ډېره په مجازي بڼه کېږي.  د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بحث وړ موضوعات په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا، نژادپالنه، نابرابري، اقلیمي بدلون، بې‌وزلي، لوږه، وسله‌والې شخړې او نور مسایل دي. ملګري ملتونه وايي د دغو چلنجونو په وړاندې... Читать дальше...

بلاروس کې یو ځل بیا پراخې مظاهرې پلان شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې نن یو ځل بیا د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې پلان شوې دي.  له دې یوه ورځ مخکې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې سلګونه ښځینه مظاهره‌چیانې چې د یوه لاریون په ترڅ کې یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوله ونیولې.  تمه ده چې نننۍ مظاهرې ماسپښین مهال پیل شي.  د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا د هغو ګټونکی اعلان شو په تېره یوه میاشت کې په بلاروس کې پراخې مظاهرې روانې دي.

د واشنګټن د وروستي اقدام پر وړاندې د ایران غبرګون

Pa.azadiradio.com 

تهران د واشنګټن د هغه اقدام پر وړاندې چې د ملګرو ملتونو له‌خوا پر دې هېواد ټول لګېدلي بندیزونه‌یې له خپل لوري په یو اړخیز ډول لګولي، غبرګون ښودلی.  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن یکشنبه په تهران کې په یوه خبري غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د واشنګټن د خپل‌سرو اقداماتو پر وړاندې لاس یو کړي او په یوه غږ خبرې وکړي. متحده ایالاتو له دې مخکې هم پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو د دوام لپاره امنیت شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې وه، خو دې شورا ونه‌منله.  د امریکا اروپايي متحدانو... Читать дальше...



شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ ډیورند کرښې ته څېرمه په یوه برید کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.  د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن یکشنبه خپور شو وايي، دا سرتېري د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې پوځ په شمالي وزیرستان کې پیل کړي له وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.  پوځ په یو بل بیان کې د بلوچستان ایالت په اواران ولسوالۍ کې پرون شنبه له پوځ سره نښته کې د څلورو وسله‌والو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

د اصف توخي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د مخکېني امنیت امر محمد اصف توخي پلار وايي، ویاړي چې زوی یې د وطن لپاره خپل سر قربان کړ. فريد الله سعادت‌يې د جنازې مراسمو ته ورغلی وو.

پاکستان کې د رایې د اظهار قدر ختم شوی: اقبال خټک

Mashaalradio.com 

د مشال مرکې مېلمه خبريال او د پاکستان لپاره د بې پولو خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) استازی اقبال خټک دی. په مرکه کې نوموړي د خپل شخصي او مسلکي ژوند ترڅنګ پخوانی پېښور له ننني پېښور سره پرتله کړی دی، له هندي وزيراعظم اټل بهاري واجپای سره د مرکې او په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د خپلو مهمو رپورټونه يادونه کړې ده او پر دې يې هم رڼا اچولې ده چې په پاکستان کې خبريالان، رسنۍ او د بيان ازادي څومره ده؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

کابل کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه غبرګونونه؛ 'پیسې مې واخله، خو ژوند مې نه'

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار اندېښنو پر سر اخیستی او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له غلو سره د خبرو کمپاین پیل کړی دی. د کمپاین نوم دی «پولم را بګیر، جانم را نه» یعنې پیسې مې واخله، خو ژوند مې نه، د دغه کمپاین خطاب هغو شوکمارو ته دی چې غواړي هم شوکې وکړي او هم خلک ووژني. د دغه کمپاین ګډونوال له غلو غواړي چې د خلکو د پیسو په اخیستلو بسنه وکړي او وژنه دې نه‌کوي. د کمپاین یو شمېر تنظیموونکي وايي، د کمپاین هدف، له پولیسو نه د خلکو ناهیلي ده. فیصل محبت ازادي رادیو ته وویل، خلک د دغه کمپاین ملاتړ کوي: "مال مرا بګیر، جانم... Читать дальше...

اشرف غني: جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید ننګه‌یې وشي

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، سوله پیاوړی تدبیر، صبر، حوصله او قرباني غواړي. ښاغلي غني وویل چې جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید ننګه‌یې وشي. دی وايي، د سولې راتګ او د جمهوریت ساتنه د افغانانو په یووالي پورې اړه لري.  ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۰» بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته وکړې او ویې‌ویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی. ښاغلی غني زیاتوي: "فکر کوئ چې ستاسو په مخ کې ناست درې تنه (غني، صالح، دانش) د تېښتې خلک دي، نه... Читать дальше...



د مير خان پر "هيله" سندره له هغه سره خبرې

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له کابله ځوان سندرغاړی مير خان مېلمه کړی وو. ده په وروستيو کې د "هيله" په نوم خپله نوې سندره خپره کړه. مير خان د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی. نوموړی وايي، يو شمېر نورې سندرې يې هم تيارې دي او ژر به يې خپرې کړي. د مير خان خبرې او د نوې سندرې ترڅنګ ځينې مخکېنۍ هغه يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

چارواکي: طالبانو د ماینونو د ایښودلو له لارې ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د ماینونو د ایښودلو له لارې ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې ده. د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبانو د ماینونو ایښودلو له لارې د ملکي مرګ ژوبلې کچه زیاته کړې چې هره ورځ له دې لارې عامو وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي. طارق ارین دغه څرګندونې ورسته له هغې کوي چې د يکشنبې په ورځ د پکتکیا ولایت په ولایت په جانیخیلو ولسوالۍ کې د کوچیانو په واده کې پر یو تراکتور چې ناوې، ښځې او ماشومان هم په کې وه په ماین چاودنې ۲۰ کسان ټبیان شول چې په سیمه کې د ازادي... Читать дальше...

د ناټو راپور: طالبانو مالي او نظامي خپلواکي ترلاسه کړې او یا ورته نږدې شوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د یوه محرم او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له لوري د یوه برابر شوي راپور پر بنسټ، د طالبانو پراخېدونکی مالي قوت کولای شي دغه ډله چې له جګړې وروسته افغانستان کې د ونډې لپاره مذاکرات کوي، د نړیوالې ټولنې له فشاره خوندي وساتي.  دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې "طالبانو مالي او پوځي خپلواکي ترلاسه کړې او یا هم ترلاسه کولو ته یې نژدې شوي دي"، دا هغه سناریو ده چې دغه سخت دریځه (افراطي) سني ډله به ورسره وکړای هغه اصلي ژمنې ماتې کړي چې د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا په منځګړیتوب کړې دي. Читать дальше...

ارزګان کې د تخنیکي او حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د حکومت له لوري لسګونه هغه کسانو ته د تخنیکي او حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو. د کارواو ټولنیزو چارو د د ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت شاوخوا ۷۰ سلنه ځوانان بې کار دي په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

"د تشدد زیاتېدل د افغان سولې مذاکرات اغېزمنولای شي"

Mashaalradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي، د تاوتریخوالي زیاتېدل، په قطر کې د سولې خبرې زیانمنولای شي. دغه اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې د سېپټمبر پر ۱۹مه له بېلابېلو ولایتونو د لسګونه عام وګړو او ځینو حکومتي چارواکو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړ شول. د افغانستان د بشري حقونو کمېشن وایي، د سولې له خبرو سره همهاله د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ دی او دا خبرې زیانمنولی شي. د کمېشن د نشراتو مشر ذبیح الله فرهنګ د سېپټمبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ښکېلې ډلې د تاوتریخوالي کموالي ته کار وکړي. Читать дальше...

افغان حکومت: طالبان دې نیک نیت څرګند، تاوتریخوالی کم او اوربند ومني

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کوي چې د سولې خبرو لپاره نیک نیت وښيي او د تاوتریخوالي د کمولو سربېره، بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي. دې وزارت دا څرګندونې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په اړه د امنیت شورا هغه اعلامیې ته په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي، د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او سولې بهیر څخه پراخ نړیوال ملاتړ شته. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت یوې تلپاتې سولې ته بشپړ ژمن دی او غواړي چې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو... Читать дальше...

ایران: نړیواله ټولنه دې د امریکا د بدماشۍ مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

امریکا په یو اړخیز ډول پر ایران د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه بیا ولګول. متحده ایالتونو دغه پرېکړه له دې سره سره وکړه چې د بندیزونو د اغېزمنتوب په خاطر د امریکا نژدې اروپایي متحدان ورسره مخالفت لري.  پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اعلان کړل، هغه ګام چې «ناڅاپي کلک ګوزار» بلل کېږي. پومپیو خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې سرغړوونکي به د امریکا له اقدام سره مخامخ شي. نوموړي په یوه بیان کې ویلي، که د ملګرو ملتونو غړي دولتونه د دغو بندیزونو په عملي کولو کې... Читать дальше...

کندز کې د 'بدلون ' په نوم د سیمه ییزې راډیو خپرونې ودرېدې

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د بدلون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مسئولین وايي، چې د مالي او تخنیکي ستونزو له امله یې خپلې خپرونې درولي دي. د دغې سیمه ییزې راډیو بنسټ ایښودونکي او د امتیاز څښتن نظیف الله نظیف وايي، د بدلون راډیو هدف فکري رغونه، ښونې ته د ولس هڅونه، یووالی او سولې ته کار کول وو، چې له پیله تر ننه یې د ولس ويښتابه ته کار وکړ. هغه زیاته کړه: "په تېرو کلونو کې چې موږ راډيو چلوله موږ مادې امکانات د سوداګریزو اعلاناتو له لارې موندل خو د کندز دوه وارې سقوط او له هغې راورسته د کرونا وضعیت د دې لامل شو... Читать дальше...

لغمان کې د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زرو ټنو ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته ورسېدل.  د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دې ولایت کې د وریجو حاصلات ځکه زیات شوي چې د شولو د عصري کرکېلي لپار د کرنې وزارت له خوا د شولو لسګونه ننداریزې قطعې جوړې شوي چې بزګرانو ته په کې د عملي روزنې زمینه برابره شوې ده. ښاغلی رستمي وايي، دا د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي. نوموړي وویل، چې تېر کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات یوازې ۳۰ زره ټنه وه. لغمان ټولټال ۲۱ زره... Читать дальше...

افغان حکومت د سیمې هېوادونو سره د سیمه ییزو همکاریو پراختیا وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لوړ رتبه پلاوي د تاجکستان له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان دریځ پیاوړي کولو په اړه ټينګار وکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډو ته وویل، چې دغه کتنه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ ترسره شوې ده. هغه زیاته کړه: "د افغان حکومت لوړ رتبه پلاوي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین عبدالکریم مالکیار او نورو چارواکو په ملتیا دغه ناسته ترسره کړې او تاجک چارواکو سره یې د اقتصادي همکاریو په پراختیا او په سیمه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Александр Галич

Александр Галич. "Облака". Поёт Антон Духовской.





Персональные новости
Россия

Самые популярные туристические маршруты России: на автомобиле





نن 'ډیلي کپیټلز' او 'کینګز ایلیون پنجاب' سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوهمه ورځ به نن ډیلي کپیټلز لوبډله له کینګز ایلیون پنجاب سره مخامخ شي. د افغانستان د کرکټ یو تکړه باولر مجیب الرحمان په پنجاب کینګز ایلیون کې لوبېږي. پرون د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې چینای سوپرکینګز په ۵ ویکټونو مومبی انډینز ته ماتې ورکړه. د هند د کرکټ غوره لیګ سیالۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سږ کال په متحده عربي اماراتو کې کېږي. دا لیګ په نړۍ کې د کرکټ، چې له فوټباله وروسته تر ټولو ډېر زیات مینه وال لري، تر ټولو ستر لیګ دی.

فراه چارواکي: یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض ځان وژلی

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض کې ځان وژلی دی. د فراه ولایت د چارواکو په وینا، دا پېښه تېره شپه د فراه ښار په چهارباغ سیمه کې شوې ده. د فراه د والي ویندوی محب الله محب وايي چې نجلۍ د جبري واده په خاطر ځان زیندۍ کړی او پولیس هڅه کوي چې هغه کس ونیسي چې نجلۍ یې ځان وژلو ته مجبوره کړې ده.

'د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکتران پر وخت خپلو دندو ته نه حا ضرېږي'

Pa.azadiradio.com 

د ترینکوټ اوسېدونکې ادعا کوي چې ناروغان يي مرګ حال پراته خو ډاکتران د غرمۍ تر ۱۱بجو په خواږه خوب ویده وي او یا هم په شخصي روغتونو کې په دندو بوخت وي خو خپلو دندو ته نه حاضرېږي.  مسؤلین دا نه مني چې ډاکتران په خپل وخت دندې ته نه حاضرېږي او په سم ډول ناروغانو ته د خدمتونو نه وړاندې کولو لامل د پرسونل کموالی ښيي. په ترینکوټ کې د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت چې دوه ورځې دغه روغتون ورغلی دی د موضوع په اړه یې دا راپور چمتو کړی دی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

ولسمشر محمد اشرف غني بامیان ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بامیان د وضعیت د لیدلو لپاره نن سهار دغه ولایت ته لاړ. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به په بامیان کې د یکاولنګ – دره صوف د سړک د جوړولو چارې هم وګوري. دغه راز په پام کې ده چې د ولسمشر د دوو مرستیالانو په ګډون د حکومت د مشرتابه ځانګړې امنیتي غونډه د ولسمشر غني د سفر په لړ کې په بامیان کې جوړه شي.

مسیر: حکومت او طالبان د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، یو څه چې د سولې بین الافغاني خبرې ننګوي هغه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ تقابل دی چې په وینا یې دا لامل شوی چې د یوې اوونۍ تر تېرېدلو ورسته هم رسمي خبرې پیل نه شي. د سرمقاله لیکوونکي په وینا، د تماس ډله لا نه ده توانېدلې چې په تخنیکي مسایلو خبرې وکړې او د خبرو په څرنګوالي هوکړه وکړي. د لیکوال په باور، د سیمې یو شمېر هېوادونو له طالبانو ملاتړ کوي، نو طالبان فکر کوي چې له مقابل ټيم څخه لوړ موقف لري او غوښتنې یې باید ومنل شي . هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی چې د سولې... Читать дальше...

لاریون کوونکو لندن کې پولیسو سره شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پر لګول شویو بندیزونو غوسه شویو لاریون کوونکو پرون په لندن کې له پولیسو سره اخوډب وکړ. دا لاریون وروسته له دې وشو چې د لندن ښاروال صدیق خان خبرداری ورکړ چې په ښار کې د کرونا د نویو پېښو د زیاتېدو له کبله به یو لړ محدودیتونه وضع کړي. د بریتانیا حکومت تېره اوونۍ تر شپږو کسانو د زیاتو خلکو پر یوځای کېدو بندیز ولګاوه. دا بندیز وروسته له دې اعلان شو چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وویل چې هېواد ته یې د کرونا وبا دوهمه څپه راروانه ده.

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

«Зеленский кричит»: польский генерал рассказал, что творится в Киеве


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Рахманинов

Скульптура Сергея Рахманинова украсит музыкальную школу в Кисловодске



Москва

ДВУХЛЕТИЕ ПРОСВЕТИТЕЛЬСКОГО МАРAФОНА «ИНТЕЛЛЕКТУАЛЬНАЯ ЛАБОРАТОРИЯ LG»: ЖИЗНЬ ХОРОША, КОГДА ЗНАНИЯ ВДОХНОВЛЯЮТ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net