په پاکستان کې د دوایانو بیې لوړې شوې
په دغو نېږدو ۱۰۰ دوایانو کې زیاتره ژوند بچ کوونکي دوایانې چې لایف سېونګ میډیسنز ورته وایي هم شاملې دي.
په دغو نېږدو ۱۰۰ دوایانو کې زیاتره ژوند بچ کوونکي دوایانې چې لایف سېونګ میډیسنز ورته وایي هم شاملې دي.
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د سېپټېمبر پر ۲۴مه د افغان کډوالو زده کونکو اتحاديې لخوا د کډوالو زده کونکو په ویاړ یوه غونده وشوه. یاده اتحادیه له تېرو دریو کلنو څخه دا غونډې تر سره کوي چې دا کال ۱۰ نارینه او ښځینه زده کونکو یې د کوټې له بېلا بېلو پوهنتونونو څخه د ماسټر ډګرۍ تر لاسه کړې وې. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.
د کوټې پرېس کلب د ۵۰ کلنی مراسمو پر مهال د ۱۸م ترمیم او د هغه اهمیت تر عنوان لاندې د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر په کوټه کې غونډه وشوه.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو نامتو مدافع وکیل ووژل شو. پولیسو نن وویل، پر بابر قادري پرون ماښام دوو نا پېژنده وسله والو ډزې وکړې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي. د قادري خپلوانو ویلي، بریدکوونکي د موکل په نوم د ده کور ته ورغلي او کله چې هغه له دروازې راوځي، ډزې پرې کوي. بابر قادري د کشمیریانو د حقونو یو ښکاره ملاتړی و او تل یې د دغې سیمې د خپلواکۍ غوښتنه کوله. نوموړی په دې اړه بحثونو کې کله نا کله د هند په ټلویزیوني بحثونو کې را څرګندېده. د کشمیر په جګړه کې لسګونه زره ملکیان، اورپکي او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان مرکچې پلاوو تماس ډلو ترمنځ یو اختلافي ټکی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ د راتلونکو مذاکراتو مخته وړل دي. دغه راز د افغان حکومت یوه سرچینه د امریکا او طالبانو د هوکړې ترڅنګ د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر پام کې نیولو ټینګار کوي. له قطر څخه له ورکړل شویو راپورونو څرګندېږي چې دغلته د افغان دولت او طالبانو د تماس د ډلو ترمنځ پر طرزالعمل بحثونه په ستونزمنو پړاوونو کې دي. طلوع نیوز په دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي... Читать дальше...
د پخواني ولسمشر نجیب الله لور ومنله چې د پلار د وژل کېدو د څلورویشتم تلین پلان شوې یاد غونډه یې لغوه شوې ده. هیلې نجیب الله پر خپله ټویټرپاڼه دغه خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه د لایلو له مخې غونډه لغوه شوې. ټاکل شوې وه دغه غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د نجیب الله د ګوند د غړو او یوشمېر خواخوږو له خوا جوړه شي. پرون یو شمېر مذهبي او جهادي ګوندونو له هغې ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دغې غونډې سره مخالفت وښوده. نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه نیټه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم ووژل شو.
ځوانان وايي،بايد چې له پښتون کلتوره د ناموسي وژنو، سورې او ولور په څېر ناسم دودونه له بيخه وويستل شي. ځوانانو غږ خپرونه کې د خبرو پر مهال ځینو ځوانانو دا هم وويل چې کلتور د يو قام د وګړو ژوند اسانوي خو له بده مرغه دلته د کلتور په نوم له ډېرو پښتنو پېغلو د تعليم په ګډون نور حقونه اخېستل کېږي. همداراز ځينې وخت ځوانان چې ډېره پوهه لري، له خپلو مشرانو پوښتنه نه شي کولای بلکې بعضې وخت د مشرانو پر وړاندې خبره کول جرم ګڼل کېږي. دا ځوانان دا هم وايي، که پښتانه غواړي چې کلتور يې پرمختګ وکړي نو دوی ته به په... Читать дальше...
د طالبانو پخوانی قومندان د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند ټاکل شوی. د افغان حکومت او د طالبانو ځینې سرچینې وايي، مولوي رحمت الله اندړ چې تازه د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند ټاکل شوی پخوا د یادې ډلې غړی و. د افغان حکومت یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته ویلي، مولوي رحمت الله اندړ څو کاله وړاندې د طالب په تور بندي شوی و. غزني ولایت کې یوه بلې حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی اندړ په کال ۱۳۸۳ کې له طالبانو سره یو ځای او د دې ډلې د قومندان په توګه یې کار پیل کړ. Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د یوه پوځي چارواکي پر وژلو بښنه غوښتې ده. د سویلي کوریا د سمندرونو او کب پالنې د وزارت دغه ۴۷ کلن کارکوونکی د دواړو کوریاوو لانجمن سمندري بندر ته نژدې وژل شوی او بیا د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې سوځول شوی دی. سیول د شمالي کوریا دغه کار غندلی او ( بې رحمه عمل) یې بللی دی. سویلي کوریا وایي، د شمالي کوریا مشر پردې ناببرې او خواشینونکې پېښې خفګان څرګند کړی. د سویلي کوریا دغه پوځي چارواکی د دواړو کوریاګانو ګډې پولې ته په لس کیلو متري واټن کې پر ګزمې بوخت و چې لادرکه شو.
ایراني چارواکو ژمنه کړې چې زرنج او هرات ښارونو ته به د برښنا پر لېږد او دغلته د بادي برښنا پر تولید کار کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه خبره کابل ته د ایران راغلي فني او تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د انرژۍ وزرات مرستیال همایون حایري کوله، کړې ده. دغه پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال ویلي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او برښنا په برخو کې به خپلې همکارۍ پياوړې کړي. ایران او افغانستان خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو جامع سند هم لاسلیکوي چې د طرحې په بشپړولو یې کار روان دی. Читать дальше...
نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل،
د بښنې نړیوال سازمان وایي، قرغزستان کې د کرونا وبا پر مهال روغتیایي کارکوونکي په زور ډېر کار ته مجبور شوي دي. دغه سازمان نن په دې اړه یو راپور خپور کړ او وې ویل، ډاکترانو ته د ډېر کار له کبله نه یوازې دا چې اضافي معاش نه ورکول کېده، بلکې پیسې یې کمې شوې هم دي. غیر رسمي سرچینې وایي چې قرغستان کې د مارچ له نیمایي د جولای میاشتې تر وروستیو پورې کرونا ۴۰ روغتایي کارکوونکي مړه کړي دي. د مرکزي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي هیدر مکګیل ویلي: "دا ویرونکې ده چې د کار په بدل کې د روغتیایي کارکوونکو... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر اوومه د خيبر پښتونخوا د مومندو په زیارت غره سیمه کې د مرمرو غره ښویېدوپېښې پس حکومت هلته ټول درنګونه تړلي دي چې له کبله په زرګونو خلک بې روزګاره شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه په لاندې مطالبو راښکلې شوې ده؛ خاطر پردېس د اشاري ژبې په اړه راپور برابر کړی. باز محمد عابد د پښتني کلتور د نمانځې د غونډې راپور لري. په هنر جاج کې د خزان د موسم هنري او فرهنګي جاج اخیستل شوی. په فنکار کې له استاد فضل ولي ناګار سره د هغه په فن خبرې شوي. په زرپاڼه کې به د خوږو ماشومانو لپاره ځانګړې کیسه طوطي واورئ. او په ورېښمین خیال کې به د اجمل اند نظم واورئ. د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوبشاه... Читать дальше...
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه راتلونکي میلادي کال ته وځنډول شوه. د اسټرالیا د کرکټ ادارې نن جمعه اعلان وکړ، د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ بیا ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډول شوې ده. د اسټرالیا دغه اداره وايي، د کرونا ویروس له کبله د سیالیو د ځنډولو پرېکړه د مدیره پلاوي تر درېیو غونډو وروسته وشوه. په پام کې وه د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ټیمونه خپله ټېسټ لوبه د نومبر پر ۲۱ مه پیل کړي.
د لوګر ولایت امنیې قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. لومړی تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته شوې ده. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي یې د مرګ ژوبلې په اړه نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "په دغو بریدونو کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، له بده مرغه چې یو سرتېری هم شهید شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپیان شوي دي." ښاغلی احمدزی وايي، ازرې ولسوالۍ ته د اړتیا وړ اضافي امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات لېږل شوي دي.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍکې طوفان هریرود وتوانېد چې اباسین څپې ته ماتې ورکړي. د اباسین څپې د لوبډلې غړي وايي چې د روانو سیالیو لپاره یې کافي تمرین نه و کړی. د هریرود ټیم لوبغاړی رحمت الله خیرخواه، چې په دې سیالۍ کې یې د خپل ټیم لپاره ګول وواهه، وايي: "خوشاله یم چې د ټیم لپاره مې ګول وواهه، مهمه نه وه چې څوک ګول ووهي یا یې ونه وهي، ټول یوه لوبډله وو او له ښه مرغه مو ۳ امتیازونه وګټل." دا مسابقې چې د ۸ ټیمونو ترمنځ پرون پیل شوې، د اکټوبر تر ۱۹ پورې دوام کوي. ټاکل شوې ده چې نن شاهین اسمايي له میوند اتلانو سره مخامخ شي.
ه افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په کندهار کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی وو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي، خو ایران هڅه کوي چې په دې جګړه کې خپل دښمن (امریکا) ته ګوزار ورکړي. خلیلزاد پرون پنجشنبه د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په انلاین څرګندونو کې وویل، ایران غواړي تر هغو چې د دغه هېواد او واشنګټن ترمنځ یوه موافقه کېږي امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېل پاتې شي چې نه ماته کوي او نه سوبه. ده په عین حال کې وویل چې ایرانیانو ته یې پر دې مسئلې بلنه ورکړې... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا په سیمه کې د سولې د مخنیوي لپاره د ورانکارو عناصرو پر وړاندې خبرداری ورکړ. قریشي چې پرون د پاکستان په کابینه کې خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکو ته په اشاره وویل، پر له پسې هوښیارۍ ته اړتیا ده چې د ورانکارو د هڅو پر وړاندې د دې پروسې ساتنه وشي. قریشي ورانکاري په نامه یاد نه کړل. ده دا هم وویل چې د پاکستان د هڅو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ موافقه وشوه.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه وغوړوي. اسد قیصر دا خبره پرون پنجشنبه د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په کتنه کې وکړه. تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر وویل چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې پر اساس به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګوونکو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي. د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.
د ارزګان چارواکي وايي چې د دې ولایت پر ګیزاب ولسوالي د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې شاوخوا زر تنه بې ځایه شوي دي. طالبانو په وروستیو ورځو کې د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې پراخې حملې کړي چې په نتیجه کې یې د راپورونو پر اساس دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د اروزګان د والي ویندوی زړګي عبادي په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې له لاسه د بې ځایه شویو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً زر تنه لرو چې د شېران منطقې ته تللي، همداراز دایکنډي ته تللي، کمه فیصدي یې د ارزګان مرکز ته هم راغلي... Читать дальше...
د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه په ممبي کې د زړه له سکتې وروسته د ۵۹ کلونو په عمر ومړ. جونز د هند د کرکټ د غوره لیګ د مبصر یا کمینټېټر په توګه ممبي ته تللی و. ده د استرالیا لپاره په ۵۲ ټیسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځینیو مسابقو کې برخه اخیستې وه. د جونز په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د بېلابېلو هیوادونو کرکټ بورډونو خواشیني څرګنده کړې ده.
په ایران کې یو وار بیا په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو او ورڅخه د مړینو شمېر په زیاتېدو دی. د تهران ښار د شورا رييس محسن هاشمي پرون پنجشنبه وویل، له یوې میاشتې وروسته په پلازمېنه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي او اوس د ورځې ۷۰ تنه په کورونا مړه کېږي. ده دا هم وویل چې پخوا هم په تهران کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر د ورځې ۱۰۰ تنو ته رسېدلی و خو وروسته د ورځې ۴۹ ته راټیټ شو.
د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او بریتانیا ممکن ژر د بیلاروس پر چارواکو د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د اعتراض کوونکو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي. رویټرز خبري اژانس د څلورو چارواکو په قول، چې نومونه یې نه دي څرګند کړي، وايي چې دا درې هېوادونه ښايي نن (جمعه) دوې ورځې وروسته له دې د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه اعلان کړي چې الکساندر لوکاشینکو په پټه د لوړې مراسم په ځای کړل. اکثره لوېدیځ هېوادونه د بیلاروس د ولسمشرۍ ټاکنې له درغلۍ ډکې بولي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې هېواد یې له امریکا او کاناډا سره په همغږۍ بندیزونه لګوي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.